د امریکا په محوریت نوی نړیوال نظم

ژباړه: صلاح الدين حمید

29
په تېر کال کې، په داسې حال کې چې ډېری شنونکي د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)، د انفلاسیون برخلیک او د راتلونکې اقتصادي رکود په اړه اندېښمن وو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې یوه نظریه وړاندې کړه چې هېچا یې تمه نه لرله. هغه یو داسې پلان اعلان کړ چې موخه یې د نړۍ پر حاکم لیبرال نظم سخت ګوزار کول او د نړۍ له اقتصاد سره د متحده ایالاتو د اقتصادي اړیکو بیا رغول وو.
د ۲۰۲۵ کال تر ټولو ستره اقتصادي کیسه نه مصنوعي ځیرکتیا وه، نه انفلاسیون، نه اقتصادي رکود او نه هم د امریکا فدرالي ریزرف، بلکې د امریکا د حکومت هڅه وه چې پر نړۍ واکمن لیبرال نظم ګډوډ کړي او پر ځای یې د متحده ایالاتو په محور او لومړیتوب ولاړ نوی نړیوال نظم رامنځته کړي.
دغه نوی نظم پر دې باور ولاړ و چې د چین په څېر هېوادونو د کلونو لپاره د لیبرال نړیوال نظم له ګټو څخه استفاده کړې، شتمن شوي او د امریکا بازارونه یې تر خپل واک لاندې راوستي دي، خو په بدل کې یې خپل کورني بازارونه د امریکایي صنعتونو او محصولاتو پر مخ نه دي پرانیستي.
په همدې وخت کې، د امریکا د سوداګریز توازن مخ پر زیاتېدونکې کسر (Trade Deficit) په دې لیدلوري کې د امریکا د اقتصاد د کمزورۍ، زوال او پر نورو هېوادونو د هغې د زیاتېدونکې اقتصادي اتکا نښه ګڼل کېده.
د ټرمپ له نظره، دا سوداګریزه کسر د امریکا د کار بازار د دندو له لاسه ورکولو، د امریکایي پرمختللو ټکنالوژیو د وړیا لېږد سبب کېده، څو د چین په څېر د ودې په حال کې اقتصادونه پیاوړي او پرمختللي شي، او په پایله کې د امریکا ملي ځواک ورو ورو کمزوری شي.
د نړیوال اقتصاد په معادلو کې د امریکا د ځانګړي او بې‌ساري موقعیت له امله، د ولسمشر اصلي وسیله ګمرکي تعرفې وې.
تعرفې یوازې د کورنیو صنعتونو د ساتنې لپاره نه وې، بلکې موخه یې د سوداګریزو اړیکو بېرته متوازن کول، له نورو هېوادونو سره د سوداګریز کسر کمول او تنظیمول وو، او د ټرمپ په وینا، دا هر څه د دې لپاره وو چې «د امریکا عظمت بېرته را وګرځول شي.»
د دې نوي نظم پیغام دا و چې که د کوم هېواد سوداګریز توازن له امریکا سره غیر متوازن وي، یعنې امریکا ته یې صادرات د امریکا څخه د وارداتو په پرتله ډېر زیات وي، نو باید له دوو انتخابونو څخه یو غوره کړي: یا دې درنې ګمرکي تعرفې ومني، او یا دې خپل بازارونه د امریکایي محصولاتو او صنعتونو پر مخ پرانیزي.
دغه سیاست له دوو اساسي ننګونو سره مخ و.
لومړۍ ننګونه دا وه چې د کلاسیک اقتصاد له نظره، ټاکل شوې وسیله یعنې تعرفه، د نسبي مزیت له نظریې سره په ټکر کې وه. کلاسیک اقتصاد باور لري چې په ځان‌بسیاینه کې هېڅ ځانګړی اقتصادي فضیلت نشته، حتی د امریکا په څېر د ستر او متنوع اقتصاد لپاره هم. هر هېواد باید د هغو توکو په تولید تمرکز وکړي چې پکې نسبي برتري لري.
سربېره پر دې، څېړنې ښيي چې تعرفې په اوږدمهال کې د دې پر ځای چې کاري فرصتونه زیات کړي، سیالي او نوښت کموي، د مصرفوونکو لپاره بیې لوړوې، او په پایله کې هم کورني اقتصاد او هم نړیوال اقتصاد ته زیان رسوي.
دوهمه ننګونه دا وه چې لیبرال نړیوال نظم د ګډون، همکارۍ او د متقابلو ګټو د رامنځته کولو پر بنسټ جوړ شوی و، خو د نوي نظم بنسټ پر محدودیتونو، فشار او د اقتصادي شریکانو پر مجازاتو ولاړ و.
دغه چلند د چین او د اروپا د اتحادیې په څېر مواردو کې د مقاومت، او حتی د سوداګریزې جګړې لامل شو. د دې پایله د مصرفوونکو لپاره د بیو لوړېدل، د اقتصادي اړیکو کمزورتیا، او دا وه چې د امریکا سوداګریز کسر ونه شو کولای په دوامدار ډول راکمه او متوازنه کړي.
له بلې خوا، د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په څېر هېوادونو له دې فرصت څخه د خپلو اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره ګټه واخیسته، ترڅو د امریکا په اقتصاد کې خپل دریځ لا پیاوړی کړي او امریکایي پانګه او ټکنالوژي د خپلو راتلونکو سترو پرمختیایي پروژو لپاره شریکې کړي.

د اقتصادي نظریو مخکښان

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.