ژبه د انسانانو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهمه وسیله ده. انسان د ژبې په مرسته خپل فکرونه، احساسات، غوښتنې، تجربې او پوهه له نورو سره شریکوي. ژبه یوازې د خبرو کولو وسیله نه، بلکې د یوه ملت د کلتور، تاریخ، دودونو، ارزښتونو او هویت یوه مهمه برخه ده. هره ټولنه خپله ځانګړې ژبه لري او دغه ژبه د خلکو له ژوند سره یو ځای وده کوي. له همدې امله ژبه یوه ولاړه او نه بدلېدونکې پدیده نه ده، بلکې تل د وخت، ټولنې او انساني اړتیاوو له بدلون سره بدلېږي.
د ژبې بدلون یوه طبیعي او اوږدمهاله پروسه ده. موږ که د نن ورځې خبرې د څو سوه کلونو وړاندې له ژبې سره پرتله کړو، ډېر توپیرونه به ووینو. ځیني کلمې به په پخوانۍ ژبه کې موجودې وې چې نن نه کارول کېږي، ځینې کلمې به نوي پیدا شوې وي، د ځینو کلمو مانا به بدله شوې وي او د جملو د جوړولو او تلفظ په طریقو کې به بدلون راغلی وي. دا ټول د ژبې د طبیعي تحول نښې دي.
د ژبې بدلون هغه پروسه ده چې په ترڅ کې یې د یوې ژبې لغتونه، تلفظ، ګرامر، ماناوې، ګړدودونه او د کارولو بڼه د وخت په تېرېدو سره بدلېږي. دا بدلون ناڅاپه نه رامنځته کېږي، بلکې عموماً په تدریجي ډول ترسره کېږي.
کله چې خلک یوه نوې کلمه پیدا کړي او یا له بلې ژبې څخه یوه کلمه واخلي، په لومړي سر کې ښايي یوازې لږ شمېر کسان یې وکاروي. که کلمه د خلکو اړتیا پوره کړي او کارول یې زیات شي، ورو ورو عامه کېږي. په پای کې کېدای شي د ژبې د عادي لغتونو برخه وګرځي.
همدارنګه، ځینې پخوانۍ کلمې د خلکو له ورځني استعمال څخه ورو ورو وځي. د دې لامل کېدای شي دا وي چې هغه شی، مفهوم یا کار چې کلمه ورته کارېده، نور په ټولنه کې عام نه وي. په دې توګه کلمه زړېږي او ممکن یوازې په ادبي، تاریخي یا ځانګړو متنونو کې پاتې شي.
د ژبې د بدلون یو له تر ټولو مهمو لاملونو څخه د ټولنې بدلون دی. د انسانانو د ژوند شرایط تل یو ډول نه وي. د خلکو د کار، زده کړې، اقتصاد، سیاست، کورني ژوند او ټولنیزو اړیکو په بدلېدو سره د هغوی ژبه هم بدلېږي. د بېلګې په توګه، په پخوانیو ټولنو کې د هغو شیانو لپاره ډېر لغتونه موجود وو چې د خلکو د هغه وخت له ژوند سره تړاو درلود. کله چې د خلکو د ژوند طرز بدل شو، د ځینو پخوانیو لغتونو اړتیا کمه شوه. برعکس د نویو وسایلو، مسلکونو او مفاهیمو له پیدا کېدو سره نوي لغتونه رامنځته شول. له همدې امله ویلای شو چې ژبه د ټولنې یوه هنداره ده. هر څومره چې ټولنه بدلېږي، ژبه هم د هغې بدلون منعکسوي.
هېڅ ژبه په بشپړه توګه له نورو ژبو جلا نه وي. کله چې د دوو ژبو ویوونکي له یو بل سره اوږدمهاله اړیکې ولري، د هغوی ژبې پر یو بل اغېزه کوي. دا اړیکې کېدای شي د سوداګرۍ، کډوالۍ، جګړو، زده کړو، دین، سیاست، ګاونډیتوب یا کلتوري اړیکو له امله رامنځته شي. یوه ژبه له بلې ژبې څخه کلمې اخلي او بیا یې خپل د ژبې له قانون سره سم کاروي. پښتو هم د تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو ژبو سره د اړیکو له امله ګڼ شمېر پور لغتونه ترلاسه کړي دي. دا ډول بدلون د ژبې په تاریخ کې عادي موضوع ده. کله ناکله یوه ژبه یوازې لغتونه نه اخلي، بلکې د بیان ځینې مېتودونه او اصطلاحات هم اغېزمنوي. خو دا اغېزه د ژبې د خپل اصلي جوړښت له مخې بېلابېل شکلونه غوره کوي.
