بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام على سیدنا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعین.
ګرانو هېوادوالو، وروڼو او خوېندو.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
دامر بالمعروف او نهی عن المنکر ۱۲۹ برخه !
اکتوبر – ۱۴ – ۲۰۲۶
انسان یوازینی داسې مخلوق دی چې غلا کوي، دروغ وایي، وژني او بیا لمونځ کوي!
د افغانستان ملت یو مجاهد ملت دی؛ مجاهدین روزي او شهیدان وړاندې کوي.
خو بیا هم د ښاروالی کارکوونکو د سوداګریزو دوکانونو له خاوندانو څخه ۲۵۴۰ کیلوګرامه اوسپنه په دې پلمه ضبط کړه چې ګواکې وزن یې کم و .
او بعضی قصابانو به سپي، خره او آسونه هم حلالول، بیا به یې د هغو غوښې پر خلکو پلورلې!
رښتیا هم، انسان ډېر ظالم دی!
إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُوم
انسان یوازینی مخلوق دی چې غلا کوي، دروغ وایي، وژني او بیا لمونځ کوي.
ځینې انسانان له نورو سره بد چلند کوي، د خلکو حقونه خوري، دروغ وایي او نورو ته زیان رسوي؛ خو بیا لمونځ هم کوي.
لمونځ یوازې په ظاهري عمل کې نه دی، بلکې انسان باید په خپل ژوند کې هم رښتینی، عادل او د نورو د حقونو خیال ساتونکی وي. لمونځ باید انسان له بدو کارونو څخه منع کړي.
البته، دا خبره د ټولو انسانانو په اړه نه ده؛ بلکې د هغو خلکو د چلند نیوکه ده چې د عبادت تر څنګ بد کارونه هم کوي.
عبادت له ښه اخلاقو، رښتینولی او د خلکو د حقونو له ساتلو سره بشپړېږي.
محترمو هیواد والو په یاد ولری :
دین یوازې د ظاهري بڼې، جامو او څو ځانګړو ظاهري نښو نوم نه دی؛ بلکې دین د انسان د زړه، نیت، تقوا، اخلاقو، عبادت او له نورو انسانانو سره د چلند بشپړه مجموعه ده.
له بده مرغه، کله ناکله موږ د دین په ځینو ظاهري مسایلو دومره ټینګار کوو چې د دین اصلي روح؛ یعنې رښتینولي، امانتداري، عدالت، رحم، انسانیت، ښه اخلاق او د خلکو د حقونو رعایت ترې هېر کړو.
زما دا لیکنه د همدې لپاره ده چې خپل ځان ته یو ځل بیا متوجه شو:
ایا زموږ دینداري یوازې په ظاهر کې ده، که زموږ په زړه، نیت، اخلاقو او عمل کې هم ښکاري؟
مخکې له دې چې د نورو د ظاهر او نیت په اړه قضاوت وکړو، راځی لومړی خپل ځان وڅېړو.
یعنې د نقاب لرې کول به هغه څه وي چې اسلام خرابوي او دین ته به زیان رسوي، خو ستا ناوړه اخلاق، د زړه سختوالی او فاسد نیت به یې نه خرابوي؟!
د حیرانتیا خبره دا ده چې ځینې خلک د حجاب او ستر کوونکې ښځې په اړه دومره سخت او تنګ نظره وي چې حتی د هغې ښکلا او پاک لباس هم نه شي زغملی.
د حلال او حرام په اړه ډېرې خبرې کوي، بې له علمه فتواوې ورکوي او ناپوه خلک ګمراه کوي؛ خو همدغه کسان چې کله د شیطان په مجلس کې وي، د نڅا کوونکې لپاره چکچکې وهي او په خپلو ستاینو یې هڅوي؛ یعنې د هغو ارزښتونو پر خلاف عمل کوي چې خپله یې خبرې کوي.
ښځې ته وايي چې د سر یو تار وېښتان او د پښې نوک دې هم نه ښکاره کوي؛ خو که همدا ښځه دروغجنه، فاسده یا غله وي، چندان مهمه نه ده.
