د حق غږ

قاضی لودین

52

د حق غږ :
کېدای شي دا زما له وروستیو لیکنو څخه وي، او زه نه پوهېږم…
او څومره ډېره هیله لرم چې په دې نړی کې زما وروستی یادګار دا وي چې د الله ج لوري ته بلنه وي، د هغه لوري ته لارښوونه وي، او هره هغه لار وي چې انسان هغه ته نږدې کوي.
ځکه چې موږ د حرکت کولو او د لارې د وهلو لپاره ټاکل شوي یو، نه دا چې حتمي منزل ته ورسېږو.

د امیرالمومنین تر سیوري لاندې…
د افغانستان ولس د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی؛ ډېر خلک د یوې مړی ډوډی په لټه کې دي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، او فقر او بې وزلي یې تر خپل وروستي حد رسېدلې ده.
د وطن د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړل شوې دي، او زرګونه ځوانان د ښه راتلونکي په هیله له خپل ګران هېواد څخه د وتلو لارې لټوي.

علمي، مسلکي او اکاډمیک شخصیتونه د فشار او ځپنې سره مخ دي، خو په همدې حال کې هغه زورواکان چې د شتمنی، زور او فریب واک لري، د خپلو شخصي غوښتنو لپاره د دویمو، درېیمو او څلورمو ودونو لړی پر مخ وړي.

دا هغه دردمن انځور دی چې د یو ولس د کړاوونو او د ټولنیز عدالت د نشتون کیسه کوي.

دافغانستان دمدنی قانون ۶۰ ماده :
واده یو قانوني تړون دی چې د ښځې او سړي ګډ ژوند د مشروعې کورنی د جوړولو لپاره برابروي او د دواړو لورو حقوق او مسؤلیتونه رامنځته کوي.

دافغانستان دمدنی قانون ۶۴ ماده :
نامزدي یوازې د واده کولو ژمنه ده، نکاح نه ده؛ نو هلک یا نجلی دواړه حق لري چې د واده له ترسره کېدو مخکې له نامزدی تېر شي.
د کوژدې موده ډېره مهمه ده.
دا موده یوازې د خوږو خبرو، قیمتي ډالیو او مجللو مېلمستیاوو لپاره نه ده ټاکل شوې، بلکې دا د دې لپاره یو ارزښتناک فرصت دی چې دواړه لوري یو بل په رښتینې توګه وپېژني، د یو بل اخلاق، خویونه، د فکر طریقه او د خپلمنځي توافق کچه وارزوي، څو څوک داسې دایمي واده ته داخل نه شي چې د خپل راتلونکي ژوند ملګری یې سم نه وي پېژندلی.

هر څومره چې کوژدن او کوژدنه دا موده په رښتینو خبرو، مهمو پوښتنو، او په بېلابېلو حالاتو کې د یو بل د چلند او اخلاقو په لیدلو تېره کړي، هماغومره به د هر یوه انځور بل ته روښانه شي، او د واده پرېکړه به د قناعت او بصیرت پر بنسټ وي، نه د ظاهري ښایست او دروغجنو تعارفونو پر اساس.

نن سبا د انسان د شخصیت پېژندل تر بل هر وخت اسانه شوي دي.
د هغه د خبرو طریقه، د بېلابېلو پېښو په اړه نظرونه، له خلکو سره چلند، او هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي، دا ټول د هغه د شخصیت، افکارو او ارزښتونو لویه برخه څرګندوي.

د همدې کړنو له لارې د انسان د رواني توازن، د نورو د درناوي، د مسؤلیت منلو وړتیا، او د اختلاف او غوسې پر مهال د چلند په اړه لومړنی انځور تر لاسه کېدای شي.

