د «ملي اتل»، «ملي خاین»، «پردي جاسوس»، «د افغانانو قاتل» او «د ملي یووالي دښمن»
د مفاهیمو تاریخي، حقوقي، سیاسي تحلیل
د افغانستان د معاصر تاریخ وروستۍ نږدې نیمه پېړۍ یوازې د حکومتونو د بدلېدو تاریخ نه دی؛ دا د واک، وېرې، ایدیولوژۍ، نیابت، مقاومت، مداخلې، هویت او دولت جوړونې د یوې اوږدې او دردناکې تجربې پېښلیک (تاریخ) دی.
پنځوس کاله جګړه؛ خو اصلي پوښتنه لا هم بې ځوابه ده
له ۱۹۷۳ کال څخه تر ۲۰۲۶ پورې افغانستان د سلطنت له نسکورېدو، جمهوریت، ایدیولوژیک بدلون، شوروي یرغل، جهاد، کورنۍ جګړې، د طالبانو د راڅرګندېدو، القاعدې، د امریکا او ناټو له مداخلې، جمهوري نظام، د هغه له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه تېر شوی دی. په دې اوږده سفر کې یو شمېر نومونه د «ملي اتل»، ځینې د «ملي خاین»، ځینې د «پردي جاسوس» او ځینې د «افغانانو د قاتل» په نومونو یاد شوي دي.
خو تاریخ د شعارونو محکمه نه ده؛ تاریخ د شواهدو محکمه ده.
پوښتنه دا نه ده چې «کوم قوم ملامت دی؟» یا «کوم مشر مطلق اتل او کوم مشر مطلق خاین دی؟» اصلي پوښتنه دا ده:
ولې یو ملت نږدې نیمه پېړۍ په داسې جګړو کې ښکېل پاتې شو چې په پای کې یې نه تلپاتې سوله، نه پیاوړی دولت، نه پراخه ملي اجماع او نه د واک د سولهییز انتقال داسې بنسټونه جوړ کړل چې راتلونکی نسل ترې خوندي پاتې شي؟
د دې پوښتنې ځواب یوازې له افغانستان نه بهر او نه هم د دغه هېواد په دننه کې دی.
افغانستان د اوږدې مودې لپاره د بهرنیو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شوی و؛ خو بهرني قدرتونه هغه مهال په افغانستان کې ډېر اغېزمن شول چې د هېواد دننه یې سیاسي، ټولنیز او نظامي ملاتړي پیدا کړل. له بلې خوا، په افغانستان کې موجودې کمزورۍ هم یوازې د بهرنیانو د لاسوهنې پایله نه وې. د دولت کمزورتیا، د واک شخصي کول، قومي انحصار، ایدیولوژیک افراط، اقتصادي وابستګي او د قانون پر ځای د زور د کارولو دود هغه شرایط وو چې د بحران د رامنځته کېدو او دوام لپاره یې زمینه برابره کړه.
له همدې امله د افغانستان د تراژیدۍ تر ټولو عادلانه تعبیر ښايي دا وي:
پردیو د افغانستان له داخلي درزونو څخه د خپلو موخو لپاره کار واخیست؛ خو د دغو درزونو د جوړېدو او ژورېدو مسؤولیت یوازې د پردیو پر غاړه نه شي اچول کېدای.
۱ ـ تاریخ باید د اتلانو له افسانې څخه د بنسټونو تر پوښتنې پورې راشي
ملتونه خپل تاریخ یوازې د پاچاهانو، ولسمشرانو، قوماندانانو او مشرانو په نوم نه لیکي؛ ملتونه خپل تاریخ د هغو بنسټونو په نوم هم لیکي چې د بحران پر مهال یې د خلکو ژوند ساتلی یا یې له منځه وړی دی.
افغانستان ته د تېرو پنځوسو کلونو تر ټولو لویه پوښتنه دا ده:
ولې مو دومره مشران لرل، خو دومره کمزوري بنسټونه؟
ولې مو قوماندانان درلودل، خو تلپاتې امنیت مو نه درلود؟
ولې مو حکومتونه درلودل، خو تلپاتې دولت مو ونه شو جوړولای؟
ولې مو بېلابېل ایدیولوژیک، قومي، مذهبي او سیاسي شعارونه لرل، خو د یوه ګډ ملي قرارداد پر سر مو توافق ونه کړ؟
دا پوښتنې ځکه مهمې دي چې د تاریخ مسؤولیت یوازې د تېرو کسانو د ستاینې یا غندنې په اندازه نه دی. د تاریخ اصلي دنده دا ده چې د راتلونکې د تکرار مخه ونیسي.
که تاریخ یوازې د دې لپاره وکارول شي چې یو افغان بل افغان ته ووایي «ته خاین یې» او هغه په ځواب کې ووایي «ته قاتل یې»، نو تاریخ د پوهې وسیله نه، د انتقام ژبه ګرځي.
افغانستان له همدې ځایه بیا بیا مات او ټوکر شوی دی.
۲ ـ «ملي اتل» څوک دی؟
د «ملي اتل» لقب باید له احساساتي مینې څخه د تاریخي معیارونو ساحې ته راوستل شي.
ملي اتل یوازې هغه څوک نه دی چې ډېرې جګړې یې ګټلې وي. یوازې هغه څوک هم نه دی چې بهرنی دښمن یې مات کړی وي. او هغه څوک خو هېڅکله د اتلولۍ بشپړ معیار نه شي کېدای چې د بهرني دښمن پر وړاندې یې مقاومت کړی وي، خو خپل ملت یې د خپل قدرت د ساتلو لپاره په «موږ» او «هغوی» او یا «موږ» او «تاسو» وېشلی وي.
