د بلوڅ قوم سیاسي مبارزه او له ایران سره جلا ستراتیژیک برخلیک

انجنیر شیر ساپی

59

د بلوڅ قوم سیاسي مبارزه او له ایران سره جلا ستراتیژیک برخلیک

 ۰۳/۱۱/۲۰۲۶

دویمه برخه : د ایران بلوڅان، د چابهار جیو-اکانومي او د زاهدان مدني- سیاسي بهیر!

ټول تاریخي بلوچستان شاوخوا ۶۹۰,۰۰۰ کیلومتر مربع؛ دا پراخه سیمه د اوسني پاکستان (بلوچستان صوبه)، ایران (سیستان او بلوچستان ولایت) او د افغانستان ځینې سویلې برخې رانغاړي.

د ایران بلوچان په عمده توګه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې ژوند کوي. دوی د توکمیز او مذهبي پلوه (چې اکثریت یې سني مذهب دي، د ایران د شیعه اکثریت په وړاندې) په اقلیت کې دي، او د دوی سیمه د ایران له خورا بې وزلو او کم پرمختیا سیمو څخه شمیرل کیږي.

جغرافیایي موقعیت: د ایران په سویل ختیځ کې دویم تر ټولو لوی ولایت دئ چې شاوخوا ۱۸۰،۷۲۶ مربع کیلومتره مساحت لری او د ایران ۱۱٪ خاوره جوړوي. دا ولایت ختیځ ته له پاکستان سره ۹۰۰ کیلومتره او له افغانستان سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لری. سویل ته یې د عمان سمندر موقعیت لري.

د ایران بلوچستان طبیعي وېش: دا ولایت له دوو جلا سیمو جوړ دئ:

سیستان (شمالي برخه): یوه هواره دښته ده چې د افغانستان پولې ته نږدې ده او د هلمند سیند پر اوبو تکیه لري (لکه د زابل سیمه).

بلوچستان (مرکزي او سویلي برخه): یوه پراخه او غرنۍ سیمه ده چې د ولایت د خاورې لویه برخه جوړوي.

پلازمېنه او مهم ښارونه: د ولایت مرکز د زاهدان (Zahedan) ښار دئ. نور مهم ښارونه یې چابهار، ایرانشهر، خاش، سراوان او زابل دي. [د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایرانشهر ښار پخوانی نوم «پَهرَه» (Pahrah) ؤ. دا ښار په تاریخي لحاظ د مکران په سیمه کې واقع دئ او په ۱۳۱۴ لمریز (۱۹۳۵ زیږدیز) کال کې د رضا شاه په امر د هغه نوم له «پهره» څخه «ایرانشهر» ته واړول شو. په لرغونو تاریخي متنونو کې دا سیمه د «پهرج» یا «فهرج» په نومونو هم یاده شوې ده].

دیموګرافي او نفوس: د وګړو شمېر، رسمي شمیرې نشته، د اټکلونو له مخې د دې ولایت نفوس د ۳.۵ څخه تر ۴ میلیونه کسانو په شاوخوا کې دي، چې د ټول بلوڅ نفوس شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنه جوړوي. دا د ایران تر ټولو ځوان ولایت ګڼل کېږی، ځکه نږدې ۶۵٪ نفوس یې تر ۳۰ کلونو کم عمر لری. بلوڅان د ولایت کتلوی اکثریت شاوخوا ۷۰٪ تر ۷۶٪ جوړوي. په مذهبي لحاظ حنفي سني مسلمانان دي او په بلوچي ژبه خبرې کوی.

سیستاني فارسیوانان: په شمالي برخه (سیستان) کې اوسېږي، هغوی لږکي دي، د فارسي په سیمه ییزه لهجه غږېږی او په مذهبي لحاظ شیعه ګان دي.