د کوژدې موده دواړو لورو ته دا فرصت ورکوي چې د واده له تړون مخکې، چې ستر مسؤلیتونه او مکلفیتونه ورسره تړلي وي، دا ټولې خبرې په دقت سره وارزوي.
همدارنګه، ډېرې هغه ستونزې چې وروسته د شخړو یا بېلتون لامل ګرځي، له مخکې نه پېژندل کېدای شي، که دواړه لوري له یو بل سره رښتیني وي، له تصنع او د عیبونو له پټولو ډډه وکړي، او د هلک یا نجلی د اخلاقو، سیرت او سابقې په اړه ښه پوښتنه او پلټنه وکړي.
که داسې نیمګړتیاوې یا ځانګړنې څرګندې شي چې ورسره ګډ ژوند ناشونی وي، نو غوره ده چې کوژده په هماغه لومړیو کې پای ته ورسېږي.

ځکه د کوژدې موخه همدا ده چې که توافق موجود نه وي، هر لوری وکولای شي په لږو رواني، ټولنیزو او مادي زیانونو سره له اړیکې ووځي، مخکې له دې چې ستونزې لا پسې پیچلې شي.

خو که دا پرېکړه تر واده وروسته وځنډول شي، سره له دې چې نښې له پیله روښانه وې، نو ښايي ډېرې لویې ستونزې او زیانونه رامنځته شي، چې د وخت پر مهال یې مخنیوی ممکن و.

له همدې امله، د ژوند دملګري په ټاکنه کې ښه انتخاب، د واده په ترسره کولو کې بېړه نه کول، د کوژدې د مودې ښه ګټه اخیستل، او له صداقت، پوهاوي او هوښیاری سره جدي پېژندګلوي کول، هغه مهم عوامل دي چې د واده وروسته د اختلافونو احتمال کموي او د واده پرېکړه د رښتینې پېژندنې پر بنسټ ولاړوي، نه یوازې د ظاهري جذبې او احساساتو پر اساس.

د واده څخه مخکې د انسان د حقیقي شخصیت د پېژندلو هڅه نه بدګماني ده او نه هم بېځایه شک؛ بلکې دا د ښه انتخاب یوه مهمه برخه ده، ترڅو واده د پوهې، بصیرت او واقعي پېژندنې پر بنسټ جوړ شي، نه د ظاهري اغېز، تشو تعارفونو او یا د څرګندو نښو د له پامه غورځولو پر اساس.

د ژوند عملي تجربو هم ښودلې چې کله خلک دا اصل په خپلو اړیکو کې عملي کړي، نو ډېر داسې مهم حقیقتونه یې موندلي چې د لا باثباته، بریالي او خوشاله واده په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.

واده یوازې یو تړون نه دی !
بلکې د ژوند یو پیغام دی.
د واده ریښتینې فلسفه د داسې انسان په روزنه ولاړه ده چې له رواني او ټولنیز پلوه سالم وي، او د مېړه او مېرمنې ترمنځ سکون، مینه او رحمت رامنځته شي.
همدارنګه د ځمکې په آبادولو، ګډ کار او همکاری، د یوې باثباته کورنی په جوړولو، او د رواني او اخلاقي پلوه د سالمو اولادونو په روزنه کې ونډه واخلي.

خو هغه واقعیت چې د واده د ځنډ او طلاق د کچې د لوړېدو ښکارندوی دی، د واده د اصل د ناکامی له امله نه دی، بلکې تر واده مخکې د کورني چمتووالي او کورنی لارښوونې د نشتوالي پایله ده.

له همدې امله ډېرې جوړې د واده ژوند ته پرته له دې چې د خپلو مسوولیتونو، د اړیکو د سمې لارې، د اختلافونو د مدیریت او د دې سپېڅلي تړون د ساتنې مهارتونه زده کړي، ننوځي.

همدا لامل دی چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ کېږي.
ډېرې کورنی شخړې د دې له امله رامنځته کېږي چې دواړه لوري له بېلابېلو ارزښتونو او تمو سره واده ته داخلېږي، او هر یو هڅه کوي یوازې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

ښځه په واده کې دا غواړي:
امنیت او ثبات.
مینه، پاملرنه او عاطفي ملاتړ.
په پرېکړو کې ګډه ونډه.
مادي او معنوي ملاتړ او د تړاو احساس.

