((د فکر، دعوت او عزیمت یو روښانه کاروان))
کله چې یو ستر علمي او فکري اثر له یوې ژبې بلې ته راولېږدول شي، دا یوازې د الفاظو ژباړه نه وي؛ بلکې د فکر، تاریخ، تجربې او پیغام انتقال وي. د «دعوت او عزیمت تاریخ» پښتو ژباړه هم له همدې ارزښتونو ډکه هڅه ده.
دغه مهم اثر، چې د ستر عالم، مفکر او داعي حضرت مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمه الله د ژوند، فکر او دعوتي سفر هنداره ده، د هېواد وتلي لیکوال، پوهاند او څېړونکي علامه عنایت الله کاکړ صاحب په علمي اخلاص، ژور درک او نه ستړې کېدونکې هڅې پښتو ژبې ته را انتقال شوی دی.
دا ژباړه یوازې د یوه کتاب زیاتوالی نه؛ بلکې د پښتو لوستونکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره د فکر، علم، دعوت او عزیمت یوه نوې کړکۍ ده. د مولانا ندوي رحمه الله ژوند موږ ته راښيي چې ملتونه یوازې په امکاناتو نه، بلکې په فکر، ایمان، اخلاقو او دوامدار خدمت رغېږي.
کاکړ صاحب په دې کار سره زموږ علمي چاپېریال ته یو ارزښتناک خدمت وړاندې کړی او د هغه ستر فکري میراث یوه برخه یې خپلو خلکو ته ورسوله. هیله ده چې د علم مینهوال، محصلین، لیکوالان او ځوانان دغه اثر مطالعه کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.