د وېش مخکې طبعي او جغرافیایي ځانګړتیاوې

پرانیستې طبعي پولی: دا پراخه جغرافیا له لوېدیځه د لوط او کرمان دښتو، له ختیځه د سیند سیند درې، له شماله د هلمند سیند او هامون حوزې او له سویله د عمان سمندر (مکران ساحل) پورې په طبیعي ډول تړلې وه.

د اوبو ګډ حیاتي رګونه: د هلمند، بولان، مکران او ماشکیل سیندونه پرته له کوم اداري خنډه بهېدل. د هامون خوږو اوبو جهيل د ټولې سیمې د مالدارۍ او کرنې د کډوالۍ یو ګډ او نښلوونکی مرکز ؤ.

طبیعي درې او دهلېزونه: د سلیمان، چاغي او د مکران مرکزي غرونه د ولسونو د جلا کولو پلمې نه وې. د بولان دره او نورې طبعي لارې د سویلې اسیا، افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او کلتوري ادغام طبعي پلي وي.

ایکولوژیکي او مالدارۍ ازادي: د سیمې د پښتنو او بلوڅو قبیلو ژوند پر فصلي کډوالۍ ولاړ ؤ. هغوی د کال په بېلابېلو فصلونو کې د اوبو او شنه څړځایونو په لټه کې له کندهاره تر چابهار او له کوېټې تر زاهدان پورې ازاد تګ راتګ کاوه. هیچا ته د پاسپورټ، ویزې یا ګمرکي محصول تصور هم نه ؤ. انګرېزانو د خپل سټراټیژیک غرض لپاره دا طبعي جغرافیا، د اوبو شبکې او قبیلې په دریو مصنوعي برخو ووېشلې او د سیمې طبعي انډول یې له منځه یووړ.

انساني او طبعي زیان: د ګلډسمېټ کرښې په بشپړ ډول بې رحمه او مصنوعي بڼه درلوده. دغې کرښې د بلوڅو تر ټولو لویې قبیلې، د هغوی د اوبو طبعي شبکې، د مالدارۍ څړځایونه او تاریخي کلي په منځ کې په دوو برخو ووېشل. د یوې کورنۍ غړي په دوو جلا هېوادونو کې ایسار شول.

د ګولډسمیډ کمیسیون د بلوچستان سیمه په دوو اصلي برخو ووېشله

ایران سره یوځای کیدل: د ګولډسمیډ کرښه (Goldsmid Line) هغه تاریخي او سیاسي پوله ده چې د بلوچستان پراخه جغرافیايي سیمه یې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه ووېشله او د اوسني ایران او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد بنسټ وګرځېده. د دغې پولې د ټاکلو پازوالي د برېتانوي اردو د یو افسر جنرال فرېډریک ګلډسمېټ پر غاړه وه، ځکه نو دغه کرښه د هغې په نوم نومول شوې ده.

دا وېش په ۱۸۷۱ زیږدیز (۱۲۵۰ لمریز) کال کې د قاجاری ایران او د برېتانوی هند (هغه وخت پاکستان د برېتانوي هند برخه وه) ترمنځ وشو.

لوېدیځ بلوچستان (سیستان او بلوچستان): دا برخه قاجاری ایران ته ورکړل شوه چې اوس د ایران یو ولایت دئ.

ختیځ بلوچستان: دا برخه د خان قلات (د بلوچستان سیمه ییز واکمن) تر اغېز لاندې او د برېتانیا تر ملاتړ لاندې راغله، چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د جوړېدو پر مهال د دغه هېواد برخه شوه.

یادونه: په ۱۸۹۳ کال کې د ډیورنډ کرښې په واسطه د بلوچستان یوه بله وړه برخه په شمال کې د افغانستان سره ګـډ شو.

د ګولډسمیډ کرښه د عمان له بحیرې (ګوادر او چابهار ترمنځ) څخه پیلېږي او په شمال کې د ملک سیاه غره پورې غځېږي، چیرته چې د افغانستان، ایران او پاکستان ګډه سرحدي نقطه ده.