ملي اتل باید لږ تر لږه پنځه بنسټیزې ځانګړنې ولري:
لومړی ـ د ملي حاکمیت دفاع
هغه باید د افغانستان سیاسي او ملي استقلال د خپل شخصي، ګوندي یا بهرني هدف تابع نه کړي.
دویم ـ د ټول ملت تصور
هغه باید افغانستان یوازې د خپل قوم، ژبې، مذهب، سیمې یا ډلې په اندازه ونه ویني.
افغانستان هغه وخت وطن کېږي چې بل افغان هم پکې د خپل ځان په اندازه مالک احساس کړي.
درېیم ـ د انسان د ژوند درناوی
که یو څوک د وطن په نوم جګړه کوي، خو د وطن خلک د جګړې په اور کې قصداً سوځوي، د اتلولۍ مفهوم یې له یوه ستر اخلاقي تناقض سره مخ کېږي.
څلورم ـ د جګړې وروسته د جوړونې وړتیا
دښمن ماتول د تاریخ نیمایي ده؛
د ماتې شوې خاورې بیا ودانول د اتلولۍ بله نیمایي ده.
پنځم ـ له بهرني ځواک سره د ملي ګټې کرښه
له بهرني دولت سره اړیکه په خپله خیانت نه دی. ډیپلوماسي خیانت نه ده، مرسته اخیستل هم په خپله خیانت نه دی.
خیانت هغه وخت د جدي بحث موضوع ګرځي چې یو شخص په پوهه او قصد سره د خپل شخصي یا ډلهییز واک د ساتلو لپاره د افغانستان ملي ګټه د بهرني قدرت تابع کړي.
نو اتلولي باید له جګړې څخه پراخه مفهوم ولري.
ملي اتل هغه دی چې وطن یوازې له دښمن څخه نه ساتي؛ له وېش، ظلم، استبداد، شخصي واک او تاریخي هېرېدو څخه یې هم ساتي.
۳ ـ «ملي خاین» څوک دی؟
خیانت د سیاسي مخالف لپاره سپکاوی نه دی؛ دا د مسؤولیت یوه درنه تاریخي او حقوقي دعوه ده.
نه کمونیست یوازې د دې لپاره خاین دی چې کمونیست و.
نه مجاهد یوازې د دې لپاره خاین دی چې له یوه بهرني هېواد څخه یې مرسته اخیسته.
نه طالب یوازې د دې لپاره د جاسوسۍ په تور محکومېدای شي چې له یوه بهرني دولت سره اړیکه یې لرله.
نه جمهوري سیاستوال یوازې د دې لپاره خاین دی چې له امریکا سره یې کار کاوه.
او نه هغه څوک چې د امریکا مخالف و، په اوتومات ډول ملي اتل دی.
د ملي خیانت د ارزونې لپاره باید وکتل شي چې آیا یو شخص:
- د افغانستان ملي حاکمیت یې قصداً د بهرني قدرت تابع کړی؟
- د خپل ملت پر ضد یې د بهرني ځواک نظامي یا استخباراتي ملاتړ غوښتی؟
- د شخصي واک لپاره یې بهرني مداخلې ته زمینه برابره کړې؟
- د افغانستان د تجزیې، اشغال یا دایمي تابع کولو په پروژه کې یې قصدي مرسته کړې؟
- د ملي ګټې پر ځای یې شخصي یا ګوندي ګټه غوره کړې؟
که شواهد موجود وي، تاریخ باید په زړورتیا حکم وکړي.
خو که شواهد نه وي، تور باید د حقیقت ځای ونه نیسي.
۴ ـ «پردی جاسوس»؛ کله چې سیاسي اختلاف په استخباراتي تور بدل شي
جاسوسي یو مشخص استخباراتي مفهوم دی. هره لیدنه جاسوسي نه ده، هره مرسته جاسوسي نه ده، هره سیاسي اړیکه جاسوسي نه ده.
د جاسوسۍ ادعا د شواهدو غوښتنه کوي: پټې اړیکې، استخباراتي همکاري، معلوماتو انتقال، مالي معاملې، عملیاتي لارښوونې یا نور مستند اسناد.
د افغانستان د وروستیو لسیزو یوه خطرناکه سیاسي ناروغي دا وه چې:
سیاسي اختلاف په «پردي لاس» او «جاسوس» بدل شو.
خلق او پرچم یو په بل تورونه لګول؛ مجاهدینو یو بل د بهرنیو قدرتونو په لاس کې وسیلې بللې؛ د کورنۍ جګړې په مهال هره ډله ځان د وطن اصلي استازی او مقابل لوری د پردیو مزدور باله.
ځینې ادعاوې ممکن واقعي بنسټ ولري، ځینې مبالغه شوې وي او ځینې تبلیغات.
د پېښلیک لیکونکی (مورخ) دنده دا ده چې دغه درې واړه سره جلا کړي.
ځکه که «جاسوس» هغه کلمه شي چې هر مخالف پرې وځپل شي، نو د جاسوسۍ حقیقي مفهوم هم بې ارزښته کېږي.
تور د ثبوت بدیل نه دی.
