ـ ولې غلې شوې، څه فکر کوې؟
ـ څه نه بس هسې…
خورلڼې یې دا ځل په ملنډو ورته کړه : ته او هسې غلي کیدل ، ووایه بیا دې څه فکر کې ګرځي!؟
هغه موسکۍ شوه : ما ویل چې تر شپږم ټولګي دا نجونه چې ښوونځي ته ځي ؛ نو دوئ خو تر دولس او ځینې پکې تر دیارلسو ، څوارلسو کلونو رسیږي …
هغې لا خبره نه وه خلاصه کړې چې خورلڼې یې په بیړه ورپریکړه : ښه نو بیا ؟
که خبرې ته مې پریدې خو وایم یې په خندا یې وویل!
ـ سمه ده اوس خبره کوه !
ـ نو ما ویل چې په نجونو خو په نهه کلنۍ کې لمونځ، پرده او نور احکام فرض کیږي…
خورلڼه یې چې د غوسې نه سره او شنه کیده بیا یې خبره ورپریکړه : ښه نو ته وایي چې بیخي دې ښوونځي وتړي ، تر شپږم دې هم نجونه نه ځي …!؟
ـ نه مه ویریږه هغې ته به یې پرینږدي ، نه ګورې چې نازولي په غوسه شویدي او بیا څه حال کوي، زه وایم چې که حالت همداسې روان وي بیرته مو نجونې د « ناهید» په برخلیک اخته نشي هسې هم لوړ پوړیزې ودانۍ ډیرې جوړې شویدي. هغې په یوه ساه خبرې وکړې او بیا یې زیاته کړه :
د موسی (ع) د نسله لږه خو مې خبرې پوره کولو ته پریده. ما ویل چې تر شپږم ټولګي زده کونکو نجونو ته باید ښځینه ښوونکې درس ورکړي او دا ښوونکې که لوړې زده کړې ونلرې خو خیر، لږ تر لږه د دولسم نه خلاصې خو باید وي. اوس چې د شپږم نه پورته د زده کړو اجازه نشته؛ نو ښځینه ښوونکي به له کومه کیږي؟؟؟
هغه چوپ شوه او خورلڼه یې لکه د ځان سره چې خبرې کوي په ستړي او ناهیلي غږ یې وویل: ښځینه ښوونکې او هغه میندې به له کومه شي چې اولاد ته د تورې او ټوپک ( چې هغه هم پردیو جوړ کړي) په څای قلم په لاس کې ورکړي ….؟؟؟؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.