په اوسني عصر کې ټېکنالوژي د ژبې د بدلون تر ټولو پیاوړو عواملو څخه ده. کمپیوټر، انټرنېټ، موبایل، ټولنیزې رسنۍ او مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو د ژوند ډول بدل کړی . د دغو نویو وسایلو او مفاهیمو لپاره نوي لغتونه او اصطلاحات رامنځته شوي دي. پخوا خلکو د اړیکو لپاره له لیکونو او مخامخ خبرو څخه ډېره ګټه اخیسته، خو اوس خلک په څو ثانیو کې پیغامونه استوي. دا چټکې اړیکې د ژبې پر استعمال هم اغېزه کوي. خلک لنډې جملې کاروي، ځینې کلمې لنډوي او ځینې بهرني اصطلاحات په خپلو خبرو کې شاملوي. ټولنیزې رسنۍ د ژبې د بدلون سرعت هم زیاتوي. یوه نوې اصطلاح کېدای شي په یوه سیمه کې پیدا شي، خو د انټرنېټ له لارې په ډېر لنډ وخت کې د زرګونو یا مېلیونونو خلکو ترمنځ خپره شي.
ځوانان د ژبې په بدلون کې ډېر اړین رول لري. هغوی له نوې موسیقۍ، فلمونو، کتابونو، انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو سره ډېر سرو کار لري. له همدې امله د نویو کلمو او اصطلاحاتو په رامنځته کولو او خپرولو کې فعاله ونډه اخلي. ځینې اصطلاحات چې د ځوانانو ترمنځ پیدا کېږي، یوازې د یوې مودې لپاره مشهور وي او وروسته له استعماله غورځېږي. خو ځینې نورې دومره عامې کېږي چې د ټولې ټولنې د ژبې برخه ګرځي. دا موضوع موږ ته ښيي چې ژبه یوازې د کتابونو او رسمي ادارو له لارې نه بدلېږي؛ د خلکو ورځني استعمال د ژبې په تحول کې ډېر اړین دی.
د ژبې بدلون یوازې د نویو کلمو په پیدا کېدو پورې محدوده نه ده. د پخوانیو کلمو ماناوې هم د وخت په تېرېدو سره بدلېدای شي. یوه کلمه ښايي په پخوانۍ زمانه کې یوه ځانګړې مانا ولري، خو خلک یې وروسته په بله مانا استعمال کړي. که دغه نوی استعمال ډېر تکرار شي، نو نوې مانا ورو ورو عامېږي. په دې توګه یوه کلمه کولای شي څو ماناوې پیدا کړي. د مانا بدلون د ژبې یوه مهمه ځانګړنه ده، ځکه چې انسانان تل نوي مفاهیم او اړیکې رامنځته کوي. کله ناکله یوه کلمه خپله پخوانۍ مانا هم ساتي او ورسره یوه نوې مانا هم پیدا کوي.
د ژبې په بدلون کې تلفظ هم اړینه ونده لري. خلک ټولې کلمې په یوه ډول نه تلفظوي. د وخت په تېرېدو سره ځینې غږونه بدلېږي، ځینې غږونه کمزورېږي او یا د کلمې د ویلو طریقه ساده کېږي.
دا بدلونونه په ځانګړې توګه هغه وخت ډېر لیدل کېږي چې یوه ژبه په پراخه جغرافیه کې وویل شي. د بېلابېلو سیمو خلک ښايي یوه کلمه په بېلابېلو طریقو تلفظ کړي. که د یوې سیمې ځانګړی تلفظ ډېر پراخ شي، ممکن د ژبې د عام استعمال برخه وګرځي.
ګړدود د یوې ژبې هغه ځانګړی ډول دی چې په یوه سیمه، ټولنه یا ډله کې کارول کېږي. په یوه ژبه کې د بېلابېلو ګړدودونو شتون د ژبې د کمزورۍ نښه نه ده؛ بلکې د هغې د تاریخي او جغرافیایي پراختیا یوه طبیعي پایله ده. پښتو هم بېلابېلې سیمهییزې ګړدودونه لري. په ځینو سیمو کې د کلمو تلفظ، لغاتونه او د جملو جوړښت له نورو سیمو سره توپیر لري. کله چې د خلکو ترمنځ اړیکې زیاتې شي، ګړدودونه هم پر یو بل اغېزې کوي. د رسنیو او ښوونې له امله ځینې ځانګړي شکلونه ډېر عام کېږي، خو سیمهییزې ګړدودونه بیا هم د خلکو په ورځني ژوند کې خپل ارزښت ساتي.