د بلوڅو وېش: یو کلتور، ژبه او ګڼ ټبرونه (قبایل) په دوو بېلابېلو هېوادونو کې سره جلا شول او کورنۍ د پولې دواړو غاړو ته پاتې شوې. [ همدارنګ د ډیورنډ کرښې پښتنو وویشل بل تکرار وو.]

د ګلډسمېټ کرښې په سیمه کې د بلوڅو د ملي یووالي احساس ته لومړنی سخت تاریخي ګوزار ورکړ. دا کرښه وروسته په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان په جوړېدو سره، د ایران او پاکستان ترمنځ په رسمي نړیواله پوله بدله شوه. د دغه وېش له عمله رامنځته شوې ستونزې او د ولسونو جلاوالی لا تر نن ورځې پورې د سیمې د وسله‌والو او مدني شخړو یو اصلي عامل ګڼل کېږی.

د انګرېزانو له استعماری وېش (ګلډسمیټ ۱۸۷۱ او ډیورنډ ۱۸۹۳) څخه مخکې، د بلوچستان جغرافیا یو بشپړ، نښتی او طبعي ایکولوژیکي بلاک ؤ، چې هېڅ ډول مصنوعي کرښو او سیاسي پولو وجود نه درلود.

لویدیځ بلوچستان په ۱۹۲۸ کال (۱۳۰۷ لمریز) کې د رضاشاه د پوځ لخوا د ټولو مخالفتونو له ځپلو وروسته په بشپړ ډول د ایران د مرکزی حکومت تر کنټرول لاندې راغي.

ټولنیز او د ژوند د سټایل نږدېوالی له ایرانیانو سره:

د ایران په سویل-ختیځ کې یوه ډیره پراخه او توده دښته چې د لوت دښته/ دشت لوت په نامه یادیږی، دا دښته په ځانګړی ډول د اوسنې سیستان او بلوچستان جغرافیایی سیمي په شمال او لویدیځ کې د یو لوی طبیعي دېوال په څېر موقعیت لري او بلوچستان له مرکزي ایران څخه جلا کوی. همدا وچه او مړه دښته د بلوچستان طبیعي سرحدونه جوړوي چې په پخوا وختونو کې به د سختو اقلیمی شرایطو له عمله د لښکرو او مهاجرتونو د مخنیوي یو کلاسيک خنډ ؤ. په تېرو وختونو کې د یو «طبیعي ستراتیژیک دېوال» په څېر وې. د نړۍ یو له تر ټولو تودو او وچو دښتو څخه شیمرل کیږی.

د ایران بی بدیله مورخ ارواح ښاد ناصر پورپيرار دا جغرافیایی موقعیت داسې بیانوي:

« در مربع عظیم و پهناور با اضلاعی به طول 800 کیلومتر بپردازم، که با برداشت‌های کنونی، ایران مرکزی خوانده می‌شود. مربعی که علی رغم گستردگی غول آسا، مورد عنایت طبیعت نبوده و نیست، نزدیک به تمامی آن لم یزرع است و جز زاینده رود*، نهر بزرگ دیگری در آن جریان ندارد. در واقع موقعیت این مربع کویری پهناور، نه فقط جذابیت طبیعی فراخوانی مهاجر به درون خویش را نداشته، بل خود اصلی‌ترین علت جدایی و انزوای اجتماعات لرزان و تازه تشکیل شده پس از اسلام، در حواشی محدوده‌ای بوده است، که اینک ایران نامیده می‌شود».

( برآمدن صفویه، بخش اول، مقدمات، ص. ۱۶، ناصر پورپیرار)

* زاینده رود: دا یو داخلي سیند دئ، یعنې سمندر ته نه توېږی؛ د دغه سیند ټول اوږدوالی نږدې ۳۶۰ تر ۴۰۰ کیلومتره دئ. د اصفهان ختیځ په پای کې د “ګاوخوني” نړیوالې جبهزار (تالاب/باتلاق) ته لوېـږي او هلته پای ته رسېږي.