سړی په واده کې دا غواړي:
ازادي او دا چې د فشار یا واکمنی احساس ونه کړي.
درناوی او د کور دننه ارامتیا.
داسې مېرمن چې د ښکلا، سکون او رواني آرامی سرچینه وي.
د اختلافونو اصلي لامل هم همدا دی:
کله چې هر لوری یوازې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په فکر کې وي او د مقابل لوري اړتیاوې ونه پېژني، نو ستونزې او ناسم تفاهمونه رامنځته کېږي.

د بریالي واده راز د مېړه او مېرمنې د اړتیاوو او ارزښتونو په درک کولو او د دواړو د اړتیاوو په متوازن ډول پوره کولو کې دی، نه دا چې یوازې د خپل ځان غوښتنو ته پام وشي.

د اسلام د شریعت پیغام هم همدا دی چې بریالی واده یوازې پر احساساتو نه وی ولاړ ، بلکې پوهاوي، چمتووالي، ښه انتخاب او دوامدارې زده کړې ته اړتیا لري.

هر څومره چې پوهاوی زیات شي، همغومره د یوې باثباته، له سولې، مینې او رحمت څخه ډکې کورنی د جوړېدو چانس هم زیاتېږي.

واده هغه وخت بار نه وي چې پر پوهې او متقابل تفاهم ولاړ وي؛ بلکې داسې ملګرتیا ده چې ثبات رامنځته کوي، انسان ته د زړه سکون وربخښي او د هغه غوره ځانګړنې راڅرګندوي.
د پوهاوي، تفاهم او مسوولیت منلو له لارې د خپل واده تړون وساتی.

د واده د تړون لړی , دوهمه برخه :
د پوهاوي، درک او مسؤلیت منلو له لارې خپل د واده تړون د رسی د کلکې غوټې په څېر ټینګ کړی.
واده پر دوو اساسي ستنو ولاړ دی:
۱ – د ښځې ښځینه ځانګړتیاوې .
دا په دوو برخو وېشل کېږي:
مادي ښځینتوب: د کور سمبالول، د مسؤلیتونو منل او د کورنی پالنه.
معنوي ښځینتوب: ځان ته پاملرنه، نرمي، لطافت، ښه ظاهري بڼه او د ښځینه ځانګړتیاوو ساتنه.
یوازې ښکلا بسنه نه کوي، او یوازې د کور ښه مدیریت هم کافي نه دی؛ بریالی واده د دواړو اړخونو ترمنځ توازن ته اړتیا لري.
۲ -د سړي سخاوت او لورینه .
دا هم په دوو برخو وېشل کېږي:
مادي سخاوت: د کورنی اړتیاوې برابرول او د لګښتونو مسوولیت پر غاړه اخیستل.
معنوي سخاوت: مینه، مهرباني، ښه چلند، او د خپلې مینې او پاملرنې څرګندولو وړتیا.
یوازې پیسې یو بریالی مېړه نه شي جوړولای، او یوازې احساسات هم د مسوولیت له منلو پرته بسنه نه کوي.
درېیم: له واده وروسته څه پېښېږي؟
د واده اړیکه په طبیعي ډول له څو پړاوونو تېرېږي:
د یو بل د خوښې او نږدېوالي پړاو.
د مسوولیتونو د منلو پړاو.
د امیندواری او اولادونو د زېږون پړاو.
د ماشومانو د روزنې پړاو.
په هر پړاو کې نوې ننګونې راڅرګندېږي چې د مېړه او مېرمنې ګډې همکاری او پوهاوي ته اړتیا لري.
څلورم: ولې له اولادونو وروسته اړیکه کمزورې کېږي؟
د مسوولیتونو زیاتوالی.
جسمي او رواني ستړیا.
د ماشومانو په پالنه کې د والدینو بوختیا.
د خبرو اترو او یو بل ته د پاملرنې لپاره د وخت کمېدل.
که له دې حالت سره په پوهاوي چلند ونه شي، دا یوه طبیعي ستونزه ده.