کډوالي او د خلکو تګ راتګ هم د ژبې په بدلون کې اړین رول لري. کله چې خلک له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته لاړ شي، خپله ژبه او لهجه له ځان سره وړي. په نوي چاپېریال کې بیا له نورو ژبو او ګړدودونو سره مخ کېږي. د وخت په تېرېدو سره د کډوالو په ژبه کې د نوي ځای ځینې لغتونه داخلېږي او د هغوی ځینې کلمې هم د نوې ټولنې خلکو ته انتقالېږي. په دې توګه د ژبو او ګړدودونو ترمنځ اړیکې رامنځته کېږي.
راډیو، تلوېزیون، ورځپاڼې، مجلې، کتابونه او ټولنیزې رسنۍ د ژبې پر بدلون ډېر اغېزه لري. رسنۍ هغه کلمې او اصطلاحات په پراخه کچه خپروي چې د خلکو ترمنځ د استعمال وړ وي.
په ځانګړې توګه تلوېزیون او انټرنېټ د بېلابېلو سیمو خلک له یو بل سره نږدې کړي دي. خلک اوس د نورو سیمو د خلکو خبرې اوري، نوې اصطلاحات زده کوي او په خپلو خبرو کې یې کاروي.
رسنۍ د ژبې د معیاري کولو لپاره هم مهمې دي. که په رسمي خپرونو کې د یوه لغت، املا یا اصطلاح یو ډول استعمال دود شي، خلک ورسره ژر عادت کېږي.
ښوونځي او پوهنتونونه د ژبې په وده او بدلون کې ځانګړی رول لري. زده کوونکي هلته له معیاري ژبې، علمي اصطلاحاتو او ادبي اثارو سره اشنا کېږي. د زده کړې د پراختیا له امله د ژبې د لغتونو ذخیره هم پراخېږي. په علم، طب، اقتصاد، ساینس، ټېکنالوژۍ او نورو برخو کې نوي اصطلاحات رامنځته کېږي او د زده کړې له لارې د خلکو ترمنځ خپرېږي. که یوه ژبه په ښوونیزو او علمي برخو کې پراخه وکارول شي، د هغې د پرمختګ او پیاوړتیا امکانات هم ډېرېږي.
سیاسي بدلونونه، جګړې، تړونونه، حکومتونه او تاریخي پېښې هم د ژبې پر بدلون اغېزې کولای شي. د هرې تاریخي دورې له سیاسي او ټولنیز حالت سره ځانګړي لغتونه او اصطلاحات پیدا کېږي.
ځینې اصطلاحات د یوې تاریخي پېښې له امله ډېر مشهورېږي، خو وروسته یې استعمال کمېږي. ځینې نور بیا دایمي کېږي او د ژبې په برخه بدلېږي. هره ژبه داسې کلمې لري چې د وخت په تېرېدو سره له ورځني استعمال څخه وځي. کله چې یو شی، دود یا مسلک له ټولنې څخه ورک شي، د هغه اړوند کلمې هم کمې کارول کېږي. د مثال په توګه، هغه وسایل چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، کېدای شي د نوې ټېکنالوژۍ له راتګ سره له منځه ولاړ شي. ورسره د هغوی نومونه هم له ورځني استعمال څخه وځي. خو دا مانا نه لري چې دغه کلمې په بشپړه توګه له منځه ځي. کېدای شي په ادبي اثارو، تاریخي کتابونو، متلونو او ځانګړو سیمو کې لا هم ژوندۍ وي.
ژبه ځکه بدلېږي چې د انسان ژوند بدلېږي. که په نړۍ کې نوي شیان، نوې نظریې، نوي علوم او نوې اړیکې رامنځته شي، ژبه باید د هغوی د بیان توان ولري. که ژبه نوي مفاهیم ونه مني، د علم او پرمختګ په بیان کې به ستونزې پیدا شي. له همدې امله د ژبې بدلون د هغې د ژوند نښه ده. البته د ژبې بدلون باید له خپل تاریخي میراث سره په اړیکه کې وي. د نوو کلمو منل او د ژبې پراخول اړینه ده خو د پخوانیو ادبي اثارو، اصلي لغتونو، ګرامر او فرهنګي ارزښتونو ساتنه هم اړینه ده.
