د شهیدانو د وینو په بیه چا ماڼی جوړې کړې؟

0 61

د شهیدانو د وینو په بیه چا ماڼی جوړې کړې؟

یو ملت قرباني شو، خو د قربانیو مېوې د چا په برخه شوې؟

په هغو ټولنو کې چې ناپوهي خپره وي، د دین په نوم سوداګري تر ټولو خطرناکه سوداګري ده؛ ځکه هلته د خلکو له سپېڅلو احساساتو د شخصي ګټو لپاره کار اخیستل کېږي، باطل د حق په جامه کې وړاندې کېږي او د واک، شتمنی اود امتیازاتو دروازې د دیني شعارونو په وسیله پرانیستل کېږي.

افغان ولسه !

یو ځل د خپل تاریخ له هندارې سره مخ شه!
د هغو کلونو پاڼې واړوه چې ستا د ځوانانو وینې پکې تویې شوې، ستا د میندو زړونه پکې مات شول او ستا د وطن د آبادی پر ځای پکې د ویجاړی تاریخ ولیکل شو.

هغه ورځې در په یاد کړه .

هغه ځوانان در په یاد کړه چې د ژوند زرین پسرلی یې په سنګرونو کې تېر کړ؛ هغه میندې در په یاد کړه چې د زامنو د بېرته راتګ په تمه یې د کور دروازې څارلې، خو پر ځای یې د جنازې خبرونه واورېدل.

هغه خویندې در په یاد کړه چې د ناوې له خوبونو سره یې د کونډتوب تور څادر پر سر شو؛ هغه ماشومان در په یاد کړه چې د پلار د غېږې پر ځای د یتیمی له سړې سیوري سره لوی شول.

هغه کورونه در په یاد کړه چې له خنداګانو تش شول؛ هغه کلي در په یاد کړه چې د ویر په ټغر کېناستل؛ هغه ښارونه در په یاد کړه چې د آبادی پر ځای یې د کنډوالو څېرې خپل تاریخ ته وسپارلې.

دا یوازې د جګړې کیسه نه وه؛ دا د یوه ملت د نسلونو د درد، محرومیت او ناتمامو هیلو کیسه وه.

خو نن، له دومره قربانیو، وینو، اوښکو او ویجاړیو وروسته، یوه پوښتنه لا هم د تاریخ په محکمه کې بې‌ځوابه ولاړه ده:

د دې قربانیو ګټه چا ترلاسه کړه؟

هغه بېوزلی مجاهد چې د ژوند تر ټولو ښکلې ورځې یې د جګړې په سنګرونو کې قرباني کړې، نن د یوې مړی ډوډی په لټه کې سرګردانه دی.

د شهید زوی د ښوونځي، درملنې او راتلونکي لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی؛ د شهید کونډه لا هم د ژوند د سختیو بار پر اوږو وړي؛ د هغه یتیم ماشوم چې د پلار په نوم یې د ویاړ کیسې اورېدلې، نن د خپل سبا د جوړولو لپاره له بې‌شمېره خنډونو سره مخ دی.

خو د همدې جګړو او سیاسي بدلونونو په سیوري کې ځینې کسان د شتمنیو، ماڼیو، مقامونو او امتیازاتو خاوندان شول.
د ځینو اولادونه په بهرنیو هېوادونو کې د زده‌کړو او هوسا ژوند فرصتونه لري، خو د عام افغان ماشوم لا هم د یوه عادي ښوونځي، یوې مړی ډوډی او خوندي راتلونکي خوبونه نیمګړي پاتې دي.

څومره عجیبه او دردناکه معامله وه!

یو چا خپل زوی له لاسه ورکړ، بل چا مقام ترلاسه کړ؛
یوې مور د عمر تر پایه د ویر تور څادر پر سر کړ، بل چا د هوساینې ماڼی جوړې کړې؛
یو ماشوم د پلار په ارمان لوی شو، بل ماشوم د قدرت او شتمنی په سیوري کې د ژوند ټولې اسانتیاوې ترلاسه کړې.

البته، د هر چا د شتمنی او ژوند په اړه قضاوت باید د ثبوت او قانون پر بنسټ وي؛ خو د عامه شتمنیو، سیاسي واک او ولسي قربانیو حساب غوښتل د ملت مشروع حق دی.

نو پوښتنه دا ده: آیا د قربانی برخه یوازې د بېوزلو وه؟

ایا د اسلام، آزادی اود وطن شعارونه یوازې د غریب ولس د زامنو د قربانولو لپاره وو؟

ایا هغه کسان چې د ولس د قربانیو په نوم یې د مشرتابه دعوې کولې، نن د همدې ولس د محرومیتونو پر وړاندې مسؤلیت نه لري؟

او که دا قربانی د ټول ملت لپاره وې، نو ولې یې د هوساینې، تعلیم، عدالت او پرمختګ پایلې د ټول ملت په برخه نه شوې؟

موږ د رښتینو مجاهدینو قربانی نه هېروو؛ د شهیدانو وینې ته درناوی لرو؛ د هغو میندو، پلرونو، خویندو او ماشومانو درد خپل درد ګڼو چې د وطن په غم کې یې د ژوند تر ټولو قیمتي شېبې له لاسه ورکړې دي.

خو یوه خبره باید روښانه وي:

د شهیدانو په نوم د حساب غوښتنې خوله نه شي تړل کېدای!

