معنی، معنا که مانا

انجنیر داؤد اڅک

53

معنی، معنا که مانا

د خپل انډیوال سره د هغه په کارځای (د یارانو ورکشاپ) کي ناست وم او د بادامي نوقلو سره مو خوندوري شنې چای څښلې. انډیوال راته وویل چي اوس ځني ځوانان معنا په مانا لیکي او زما هم خوښیږي. ما سر نه کۍ خلاص او په بادامي نوقل پسي مي د چایو غړپ وکړ. خو انډیوال چي تل زما سره علمي او فلسفي بحثونه کوي په تکرار راته وویل:

ته خو هم کله کله د ځینواصطلاحاتو او کلمو په اړه لیکني کوې، ته څه پکښي وایې؟

ما ول اصلي عربي ډول ئې معنی دی. خو په فارسي کي هم معنی لیکل کیږي هم معنا. په پښتو کی هم ځني ښاغلي معنا لیکي او ځني بیا لکه تا چي وویل اوس مانا لیکي.

انډیوال راته وویل زما سوال همدا دی چي ستا په اند ئې کوم ډول سم دی. ما ول په ملي مسائلو کي باید احتیاط وکړو او کتابي خیري وکړو نه پیتاوي. او زیاته مي کړه چي په همدې خاطر مي څو ورځي مخکي همدغه موضوع په فیسبوک کي د خپلو انډیوالانو سره شریکه کړه او عمومي نظر پوښتنه مي وکړه چي په کوم دلیل سره مانا لیکي. خو فیسبوک کي خورا لږو کسانو خپل نظر شریک کړ. نو زه پوه سوم چي ډېر خلګ د بل پېښه کوي او خپله نظر نلري. انډیوال پوښتنه وکړه چي د لږو کسانو نظر څه وو؟

ما ول په لږو کسانو کي دوه نظره وه. یو دا چي مانا د معنی/ معنا مفغن شکل دی او بل نظر دا وو چي معنا پخوانۍ پښتو کلمه ده، خو اسناد ئې نه کړل وړاندي. انډیوال راته وویل چي ته دغه دوه نظره څنګه ارزیابي کوې؟

ما انډیوال ته وویل که دي خوا نه بدیږي معنا او مانا دوې بیلي کلمې دي او بیلي معناوي لري چي په خپل منځ کي هیڅ اړیکه نلري. یعني د مفغن کېدو له پروسې سره باید ډېر احتیاط وسي او هغه کلمې چي بیلي معناوي لري قطعأ باید مفغني نه سي لکه مانا چي د معنا په مفهوم پښتنه کیږي. زما انډیوال چي د مانا طرفداره وو قناعت ئې ونکړ او په حیرانتیا ئې راته وویل:

ډېرئ لیکوالان پدې اند دي چي د معنا اصلي شکل مانا دی او مشهور ژبپوه (مجاور احمد زیار) په خپل کتاب (پښتو پښویه) کي ټینګار کوي چي مانا اویستایي کلمه ده او پښتو ته په میراث پاته ده. ما ول بېله شکه چي پوهاند زیار صاحب پښتو ژبي ته ډېر او نه ستړی کېدونکی کار کړیدی، خو پداسي تحقیقي مسائلو کي باید اسناد او مآخذ ولرو.  یعني که د یو مشر یا یو پوه خبره تائید او رواجوو حد اقل یو دلیل، سند یا سرچینه باید ولرو. او زیاته مي کړه چي متآسفانه ډېرئ لیکوالان حتا د ادبیاتو او ژبپوهني مسلکي کادرونه بېله کوم سنده هغه څه لیکي چي د بل چا څه ئې اورېدلي یا لیدلي وي. انډیوال غوښتل سوال وکړي خو ما ئې خبري قطع کړي او ورته ومي ویل:

ژبه ملي مسئله ده باید ډله یزه نسي. یعني په ملي مسائلو کي باید تربورګلوي او کلیوالي نه وي. کندهاريتوب، کابليتوب او لغمانيتوب نه وي. هغه څه باید تائید او تعقیب کړو چي د پښتو ژبي د معیاري کېدو سره مرسته کوي، معنا ولري او په اړه ئې مقنع دلایل، اسناد او مآخذ ولرو.

انډیوال راته وویل: داسي ښکاري چي ته پدې هکله څه لرې؟

ما ول هو، څه موده مخکي مي د ژبپوهني د یو شاګرد په صفت د همدې موضوع (مانا) په هکله د بوټو تڼۍ ټینګي وتړلې او د اویستا په زړو او کنډوکپر کوڅو کي مي مزل پیل کړ. د هر کور دروازه به مي ټکول او د مانا پوښتنه مي ځني کول.

انډیوال ته ئې خوند ورکړ او په برېتو کي ئې وخندل. ما چي د انډیوال علاقه ولیدل نو زیاته مي کړه چي تر اویستایي کوڅو ورسته مي د سانسګریت یو ډېر پخواني کلي ته هم سر ورښکاره کړ. انډیوال چي د تاریخي بانډارو ډېر شوقي وو نو په مینه ئې راته وویل چي زه به چایي در تازه کړم ته بانډار کوه. ما چي د تازه چایو واورېدل نو انډیوال ته مي په مسکا سره داسي وویل:

د سانسیګریټ تر کلي چي راووتم مخامخ د اریک (فارسی باستان) او پهلوي/ پارتي ژبو پر سړکانو مي هم چکر وواهه او سترګه مي ولغړول. انډیوال ته ئې لا خوند ورکۍ او کله چي ئې په شوق سره تازه چای رانژدې کړې ول دا خو ډېره په زړه پوري سوه او په خندا ئې راته وویل چي ژر سه کیسه وکه، په دا زړو کوڅو کي دي مانا ولیدل که یا؟

ما ول هو، په ټولو کوڅو کي مانا کرځېده، اما د معنا په مفهوم نه. انډیوال مي دفعتأ چُرتي سو او غوښتل ئې چي سوال وکړي. خو ما ورته وویل چي اوس نو غوږ ونیسه اشنا او کیسه تر پایه واوره. انډیوال په حیرانتیا راته وویل چي سمه ده غوږ مي دی.