د ژبني بدلون ډولونه
ژبه د انسان د ټولنیز ژوند، فکر، کلتور او اړیکو یوه اساسي وسیله ده. انسانان د ژبې په مرسته خپل فکرونه، احساسات، غوښتنې، تجربې او علمي معلومات له یو بل سره شریکوي. ژبه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د یوه ملت د تاریخ، کلتور، هویت او ټولنیزو ارزښتونو څرګندونه هم کوي. له همدې امله، د ژبې هر بدلون د انسانانو له ټولنیز او فرهنګي ژوند سره ژوره اړیکه لري.
ژبه یوه ثابته او جامده پدیده نه ده. د وخت په تېرېدو سره د یوې ژبې په غږونو، کلمو، ماناوو، ګرامري جوړښتونو، جملو،ګړدودونو او دکارولو په طریقو کې بدلونونه راځي. دې بهیر ته ژبنی بدلون ویل کېږي. ژبنی بدلون په تدریجي ډول رامنځته کېږي او معمولاً د یوې ورځې یا یوې پېښې پایله نه وي. کله ناکله یو بدلون له یوې کوچنۍ ټولنیزې ډلې څخه پیلېږي او د وخت په تېرېدو سره د ټولې ژبې برخه ګرځي.
ژبنی بدلون د ژبپوهنې له مهمو موضوعاتو څخه دی. ژبپوهان هڅه کوي چې معلومه کړي ژبه ولې بدلېږي، بدلونونه څنګه رامنځته کېږي، له یوې ډلې څخه بلې ته څنګه انتقالېږي او د ژبې پر راتلونکي څه اغېزه کوي. د ژبني بدلون د مطالعې لپاره عموماً بدلونونه په څو مهمو ډولونو وېشل کېږي، لکه غږیز بدلون، صرفي بدلون، نحوي بدلون، لغوي بدلون، مانايي بدلون، املايي بدلون، مورفوفونیمیک بدلون، ټولنیز او ګړدودي بدلون.
۱ـ غږیز یا فونولوژیکي بدلون: غږیز بدلون هغه بدلون دی چې د ژبې د غږونو په تلفظ، جوړښت یا د غږونو په اړیکو کې رامنځته کېږي. په هره ژبه کې غږونه د وخت په تېرېدو سره یو ډول نه پاتې کېږي. ځینې غږونه بدلېږي، ځیني له منځه ځي، ځیني نوي غږیز توپیرونه پیدا کېږي او کله ناکله یو غږ له بل غږ سره نږدې کېږي.
غږیز بدلون په طبیعي ډول د خلکو د خبرو له لارې رامنځته کېږي. انسانان د خبرو پر مهال هڅه کوي چې کلمې په اسانۍ او چټکۍ سره ادا کړي. له همدې امله، ځیني غږونه کمزوري کېږي یا د نورو غږونو تر اغېز لاندې راځي. د غږیز بدلون یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې په لومړي سر کې ممکن یوازې په یوه سیمه یا د خلکو په یوه ډله کې ولیدل شي، خو وروسته د ټولې ژبې د ویونکو ترمنځ عامېدای شي.
غږیز بدلون څو فرعي ډولونه لري. د بېلګې په توګه، حذف هغه وخت رامنځته کېږي چې د یوې کلمې یو غږ په تلفظ کې له منځه ولاړ شي. اضافه بیا هغه وخت وي چې د کلمې په تلفظ کې یو نوی غږ ورزیات شي. همدارنګه، د یوه غږ پر ځای د بل غږ راتلل هم د غږیز بدلون یوه بڼه ده.
د غږونو ترمنځ اغېز هم ډېر مهم دی. کله ناکله یو غږ د خپل شاوخوا غږونو له امله خپل تلفظ بدلوي. دې ته په ژبپوهنې کې د غږونو ترمنځ همغږي یا اغېز ویل کېږي.
۲ـ فونیمي بدلونه : فونیم هغه کوچنی غږیز واحد دی چې د یوې ژبې په مانا کې د توپیر لامل ګرځي. کله چې د یوې ژبې د فونیمونو په نظام کې بدلون راشي، دې ته فونیمي بدلون ویل کېږي.