۵ ـ ۱۹۷۳؛ هغه دروازه چې له هغې وروسته سیاست له قانون څخه مخکې شو
د ۱۹۷۳ کال کودتا د افغانستان د معاصر بحران له مهمو تاریخي پړاوونو څخه ده. محمد داود خان سلطنت پای ته ورساوه او جمهوریت یې اعلان کړ. د هغه حکومت د مرکزي دولت، عصري کولو او اقتصادي پرمختګ هڅې درلودې؛ خو په عین حال کې د سیاسي مشارکت محدودول او د واک تمرکز هم د نظام له مهمو ځانګړنو څخه وو.
تاریخ دلته موږ ته یوه مهمه پوښتنه راولاړوي:
ایا د نظام بدلون باید د کودتا له لارې شوی وای؟
که اصلاحات د قانوني سیاست، پارلمان، ګوندونو، آزادو رسنیو او تدریجي بدلون له لارې پرمخ تللي وای، ښايي د راتلونکو بحرانونو ځینې دروازې تړلې پاتې شوې وای.
خو د سلطنت دوره هم له نیمګړتیاوو خالي نه وه.
له همدې امله تاریخ باید نه سلطنت مقدس کړي او نه جمهوریت.
تاریخ د نظامونو عبادت نه کوي؛ تاریخ د پایلو ارزونه کوي.
۶ ـ ۱۹۷۸؛ کله چې ایدیولوژي د ټولنې پر ځای د ټولنې د جوړولو هڅه وکړه
د ۱۹۷۸ ثور کودتا افغانستان د یوه ژور ایدیولوژیک بدلون پر لور بوت.
د خلق او پرچم له واک ته رسېدو وروسته یو شمېر اصلاحات په چټک او جبري ډول وړاندې رامنځ ته او پلی شول. د دولت او ټولنې ترمنځ واټن پراخ شو او د مقاومت لمنه وغځېده.
دلته د تاریخ یو لوی درس پروت دی:
هیڅ ایدیولوژي، که هر څومره د عدالت او پرمختګ دعوه ولري، د ټولنې له تاریخي، فرهنګي او ټولنیز جوړښت څخه په بشپړ بېلتون کې نه شي تطبیقېدای.
په ۱۹۷۹ کال کې شوروي اتحاد افغانستان ته مستقیم په نظامي ډول داخل شو او د حفیظ الله امین حکومت یې نسکور کړ. له دې سره افغانستان د یوې داخلي سیاسي شخړې له کچې څخه د نړیوالې جیوپولیټیکې جګړې زړه نه ننوت.
۷ ـ شوروي یرغل؛ افغانستان د نړیوالې سړې جګړې په مرکز کې
د شوروي نظامي مداخله د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې یوه ستره تاریخي فاجعه وه.
خو د دې جګړې بل اړخ هم باید هېر نه شي.
افغانستان یوازې د شوروي او افغان حکومت ترمنځ د جګړې میدان نه و. د سړې جګړې نړیوال قدرتونه په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته داخل شول.
امریکا، پاکستان، سعودي عربستان، چین او نورو د شوروي ضد مجاهدینو ملاتړ وکړ. د پاکستان استخباراتي جوړښت د مرستو په انتقال کې مهم رول درلود.
په دې توګه افغانستان د دوو لویو قدرتونو د مستقیمې جګړې پر ځای د نیابتي جګړې په پراخ میدان بدل شو.
دلته د افغانستان د معاصر تاریخ یوه تلپاتې قاعده راڅرګندېږي:
کله چې لوی قدرتونه په کمزوري دولت کې سیالي وکړي، جګړه د دولت له پولو نه لویه او د خلکو له وس نه درنه شي.
۸ ـ پاکستان؛ د ګاونډیتوب، امنیت او ستراتیژیک عمق ترمنځ
پاکستان د افغانستان په وروستي تاریخ کې له تر ټولو اغېزمنو بهرنیو لوبغاړو څخه دی.
د پاکستان د افغانستان سیاست یوازې مذهبي نه و. هند، د ډیورنډ کرښه، سرحدي امنیت او په افغانستان کې ستراتیژیک عمق د هغه د سیاست مهم عناصر وو.
د جهاد په دوره کې د مجاهدینو د ملاتړ د انتقال مرکز په توګه د پاکستان رول مهم و. وروسته د طالبانو په راڅرګندېدو او پیاوړتیا کې هم د پاکستان د سیاسي او استخباراتي ملاتړ موضوع د ګڼو څېړنو برخه شوه.
خو د تاریخ انصاف غواړي چې بل اړخ هم ووینو:
پاکستان د افغانستان له داخلي کمزوریو استفاده وکړه؛ هغه کمزورۍ یې له صفره نه وې جوړې کړې.
که افغانستان دننه قوي دولت، قانوني سیاست او پراخ ملي تړون درلودای، بهرنی نفوذ به یې ډېر محدود وای.
نو د پاکستان د مسؤولیت یادونه باید د افغان مسؤولیت د حذفولو وسیله نه شي.
۹ ـ ایران، عربي نړۍ او د بهرني سیاست پیچلتیا
ایران هم په افغانستان کې یوازې مذهبي یا بشري لوبغاړی نه و. سرحدي امنیت، اوبه، سوداګري، مذهبي اړیکې، د هزاره شیعه ټولنې اړیکې، د طالبانو پر وړاندې سیاست او د امریکا پر وړاندې سیمهییزه سیالي د ایران د افغانستان د سیاست په بېلابېلو پړاوونو کې اهمیت درلود.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې ایران د طالبانو مخالفو ډلو سره اړیکې لرلې؛ وروسته د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې د طالبانو د ماتولو او د نوي نظام د جوړېدو په برخه کې د امریکا او ایران ځینې مشترکې ګټې هم موجودې وې.