پنځم: واده څنګه وساتو؟
دوامداره خبرې اترې.
د مسؤلیتونو عادلانه وېش.
احساساتو ته هماغسې پاملرنه لکه مادي اړتیاوو ته.
د مننې او قدردانی څرګندول.
له اولادونو وروسته د مېړه او مېرمنې اړیکه نه هېرول.
دا درک کول چې هر پړاو د چلند ځانګړې طریقه غواړي.

بریالی واده یوازې په مینه نه، بلکې پر څلورو ستنو ولاړ وي:
مادي ښځینتوب، معنوي ښځینتوب
مادي سخاوت، معنوي سخاوت
کله چې هر لوری د خپل رول د پیاوړتیا هڅه وکړي، واده لا ډېر باثباته کېږي او له داسې کورنی څخه هغه ماشومان را لویېږي چې له رواني او عاطفي پلوه متوازن وي.

الله تعالی دې د مومنو نجونو په برخه داسې باخبره، پرهېزګار او صالح مېړونه کړي، او د مومنو ځوانانو په برخه دې باخبره، پرهېزګارې او صالحې مېرمنې کړي.

د نن پیغام !
له سپېڅلي تړون څخه د ظاهري ښودنې تر کلتوره؛ ټولنې د واده اصلي پیغام څنګه وتښتاوه؟
د نن ورځې د واده ستونزه یوازې د بېوزلی ستونزه نه ده، بلکې د فکر ستونزه ده.
دا یوازې د لوړ مهر ستونزه نه ده، بلکې د ارزښتونو بحران دی؛ داسې بحران چې پکې دود او شریعت سره ګډ شوي، تر دې چې خلک د الله ج د حدودو په پرتله د ټولنې دودونه ډېر ساتي.

اسلام راغلی و چې انسان د خلکو له غلامی ازاد کړي، خو نن ډېر خلک د ټولنې د نظر بندیان دي.

د واده بریا د مېلمنو په شمېر، د تالار په ښکلا، د ناوې د جامو په بیه او د سرو زرو په وزن سنجوي، نه په هغه سکون چې مېړه او مېرمن به یې خپل کور ته وړي.
الله تعالی واده د خپلو نښو څخه یوه نښه ګرځولې ده، او فرمایي:

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟.

او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړی او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي .

د پام وړ خبره دا ده چې په دې مبارک آیت کې نه مال د واده بنسټ ګرځول شوی او نه ظاهري ښودنه معیار؛ بلکې سکون، مینه او رحمت د کورنی اصلي ستنې بلل شوي دي.
که دا ارزښتونه نه وي، نو تر ټولو شاندار محفلونه هم هېڅ ګټه نه رسوي.
زموږ د ټولنو تر ټولو خطرناک بدلون دا دی چې واده د کور جوړونې له کلتوره د ځان ښودنې کلتور ته اوښتی دی.
د ډېرو خلکو په نظر واده د ټولنیز مقام د ښودلو وسیله ګرځېدلې، نه د یوه شرعي تړون اعلان.
له همدې ځایه د سیالی لړی پیلېږي؛ یو د خپل خپلوان تقلید کوي، بل د خپلې ملګرې سره سیالي کوي، تر دې چې ټول د هغه څه بندیان شي چې د ټولنیز ارواپوهنې پوهان یې د ډلې د فشار په نوم یادوي؛ یعنې انسان د دود خلاف تګ تر دې ډېر وېرېږي چې د حق خلاف تګ څخه.
نو ځکه اوس پوښتنه دا نه وي چې:
ایا دا الله خوشحالوي؟ بلکې دا وي: خلک به څه وایي؟