فونیمي بدلون یوازې د یوه غږ د تلفظ بدلون نه دی، بلکې د ژبې په غږیز نظام کې د غږونو د دندو او اړیکو بدلون هم پکې شاملېږي. کېدای شي یو غږ د یوې ژبې په یوه دوره کې ځانګړی فونیم وي، خو وروسته له بل غږ سره یوځای شي او خپل مستقل حیثیت له لاسه ورکړي. دغه ډول بدلونونه د ژبې په تاریخي تحول کې ډېر مهم دي، ځکه د ژبې د پخوانیو او اوسنیو بڼو ترمنځ اړیکه پرې څرګندېږي.
۳ـ صرفي بدلون: صرف د کلمو د جوړښت او د کلمو د بدلېدونکو بڼو مطالعه ده. کله چې د کلمو په جوړښت، صرفي نښو، مختاړو، وروستاړو، جمع، زمان، حالت یا نورو صرفي ځانګړنو کې بدلون راشي، دې ته صرفي بدلون ویل کېږي.
ژبې د کلمو د جوړولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي. ځیني ژبې د کلمې په پای کې بدلون راولي، ځیني مختاړي او وروستاړي کاروي او ځیني بیا د کلمو له یوځای کولو څخه نوې کلمې جوړوي.
د وخت په تېرېدو سره کېدای شي د یوې ژبې پخوانۍ صرفي قاعده کمزورې شي او د هغې پر ځای نوې قاعده رامنځته شي. همدارنګه، یوه قاعده کېدای شي د ژبې په یوه برخه کې پاتې شي، خو په نورو برخو کې له منځه ولاړه شي. صرفي بدلونونه د ژبې د ګرامري نظام په تحول کې ځانګړی ارزښت لري.
۴ـ نحوي بدلون: نحو د جملو د جوړښت او د کلمو ترمنځ د اړیکو مطالعه ده. کله چې د یوې ژبې د جملو په جوړښت، د کلمو په ترتیب، د فعل او فاعل په اړیکه، یا د جملې د برخو په تنظیم کې بدلون راشي، دې ته نحوي بدلون ویل کېږي. د هرې ژبې د جملې جوړښت ځانګړي اصول لري. خو دغه اصول هم د وخت په تېرېدو سره بدلېدای شي. د بېلګې په توګه، د جملې د برخو ترتیب، د مرستندویو فعلونو استعمال، د منفي جملو جوړښت او د پوښتنیزو جملو جوړښتونه د تاریخي بدلونونو له امله تحول کولی شي. نحوي بدلون کله ناکله د نورو ژبو له اغېزو سره هم تړاو لري. کله چې د دوو ژبو ویونکي له یو بل سره ډېرې اړیکې ولري، د جملو د جوړولو ځیني طریقې هم د یوه ژبې څخه بلې ته انتقالېږي.
۵ـ لغوي بدلون: لغوي بدلون د یوې ژبې په لغوي زېرمه کې د بدلون بهیر دی. دا بدلون د نوو کلمو په رامنځته کېدو، له نورو ژبو څخه د کلمو په اخیستلو، د پخوانیو کلمو له منځه تلو او د کلمو په نوي استعمال کې څرګندېږي. لغوي بدلون د ژبې له تر ټولو څرګندو بدلونونو څخه دی. خلک په ورځني ژوند کې ژر نویو کلمو سره مخ کېږي. کله چې نوی شی، نوی علم، نوی مسلک یا نوی مفهوم پیدا شي، د هغه لپاره د نوم اړتیا رامنځته کېږي
۶ـ پورويي یا د نورو ژبو څخه د کلمو اخیستل: پورويي هغه بهیر دی چې یوه ژبه د بلې ژبې څخه لغتونه یا ځیني ژبني عناصر اخلي. دا چاره د ژبو ترمنځ د اړیکو طبیعي پایله ده. ژبې د سوداګرۍ، کلتوري اړیکو، دین، سیاست، تعلیم، مهاجرت او ګاونډیتوب له لارې یو له بل سره اړیکې پیدا کوي. د همدې اړیکو له امله د یوې ژبې ځینې کلمې د بلې ژبې ویونکو ته انتقالېږي.