دا فاکت یا حقیقت ښیي چې د بلوچ او ایران د ولسونو در منځ تاریخی او کلتوری پیوستون وجود نه درلود او نه یې لري. مګر د هند -آریایی قلابی تئوری بلوچان ژبه یوه ایرانی شاخه ګڼی.

د بلوچانو مذهب (سني اسلام)، قبایلي جوړښت (جرګې، ننګ او پت)، او سختو جغرافیایي شرایطو (غرنی او دښتي ژوند) له پلوه، له پښتنو سره ډېر زیات کلتوري ورته والی لري. د بلوڅو “بلوچ مېار” د پښتنو له “پښتونولۍ” سره په بشپړ ډول ورته ده. په داسې حال کې چې د ایران قبایلي نظام نلري، اګثره ښاري ژوند او شیعه مذهبه دي.

ټولنیز او طبیعي وضعیت

سیاسي او امنیتي ننګونې: د بلوچستان سیمه سره له دې چې د طبیعي زیرمو (ګاز، سره زر، مس) مالکیت لري، د ایران یو له خورا بې وزلوسیمو څخه ده. لوړ بیکاري کچه، د زیربناوو کمښت او د پاکو اوبو، زده کړې او روغتیا ته محدود لاسرسی اصلي ستونزې دي.

ډیری بلوڅان ځانونه د جوړښتي تبعیض قربانیان ګڼي. د اعدام احکام د بشري حقونو سازمانونو راپورونه ښیي چې بلوڅان په غیر متناسب ډول د اعدام احکامو سره مخ دي. د بیلګې په توګه، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۸۴ بلوڅ بندیان اعدام شول او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې، لږ تر لږه ۲۴ بلوڅان اعدام شوي دي.

مرکزي تبعیض: د ایران د حکومت لخوا په بلوچانو باندې دوه ډوله اغېز شته؛ لومړی قومي (بلوڅ توب) او دویم مذهبي (سني توب). دا د دې عامل شوی چې بلوچان په حکومت کې لوړو چوکیو ته ونه رسیږي.

امنیتي وضعیت: د سپاه پاسداران په سیمه کې سخت پوځي کنټرول لری. په دغه ایالت کې د حکومت ضد د ننه سیاسي بې ثباتي او د “جیش العدل” په څېر د بلوڅو وسله والو ډلو چریکي بریدونه وخت ناوخته رامنځته کېږی. د ۲۰۲۲ کال د زاهدان د “خونړۍ جمعې” پېښې د خلکو او نظام ترمنځ د کړکېچ اوج ښکاره کړ.

د چابهار اقتصادي او سټراټیژیک اهمیت: دا بندر د عمان سمندر په غاړه د ایران یوازېنی اقیانوسي بندر دئ چې د هند، افغانستان او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ لپاره خورا لوی جیو-اکانومیک ارزښت لری او د ایران د آزادې سوداګرۍ سیمه ده.

طبیعي زیرمې: دا ولایت د مسو، کرومایټ، منګنیز او سرو زرو بډایه کانونو درلودونکي دي.

د اوبو بحران: د هلمند سیند په اوبو د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې جنجالونه او د هامون جهيل وچېدل په مستقیم ډول د دې ولایت په خلکو او کرنه اغېزه کړې ده.

د وسله‌والو او سیاسي خوځښتونو تاریخي مخینه

دا برخه په دریو تاریخي دورو وېشو:

د شاه د دورې مقاومت: د دادشاه بلوڅ پاڅون(۱۹۴۶-۱۹۵۷ز) د محمد رضا شاه په وخت کې لومړنی کلاسیک وسله‌وال مقاومت پیل کړ. هغه په بلوچي فولکلور کې د شجاعت ملي سمبول ګڼل کېږي.