همدلته د انحرافونو لړی پیلېږي؛ لوړ مهرونه، په مېلمستیاوو کې اسراف، په سینګار کې مبالغه، بیا پورونه چې د مېړه او مېرمنې اوږې درنې کړي، او کله ناکله ربوي پورونه، ترڅو ګډ ژوند د داسې ګناه څخه پیل شي چې برکت له منځه وړي.
الله تعالی فرمایي:
اې مومنانو!
له الله څخه ووېرېږی او که مومنان یاست، پاتې سود پرېږدی… او که داسې ونه کړی، نو د الله او د هغه د رسول له لوري د جګړې اعلان واوری.
نو څنګه به هغه څوک د سکون او رحمت هیله ولري چې خپل ژوند یې د خپل رب پر وړاندې د جګړې په اعلان پیل کړی وي؟

همدارنګه، په جامو، ګاڼو، سینګار او نورو ظاهري چارو کې سیالي د انسان ارزښت نه څرګندوي، بلکې هغه تشوالی څرګندوي چې ځینې خلک غواړي په ظاهري شیانو یې ډک کړي.

هر څومره چې ارزښتونه کمزوري شي، همغومره د زینت ارزښت لوړېږي، او هر څومره چې د باطن رڼا کمه شي، همغومره د ظاهر ځلا ته پام زیاتېږي.

رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي:
تر ټولو ډېر برکت لرونکی واده هغه دی چې لګښت یې لږ وي.
په دې حدیث شریف کې یوه ستره ټولنیزه قاعده نغښتې ده؛ هر څومره چې د واده لګښت کم وي، د حلالو دروازې پراخېږي، فتنې کمېږي او ځوانان کولای شي د یوې شپې د لګښتونو پر ځای خپل ژوند او کور جوړ کړي.

یو عالم وایی :
تمدنونه هغه وخت د زوال پر لور روانېږي چې فکرونه په شیانو بدل شي او د انسان ارزښت د هغه په شتمنی کې ولیدل شي، نه په هغه رسالت کې چې له ځان سره یې لري.

دا خبره زموږ په ډېرو ودونو کې ښکاره ده؛ شیان پر معناوو غالب شوي او ظواهر پر موخو.
همدارنګه، یو بل عالم څرګندوي چې د شریعت موخې په کورنی کې د دین ساتنه، د ټولنې ثبات او د سکون او مهربانی رامنځته کول دي.

هر هغه څه چې دا موخې له منځه وړي او خلک بېځایه له ستونزو سره مخ کوي، باید د شریعت د روح په رڼا کې بیا وکتل شي، نه یوازې د دود له مخې.
هغه ټولنه چې واده په یوه ناشوني خوب بدلوي، د فتنې دروازې پرانیزي، عفت ځنډوي، پر کورنیو بار زیاتوي، او وروسته د اړیکو د خرابېدو او د کورنیو د بې‌ثباتی لاملونه لټوي.

موږ یوې رښتینې بیاکتنې ته اړتیا لرو؛ داسې بیاکتنې ته چې خوشالي ونه ځپي، بلکې اسراف له منځه یوسي.
ښه دودیزه رواجونه وساتي، خو هغه دودونه جلا کړي چې د الله ج شریعت یې ستونزمن کړی دی.
ځکه هر میراث ښه نه وي، او هر نوی شی هم بد نه وي؛ بلکې معیار د الله ج دا وینا ده:
او همداسې موږ تاسو یوه منځلاره امت ګرځولي یاست.

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْكُمْ شَهِیْدًا ؕ— وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِیْ كُنْتَ عَلَیْهَاۤ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ مِمَّنْ یَّنْقَلِبُ عَلٰی عَقِبَیْهِ ؕ— وَاِنْ كَانَتْ لَكَبِیْرَةً اِلَّا عَلَی الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِیْعَ اِیْمَانَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟.

او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یی، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شی، او رسول ص پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول ص پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله ج كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى .

