آرتور شوپنهاور

ژباړه: صلاح الدين حمید 

54
– آرتور شوپنهاور
شوپنهاور چې د یوه نړۍ‌ګرځېدلي سوداګر زوی او د يوې ادب‌پالې مور اولاد و، په ۱۷۸۸ کال کې د دانتسیګ (اوسنی ګدانسک) په ښار کې وزېږېد او په هامبورګ کې وروزل شو. هغه چې یو خپلواک شتمن انسان و، هېڅکله یې د خپل د پوهنتون دندې په بدل کې معاش وانخیست او په حقیقت کې د هغو کسانو لپاره چې «نه د فلسفې لپاره، بلکې د فلسفې له لارې ژوند کوي» یعنې د فلسفې استادانو لپاره پرته له سپکاوي بل څه نه درلودل.
شوپنهاور ټینګار کاوه چې مالي خپلواکي د فکري خپلواکۍ بنسټیز شرط دی. هغه چې هېڅکله یې واده ونه کړ د خپل ژوند وروستي اووه ویشت کاله یې په فرانکفورت کې د یو شمېر پودل سپیو سره تېر کړل. د ده د مطالعې خونې پر دېوال د کانت انځور ځوړند و، او پر مېز یې د بودا مجسمه ایښې وه. د وخت تېرولو لپاره به یې د لندن د ټایمز ورځپاڼه لوستله، فلوت به یې غږاوه، او د فرانکفورت د اپرا نندارو ته به تله. هغه چې د خپل ژوند تر وروستۍ لسیزې پورې نااشنا و، په ۱۸۶۰ کال کې د اروپا د نامتو فیلسوف په توګه ومړ.
شوپنهاور یوازې یو منظم فلسفي اثر ولیکه، (نړۍ د ارادې او تمثیل په توګه) چې په ۱۸۱۸ کال کې خپور شو. دا اثر په څلورو کتابونو وېشل شوی دی. هغه په ۱۸۴۴ کال کې د دې اثر دوهم چاپ وړاندې کړ، چې د ۱۸۱۸ کال ټوک سربېره یو دوهم ټوک هم پکې شامل و. دوهم ټوک له څلورو ضمیمو جوړ و چې د لومړي ټوک له څلورو کتابونو سره نښلېده، په دې توګه د اثر ټولیز حجم دوه چنده شو او شاوخوا زر مخونو ته ورسېد. د آلماني فلسفي آثارو د زیاتې پېچلتیا پر خلاف، د دې کتاب انګلیسي روڼوالی (شوپنهاور څه موده د ویمبلدون په شبان روزي ښوونځي کې زده‌کړې کړې وې) د عیني بېلګو بډاینه او پکې شته طنز د دې کتاب لوستل په یوه ځانګړي خوند بدلوي.
د نولسمې پېړۍ د ټولو آلماني فیلسوفانو د پیل ټکی د کانت ستر شخصیت دی. د شوپنهاور د ۱۸۱۸ م کال د اصلي اثر د لومړي کتاب لومړۍ جمله دا ده: «نړۍ زما تمثیل دی». دا جمله په حقیقت کې د کانت د استعلایي ایډیالیزم لنډیز دی. هغه نظریه چې له مخې یې د مکان او زمان نړۍ «شی‌ء فی‌نفسه» نه ده، بلکې یواځې نمود او تمثیل ده. د شوپنهاور په وینا، له مابعدالطبیعي پلوه طبیعي نړۍ یوازې یوه «خوب» ته ورته ده.
ځکه چې استعلایي ایډیالیزم عادي نړۍ د نمود تر حدودو راکموي، نو د هغه حقیقت د ورکړل شوي امر په توګه د شوپنهاور او د هغه د معاصرو په نظر کې دا په زړه پورې پوښتنه راولاړه کړه چې واقعیت په رښتیا څنګه دی؟
هغه «فی‌نفسه» څه ډول دی؟ د کانت ناهيلې کوونکی ځواب دا دی چې موږ هېڅکله نه شو پوهېدلی، ځکه چې مکان، زمان، علّي اړیکه او جوهریت (شیئیت) د ذهن بڼې دي چې زموږ ټوله تجربه جوړوي، او ځکه چې موږ هېڅکله له خپلو ذهنونو بهر ګام نه شو ایښودلای، نو فی‌نفسه واقعیت هېڅکله د پېژندنې وړ نه دی. شوپنهاور د خپلو معاصرو الماني ایډیالېستانو سره یوځای دا ادعا د یوې ننګونې په توګه واخیسته، نه د یوې جزمي مفکورې په توګه. که څه هم هغه د خپل فکري پخوالي په دوره کې په پای کې دا نظر تائیدوي، خو په عین حال کې باور لري چې د شیانو د ظاهري سطحې لاندې پلټنه کولای شي د واقعیت په درک کې پرمختګ راولي. هغه بالاخره مني چې که څه هم فلسفه نه شي کولای د واقعیت تر ټولو ژور حقیقت ته ورسېږي، لږ تر لږه کولای شي د عام فهم یا د طبیعي علم په پرتله ژوره تفسير وړاندې کړي.
د دې تفسیر له مخې، لکه څنګه چې د هغه د اصلي اثر دوهم کتاب موږ ته وایي، هغه نړۍ چې «د تمثیل په توګه» راڅرګندېږي په یوه ژوره کچه باید «د ارادې په توګه» وپېژندل شي. دا حقیقت لومړی زموږ د خپل بدني عملونو له اګاهۍ څخه موږ ته څرګندېږي. د بېلګې په توګه، په بهرني ادراک کې موږ لومړی د یوې مڼې نمود وینو، او بیا د لاس نمود چې د هغې مڼې پر لور غځېږي. که دا زموږ د اګاهۍ یوازینۍ بڼه وای، نو د لومړي او دوهم ادراک ترمنځ اړیکه به بشپړه رازناکه وه. خو په یقیني توګه دا زموږ د اګاهۍ یوازینۍ بڼه نه ده. د پېښو دا لړۍ موږ ته ځکه د پوهېدو وړ ده چې دروني تجربه څرګندوي چې د خوړلو هیله د دې لامل کېږي څو دوهم ادراک د لومړي پسې راشي.
درون‌لیدنه موږ ته وایي، هغه څه چې زموږ کړنې رامنځته کوي اراده ده‌. یعنې احساسات، عواطف او غوښتنې چې پرېکړو ته رسېږي، او همدارنګه د ارادې کړنې. اراده د انسان چلند او همدارنګه د حیواناتو چلند تشریح کوي. آن په هغو موجوداتو کې چې په اصطلاح غیرعضوي بلل کېږي هم د ارادې فعالیت لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، د مرکزپالو او مرکزگریزو ځواکونو ترمنځ په کشمکش کې، موږ د دوو انساني ارادو ترمنځ د کشمکش په څېر څه وینو.
د شوپنهاور دا کشف چې د ژوند پټ «ذات» اراده ده، یو خوښونکی کشف نه دی، ځکه چې د بودا د «څلورو سترو حقیقتونو» له دوهم حقیقت سره سم، غوښتل یعنې کړاو. د دې پایله د لومړي «حقیقت» له مخې دا ده چې ژوند کړاو دی او شوپنهاور ترې دا پایله اخلي چې «زموږ لپاره به غوره دا وای چې موږ وجود نه درلودای».
هغه د دې ادعا د دفاع لپاره دوه برهانونه وړاندې کوي چې غوښتل اکثره یعنې کړاو.
لیکوال لومړي ته د «د سیالۍ برهان» وايي او دوهم ته «د فشار یا ملال برهان» وايي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=186199

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.