پښتو هم د تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو ژبو سره د اړیکو له امله ګڼ شمېر پورويي لغاتونه منلي دي. په معاصر عصر کې د ساینس او ټېکنالوژۍ د پراختیا له امله له نړیوالو ژبو څخه د نوو اصطلاحاتو د راتګ بهیر لا چټک شوی دی. پورويي په خپله د ژبې کمزوري نه ښيي. د نړۍ په ډېرو ژبو کې پورويي شته او د ژبو د تاریخي اړیکو یوه طبیعي برخه ګڼل کېږي. مهمه خبره دا ده چې پورويي د ژبې له جوړښت او اړتیاوو سره څومره مناسب دی.
۷ـ معنايي بدلون: معنايي بدلون هغه وخت رامنځته کېږي چې د یوې کلمې مانا د وخت په تېرېدو سره بدله شي. یوه کلمه کېدای شي پخوا یوه ځانګړې مانا ولري، خو وروسته یې مانا پراخه، محدوده یا په بل مفهوم بدله شي. د مانا پراخېدل یوه کلمه له خپلې پخوانۍ محدودې مانا څخه پراخ مفهوم پیدا کړي. یا هم د مانا محدودېدل یوه کلمه چې پخوا پراخه مانا لرله، وروسته په یوه ځانګړي مفهوم پورې محدوده شي.استعاري بدلون یوه کلمه د ورته والي یا تشبیه له امله د نوي مفهوم لپاره وکارول شي. مجازي بدلون سره یوه کلمه د نږدې اړیکې له امله له خپل اصلي مفهوم څخه په بل مفهوم کې استعمال شي. معنايي بدلون ډېر وخت د خلکو د ورځني استعمال، کلتوري تحول او ټولنیزو شرایطو له امله رامنځته کېږي.
۸ ـ املايي بدلون: املايي بدلون د کلمو د لیکلو په بڼه کې بدلون ته ویل کېږي. د ژبې د لیکدود معیارونه د وخت په تېرېدو سره اصلاح کېدای شي. کله ناکله د یوه غږ د لیکلو لپاره نوی سمبول یا نوی املايي اصل رامنځته کېږي. املايي بدلون د ژبې له شفاهي بدلون سره توپیر لري. کېدای شي خلک یوه کلمه له اوږدې مودې راهیسې په یوه ډول تلفظ کړي، خو د هغې لیکدود وروسته اصلاح یا معیاري شي. د معیاري لیکدود رامنځته کول د ښوونې، رسنیو، اداري چارو، چاپ او علمي لیکنو لپاره ډېر اړین دی .
۹ـ ګړدودي بدلون: ګړدودي بدلون د یوې ژبې په سیمهییزو یا ټولنیزو ډولونو کې د بدلون بهیر دی. یوه ژبه کېدای شي په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو ډولونو وکارول شي. د وخت په تېرېدو سره دغه ګړدودونه بدلېږي. د ګړدودي بدلون لاملونه کې جغرافیه، ټولنیزې اړیکې، کډوالي، اقتصادي اړیکې، رسنۍ او د خلکو ترمنځ تګ راتګ راځي. د پښتو په څېر پراخو ژبو کې ګړدودي توپیرونه د ژبې د تاریخي پراختیا یوه مهمه برخه ده. د ګړدود مطالعه ژبپوهانو ته دا امکان ورکوي چې د ژبې تاریخي تحول، سیمهییزې ځانګړنې او ټولنیزې اړیکې ښه وڅېړي.
۱۰ـ ټولنیز یا ټولنیزژبنی بدلون: ژبه د ټولنې له جوړښت څخه جلا نه ده. د عمر، جنسیت، مسلک، زده کړې، ټولنیز چاپېریال او د خلکو د اړیکو له مخې د ژبې استعمال توپیر کولی شي. ځوانان، مسلکي ډلې، زده کوونکي، سوداګر او د بېلابېلو ټولنیزو ډلو غړي کېدای شي ځانګړي لغاتونه او اصطلاحات وکاروي. که دغه اصطلاحات له یوې ډلې څخه د ټولنې نورو برخو ته خپاره شي، په ژبه کې د پام وړ بدلون رامنځته کولی شي. ټولنیز ژبنی بدلون موږ ته ښيي چې ژبه یوازې د ګرامرونو او قاموسونو له لارې نه بدلېږي؛ بلکې د خلکو په واقعي ټولنیز تعامل کې بدلېږي.