د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته: د خمیني د نظام په راتګ سره، په قومي محرومیت باندې مذهبي محرومیت (سني توب) هم ور اضافه شو. دلته د “شیخ عزالدین حسیني” او “احمد مفتي زاده” په څېر د سني مشرانو هڅې او د هغوی ځپل د بحث کلیدی ټکی دئ.

له جندالله څخه تر جیش‌العدل پوری: د جندالله ډله (۲۰۰۳-۲۰۱۰ز) د عبدالمالک ریګي لخوا په ختیځ سرحد کې چریکی جګړې څنګه په جیوپولیټیکي نانندریو بدلې کړې. دغه ډلې سلفي افکار لرل. په ۲۰۱۰ز کال کې د ریګي په اعدام سره دا ډله وپاشل شوه.

د جیش العدل تنظیم (۲۰۱۲-۲۰۲۵ز): د جندالله له منځه تلو وروسته د صلاح الدین فاروقي لخوا جوړ شو. هغوی د ایران پر پوځي مراکزو او محکمو خونړي بریدونه وکړل. د ۲۰۲۵ز کال په ډسمبر کې دا ډله له نورو ډلو سره یوځای شوه. هغوی د ولسي مبارزینو نوی محاذ (PFF) تاسیس کړل.

د زاهدان د “خونړۍ جمعې” رېښې او اهمیت

دا پېښه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه نېټه په زاهدان ښار کې رامنځته شوه.

اصلي علت په چابهار کې د ایراني پولیسو لخوا د یوې بلوڅې نجلۍ د بې عفتۍ پر ضد ولسي غبرګون ؤ. خلکو د جمعې له لمانځه وروسته سوله ییز لاریون پیل کړ.

خونړۍ پایله، د ایران رژیم امنیتي ځواکونو پر خلکو نېغ په نېغه ډزې وکړې. په دې ورځ شاوخوا ۹۶ تنه سوله ییز لاریون کوونکي په شهادت ورسېدل.

سیاسي اغېزه، دې پېښې په ایراني بلوچستان کې د ولسي او کلتوري پاڅون روحیه په بې ساري توګه بدله کړه.

د ایراني بلوچستان کلیدی کلتوري او سیاسي څېرې

مولوي عبدالحمید اسمعیل‌زهي: د زاهدان د مکي جامع جومات امام او تر ټولو اغېزناک مذهبي او سیاسي مشر دئ. هغه د ایراني نظام تر ټولو لوی منتقد دئ او د نړیوالو ناظرینو په شتون کې یې د رېفرنډم (عامه پوښتنې) غوښتنه کړې ده. په ۲۰۲۶ز کال کې یې هم د ایران د خراب اقتصادي وضعیت پر وړاندې توند غبرګونونه وښودل.

محمود بلوچ: د نوي جوړ شوی کلتوري او وسله‌وال ایتلاف (PFF) رسمي ویاند دئ. هغه د وسلې ترڅنګ پر “مدني سرغړونې” او سیاسي لارو ډېر ټینګار کوي.

د نوي نسل سیاسي او کلتوري بیداري

له مذهب څخه د ملتپالنې لور ته کډه: د نوي نسل بلوڅ ځوانان د تېرو مذهبي سختدریځو ډلو پر ځای، اوس خپل تمرکز پر بلوچي کلتور، کلتوري سازمانونو او د ژبې په بډاینې باندې کوي.

د مجازي فضا (سوشل میډیا) کارول: ځوانانو د انټرنیټ له لارې د زاهدان او چابهار د ولسونو غږ د تهران تر زړه او نړیوالو سازمانونو پورې ورساوه.

د ښځو تاریخي ونډه: د لومړي ځل لپاره په ایراني بلوچستان کې نجونې او ښځې په مدني اعتراضونو کې لومړۍ کرښې ته راوتلې، چې دا په دودیزه بلوچي ټولنه کې یو لوی ټولنیز انقلاب ګڼل کېږي.