مهمه دا ده چې حجاب یې اغوستی وي او وېښتان یې په بشپړ ډول پټ وي!
دوی دین تقریبا یوازې په دې کې راټول کړی چې نقاب فرض دی، موسیقي حرامه ده او له یوې څخه د ډېرو مېرمنو نکاح روا، بلکې نږدې لازمي ګڼي.
خو که ته، د یوه مومن په توګه، د دوی تناقض، دوه مخي او بد اخلاق وغندې؛ هغه اخلاق چې په مستقیم ډول دین ته زیان رسوي؛ نو بیا یې نه شي زغملی.
په خلکو ظلم کول، په ناحقه د هغوی مال خوړل، تېری کول، دوکه ورکول، فاسد نیتونه، د وجدان نشتوالی، د غیرت او مروت نشتوالی او نور ډېر داسې کارونه ورته هېڅ اهمیت نه لري.
ستونزه دا نه ده چې ته له دین سره مینه لرې؛ ستونزه دا ده چې ځان د دین خاوند ښیې، خو ستا اخلاق ، چې ستا اصلي پېژندنه ده ، دا ښيي چې ته د دین له تر ټولو سختو دښمنانو څخه یې؛ بلکې کله ناکله له ښکاره دښمنانو څخه هم دین ته ډېر خطرناک یې.
ته دین د خپلو ګټو، مزاج او غوښتنو له مخې په بېلابېلو معیارونو سنجوې، او فکر کوې چې دینداري دا ده چې خلک ستا په اړه ښه نظر ولري او ته د فضیلت او کمال نمونه وبلل شې.
دین د انتخاب موضوع نه ده؛ او یوازې په ظاهري بڼه پورې محدود نه دی. اخلاق هم یوازې شعارونه نه دي.
دینداري دا نه ده چې ته د نورو خلکو تېروتنې ولټوې او خپل ځان هېر کړې.
دینداري دا هم نه ده چې یوازې ظاهري بڼې ته ډېره پاملرنه وکړې، په وړو ظاهري مسایلو کې سختګیري وکړې، خو د دین اصل ، لکه اخلاق، له خلکو سره ښه چلند، رښتینولي، امانتداري، د خلکو درناوی او ویښ وجدان ، پرېږدې.
دین د نیت، تقوا، وجدان، انسانیت، اخلاقو او له خلکو سره د ښه چلند مجموعه ده.
مخکې له دې چې د بل انسان د ظاهري بڼې په اړه حساب ورسره وکړې او د هغه پر نیت برید وکړې، لومړی خپل چلند وڅېړه.
مخکې له دې چې د حرامو په اړه خبرې وکړې، له خپل ځانه وپوښته:
ایا زه خپله واقعاً په هغو شیانو پابند یم چې له نورو یې غوښتنه کوم؟
ایا زه واقعاً د دین ملاتړ کوم، که یوازې د خلکو له ډلې او روان بهیر سره روان یم؟
ایا زه د دین ټولې لارښوونې او احکام عملي کوم، که یوازې هغه څه انتخابوم چې زما خوښېږي؟
الله تعالی فرمایي:
أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ.
[البقرة: 85]
ژباړه: ایا تاسې د کتاب پر یوې برخې ایمان راوړی.
او پر بلې برخې کفر کوی؟
نو له تاسو څخه چې څوک داسې کوي، د هغه سزا په دنیا کې له رسوایی پرته بل څه نه ده، او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځول کېږي؛ او الله له هغو کړنو څخه چې تاسې یې کوی، بې خبره نه دی.
یوازې خبرې، بې له عمله، هېڅ ارزښت نه لري؛ او یوازې په ظاهري بڼه ټینګار، بې له باطني اصلاحه، هم ګټه نه لري.
الله تعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ﴾
[الصف: 2-3]
ژباړه: اې مومنانو! ولې هغه څه وایاست چې خپله یې نه کوی؟ دا د الله په نزد ډېره لویه کرکه ده چې هغه څه ووایاست چې نه یې کوی.
او الله تعالی فرمایي:
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ.