له دې څخه یو مهم درس اخیستل کېږي:
دولتونه تل دوست او دښمن نه وي؛ دولتونه ګټې لري.
په نړیوال سیاست کې دایمي دوستي کمه او دایمي ګټه ډېره ده.
همدارنګه سعودي عربستان او ځینو نورو عربي هېوادونو د شوروي ضد جهاد په مالي، مذهبي او سیاسي ملاتړ کې ونډه لرله.
خو باید د افغان مقاومت او نړیوال جهادي اسلامیزم ترمنځ روښانه توپیر وساتل شي.
افغان مقاومت د اشغال پر وړاندې د افغانانو له مبارزې سره تړاو درلود؛ خو وروسته افغانستان د نړیوالو جهادي شبکو لپاره هم د فعالیت په مرکز بدل شو او القاعده په همدې چاپېریال کې وده وکړه.
دا د افغانستان لپاره یوه له تر ټولو درنو تاریخي تجربو څخه وه: هغه جګړه چې د یوه هېواد د آزادۍ په نوم پیل شوې وه، د نړیوالو شبکو د جګړې له میدان سره وتړل شوه.
۱۰ ـ مجاهدین؛ د مقاومت اتلان، خو د دولت جوړونې ناکامه تجربه
مجاهدین د شوروي اشغال پر وړاندې د مقاومت په تاریخ کې مهم ځای لري.
خو تاریخ یوازې د جګړې تر پای پورې نه وي.
کله چې شوروي ووت، پوښتنه بدله شوه:
ایا هغه ځواکونه چې د جګړې لپاره یې وړتیا لرله، د دولت جوړولو لپاره هم هماغه وړتیا لري؟
د نجیب الله حکومت له سقوط وروسته په ۱۹۹۲ کال کې کابل د قدرت د سیالیو په میدان بدل شو. ښار د بېلابېلو ډلو د جګړو، بې توپیره بریدونو، ملکي تلفاتو، لوټ او ویجاړۍ شاهد شو.
له همدې ځایه د تاریخ یو سخت خو ضروري اصل څرګند شو:
د یوه اشغال پر وړاندې مقاومت، د خپل ملت پر وړاندې د هرې کړنې لپاره سپین چک نه دی.
یو انسان یا یوه ډله د تاریخ په یوه فصل کې د مقاومت سمبول کېدای شي، خو په بل فصل کې د سختو سیاسي یا بشري مسؤولیتونو سره مخامخ شي.
تاریخ باید دواړه فصلونه یو ځای ولولي.
۱۱ ـ مسعود او حکمتیار؛ ولې تاریخ باید له مطلقو قضاوتونو ډډه وکړي؟
احمدشاه مسعود د افغانستان له اغېزمنو او متنازع سیاسي ـ نظامي شخصیتونو څخه دی. پلویان یې د شوروي ضد مقاومت ستر قوماندان او ملي اتل ګڼي؛ منتقدان یې د کورنۍ جګړې، قومي سیاست، کابل د جګړو او بهرنیو اړیکو په اړه پوښتنې مطرح کوي.
د علمي تاریخ دنده نه دا ده چې د پلویانو روایت بې له پوښتنې ومني او نه دا چې د مخالفانو تورونه د قطعي حقیقت په توګه وړاندې کړي.
همدا اصل د ګلبدین حکمتیار په اړه هم صدق کوي.
حکمتیار د شوروي ضد جهاد له مهمو مشرانو څخه و؛ خو د کابل د کورنۍ جګړې پر مهال د هغه د ځواکونو د راکټي او توپچي بریدونو په اړه جدي اسناد او مسؤولیتونه مطرح شوي دي.
له همدې امله:
تاریخ شخصیت نه سپینوي؛ تاریخ عمل ارزوي.
او تر دې هم مهم:
د یوه انسان یوه تاریخي لاسته راوړنه د هغه د نورو کړنو د ارزونې مخه نه شي نیولای.
که اتل نقد نه شي، هغه اتل نه، بلکې افسانه کېږي.
۱۲ ـ طالبان؛ د داخلي بحران او بهرني ستراتیژیک ملاتړ ګډ محصول
طالبان یوازې د پاکستان نوم نه و؛ خو یوازې د افغانستان د داخلي ټولنې محصول هم نه وو.
دوی د کورنۍ جګړې له ستړیا، د امنیت له غوښتنې، دیني شبکو، افغان کډوالو، پخوانیو مجاهدینو او سیمهییزو شرایطو څخه را وټوکېدل.
په عین حال کې د پاکستان ملاتړ د دوی د پراختیا په بهیر کې مهم و.
نو طالبان باید د یوه ساده فورمول له لارې تعریف نه شي.
طالبان د افغانستان د داخلي بحران او د سیمې د ستراتیژیکو سیاستونو په تقاطع کې راڅرګند شول.
خو د امنیت غوښتنه د عدالت بدیل نه ده.
که یو نظام امنیت راولي، خو قانون، حساب ورکونه، سیاسي مشارکت او د انسان کرامت کمزوری کړي، تاریخ یې باید د دواړو اړخونو ارزونه وکړي.
۱۳ ـ ۲۰۰۱؛ د امید، دولت جوړونې او نړیوالې مداخلې نوی فصل
د ۲۰۰۱کال سپټمبر له ۱۱ وروسته امریکا افغانستان ته راغله، طالبان له واکه وغورځول شول او د افغانستان لپاره نوی سیاسي فصل پیل شو.