په ایراني بلوچستان (سیستان او بلوچستان ولایت) کې، نجونې او ښځې په مدني او ټولنیز ډګر کې د بشري حقونو، د جنسیتي برابرۍ او د قومي او مذهبي تبعیضونو پر ضد د مبارزې مهمې فعالانې دي.

د ایراني بلوچستان د مدني حرکتونو مهمې څېرې او ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

۱ – د مدني ټولنې مشهورې څېرې

  • فریبا بلوڅ: نوموړې یو له ترټولو مشهورو ایراني بلوڅو مدني او د بشري حقونو فعالانو څخه ده. فریبا، چې دا مهال په لندن کې مېشته ده، په ایراني بلوچستان کې د ښځو د حقونو، د اعدامونو د بندولو او د لږکیو د عدالت لپاره غږ پورته کوي او په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د “نړۍ د زړورو ښځو” جایزه هم ترلاسه کړه.

  • فایزه براهوي: یوه ۲۵ کلنه ځوانه بلوڅه نجلۍ ده چې د زاهدان د جمعې د خونړۍ پېښې (Blood Friday) پر مهال او وروسته له هغه په انټرنیټ او سړکونو کې د غږ پورته کولو له امله ونیول شوه او د بلوچستان د ځوانو نجونو د بیداري او مقاومت د یو سمبول په توګه وپېژندل شوه.

۲ – د ایراني بلوڅو ښځو د مبارزې اصلي محورونه

ایراني بلوڅې ښځې په یو وخت کې په څو جبهو کې په مدني ډول مبارزه کوي:

  • د دوه ګوني تبعیض پر ضد مبارزه: دوی له یوې خوا د مذهب (سني) او قومیت (بلوڅ) له عمله د ایراني حکومت له مرکزي بې‌عدالتۍ سره مخ دي، او له بلې خوا په خپله سیمه کې له سختو دودیزو او مذهبي زېږو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.

  • د اجباري ودونو او د پوهنې حق: د نجونو د زده‌کړې لپاره هڅې، د کمکیو نجونو د ودونو (ماشومولۍ ودونه) مخنیوی او د ناموسي تاوتریخوالي مستند کول د دوی د مدني فعالیتونو برخه ده.

  • سوله غوښتنه او سیاسي غوښتنې: د بلوڅو ښځو مدني حرکتونو تل د جګړې، د پوځي فشارونو او د سیاسي بندیانو د اعدامونو خلاف بیانیې خپرې کړې دي او د عادلانه محاکمې غوښتونکې دي.

(یادونه: که څه هم په ګاونډي پاکستاني بلوچستان کې د داکتر مهـرنګ بلوڅ په څېر ښځې د خلکو د لادرکه کېدو پر ضد د لویو لاریونونو مشري کوي، خو په ایراني بلوچستان کې د حکومت د سختو امنیتي بندیزونو له امله مدني فعالیتونه ډېری وخت په زیرزمیني، انټرنیټي یا له هېواده بهر بڼه لري.)

د چابهار د فضايی مرکز اهمیت او د پلازمېنې لېږدول

د چابهار ملي فضايي مرکز؛ د سیمې نوې کیدونکې هسک-الوتنه

د سیستان او بلوچستان سویل د مکران په ساحلي سیمه کې یوازې یو سوداګریز بندر نه دئ، بلکې په وروستیو کلونو کې د ایران د ملي فضايي اډې (National Satellite Launch Base) د لومړي فاز په پرانیستلو سره د لوېدیځې اسیا په تر ټولو لوی فضایي زړه بدل شوی دئ. د نظامي او علمي جیوپولیټیک د څېړنو پر بنسټ، د چابهار دا فضايي مرکز حتی د قزاقستان له مشهور مګر په وچه کې بند “بایکانور” (Baikonur) هوایي ډګر څخه د ډېرو سټراټیژیکو ګټو لرونکی دئ. د خلاص سمندر (هند بحر) سره د نږدېوالي او مستقیم پیوستون له امله، له دې ځایه توغول شوي توغندي د سرپناه یا د بل هېواد په خاوره کې د لوېدو هېڅ ګواښ نه رامنځته کوي او په بشپړ خوندیتوب سره پر پرانیستې بحیرې تېرېږي. د دې ترڅنګ، ځمکني خط (استوا) ته د دې جغرافیې نږدېوالی د دې لامل کېږي چې درانه سټلایټونه او لېږدونکي راکټونه د ځمکې د جاذبې له کم ځواک څخه په ګټې اخیستنې، په لږ مالي او تخنیکي لګښت سره په ځانګړو لمریزو مدارونو کې ځای پر ځای شي؛ یو داسې ځانګړی امتیاز چې د بلوچستان خاوره د ایران د فضایي واکمنۍ په زانګو بدلوي.