ما ورته وویل:

۱-  مانا                 

 تطبیقي ژبپوهني منلې ده چي په هندواروپايي ژبو کي د men کلمه ګډه ریښه لري او د فکر کولو په معنا ده چي په اویستا کي هم د مانا manah په بڼه د فکر او ګمان کولو په معنا ده نه د معنا په مفهوم.

لکه:

– وهو مانا  Vohu manah نېک فکر

– اکه مانا  aka manah    بد فکر

– دروج ماناdruj manah  درواغجن فکر

همداسي د زردښت په دیني متنونو (زند، پازند) کي هم د مونا، مئنا او مانا په بڼه د خدای په مفهوم راغلې ده چي پر نورو قاموسونو سربېره د دساتیر قاموس په ۲۶۵ مخ کي د نوموړو متنونو توضیح او تائید سویدی.

انډیوال ته چي زما خبري نوي وې نو چپ پاته سو، کتل ئې سترګي ئې نه رپولې. ما ول په سانسګریټ ژبه په تېره بیا ریګویدا کي هم د مانا او ماناس mana manas मन په بڼه ده چي معنا ئې ذهن، فکر او نظر دی لکه:

समानं मनः samānaṃ manaḥ  = ګډ فکر.

manaḥ śāntam मन शान्तम् = ذهن ارام دی.

همداسي په لاتیني ژبه کي mens او انګلېسي ژبه کي mind هم د فکر او ذهن په معنا دي. د جرمني ژبي Meinung او یوناني ژبي Menos هم د Men څخه ریښه اخلي.

خو په اریک، میانه پهلوي/ پارتي او فارسي ژبو کي د مانا mānāg/ mānā په شکل بیلي معناوي لري.

لکه: ارزښت. ښایست، ځکه چي، لکه، داسي ښکاري، ټینګ، تلپاتی، نېک خویه، مشابه… په معنا ده نه د معنی په معنا.

انډیوال چي نوي جملې واورېدې زړه او نازړه ئې سر راسره ښوراوه. خو ما پدې خاطر چي ځیرک انډیوال ته قناعت ورکړم نو ورته ومي ویل چي دا ته او دا ئې بیلګي:

فردوسي:

به مانا و فرهنګ و رای بلند – تواند دل پادشاه را پسند. مانا = ښایست

نظامي ګنجوي:

چو بر چهره اش بنګری مانا – که ماه بر زمین تافته ست از سما. مانا = لکه

سنایي:

به چشمم مانا که عالم همه در او ګم شد – چو دیدم ان رخ چون ماه تابان را.

عطا نیشاپوری

چو بشنید آن سخن گفتا مانا که این راز نهان شد از دانا.

مولانا بلخي

  بلرزید برخود چو برگ درخت – به خود گفت مانا که برگشت بخت.

  د مرزبان نامې نثر

چون به نزدیک آمد، مانا که آفتاب بر او بتافت و رویش روشن‌تر نمود.

د بیهقي تاریخ

– چون این سخن بګفت، مانا که اندیشه ای بزرګ در دل او پیدا آمد.

ناصر خسرو

ای زنده شده به تو، تن مردم مانا که چو پوردخت عمرانی.

د ټینګ او تلپاتي په معنا:

– مانا باشید.

– یادش مانا.

– دوستي تان مانا.

۲- معنی/ معنا

معنی عربي ويي/ کلمه ده چي د مفهوم، مراد، دلالت، مقصد … په معنا ده لکه:

ما معنی هذا = د دغه مقصد څه دی، مفهوم، مراد یا مطلب ئې څه دی؟

 معنی د عربي عني کلمې څخه ریښه اخلي. عني د قصد ئې وکړ… په معنا ده. عني، معنی او یعني یوه ریښه لري خو یعني ئې توضیحي بڼه ده چي مراد او مقصد توضیح کوي.

انډیوال چي قانع معلومېدۍ ول مآخذ یعني نوري سرچینې هم لرې که داغه دي؟

ما ول پټو ونیسه.

          سرچینې:

  • د زردښت ګاثونه/ شعرونه. یوهانس هامباخ
  • د اویستا ډکشنري. ایلیا ګرسیویچ
  • د هندواریایي ژبي د ریښه پېژندني قاموس. مایرهوفر
  • د لرغونو ایراني ژبو قاموس. کریستین بارتهولومه
  • زده کونکو لپاره د سانسګریت ژبي ګرامر. ای.ای.ای مکدونل.
  • لسان العرب دیکشنري. ابن منظور
  • تاج العروس دیکشنري. زبیدي
  • مقاییس اللغتة دیکشنري. ابن فارس
  • ابادیس ډکشنري، دهخدا، معین، جهانګیری، انندراج، آرا او دساتیر قاموسونه.
  • دینکرت او بندهش کتابونه ماغوښتل چي پټو ئې ښه ورډک کړم، خو انډیوال ږغ وکۍ ول بس بس. دا په چا وړې.

انجنیر داؤد اڅک

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.