[البقرة: 44]
ژباړه: ایا تاسې خلکو ته د نېکی امر کوی او خپل ځانونه هېروی، حال دا چې کتاب لولی؟ ایا عقل نه کاروی؟
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي:
يُجاءُ بالرجلِ يومَ القيامةِ فيُلقى في النارِ، فتندلقُ أقتابُ بطنِه، فيدورُ بها كما يدورُ الحمارُ بالرَّحى…
بیا به د دوزخ خلک ترې وپوښتي چې ولې دوزخ ته راغلې؟
هغه به وايي:
كنتُ آمرُكم بالمعروفِ ولا آتيهِ، وأنهاكم عن المنكرِ وآتيهِ
ژباړه: ما به تاسې ته د نېکی امر کاوه، خو خپله به مې نه عملي کوله؛ او له بدی څخه به مې منع کولی، خو خپله به مې هماغه بد کار کاوه.
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي:
مَثَلُ العالِمِ الذي يُعلِّمُ الناسَ الخيرَ وينسى نفسَه، كمثلِ السراجِ يُضيءُ للناسِ ويُحرِقُ نفسَه
ژباړه: د هغه عالم مثال چې خلکو ته خیر ورښيي، خو خپل ځان هېروي، د هغه څراغ په څېر دی چې خلکو ته رڼا ورکوي، خو خپله ځان سوځوي.
او فرمایلي یې دي:
آيةُ المنافقِ ثلاثٌ: إذا حدَّث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان
ژباړه: د منافق درې نښې دي: کله چې خبرې کوي، دروغ وايي؛ کله چې وعده وکړي، خلاف یې کوي؛ او کله چې امانت ورکړل شي، خیانت پکې کوي.
باید پوه شې چې د الله تعالی په نزد د انسان د فضیلت او عزت معیار تقوا، د زړه اصلاح او نېک عمل دی؛ یوازې ظاهري بڼه نه ده.
الله تعالی فرمایي:
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
[الشعراء: 88-89]
ژباړه: په هغه ورځ به نه مال ګټه ورسوي او نه اولاد؛ مګر هغه څوک چې الله ته په سالم زړه ورشي.
او فرمایي:
إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
[الحجرات: 13]
ژباړه: بېشکه د الله په نزد په تاسو کې تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې تر ټولو زیات متقي وي. بېشکه الله ښه پوه او باخبر دی.
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي:
إنَّ اللهَ لا ينظرُ إلى صُوَرِكم وأموالِكم، ولكن ينظرُ إلى قلوبِكم وأعمالِكم
ژباړه: الله ستاسو صورتونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او اعمالو ته ګوري.
نیت د زړه کار دی او تقوا هم د زړه ځای لري. رسول الله ص خپل سینې ته اشاره وکړه او ویې فرمایل:
التقوى هاهنا.
ژباړه: تقوا دلته ده.
او فرمایلي یې دي:
بحسبِ امرئٍ من الشرِّ أن يحقرَ أخاه المسلم
ژباړه: د انسان لپاره همدا دومره بدی بس ده چې خپل مسلمان ورور سپک او حقیر وګڼي.
یعنې یوازې ښه ظاهري بڼه دا نه شي جبرانولای چې له خلکو سره دې چلند خراب وي او هغوی سپک وګڼې.
نېکي یوازې ظاهري بڼه نه ده
الله تعالی فرمایي:
لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ.
[البقرة: 177]
ژباړه: نېکي یوازې دا نه ده چې خپل مخونه ختیځ او لویدیځ ته واړوی؛ بلکې نېکي د هغه چا ده چې پر الله، د آخرت پر ورځې، پرښتو، کتاب او پیغمبرانو ایمان ولري، خپل محبوب مال د خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، سوالګرو او د بندګانو د آزادولو په لاره کې ورکړي، لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي، پر خپلو وعدو وفا وکړي او په سختی، تکلیف او د جګړې پر مهال صبر وکړي.
همدوی هغه کسان دي چې رښتیني دي او همدوی متقیان دي.
یعنې نېکي د ایمان، عبادت، اخلاقو او عمل یوه بشپړه مجموعه ده، نه یوازې یوه ظاهري نښه.