له تهرانه د مکران ساحل ته د سیاسي او اقتصادي پلازمېنې لېږدول

د بلوچستان بله بې ساري ستراتیژیکه وړتیا د ایران د واکمنو چارواکو په نوي بنسټیز پلان کې نغښتې ده. د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون لوړ پوړو چارواکو په رسمي ډول اعلان کړی چې د پلازمېنې تهران د چاپیریال، زلزلې خطرونو، ککړتیا او تر هرڅه وړاندې د اوبو د جدي کمښت له عمله، رژیم پرېکړه کړې ترڅو خپل اداري او اقتصادي مرکز د سیستان او بلوچستان جنوبي برخې، یعنې د مکران ساحلي پټۍ او چابهار سیمې ته انتقال کړي. دا پرېکړه د ایران په سټراټیژیک تفکر کې د “ځمکني او په وچه کې بند اقتصاد” څخه د “سمندري اقتصاد“ لور ته د تاریخي اوښتون ښکارندویي کوي. له دې کبله، بلوچستان د تهران لپاره نور صرف یو لېرې پروت او بېوزله ایالت نه دئ، بلکې د ایران د جیو-اکانومي، نړیوالې سیالۍ او سیاسي بقا محور ګرځېدلی دئ؛ هغه څه چې د دې سیمې برخلیک د منځنۍ او سویلې اسیا له راتلونکي ثبات سره نور هم په کلکه تړي.

د دغو دواړو پراګرافونو په منځ کې د پاکستان د “ګوادر” او د ایران د “چابهار” د بندرونو پر جیوپولیټیکي رقابت او په دې لوبه کې د هند او چین پر رول هم یو لنډ بحث ور زیات کړو ترڅو د پښتنو او افغانانو د سوداګرۍ راتلونکې لاره هم روښانه شي!

د پاکستان د ګوادر (Gwadar Port) او د ایران د چابهار (Chabahar Port) بندرونو ترمنځ جیو-سټراټیژیک رقابت، په اصل کې د اسیا د دوو مخکښو قدرتونو، یعنې چین او هند ترمنځ د نفوذ د پراخولو او د نړۍ د تر ټولو سترو اقتصادي دهلېزونو د کنټرول په سر یوه لویه لوبه ده. دا دواړه بندرونه د بلوچستان په ساحلي پټۍ کې په یوازې ۱۷۰ کیلومترۍ فاصله کې موقعیت لری.

د دې رقابت بېلابېل ابعاد، د چین او هند اهداف او تر ټولو وروستي پرمختګونه په لاندې ډول مستند شوي چې د مقالې لپاره یو خورا پیاوړی علمي چوکاټ جوړوي:

۱ – د پاکستان ګوادر او د چین سټراټیژیک اهداف

ګوادر بندر د چین او پاکستان د ۶۵ مېلیارد ډالري اقتصادي دهلېز (CPEC) په زړه کې واقع دئ چې چینايي شرکتونه یې مدیریت کوي.

  • له مالاکا تنګي څخه تېښته: د چین د تېلو او سوداګرۍ لویه برخه له بحري لارې د مالاکا تنګي څخه تېرېږي، چې د جګړې پر مهال د امریکا او هند لخوا په اسانۍ بندېدای شي. ګوادر چین ته نېغه داسې لاره ورکوي چې خپل د اړتیا وړ انرژي له خلیج څخه د پاکستان له لارې په ځمکنۍ بڼه د کاشغر تر سیمې ورسوي.