۱۱ـ سبک یا اسلوبي بدلون: په یوه ژبه کې خلک د موقعیت له مخې د خبرو بېلابېل سبکونه کاروي. د رسمي غونډې، علمي مقالې، ورځني خبرو، ادبي متن او ټولنیزو رسنیو ژبه یو ډول نه وي. د وخت په تېرېدو سره د رسمي او غیررسمي سبکونو ترمنځ اړیکې هم بدلېدای شي. ځینې کلمې چې پخوا یوازې په غیررسمي خبرو کې کارېدې، وروسته ممکن په رسنیو یا رسمي خبرو کې هم عامې شي.
د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو پراختیا د سبکونو ترمنځ واټن هم په ځینو برخو کې کم کړی دی.
۱۲ـ ګرامري بدلون: ګرامري بدلون د ژبې د عمومي ګرامري نظام په تحول کې رامنځته کېږي. په دې کې صرفي او نحوي بدلونونه دواړه شاملېدای شي. د ژبې ځینې پخوانۍ ګرامري قاعدې د وخت په تېرېدو سره ساده کېدای شي او ځینې نوې قاعدې رامنځته کېدای شي. کله ناکله یو داسې جوړښت چې پخوا ډېر عام و، ورو ورو کم استعمالېږي او بل جوړښت یې ځای نیسي. ګرامري بدلون عموماً ډېر ورو رامنځته کېږي، ځکه چې ګرامري جوړښتونه د ژبې په ژورو برخو کې ځای لري.
۱۳ـ ژبنی تماس او دوهژبیتوب: کله چې یو کس یا یوه ټولنه دوه یا څو ژبې کاروي، د ژبو ترمنځ اغېز ډېرېږي. دوهژبي کسان ښايي د یوې ژبې ځینې کلمې په بله ژبه کې استعمال کړي یا د یوې ژبې د جملې جوړښت د بلې ژبې تر اغېز لاندې راولي. دوهژبیتوب په هغو ټولنو کې ډېر اړین دی چې خلک په کور، ښوونځي، بازار، اداره او رسنیو کې له بېلابېلو ژبو سره مخ وي. ژبنی تماس د نوو کلمو، اصطلاحاتو او حتی ځینو ګرامري جوړښتونو د خپرېدو سبب کېدای شي.
۱۴ـ د ژبې د بدلون داخلي او بهرني عوامل: ژبني بدلونونه په عمومي توګه په دوو لویو ډلو وېشل کېدای شي داخلي عوامل او بهرني عوامل. داخلي عوامل هغه دي چې د ژبې له خپل جوړښت او د ویونکو له طبیعي خبرو سره تړاو لري. د تلفظ اسانتیا، د غږونو اغېز پر یو بل، د ګرامري نظام ساده کېدل او د کلمو د جوړښت بدلون د داخلي عواملو بېلګې دي. بهرني عوامل بیا د ژبې له ټولنیز او تاریخي چاپېریال سره تړاو لري. د نورو ژبو تماس، کډوالي، جګړې، سوداګري، تعلیم، رسنۍ، ټېکنالوژي او سیاسي بدلونونه د بهرنیو عواملو بېلګې دي. په عملي توګه ډېر ژبني بدلونونه د دواړو ډولونو د عواملو ګډه پایله وي.
۱۵ـ ژبني بدلون او ټېکنالوژي: په معاصر عصر کې ډېجېټلي ټېکنالوژي د ژبني بدلون سرعت زیات کړی دی. ټولنیزې شبکې، پیغام رسوونکي، برېښنالیکونه او آنلاین زده کړه د ژبې د استعمال نوې لارې رامنځته کړې دي. خلک د لنډو پیغامونو له امله ځینې کلمې لنډوي، د نورو ژبو کلمې کاروي او نوي اصطلاحات جوړوي. د انټرنېټ له لارې د نړۍ بېلابېلې ژبې له یو بل سره ډېرې نږدې شوې دي. مصنوعي ځیرکتیا، ماشیني ژباړه او غږیزې ټېکنالوژۍ هم د ژبو لپاره نوې اړتیاوې رامنځته کړې دي. اوس د ډېرو ژبو لپاره د برېښنايي قاموسونو، ژبنیو زېرمو، اتوماتیکې ژباړې او ژبنیو ماډلونو د جوړولو هڅې روانې دي. دا بهیرونه په راتلونکې کې د ژبو پر لیکدود، اصطلاحاتو او استعمال هم اغېز لرلای شي.
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320