منځلاريتوب د لګښت په ډېرښت کې نه دی، بلکې د نیت په پاکوالي کې دی. برکت په مصرف کې نه، بلکې په هغه ایمان کې دی چې د محفل له پای وروسته هم پاتې وي.

هغه واده چې د الله ج په تقوا پیل شي، که څه هم ساده وي، د هغه واده په پرتله د خوښی ډېر نږدې وي چې سترګې حیرانې کړي، خو زړونه ستړي کړي.

ځکه ګډ ژوند نه تالارونه جوړوي، نه ګاڼې یې ښکلی کوي؛ بلکې مینه یې جوړوي، رحمت یې ساتي، او پر الله ج رښتینی توکل پرې برکت اچوي.

که غواړو کورنی ته خپل عزت بېرته ورکړو، نو باید واده بېرته خپل اصلي پیغام ته راوګرځوو، او شعار مو د رسول الله ص دا وینا وي:
اساني وکړی، سختي مه کوی؛ زېرى ورکړی، خلک مه تښتوی.

هر څومره چې حلال اسانه کړو، د حرامو لارې تنګېږي، او واده به بېرته هغه څه شي چې الله ج غوښتلی و: د رحمت یو سپېڅلی تړون، نه د ځان ښودنې ډګر؛ د انسان د جوړونې پیل، نه د هغه د ستړیا او ځپنې وسیله.

اصلي خطر دا دی چې د حلالو لګښتونه دومره لوړ شي چې ځوانان یې وسه ونه لري، خو د حرامو دروازې بې له کوم خنډه پرانیستې وي.

هغه ټولنه چې واده په مصرفي پروژه بدلوي، کورنی نه جوړوي، بلکې بحرانونه زېږوي. تر څو چې د اسلام د اسانتیا او اعتدال روحیې ته بېرته ونه ګرځو، همداسې به د ناواده پاتې کېدو، د واده د ځنډ او د کورنیو د ماتېدو پر ستونزو ژاړو، حال دا چې د دغو ستونزو لاملونه خپله په خپلو لاسونو جوړوو.

الله ج غوښتل چې واده د سکون دروازه وي، خو موږ هغه د پورونو دروازه کړه. غوښتل یې چې د رحمت تړون وي، خو موږ یې د سیالی او ځان ښودنې میدان کړ.
غوښتل یې چې د برکتناکې ژوند پیل وي، خو ځینو خلکو لپاره مو د نه ختمېدونکو قسطونو پیل وګرځاوه.

نو ایا وخت نه دی رارسېدلی چې خپل ځانونه وارزوو او واده بېرته خپل لومړني پیغام ته راوګرځوو؛ داسې پیغام ته چې عبادت، رحمت او د انسان جوړونه وي، نه یوازې د خلکو د لیدو لپاره یوه ننداره؟

د افغانستان محترمو واکدارانو , علمای کرامو , محدیثینو , مشایخو او عالی رتبه مامورانو :
الله تعالی تاسو ته واک، شتمني او اختیار د ازموینې لپاره درکړی، نه د فخر او تجمل لپاره.
نن چې د میلیونونو افغانیو په لګښت درېیم او څلورم ودونه په لوکس هوټلونو کې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د همدې خاورې زرګونه یتیمان د یوې مړی ډوډی په تمه دي، کونډې د بې‌وسی او فقر شپې سبا کوي، او میلیونونه ماشومان وږي ویده کېږي، نو د الله ج د دې وینا په وړاندې به څه ځواب لری؟

﴿وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ﴾
ودروی یې، ځکه چې له هغوی څخه به پوښتنه کېږي.