  • د “ملغلرو د لړۍ” تګلاره: هند پدې باور دئ چې چین د هند د بحر د چاپېرولو لپاره په ګوادر، سرېلانکا (همبنتوټا) او جیپوتي کې د سوداګریزو بندرونو تر څنګ پوځي اډې جوړوي ترڅو پر هند تېری او کنټرول ولري.

۲ – د ایران چابهار او د هند ځوابي تګلاره

د ګوادر په ځواب کې، هند د ایران په چابهار بندر کې د مېلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده. د هند لپاره چابهار یوازې یو اقتصادي بندر نه، بلکې د هغوی د “الماسو د غاړکۍ” د سټراټیژۍ تر ټولو مهم ټکی دئ ترڅو د چین د حضور مخه ونیسي.

  • د پاکستان په څنګ تېرېدل: څرنګه چې پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی د خاورې له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته سوداګري وکړي، نو چابهار هند ته نېغه لاره ورکوي ترڅو له سمندري لارې ایران او له هغه ځایه د افغانستان زرنج او نیمروز ته ورسېږي.

  • د شمال-جنوب نړیوال ټرانسپورټي کوریډور (INSTC): چابهار د هند بحر له روسیې او اروپا سره د ایران له لارې نښلوي، چې دا لاره د سویز د کانال په پرتله د لګښت او وخت په برخه کې تر ۴۰٪ پورې ارزانه ده.

۳ – د ۲۰۲۶ز کال تر ټولو وروستي پرمختګونه او چلوټۍ

  • د هند او ایران اوږدمهاله تړون (۱۰ کلن تړون): د کلونو له جنجالونو وروسته، هند او ایران د ۲۰۲۴ز کال په مې میاشت کې یو رسمي ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې هند د چابهار د “شهید بهشتي” ټرمینل اداره او تجهیز په لاس کې واخیست. د ۲۰۲۵ز کال په اګسټ کې هند خپل وروستی مالي تعهد (د ۱۲۰ مېلیون ډالرو لېږدول) په پوره توګه خلاص کړ.

  • د امریکا د بندیزونو ننګونه: په ایران باندې د امریکا شدید بندیزونه د چابهار د کار د ځنډېدو اصلي لامل دي. امریکا هند ته تر د ۲۰۲۶ز کال د اپریل میاشتې پورې له بندیزونو څخه ځانګړی معافیت ورکړی ؤ، ځکه واشنګټن پخپله هم غواړي چې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره هند په سیمه کې پاتې شي. مګر د معافیت له ختمېدو وروسته، هند د سیمه ییزو ایراني او محلي برخو په مرسته خپل فعالیت روان ساتلی دئ.

  • د سي پېک (CPEC) ماتې او که د چابهار بریا؟ که څه هم ګوادر د چین لخوا په مالي لحاظ خورا پیاوړی ملاتړ لري، مګر د پاکستان د ننه د سختو امنیتي ستونزو او د بلوڅو د چریکي بریدونو په وجه د هغې کار لا هم له خنډونو سره مخ دئ. له بلې خوا، چابهار د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د یو باوري سوداګریز پله په توګه د پراخېدو په حال کې دئ.

لنډیز: “ګوادر د چینايي نفوذ مرکز او چابهار د هندي ګټو محور دئ. مګر د جیوپولیټیک لوبې هاخوا، دا دواړه بندرونه د بلوچستان د جغرافیې تاریخي او کلتوري ارزښت په نړیواله کچه ثابتوي“.

د دویمې برخې پای

ادامه لری … (د افغانستان بلوچان)

انجنیر شیر ساپی

د نومبر دریمه ۲۰۲۶

مونیخ/آلمان

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320