ګډ کار؛ د ګډې بریا بنسټ

نصیر احمد څپاند

53

ګډ يا ټیمي کار (Teamwork) یوازې دا نه دی چې څو کسان په یوه اداره یا پروژه کې یو ځای کار وکړي؛ بلکې دا د ګډ هدف لپاره د افرادو ترمنځ د همکارۍ، باور، متقابل درناوي، نظر شریکولو او ګډ مسؤلیت فرهنګ دی.
په یوه بریالي ټیم کې هر غړی یوازې د خپلې دندې ترسره کولو ته نه ګوري، بلکې د نورو د بریا لپاره هم هڅه کوي. کله چې د ټیم غړي یو د بل ملاتړ وکړي، خپل نظرونه په ازادۍ سره شریک کړي او د یو بل خبرې واوري، نو ستونزې په اسانه حل کېږي او د کار پایلې لا ښه کېږي.
د ټیمي کار مهم بنسټونه
۱. باور:
باور د ټیمي کار اساس دی. کله چې د ټیم غړي پر یو بل باور ولري، کولی شي خپلې نظریې او ستونزې په ډاډ سره شریکې کړي.
۲. ګډ هدف:
ټیم هغه وخت پیاوړی کېږي چې ټول غړي یو روښانه او ګډ هدف ولري او هر څوک پوه شي چې د خپلې دندې له لارې د ټیم په بریا کې څه ونډه لري.
۳. د نظرونو شریکول:
هر غړی کولی شي نوې مفکوره وړاندې کړي. د بېلابېلو نظرونو راټولول د نوښت او غوره حل‌لارو د پیدا کېدو زمینه برابروي.
۴. متقابل ملاتړ:
د ټیم غړي باید د ستونزو پر مهال د یو بل ملاتړ وکړي. د یو بل مرسته کول کار اسانه کوي او د ټیم روحیه پیاوړې کوي.
۵. ښه اورېدنه او درناوی:
یوازې خبرې کول کافي نه دي؛ د نورو خبرو ته په پاملرنه غوږ نیول هم مهم دي. د هر غړي نظر ته درناوی د همکارۍ فضا پیاوړې کوي.
۶. ګډ مسؤلیت:
هر غړی باید خپله دنده په مسؤلیت او کیفیت ترسره کړي. د یوه غړي کمزوری کار د ټول ټیم پر پایلو اغېز کولی شي.
په اداره کې د ټیمي کار ارزښت
په ادارو کې ډېرې ستونزې د یوه کس په وسیله نه حل کېږي. د بېلابېلو مهارتونو، تجربو او نظرونو لرونکو کسانو ګډ کار کولی شي پېچلې ستونزې په اغېزمنه توګه حل کړي. ټیمي کار د کارکوونکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، د زده‌کړې او تجربې د شریکولو زمینه برابروي او د ادارې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره همغږي رامنځته کوي.
پایله
پیاوړی ټیم د افرادو مجموعه نه ده؛ بلکې هغه کسان دي چې د یوه ګډ هدف لپاره یو بل ته غوږ نیسي، باور پرې کوي، مرسته ورسره کوي او خپله دنده په مسؤلیت ترسره کوي.
«یوازې کولی شو لږ کار وکړو؛ خو په ګډ کار کولی شو لوی بدلون رامنځته کړو.»

پرمختللی؛ د بشري سرچینو له اداري رول څخه تر ستراتیژیک شراکت پورې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320