په راتلونکو کلونو کې مهم بدلونونه رامنځته شول:
- نوی اساسي قانون؛
- انتخابات؛
- د دولت بیا جوړونه؛
- د ښوونې پراختیا؛
- د رسنیو پراخېدل؛
- د ښځو د عامه حضور زیاتېدل؛
- روغتیا او زیربناوې؛
- او د میلیونونو ماشومانو د ښوونځي پر لور تګ.
دا پرمختګونه باید د تاریخ له حافظې حذف نه شي.
خو د دې دورې بل مخ هم موجود و:
فساد، زورواکي، قومي سهمیهبندي، د جنګسالارانو بیا ادغام، د بهرنیو مرستو پر اقتصاد اتکا، نشهيي توکي، کمزوری عدالت او د دولت او ولس ترمنځ واټن.
دلته د جمهوریت ستره ستونزه دا نه وه چې ولسواکي (دیموکراسي) بده وه.
ستونزه دا وه چې:
ولسواکي (دیموکراسي) کمزورې وه، او ډېر وخت شخصي شبکو د مؤسسو ځای نیولی و.
۱۴ ـ امریکا ولې افغانستان «ونه ګاټه»؟
دا پوښتنه له لومړي سره دقیق تعریف غواړي.
د امریکا لومړنۍ موخه په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې له منځه وړل او د افغانستان د خاورې د نړیوال ترهګرۍ د خوندي پناه ځای په توګه د کارېدو مخنیوی و.
وروسته اهداف پراخ او بدل شول: دولت جوړونه، امنیت، دیموکراسي، د ښځو حقوق او د ترهګرۍ ضد اوږده جګړه.
خو د دغو موخو ترمنځ تل بشپړ انسجام موجود نه و.
یو له سترو تضادونو څخه دا و چې نړیواله ټولنه د دولت جوړولو هڅه کوله، خو په عین وخت کې یې له هغو سیمهییزو او سیاسي شبکو سره هم معامله کوله چې د شخصي قدرت او زورواکو پر بنسټ ولاړې وې.
په دې توګه د دولت جوړونې پروژه له یوه بنسټیز تناقض سره مخ شوه:
د دولت د جوړولو لپاره کله ناکله له هغو لوبغاړو سره کار وشو چې د قوي دولت له منطق سره په مطلق ټکر کې وو.
۱۵ ـ ۲۰۲۱؛ د یوه ولسمشر نه، د یوه دولت سقوط
د ۲۰۲۱ کال د اګست پېښه یوازې په دې جمله نه شي تشریح کېدای چې:
«امریکا ووتله، طالبان راغلل.»
دا نیم حقیقت دی.
د سقوط تر شا څو نور او ستر عوامل سره یو ځای شول:
- کمزوری سیاسي مشروعیت؛
- فساد؛
- د حکومت او ولس ترمنځ واټن؛
- ژور سیاسي اختلاف؛
- د سولې ناکامه پروسه؛
- د طالبانو دوامداره جګړه؛
- سیمهییز ملاتړ؛
- د امریکا د وتلو پرېکړه؛
- پر بهرني لوژستیکي او نظامي ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو زیاته اتکا؛
- او د سیاسي مشرانو ترمنځ ژور اختلاف.
نو ۲۰۲۱ یوازې د یوه ولسمشر ماتې نه وه.
دا د یوه دولت د بنسټونو د کمزورۍ وروستۍ پایله وه.
کله چې دولت له خلکو، قانون، اقتصاد، پوځ او مشروعیت سره خپل عضوي تړاو له لاسه ورکړي، د بهرني ملاتړ له پای سره یې د سقوط خطر ډېرېږي.
۱۶ ـ د دې پنځوس کلنې فاجعې مسؤول څوک دی؟
که تاریخ ته یوازې یو نوم ورکړو، تاریخ به موږ تیر باسي.
مسؤولیت څو پوړونه لري.
لومړی ـ بهرني اشغال او مداخلې
شوروي یرغل د شوروي مسؤولیت و.
د نورو دولتونو نیابتي سیاستونه هم د هغوی خپل مسؤولیت لري.
دویم ـ بهرني ستراتیژیک لوبغاړي
هغه دولتونه چې افغان ډلې یې تجهیزولې، تمویلولې یا یې د خپلو سیمهییزو اهدافو لپاره کارولې، د جګړې د اوږدېدو مسؤولیت لري.
درېیم ـ افغان سیاسي مشران
هغه افغان مشران چې د ملي مصالحې پر ځای یې شخصي یا ډلهییز واک غوره کړ، له مسؤولیت څخه نه شي تېرېدای.
څلورم ـ جنګي قوماندانان
هر هغه څوک چې د ملکي خلکو د وژنې، ښارونو د ویجاړۍ او د بشري حقونو د سرغړونو مسؤولیت لري، باید د تاریخ او قانون په وړاندې حساب ورکړي.
پنځم ـ فاسد دولتي اشخاص
هغه کسان چې د دولت امکانات یې شخصي شتمنۍ ته بدل کړل، د دولت د مشروعیت په کمزوري کولو کې شریک دي.
شپږم ـ زموږ ټولنیز او فکري فرهنګ
هغه فرهنګ چې «زما قوم» تر «زما وطن» لوړوي، د بحران یوه ژوره سرچینه ده.
