د تلیفون په مخ ساعت ته یې وکتل، بیا یې شاته د بس د راتلو مهالویش له سترګو تیر کړ.
لا هم د بس راتلو ته لس دقیقې پاتې وې.
د هغې بیړه وه ځکه چې نن یې باید د بدني روزنې (سپورت) په یو کلپ کې د خپل دوولس کلن زوی نوم لیکنه کړي وی.
د بس د تم ځای مخامخ بیالوژیکي لابراتوار ته یې پام شو. لابراتوار له اتو بجو څخه په کار پیل کوي. له ښیښه یې کړکیو تر شا دوه ځوانې نجونې په سپینو چپنو کې ښکاریدې چې د ناروغانو د وینې اخیستو او ثبت کار یې تر سره کاوه.
د لابراتوار دروازه خلاصه شوه. یوه د منځني عمر میرمن چې یوه سپین سرې میرمن یې د لاسه نیولې وه راووتله .
هغه لا هم بس ته انتظار وه.
د لابراتوار خوا کې د خوراکي توکو پلورنځی هم بیرته شو. ځوانه انجلۍ چې ښکلی حجاب یې کړی ؤ پلورنځي ته ننوتله او بې له ځنډه یې د پیر او پلور لړۍ پیل شوه.
پلورنځي ته د مخکې نه یوه بله ښځه د خپل ماشوم زوی سره انتظار وه چې پلورنځی بیرته شو سمدستي ورننوتله ، د زوی لپاره یې ځینې خوراکي توکي واخیستل ، ښکاریده چې بیړه یې ده . ژر بیرته راووتله او په خواکې ولاړ موټر کې دواړه مور او زوی کښیناستل ښځې موټر چالان کړ او روانه شوه.
هغې بیا هم ساعت ته وکتل وخت پوره ؤ خو د بس لا درک نه ؤ.
د بس د تم ځای سره خوا کې ښوونځي ته یې وکتل. میندو د شپږو او یوولسو کلنو تر منځ ماشومان نجونې او هلکان له لاسه نیولي ښوونځي ته ننویستل د ښوونځي په لویه دروازه کې ولاړه د ښوونځي مدیره او دوه ښځینه ښوونکو په مینه ناکه موسکا له هر زده کونکې هر کلی کاوه. میندو به په ډاډه زړه د خپل ځیګر ټوټې په باوري لاسونو کې پریښودې او دوئ به خپلو کارونو پسې ولاړې.
نا څاپه یې د تلیفون په مخ راغلي زنګ ته پام شو. هغې به تل دتلیفون د زنګ غږ خاموش ساتو تر څو چاته مزاحمت ونکړي. د تلیفون شنه بټنه یې کښکاږله .
ـ اسلام علیکم
ـ وعلیکم اسلام ، څه حال احوال دی؟
هغې په نرمه لهجه ځواب ورکړ
– خیر خیریت دی، څانګې ته وایه ، کورته خیریت دی ، لورکۍ دې ښه ده اوس!؟
څانګه چې د ادبیاتو له پوهنځي فارغه او پخوا یې په ښوونځي کې د ادبیاتو د ښوونکې په صفت دنده تر سره کوله او د هغې د تره لور وه په ناهیلي غږ یې وویل: خور جانې څه به درته ووایم، پرون یې پلار غوښتل ډاکټر ته یې بوځي خو له سهاره تر ماخستنه وزګار نشو. سهار یې هلکان ښوونځي ته ورسول، بیا د کور دپاره سودا خوراکي توکي او نورو پسې تللی ؤ. ماسپیښین ورته د خټو کار پیدا شو څو ساعته یې د ورځې مزدوري کړې وه . چې راغی نور نو ناوخته ؤ. انجلۍ همداسې تبه کې پرته پاتې شوه. که سبا یې وخت پیدا کړ ډاکټر ته به یې بوځي… څانګې نور هم څه ویل خو ؛ هغه په فکر کې ډیره لرې تللې وه او هیڅ یې هم نه اوریدل. د بس هارنډونو د فکرونو د ژور سمندر نه راوویستله . د بس شمیره یې وکتله د هغې بس ؤ . ور وختله د بس ځوانې چلونکې په ورین تندي او موسکا ورته وویل ( بونجور مادام) یانې (ورځ مو پخیر اغلې) هغې هم ځواب ورکړ او د بس په څوکۍ کښیناسته.