د روښانتيا په بهير کې د انسان مقام او حقوق، خپلواک عقل، خپل فکر، انتقاد او تجربي پوهه پر مشاهدې او ازموينې ولاړ دي او د دين او سياست د بنسټونو خپلواکي ټينګه شوه. خو دا بايد و نه ګڼل شي چې د روښانتيا روح او هماهنګي په فرانسه، انګلستان او آلمان کې يو شان و.
په فرانسه کې روښانتيا انقلابي، توند او خوځنده بڼه لرله ځکه د دولت او کليسا واکمنانو يو بل ته لاس ورکړی و او ديني او سياسي نوښتګر يې ځپل. هغوی ټينګار کاوه چې سياست بايد د عقلاني نقد له تله تېر شي او سياسي بنسټونه پر خرد او پوهې ولاړ وي. ديني او سياسي نوښتګرو د دين او اخلاقو په برخه کې هم پر شک او انتقادي پوښتنو ټينګار کاوه.
په انګلستان کې روښانګري د لاک د تجربي پوهې او د نيوټن د فيزيک پر بنسټ، له ژورتيا او رغنده تګلارې برخمنه وه. لاک د معرفت پیژندنې په پراختيا کې مهم ګامونه واخيستل چې کانت وروسته ترې د بشري معرفت د حدودو په ټاکنه کې ګټه واخيسته. هغه د مدني حکومت، زغم او مدارا په اړه مهم آثار وليکل.
په همدې دوره کې انګلستان که څه هم له نسبي سياسي او ټولنيزو آزاديو برخمن و.
بې له شکه د مدني آزاديو سيورې په انګلستان کې د روښان ګري بهير لا غني او پياوړی کړ. که څه هم لاک اړ شو انګلستان پرېږدي او په هالنډ کې د زغم او مدارا په اړه خپل اثار وليکي خو د والټر خبره پر ځای ده:
«که لاک او نيوټن په فرانسه کې وای اعدام شوي به وای، که په روم کې وای زندان ته به تللي وای او که په ليسبون کې وای، سوځول شوي به وای.»
په آلمان کې روښانګري له فرانسې او انګلستان سره توپير درلود. آلماني مفکرين تر ډېره له تجربي فلسفې پرته په انتزاعي او نظري افکارو بوخت وو. د فکر او بيان او قلم آزادي محدوده وه، او د سياسي نظام له لوري (په ځانګړي ډول له ۱۷۸۶ وروسته) د روښانګري د هڅو پر وړاندې سخت دريځ خپل شو. د فريدريک وېلهلم دويم حکومت روښانګري خطرناکه او د دين او دولت مخالفه پديده وبلله، د کتابونو او نشريو د توقيف او مصادرې لړۍ يې پيل کړه او حتی کانت يې دې ته اړ کړ چې د دين په اړه څه و نه ليکي او څه و نه وايي.
د فریدریک ویلهلم دوهم حکومت، د روښانګرۍ (روښانتيا) د یوې خطرناکې پدیدې او د دین او دولت د مخالفې مفکورې په توګه د معرفي کولو له لارې، په ناپوهي سره د اندېشورانو پر ځپلو، د هغوی پر نیولو، او د کتابونو او خپرونو پر توقیف لاس پورې کړ. د پروس د مستبد واکمن په امر کانت دې ته مجبور کړای شو چې د دین په اړه هېڅ لیکنه خپره نه کړي او هېڅ وینا ونه کړي.
که څه هم آلمان د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي شرایطو له مخې ونه توانېد چې د روښانګرۍ د زانګو په توګه رول ولوبوي، خو د فرانسې د روښانګرۍ له بدلونونو په ځانګړې توګه د هغې له ستر انقلاب څخه اغېزمن شو. د فرانسې انقلاب د جرمني د اندېشورانو ترمنځ شور، شوق او فکري خوځښت راوپاروه او کانت یې د خپل فکري ژوند په وروستیو کلونو کې دې ته وهڅاوه چې د انقلاب د پدیدې په اړه فلسفي ملاتړ او ارزونه وکړي.
په نولسمه میلادي پېړۍ کې، د روښانګرۍ د تفکر بیرغ د هګل، هاینه، انګلس او مارکس په لاس کې و.
په شلمه پېړۍ کې آدرنو او هورکهایمر په څېر متفکرانو د روښانګرۍ د نظریې بیاکتنې او بیاآندني ته مخه کړه. همدارنګه لوکاچ او مارکوزه هم د شلمې پېړۍ د روښانګرۍ د نظریې له بیاکتونکو څخه شمېرل کېږي.
د روښانګرۍ فلسفه
بې له شکه د روښانګرۍ فلسفه د مدرنیتې فلسفه ده. د روښانګرۍ د فلسفې موخه دا ده چې نړۍ د عقل او پوهاوي په زیور وپسولي او جهل او خرافات له منځه یوسي. دا فلسفه پر عقل، علم او پوهاوي ټینګار کوي او هر هغه څه چې له عقل سره سمون ونه لري د ګومان او خیال اړوند ګڼي.
روښانګري پر ګالیله او نیوټن ویاړي یعنې علم له اسطورې لوړ ګڼي او عقل له خیال څخه غوره بولي.
پای
روښان فکر څوک دی؟/ ۲
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.