له همدې امله د افغانستان تراژیدي یوازې د څو اشخاصو تراژیدي نه ده؛ دا د کمزورو بنسټونو او ناسمو سیاسي انتخابونو تراژیدي هم ده.
۱۷ ـ اصلي اتل څوک دی؟
که پوښتنه دا وي چې د افغانستان په وروستیو پنځوسو کلونو کې کوم یو شخصیت داسې دی چې ټول افغانان پرې د «بې شکه ملي اتل» په توګه علمي توافق ولري، ځواب یې اسانه نه دی.
داود خان د دولت جوړونې او ملي پالنې ځانګړنې لرلې، خو د واک د نیولو کودتا او د سیاسي مشارکت محدودول یې هم د نقد وړ دي.
نجیب الله د ملي مصالحې هڅې وکړې، خو د هغه نظام او امنیتي جوړښتونو مسؤولیتونه هم د تاریخ له بحثه نه شي ایستل کېدای.
مسعود د خپلې سیمې د مقاومت مهم شخص و، خو د کورنۍ جګړې، د کابل د جګړو مسؤولیتونه او نورو پړاوونو په اړه یې تاریخي بحثونه شته.
حکمتیار د شوروي ضد جګړې مهم مشر و، خو د کابل د جګړو مسؤولیتونه یې د اتلولۍ تصویر پیچلی کوي.
طالبانو د بهرني حضور پر وړاندې جګړه کړې، خو د واکمنۍ د حقوقي، سیاسي او بشري اړخونو په اړه جدي بحثونه موجود دي.
له همدې امله شاید تر ټولو سالمه پایله دا وي:
موږ باید د یوه فرد د مطلق تقدیس پر ځای د هغو ارزښتونو اتلولي ومنو چې ملت پرې ژوندی پاتې کېږي.
۱۸ ـ شاید اصلي اتل «افغان ولس» وي
د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستره تراژیدي دا ده چې ډېر وخت د هغو خلکو نوم هېر شوی چې د جګړو اصلي قربانیان وو.
هغه بزګر چې د جګړې تر منځ یې کرونده وکرله.
هغه ښوونکی چې د وېرې او جنګ جګړو په سیوری کې یې ماشومانو ته د لیک لوست درس ورکړ.
هغه مور چې د جګړې په منځ یې اولاد لوی کړ.
هغه ډاکټر چې له امکاناتو پرته یې د ټپیانو درملنه وکړه.
هغه مزدور چې له وران ښار څخه یې د ژوند لپاره یوه لاره پیدا کړه.
هغه میلیونونه افغانان چې نه یې ملیشه لرله، نه یې توپک غوښت، نه یې د واک ماڼۍ لرله؛ خو د جګړې قیمت یې په وینو، کډوالۍ، فقر او یتیمۍ ورکړ.
د تاریخ تر ټولو خاموش قهرمانان همدا عادي افغانان دي.
هغوی چې ژوند یې وساته، کرنه یې وساتله، کورنۍ یې وساتلې، ژبه یې وساتله او د جګړې له ټولو موسمونو سره سره یې د افغانستان د پاتې کېدو امکان او یووالی وساته او یواځې افغانان پاتې شول.
۱۹ ـ د ملي یووالي دښمن څوک دی؟
ملي یووالی دا نه دی چې ټول افغانان یو شان فکر وکړي.
یووالی د فکر یو رنګوالی نه دی؛
یووالی د ګډ وطن پر سر د ګډ تړون نوم دی.
افغانستان هغه وخت متحد دی چې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستانی، پشهیي، سکهـ او هندو… او د دې خاورې هر بل وګړی احساس وکړي چې دا وطن د ده هم دی.
د ملي یووالي دښمن هغه دی چې:
- قوم د وطن بدیل کړي؛
- ژبه د تابعیت معیار وګرځوي؛
- مذهب د سیاسي تصفیې وسیله کړي؛
- سیمه د دولت پر ځای حاکمه کړي؛
- بهرنی ملاتړ د داخلي افغان دښمن پر وړاندې استعمال کړي؛
- او د ګډ افغان هویت پر ځای د «موږ» او «هغوی» دیوالونه لوړ کړي.
ملي یووالی د کوم قوم ملکیت نه دی.
نه د پښتنو، نه د تاجکو، نه د هزارهوو، نه د ازبکو او نه د بل قوم.
افغانستان هغه وخت افغانستان دی چې هر افغان پکې د بل افغان د وطن حق ومني.
۲۰ ـ د تېرو پنځوسو کلونو لس ستر درسونه
۱. هېڅ بهرنی قدرت افغانستان د افغانانو لپاره نه ژغوري.
هر دولت لومړی خپلې ګټې لري.
۲. له بهرني دولت سره اړیکه په خپله خیانت نه دی.
خیانت هغه وخت دی چې ملي ګټه قصداً د بهرني ګټې قرباني شي.
۳. جګړه او دولت جوړونه دوه بېلابېل مهارتونه دي.
ښه جنګیالی لازماً ښه دولتدار نه وي.
۴. قوماندان دولت نه دی.
کله چې دولت د یوه شخص یا ډلې شخصي ملکیت شي، دولت له منځه ځي.
۵. امنیت پرته له عدالت څخه دوام نه کوي.
ویره نظم جوړولای شي؛ مشروعیت نه شي جوړولای.
۶. تعلیم د افغانستان تر ټولو ستره اوږدمهاله ستراتیژیکه وسیله ده.
هغه نسل چې فکر کول زده کړي، د افراطیت لپاره لږ ځمکه تنګیږي.
