يوه ټولنه چې په کومه کچه له خرافاتو او دودیزو باورونو څخه ضرر ويني هومره یې حتی له ناپوهۍ هم نه ويني. خرافات هغه ناسم، بی بنسټه او نا معقوله بارونه دي چې انسان ته د سترو ستونزه، مصیبتونو او دردونو د ژغورلو تر ټولو لنډه، آسانه او ممکنه لاره ښایې.
انسانان خرافاتي باورونه له ماشومتوبه لومړی له خپلې کورنۍ، چاپېريال او بیا ټولنې څخه ترلاسه کوي، او بیا په ماشومتوب کې د مغز تاثير پذیری خاصیت له وجې د ډیری خرافاتي باورونو ښکار ګرځي. اوس دې ټولو دخیل اړخونه ته په کتو زمونږ ځوانان او تنکی ځوانان په خرافاتو کې د راګير کیدو تر ټولو په ډيره کمه کچه ملامت دي. په لومړي سر کې کورنی په دوهمه کچه خپلوان او ملګري او په دریمه کچه استادان، ملایان او هغه چاته چې مو د خپلو ماشومانو راتلونکي سپارو ملامت دي.
اوس فکر وکړئ ولی هغه ماشوم چې په ښار کې رالوی شوی تر هغه ماشوم چې په کلی او بانډو کې رالوی شوی د چلند او سلوک، د زده کړې او پوهنې وړتیا، د اخلاقو او کردار او د ادب او فرهنګ له اړخه سره څومره توپیر لري؟ د دې پوښتنې ځواب تاسو د روزنې هغه درې عوامل در په ګوته کوي چې مخکې مو ورته اشاره وکړه.
بلخوا ناپوهي د انسان د مخته تګ او وړاندې تللو مخه نيسي، یو څوک یو کار نه ترسره کوي يا یو کړنه او عمل نه تکراروي ځکه پوهېږي چې نه پوهیږي، ناپوهي د انسان د جسارت کولو، یو شي رامنځته کولو او د خپل فکر بيانول څخه مخنيوی کوي. او په ځينو وختونو کې همدا د ناپوهي ذهنیت درلودل انسان له سترو تېروتنو او د غلطو پریکړو له نیولو ژغوري.
خو خرافات د دې برعکس اغیز لري، خرافات تا په دې باوري کوي چې یو غلط کار، بی معنا کړنه او ناوړه چلند صحیح او منطقي ده. په خرافاتو باور درلودل د انسان په ذهن کې په عیني واقعیتونو پرده اچوي، د یو شخص سلیم عقل ړندوي او هیڅکله د ورځنې ژوند د واقعیتونو په نظر کې نيولو سره پرېکړې کولو ته نه پریږدي.
او له دې تاوان رسوونکی دا باور ده چې “په خپله غريزه باور وکړه.” دا باور په طبیعي ډول د غلطو او ناسمو بارونو په پیاوړی کولو او څارلو کې اغېزمن رول ادا کوي. یا په بل ډول لکه د کتلست په څیر کار کوي.
د سليم عقل او منطقي فکر په بهیر کې په لومړۍ درجه خرافات، په دوهمه درجه دوديز باورونه او دودیزه روزنه او پالنه او په دریمه کچه په خپله غريزه باور کول، هغه خنډونه دي چې تاسې تر ټولو روښانه او څرګنده فکر ته نه پریږدي، او له هغه ځایه چې زموږ مغز ذاتا په لنډو لارو او آسانه طریقو پسې لالهانده ده، د روښانه او څرګند فکري بنسټ رامنځته کول له ستونزو سره مخ کوي.
له بلې زاويې دا خرافاتي باورونو انسان یو ډول ماورالطبیعي یا خیالي حالت ته وړل چې بیا په پایله کې انسان په توهم اخته کيږي. هغه توهم چې له منځه وړل يې له رامنځته کیدو څو چنده سخت وي.
یوه بله اړونده خبره هم په یاد ولرئ چې دودیز یا سنتي باورونه له خرافاتو سره توپیر لري. او د یو بل په ځای نباید چې وکارول شي.
ـ د اګست ۱۴مه، ايوب خان مینه کابل افغانستان
د امریکا په محوریت نوی نړیوال نظم
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.