او د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم دا خبرداری به څنګه هېر کړی؟
لا تزولُ قدما عبدٍ يومَ القيامةِ حتى يُسألَ عن عمرِه… وعن مالِه من أين اكتسبه وفيم أنفقه.
د قیامت په ورځ به د بنده پښې تر هغه ونه خوځيږي، څو چې د خپل مال په اړه ترې و نه پوښتل شي: له کومه یې ترلاسه کړ او په څه یې ولګاوه.
(ترمذي)
ایا د امت د لوږې، بې‌وزلی او اقتصادي سختیو په منځ کې اسراف او بې‌ځایه لګښت د الله د رضا لاره ده؟
الله تعالی فرمایي:
﴿وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾
اسراف مه کوی، بې‌شکه الله اسراف کوونکي نه خوښوي.
او بیا فرمایي:
﴿إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ﴾
بې‌شکه اسراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي.
تاسو د دې ولس مشران یاست. ولس ستاسو عمل ته ګوري، نه یوازې خبرو ته.
که ستاسو ودونه د تجمل، سیالی او میلیونونو لګښت بېلګه شي، نو سبا به له کوم اخلاقي ځواک څخه خلک د ساده ودونو او د اسراف د پرېښودو لوري ته راوبولی؟
په یاد ولری، هغه شپه چې ستاسو د ودونو څراغونه مړه شي، د وږو ماشومانو لوږه به لا هم پاتې وي، د یتیم سترګې به لا هم د مرستې په تمه وي، او د قیامت په ورځ به نه هوټل، نه زر, نه زور , نه تزویر او نه تشریفات ستاسو په ګټه شاهدي ورکړي؛ یوازې عملونه به درسره وي.
د الله ج محکمه , نه د دنیا د محکمو په څېر ده، نه په کې نفوذ شته، نه واسطه، نه ځواک او نه مقام.

هغه ورځ به تاریخ هم شاهدي ورکوي، ولس هم شاهدي ورکوي، او تر ټولو لویه شاهدي به د الله تعالی وي.
نو مخکې له دې چې د خلکو تاریخ ستاسو په اړه ولیکل شي، هڅه وکړی چې خپل عمل داسې کړی چې د الله ج په وړاندې مو د عذر وړ وي.
ځکه واک نه پاتې کېږي، شتمني نه پاتې کېږي، محفلونه پای ته رسېږي، خو حساب پاتې کېږي.
﴿فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ۝ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ﴾
نو څوک چې د یوې ذرې په اندازه نېکي وکړي، هغه به یې وویني، او څوک چې د یوې ذرې په اندازه بدي وکړي، هغه به یې هم وویني .

کابل ښار او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په وروستيو کلونو کې د ودونو ماڼی په ډېرو ښکلو او عصري بڼو جوړې شوې دي.
دغه ماڼی د ښايسته ډيزاينونو، مجللو څراغونو، هنرمندانه ګچکاريو او پرمختللو رڼاګانو له امله د لويو او شاندارو مراسمو لپاره له تر ټولو زړه راښکونکو ځايونو څخه شمېرل کېږي، چې د جوړولو لپاره يې ميليونونه ډالره لګښت شوی دی.
په داسې حال کې چې زموږ دا اتل، شهيدپال او مجاهدپال ملت تل دا ادعا کوي چې د برلين ددېوال نړول، د شوروي اتحاد ړنګول او د استعمار ماتول يې خپل اسلامي مسووليت او مکلفيت ګڼلی، لا هم په افغانستان کې ميليونونه انسانان له لوږې، بېوزلی ، بې‌وسی، د اوبو له کمښت او د زده‌کړو له نشتوالي سره مخ دي.
خو له بلې خوا، شتمن خلک او د زر، زور او نفوذ خاوندان په همدې ماڼيو کې د خپلو ځانونو، زامنو، لوڼو او خپلوانو لپاره د ودونو شاندار مراسم جوړوي.
زه نه پوهېږم چې د اسلام او د رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د شريعت له نظره دا ډول ودونه، له دومره زيات لګښت او دومره پراخو مېلمستياوو سره، جواز لري که نه؟
که ديني عالمان او د هېواد واکمنان د شريعت له مخې دې پوښتنې ته روښانه ځواب وړاندې کړي، نو غوره به وي.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدایت پیروي کوي.
قاضی لودین .

July – 27 – 2026

د ملتونو سقوط

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.