۷. اقتصادي خپلواکي د سیاسي خپلواکۍ بنسټ دی.
هغه هېواد چې اقتصاد یې په جګړه، قاچاق او دایمي بهرنیو مرستو ولاړ وي، سیاسي استقلال یې هم کمزوری وي.
۸. تاریخ باید د ټولو قربانیانو لپاره یو شان عدالت ولري.
د یوه قوم مړینه باید د بل قوم له مړینې کمه ونه ګڼل شي.
۹. نه درناوی تاریخ دی او نه سپکاوی.
شخصیتونه باید د خپلو ټولو تاریخي فصلونو له مخې وارزول شي.
۱۰. افغانستان باید له نیابتي سیاست څخه ووځي.
له نړۍ سره اړیکه ضرور ده؛ د نړۍ د قدرتونو وسیله کېدل نه.
۲۱ ـ د راتلونکي افغانستان لپاره پنځه تاریخي قراردادونه
که افغانستان غواړي راتلونکې پنځوس کلنه دوره د تېرو پنځوسو کلونو تکرار نه وي، یوازې نوې ویناوې بسنه نه کوي؛ نوي ملي قراردادونه پکار دي.
لومړی ـ د ملي هویت قرارداد
هر افغان باید لومړی د افغانستان د ګډ وطن تبعه وي، بیا د قوم، ژبې، سیمې او مذهب غړی.
دویم ـ د واک قرارداد
هیڅ ډله باید د ټوپک له لارې دایمي واک ونه اخلي.
واک باید د قانون له لارې راشي او د قانون له لارې انتقال شي.
درېیم ـ د بهرني سیاست قرارداد
افغانستان باید له ټولو سره اړیکې ولري، خو د هیچا وسیله نه وي.
نه د امریکا تابع،
نه د پاکستان ستراتیژیک عمق،
نه د ایران امنیتي ساحه،
نه د روسیې جیوپولیټیک ډال،
نه د چین اقتصادي سیمه،
او نه د کوم بل قدرت د مذهبي، امنیتي یا ستراتیژیکې جګړې میدان.
افغانستان باید له نړۍ سره شریک وي، خو د هیچا ملکیت نه وي.
څلورم ـ د عدالت قرارداد
د تېرو جګړو جنایتونه باید ثبت شي.
نه د انتقام لپاره؛
بلکې د دې لپاره چې قرباني هېر نه شي او جنایت د راتلونکي لپاره عادي ونه ګرځي.
پنځم ـ د تعلیم قرارداد
که د راتلونکې جګړې د مخنیوي لپاره یوه اوږدمهاله وسله انتخابوو، هغه باید ښوونځی وي.
ښوونځی د افغانستان د راتلونکي تر ټولو ارزانه امنیتي پروژه ده.
۲۲ ـ افغانستان باید د «نجات ورکوونکي» پر ځای بنسټونه جوړ کړي
د افغانستان په سیاسي فرهنګ کې یوه تکراري تمه دا ده چې یو «ستر مشر» به راشي او هېواد به وژغوري.
خو تاریخ موږ ته بل څه وایي.
هیڅ فرد د یوه ملت د راتلونکي ضمانت نه شي کېدای.
نه داود خان.
نه نجیب.
نه حکمتیار.
نه مسعود.
نه کرزی.
نه غني.
نه ملا عمر.
او نه بل څوک.
ملتونه د اشخاصو په زور نه، د قانون، بنسټونو، عدالت، تعلیم او ملي توافق په زور دوام کوي.
افغانستان هغه وخت ژغورل کېږي چې:
قانون له شخص څخه لوړ شي؛
ملت له قوم څخه لوړ شي؛
دولت له ډلې څخه لوړ شي؛
ملي ګټه له شخصي واک څخه لوړه شي؛
او افغانستان خپل مستقل تصمیم پخپله ونیسي.
وروستی تاریخي حکم
که د تېرو پنځوسو کلونو لپاره یوه جمله د تاریخ د محکمې د حکم په توګه ولیکو، ښايي داسې وي:
افغانستان یوازې د پردیو له لاسه نه دی وران شوی؛ افغانستان هغه وخت ډېر ژور وران شو چې بهرنیو قدرتونو د افغانانو له داخلي اختلافونو څخه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کار واخیست او افغان سیاسي او نظامي مشرانو هم په بېلابېلو پړاوونو کې د ملي دولت پر ځای شخصي، قومي، ایدیولوژیک او ډلهییز قدرت ته لومړیتوب ورکړ.
خو دا حکم باید د یوه بل اصل تر څنګ ولوستل شي:
د یوه قوم ټول خلک د څو مشرانو د کړنو مسؤول نه دي، لکه څنګه چې د یوه مشر ټولې کړنې د هغه د قوم د میلیونونو وګړو اخلاقي مسؤلیت نه شي کېدای.
تاریخي عدالت له قومي انتقام سره توپیر لري.
که یو فرد جرم کړی وي، فرد باید مسؤول وي؛
که یوې ادارې جرم کړې وي، اداره باید وڅېړل شي؛
که یوه ستراتیژي فاجعه رامنځته کړې وي، ستراتیژي باید نقد شي؛
خو د یوه فرد ګناه باید د یوه قوم پر غاړه ونه اچول شي.
د «ملي اتل» وروستی تعریف
ملي اتل هغه نه دی چې یوازې یې له پرديو سره جګړه کړې وي؛ ملي اتل هغه دی چې د افغانستان د حاکمیت، د افغان انسان د ژوند، د قانون، عدالت، ملي یووالي او د راتلونکو نسلونو د آزاد او باعزته ژوند لپاره یې مبارزه کړې وي.
