د باور ساتلو هنر؛ مشران څنګه ستونزمنې خبرې په بریالیتوب ترسره کړي؟

نصیر احمد څپاند

54

سریزه
رهبري یوازې د پرېکړو کولو او دندو د وېشلو نوم نه دی، بلکې د خلکو ترمنځ د باور رامنځته کول او ساتل هم د یوه بریالي مشر مهم مسؤلیت دی. هر مشر په خپل کاري ژوند کې له داسې خبرو سره مخ کېږي چې ترسره کول یې اسانه نه وي؛ لکه یو کارکوونکي ته د کمزورې کړنې په اړه فیډبک ورکول، د نه ترسره شوې دندې په اړه حساب غوښتل، یا د ناسم چلند اصلاح کول. همدا خبرې د یوه مشر د شخصیت، انصاف او رهبرۍ اصلي ازموینه بلل کېږي.
که دا ډول خبرې په بېړه، غوسه یا احساساتي ډول ترسره شي، د کارکوونکو باور کمزوری کوي او د ټیم اړیکې زیانمنوي. خو که په درناوي، روڼتیا او مناسب وخت کې ترسره شي، نه یوازې ستونزې هواروي، بلکې د باور او همکارۍ فضا هم پیاوړې کوي.
د هاروارډ د سوداګرۍ ښوونځي او د اېډلمن د باور انسټیټیوټ د څېړنې له مخې، نن ورځ کارکوونکي د پخوا په پرتله پر خپلو مشرانو ډېر باور کوي او له هغوی څخه د صداقت، انصاف او روښانه لارښوونې تمه لري. له همدې امله، د مشر هره ستونزمنه خبرې د باور د جوړېدو یا له منځه تلو سبب کېدای شي.
۱- نیت او اغېز سره جلا وګڼئ
ډېری وخت زموږ نیت ښه وي، خو زموږ خبرې یا کړنې پر نورو هغه اغېز نه کوي چې موږ یې تمه لرو. یو هوښیار مشر یوازې خپل نیت نه ګوري، بلکې دا هم ارزوي چې د ده خبرې یا کړنې پر مقابل لوري څه اغېز کوي.
د ستونزمنو خبرو پر مهال باید:
د مقابل لوري د نیت په اړه ژر قضاوت ونه شي.
د هغه احساساتو او تجربو ته درناوی وشي.
د ملامتولو پر ځای د ستونزې د اصلي لامل د موندلو هڅه وشي.
د دې خبرو موخه باید د چا ملامتول نه، بلکې د ستونزې حل او د باور پیاوړتیا وي. روښانه او صادقانه خبرې، که څه هم سختې وي، تر ناڅرګندو او مبهمو خبرو ډېرې ګټورې دي.
۲- د خبرو لپاره مناسب وخت وټاکئ
د ستونزمنو خبرو د بریالیتوب یو مهم شرط مناسب وخت دی. که مشر غوسه، خپه یا تر احساساتي فشار لاندې وي، غوره ده خبرې وځنډوي.
تر خبرو وړاندې:
خپل احساسات کنټرول کړئ.
موضوع په ارام ذهن وارزوئ.
خبرې په مثبتو ټکو پیل کړئ.
وروسته اصلي موضوع په درناوي او وضاحت سره مطرح کړئ.
دا ډول چلند د مقابل لوري دفاعي غبرګون کموي او د ستونزې د حل لپاره مناسبه فضا رامنځته کوي.
۳- د خلکو په اړه ښه ګومان وکړئ
یو بریالی مشر تل دا احتمال په پام کې نیسي چې خلک د خپلو امکاناتو، معلوماتو او کاري فشارونو له مخې خپله غوره هڅه کوي. له همدې امله، د ملامتولو پر ځای باید د ستونزې پر حل تمرکز وشي.
که احساسات مو پارېدلي وي:
ایمیل مه استوئ.
مهمه غونډه مه کوئ.
لومړی ځان ارام کړئ، بیا خبرې پیل کړئ.
هغه مشران چې په حوصله د نورو خبرو ته غوږ نیسي، پوښتنې کوي، د بېلابېلو نظرونو درناوی کوي او د شخصي بریا پر ځای د ګډ هدف لپاره کار کوي، د خپلو کارکوونکو باور او درناوی ترلاسه کوي.
د بریالي مشر لپاره مهم اصول
د ستونزمنو خبرو پر مهال دا درې اصلونه په یاد ولرئ:
نیت او اغېز سره جلا وګڼئ؛ ښه نیت تل د ښه اغېز معنا نه لري.
د احساساتو په اوج کې مهمې خبرې مه کوئ؛ لومړی ځان ارام کړئ، بیا خبرې وکړئ.
د سم ثابتېدو پر ځای پر ګډ هدف تمرکز وکړئ؛ د باور فضا د همکارۍ له لارې رامنځته کېږي، نه د بحث په ګټلو.
پايله کې ويلي شو چې ستونزمنې خبرې د رهبرۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده. اغېزمن مشران له دغو خبرو نه تېښته نه کوي، بلکې په صداقت، انصاف، خواخوږۍ او روڼتیا یې ترسره کوي.
کله چې مشر د اورېدو حوصله ولري، د نورو احساسات درک کړي، د ستونزو د حل لپاره رغنده چلند غوره کړي او په درناوي خبرې وکړي، د کارکوونکو باور پیاوړی کېږي، اړیکې ټینګېږي او اداره د همکارۍ، نوښت او دوامدار پرمختګ پر لور حرکت کوي.
باور په ویناوو نه، بلکې په هرې صادقانه، عادلانه او مسؤلانه خبرې سره رامنځته کېږي. همدا د بریالۍ رهبرۍ بنسټ دی.

ولې باور له استعداد څخه ډېر مهم دی؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.