ښه اخلاق د قیامت په تله کې له تر ټولو درنو شیانو څخه دي.
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي:
ما من شيءٍ أثقلُ في ميزانِ المؤمنِ يومَ القيامةِ من حُسنِ الخُلُقِ.
ژباړه: د قیامت په ورځ د مومن په تله کې له ښه اخلاقو څخه دروند بل هېڅ شی نشته.
او فرمایلي یې دي:
أكملُ المؤمنينَ إيمانًا أحسنُهم خُلُقًا.
ژباړه: په مومنانو کې تر ټولو بشپړ ایمان د هغه چا دی چې اخلاق یې تر ټولو ښه وي.
او فرمایلي یې دي:
إنَّ من أحبِّكم إليَّ وأقربِكم مني مجلسًا يومَ القيامةِ أحاسنَكم أخلاقًا، وإنَّ أبغضَكم إليَّ وأبعدَكم مني مجلسًا يومَ القيامةِ الثرثارونَ والمتشدِّقونَ والمتفيهِقونَ.
صحابهوو وویل: اې د الله رسوله!
موږ په ثرثارون او متشدقون پوه شو، خو متفیقهون څوک دي؟
رسول الله ص وفرمایل:
المتكبِّرون .
ژباړه: په تاسو کې زما تر ټولو محبوب او د قیامت په ورځ ماته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې اخلاق یې تر ټولو ښه وي. او زما تر ټولو ناخوښ او په هغه ورځ رانه تر ټولو لرې کسان هغه دي چې ډېرې بې ځایه خبرې کوي، په تکبر او ځان ښودنه خبرې کوي او ځان لوی ګڼي.
صحابهوو وپوښتل: متفیقهون څوک دي؟
رسول الله ص وفرمایل: متکبران.
محترمو هیوادوالو په یاد ولری :
دین باید زموږ په اخلاقو کې ښکاره شي، نه یوازې زموږ په ظاهري بڼه کې.
حجاب، نقاب، ږیره، جامې او نورې ظاهري نښې د دین له مهمو برخو څخه کېدای شي، خو د انسان د ټول دین، تقوا او شخصیت بشپړ معیار نه شي کېدای.
د الله تعالی په نزد اصل دا دی چې زړه مو څنګه دی، نیت مو څه دی، عمل مو څنګه دی، د خلکو حقونه څنګه ادا کوو، له کمزورو سره څنګه چلند کوو، په معامله کې څومره رښتیني یو، په امانت کې څومره باوري یو او له تکبر، ظلم، دروغو، خیانت او د خلکو له سپکولو څخه څومره ځان ساتو.
نو مخکې له دې چې د بل چا د لباس، حجاب، نقاب، ظاهر یا نیت په اړه قضاوت وکړو، لومړی دې خپل زړه ته وګورو.
ځان وپوښتو:
ایا زموږ ظاهر له باطن سره برابر دی؟
ایا هغه څه چې نورو ته یې وایو، خپله یې هم عملي کوو؟
ایا زموږ دینداري موږ نرم، عادل، رښتیني، امانتدار او مهربان کړي یو؟
او که زموږ دین یوازې د نورو د محاسبې وسیله ګرځېدلې ده؟
دین یوازې دا نه دی چې خلک زموږ په اړه څه فکر کوي؛ دین دا دی چې الله تعالی زموږ په زړه، نیت او عمل کې څه ویني.
الله تعالی دې موږ ټولو ته داسې دینداري را په برخه کړي چې ظاهر مو پاک، باطن مو سالم، نیت مو خالص، اخلاق مو ښکلي او عمل مو د قرآن او سنتو مطابق وي.
الله تعالی دې زموږ زړونه له کینې، تکبر، ریا، ظلم او بد نیت څخه پاک کړي، او موږ دې د هغو کسانو له ډلې وګرځوي چې دین یوازې په ژبه نه، بلکې په زړه، اخلاقو او عمل سره ژوندی ساتي.
آمین یا رب العالمین.
قاضی لودین .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
