د «روښانفکران او ټولنه دولت او اقتصاد» لیکنې په دوام کې دوهمه برخه 

ژباړه: صلاح الدين حمید

53

د «روښانفکران او ټولنه دولت او اقتصاد» لیکنې په دوام کې دوهمه برخه 

ـ روښانفکران او ټولنه دولت او اقتصاد
دوهمه برخه
لیکوال: توماس سویل
ژباړه: صلاح الدين حمید
د تئودور روزولت د ژوند‌لیک لیکونکي په وینا:
«د امریکایانو له ډلې ډېر لږ کسان وو چې د هغه د پوهې له پراخوالي سره سیالي کولای شوه.»
دا څرګنده ده چې د سوداګرۍ له مالکانو څخه یوازې لږ شمېر یې، که د حدودو له نظره وي او یا که د پوهې د ژورتیا له پلوه، له روزولت سره د پرتلې وړ وو، او هېڅ اړتیا هم نه وه چې داسې وي.
په ډېرو برخو کې، اکثراً متخصصان (او کله ناکله یوازې شوقیان) وي چې تر ټولو لوړې لاسته راوړنې ترلاسه کوي.
هیڅوک له بېب روث یا بابي فېشر څخه دا تمه نه لرله چې روښانفکران وي، او که چا داسې تمه درلوده نو بې‌سارې مایوسي به یې لیدلې وه.
د خلکو قضاوت په غیر روښانفکرانه ډګرونو کې د روښانفکرانه معیارونو پر بنسټ نږدې تل دې پایلې ته رسېږي چې هغوی د خپلو ترلاسه شوو امتیازونو وړ نه دي. دا پایله یوازې هغه وخت سمه کېدای شوه چې غیر روښانفکرانه کړنې په خپله له روښانفکرانه کړنو څخه کم‌ارزښته وای.
ډېر لږ کسان په ښکاره ډول د دې پرتلې په اړه خبرې کوي، خو لکه څنګه چې کینز ویلي، پایلې ډېر وخت پرته له دې چې پر کومو پټو فرضیو ولاړې دي، وړاندې کېږي.
بله ناسمه پوهه چې د روښانفکرې طبقې ترمنځ عامه ده، دا ده چې ګواکې باید د سوداګریزو متشبثینو لپاره د هغوی د پرېکړو د پراخو اغېزو له مخې، یو ډول ټولنیز مسؤلیت تعریف شي.
د دې فکر ریښه وُډرو ویلسون ته ورګرځي، چې هغه هم زموږ د تعریف له مخې یو روښانفکر و، ځکه سیاست ته تر ننوتلو مخکې یې اکاډمیک مسلک درلود.
هغه ویل:
«موږ له هغو کسانو نه وېرېږو چې مشروع فعالیتونه ترسره کوي، تر هغه چې دوی تل خپل فعالیتونه د ټولنې له ګټو سره وتړي. مشروع سوداګري باید د یوه ځانګړي ډلې یا طبقې په ګټه ترسره نه شي.»
په بل عبارت، دا کافي نه ده چې یو تولیدوونکی یوازې د تشناب لوړ کیفیت وسایل لکه نلونه، پایپونه او وانونه تولید کړي او په مناسبو بیو یې وپلوري.
بلکې له هغه تمه کېږي چې د فیلسوف-واکمن رول هم ولوبوي او هڅه وکړي د خپلې سوداګرۍ د اغېزو په اړه د ټولنې پر ګټو پوه شي، که څه هم دا مفهوم ورته بشپړ روښانه نه وي.
دا داسې غوښتنه ده چې یوازې ډېر لږ کسان، هغه که په سوداګرۍ، پوهنتونونو، سیاست یا نورو مسلکي ډګرونو کې وي، د پوره کولو توان یې لري.
جان ډیوي هم له دې امله خواشیني څرګندوله چې ولې کارګران، د خپلو کارفرمایانو په څېر د هغه کار د ټولنیزو پایلو او معنا په اړه چې ترسره کوي، ټولنیز لیدلوری نه لري.
کېدای شي روښانفکران پرېکړه وکړي چې د خپلو کړنو د پراخو ټولنیزو پایلو په اړه فکر وکړي، که دا کړنې د هغوی د مسلکي صلاحیت په چوکاټ کې وي یا تر هغه بهر.
خو د هغوی تېروتنې پرته له دې چې څومره وي او یا څومره دوام وکړي، یا ډېر لږ مهم غبرګونونه لري، او یا هېڅ مهم غبرګون نه لري.
د سوداګرۍ او کاروبارونو د مالکانو او کارګرانو له خوا د دې ستر رول نه منل څرګندوي چې ښايي هغوی د انساني محدودیتونو په اړه یوه واقعي بینانه ارزونه ولري.

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.