د شهیدانو درناوی دا نه دی چې د هغوی په نوم د هر چا تېروتنې پټې کړو؛ د هغوی رښتینی درناوی دا دی چې د هغوی د قربانیو ارزښت په عدالت، رښتینولی، حساب ورکولو او د ولس د حقونو په خوندي کولو کې ولټوو.

Related Posts
1 of 63,759

محترمو افغانانو !

نور د شعارونو په شور کې د حقیقت غږ مه ورکوی.

د هرې شتمنی د سرچینې پوښتنه وکړی؛
د هر مقام د ترلاسه کولو حساب وغواړی؛
د هرې سیاسي او دیني ادعا پر وړاندې د عمل ثبوت وغواړی؛
د خپلو شهیدانو د اولادونو د راتلونکي پوښتنه وکړی؛
او د خپل وطن د ویجاړی او وروسته پاتې کېدو په اړه د مسؤلیت غوښتنه وکړه.

ځکه اسلام د عدالت دین دی، نه د شخصي ګټو او امتیازاتو وسیله.

جهاد د قربانی او مسؤلیت نوم دی، نه د شتمنی او واک د راټولولو پلمه.

مشري د ولس امانت دی، نه د ولس د سرنوشت د خپل‌سري ټاکلو حق.

تاریخ چوپ دی، خو هېرول یې نه دي زده کړي!

د شهیدانو د وینو نښې به د دې خاورې له حافظې نه ورکېږي؛ د میندو اوښکې به د زمانې په تېرېدو بې‌ارزښته نه شي؛ او د یتیمانو چوپ درد به د راتلونکو نسلونو په حافظه کې ژوندی پاتې وي.

راتلونکي نسلونه به له موږ پوښتنه کوي:

هغه وطن چې زموږ پلرونو یې د آزادی لپاره خپل ژوند قرباني کړ، ولې د خپلو بچیانو لپاره د هوسا ژوند، عدالت او برابر فرصتونو وطن نه شو؟

هغه قربانی چې د ټول ملت په نوم ورکړل شوې، ولې یې پایلې د ټول ملت په برخه نه شوې؟

هغه کسان چې د ولس د استازیتوب دعوې یې کولې، ولې یې د ولس د بېوزلی، بې‌وسی او محرومیتونو لپاره ځواب ونه وایه؟

دا پوښتنې دښمني نه ده؛ دا سپکاوی نه دی؛ دا د دین او وطن پر وړاندې بې‌وفایي نه ده.

دا د وجدان غږ دی، د عدالت غوښتنه ده او د تاریخ پر وړاندې د یوه ژوندي ملت مسؤلیت دی!

که د شهیدانو په نوم مو مقامونه ترلاسه کړل، خو د هغوی د اولادونو د ژوند پوښتنه مو ونه کړه؛

که د مظلومانو په نوم مو شعارونه ورکړل، خو د هغوی د دردونو د کمولو لپاره مو ګام پورته نه کړ؛

که د اسلام او وطن په نوم مو د ولس قربانی وغوښتې، خو د ولس حقونه مو ادا نه کړل؛

نو پوه شی، د تاریخ محکمه نه د مقامونو پروا لري، نه د ماڼیو او شتمنیو، او نه د تشو شعارونو.

هلته به یوازې حقیقت، عدالت او د عملونو حساب وي!

ځکه د ملتونو تاریخ یوازې د اتلانو په وینو نه لیکل کېږي؛ د هغو مشرانو په کړنو هم لیکل کېږي چې د همدې وینو د امانت ساتلو مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی وي.

یوه ورځ به د دې خاورې هر یتیم د خپل پلار د قربانی پوښتنه کوي، هره مور به د خپل زوی د وینو ارزښت غواړي او هر باوجدانه انسان به د عدالت د پلي کېدو غوښتنه کوي.

شهیدان زموږ د تاریخ ویاړ دی، خو د هغوی د قربانیو حساب زموږ د وجدان امانت دی!

وطن یوازې د شعارونو په ویلو نه آبادېږي؛ وطن هغه وخت آبادېږي چې عدالت پکې وي، ولس پکې هوسا وي او هېڅوک د دین، قدرت او قربانیو تر نامه لاندې د ملت له حقونو پورته ونه درېږي.
محترم افغان ولسه ، هغه پرونیو مشرانو چې ستاسو وینې یې تویې کړې او هېواد یې د جګړو په اور کې سوځولی، نن یو ځل بیا د جګړې غوښتنه کوي.

دوی خپله د عمر د پای او مرګ پر پوله ولاړ دي، خو دویم نسل یې لا هم په بې‌شرمی، سرغړونې او تمرد سره د خپل وطن پر ضد خبرې کوي او د جګړې اور ته لمن وهي.

پر داسې کسانو باور کول د شیطان په لومو کې د ځان اچولو په څېر دي.
نو هوښیار او بیدار اوسی!
د پرونیو په خبرو او شعارونو بیا مه غولېږی او د هغوی تر شا اقتدا مه کوی؛ ځکه دا ځل د تېروتنې بیه ښايي ستاسو ایمان، وطن او راتلونکی وي.

تاریخ مو یو ځل ازمویلی؛ اجازه مه ورکوی چې بیا مو هماغه غمیزه تکرار شي.
والسلام .
وما علینا الابلاغ المبین .
والله اکبر والمستقبل للا اسلام .
قاضی لودین .
قاهره – مصر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply