سل کلن سړي چې له کړکۍ راووت او ورک شو

عيسی ستانکزی

37

«سل کلن سړي چې له کړکۍ راووت او ورک شو» زما نوی ژباړل شوی کتاب دی چې نن چاپ ته واستول شو او ډیر ژر به ېې مازیګر کتاب پلورنځی چاپ کړي.

د سویډني لیکوال یوناس یوناسون (Jonas Jonasson) ناول «سل کلن سړی چې له کړکۍ راووت او ورک شو» یوازې د یوه سل کلن سړي د تېښتې یوه طنزيه کیسه نه ده بلکې د ژوند، آزادۍ، تصادف، برخلیک او له ټولنې سره د انسان د اړیکو په اړه ژور پیغامونه هم لري.. کوم شی چې ما له دغه کتابه ترلاسه کړي دلته ېې له تاسو سره شریکوم که له چاپ وروسته کتاب چا لوسته نو ښايي بل ډول اخیستون ولري

د ناول مرکزي کرکټر، آلان کارلسون، موږ ته راښيي چې زړښت د ژوند پای نه دی. انسان کولای شي حتی په سل کلنۍ کې هم له ژونده خوند ړاخلي او نوې تجربې ولري.

ناول دا تصور ننګوي چې ګواکې انسان پر خپل برخلیک واکمن دی. ډېر ځله تصادفي پېښې زموږ د ژوند لاره بدلوي او داسې لارو ته مو بیایي چې هېڅکله مو تصور هم نه وي کړی.

مونږ افغانان په ژوند کې ډیر محدودیتونه لرو او ډېر ځله خپله پرېکړو کې دخیل نه یو خو د ناول کرکټر مونږ ته وايي چې ازادي د ټولنې تر تمو ارزښتناکه ده.

لیکوال یونسن یوناسن د ناول د اصلي کرکټر الان د ژوند له لارې د نړۍ له مشهورو سیاسي او تاریخي شخصیتونو سره د هغه اړیکې د طنز په خوږه ژبه بیانوي او په دې ډول د قدرت، سیاسي ایډیالوژیو او د انسان د کبر او غرور پر تمایل ملنډې وهي.
د ناول د اصلي کرکټر چلند موږ ته راښيي چې کله ناکله د ژوند د سختیو او تضادونو د زغملو تر ټولو غوره لار دا ده چې انسان پرې وخاندي.

موږ انسانان د خپل ژوند ډېره برخه د تېر وخت په پښېمانیو او د راتلونکي په اندېښنو تېروو، خو آلان کارلسون په ساده ډول په اوسني وخت کې ژوند کوي. ددغه ناول یو لنډ پرګراف:

«انسان یوازې د کلونو په تېرېدو نه زړېږي خو ممکنه ده هغه وخت په رښتیا زوړ شي چې د ژوند په وړاندې خپله تلوسه، حیرانتیا او د نويو تجربو جرائت له لاسه ورکړي. او کله ناکله آزادي هله پیلېږي چې انسان جرائت وکړي له هغې کړکۍ ووځي چې ټولنې ورته پر مخ تړلې ده»
هیله ده کتاب د له سکاندیناوي ادبیاتو سره د فغانانو د بلدتیا سریزه شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320