د «ملي خاین» وروستی تعریف
ملي خاین هغه څوک دی چې په پوهه او قصد سره د خپل شخصي یا ډلهییز واک لپاره د افغانستان ملي حاکمیت، ملي یووالی او د افغانانو ژوند د بهرني قدرت د ګټې تابع کړي.
د «پردي جاسوس» وروستی تعریف
هیڅوک یوازې د سیاسي تور له مخې جاسوس نه شي بلل کېدای؛ جاسوسي سند غواړي.
د «ملي یووالي دښمن» وروستی تعریف
هغه څوک د ملي یووالي دښمن دی چې افغانان د ګډ وطن د اتباعو پر ځای د قومي، مذهبي، ژبني یا سیاسي دښمنانو په توګه تعریفوي.
وروستۍ خو د کار خبره
افغانستان د اتلانو له کمښت څخه نه دی مات شوی.
د افغانستان د ماتېدنې ریښه په کمزورو دولتي بنسټونو، نیمګړي عدالت، بېاغېزې قانونواکۍ، ناتکمیل ملي تفاهم او نیمګړې ستراتیژیکې خپلواکۍ کې پرته ده.
موږ که بیا هم د یوه نوي نجات ورکوونکي په انتظار کې شو، ښايي پنځوس کاله وروسته زموږ اولادونه همدا پوښتنه تکرار کړي:
ولې افغانستان بیا ونه ژغورل شو؟
خو که موږ داسې افغانستان جوړ کړو چې قانون پکې اتل وي؛
عدالت پکې اتل وي؛
ښوونه پکې اتله وي؛
د انسان کرامت پکې اتل وي؛
ملي یووالی پکې اتل وي؛
او د افغانستان خپلواک تصمیم پکې اتل وي؛
نو بیا به د یوه قوم لپاره د «ملي اتل» د پیدا کولو جګړه هم پای ته رسېږي.
ځکه هغه وخت به موږ یو داسې ملت ولرو چې د خپل نجات لپاره د یوه فرد انتظار نه کوي.
هغه وخت به افغانستان پخپله خپل اتل وي.
د تاریخ، حافظې او تاریخي عدالت په اړه
تاریخ یوازې د تېر وخت د پېښو ثبت نه دی؛ بلکې د یوه ملت د فکري شعور، ګډې حافظې او سیاسي راتلونکي له بنسټیزو سرچینو څخه دی. له همدې امله، له تاریخ سره زموږ چلند یوازې د تېر په اړه قضاوت نه، بلکې له خپل حال او راتلونکي سره زموږ د اړیکې څرنګوالی هم ټاکي.
تاریخ هغه مهال خپل علمي او اخلاقي رسالت له لاسه ورکوي چې د حقیقت د موندنې پر ځای د سیاسي مصلحت، شخصي تقدیس، قومي تعصب یا انتقام وسیله وګرځي. په داسې حالت کې تاریخي روایت د پېښو د درک پر ځای د پخوانیو شخړو د دوام په خدمت کې درېږي. له همدې کبله، د تاریخ علم له لیکوال څخه علمي امانتداري، انتقادي عقل، د شواهدو رعایت او د پېښو د زماني او ټولنیز سیاق درک غواړي.
تاریخي عدالت هم د تېرو نسلونو د بیا محاکمې په معنا نه دی؛ بلکې د دې هڅه ده چې تاریخي پېښې، قدرتي جوړښتونه، پرېکړې او د هغو پایلې د شواهدو او عادلانه تحلیل پر بنسټ وڅېړل شي. موخه یې د غچ دوام نه، بلکې د حقیقت روښانول او د هغو تجربو درک کول دي چې راتلونکي نسلونه ترې د تکرار د مخنیوي لپاره زدهکړه کولای شي.
ملي حافظه د همدې تاریخي درک یوه مهمه برخه ده. که حافظه د یوې ډلې، یوه سیاسي روایت یا قومي تعبیر تر ولکې لاندې راشي، د ګډ هویت پر ځای د وېش سرچینه ګرځي. د ملي حافظې رغونه له همدې امله د دې غوښتنه کوي چې بېلابېل تاریخي روایتونه د شواهدو پر تله وکتل شي او تېر وخت نه په تقدیس او نه په تقبیح، بلکې په علمي نقد او تاریخي انصاف وپېژندل شي.
د دې مقالې موخه هم د هېڅ افغان د سپکاوي، تقدیس، تبرئې یا محکومولو هڅه نه ده؛ او نه غواړي تاریخي پېښې د قومي، ژبني، مذهبي یا سیاسي وېشونو په ساده قالبونو کې راونغاړي. اساسي موخه دا ده چې تاریخ له انتقام څخه راوباسي، له تعصب او بېځایه ستاینې څخه یې وساتي، او د ملي حافظې، تاریخي عدالت او راتلونکي دولتجوړونې د علمي بنسټ په توګه یې وکاروي.
دولتجوړونه یوازې د ادارو او قوانینو رامنځته کول نه دي؛ بلکې د ګډ تاریخي شعور، متقابل باور او عدالت ته د یوه نسبي ګډ تصور غوښتنه هم کوي. هغه ټولنه چې له خپل تېر سره په صداقت او علمي زغم مخامخ کېدل زده کړي، کولای شي له بریاوو څخه تجربه، له ناکامیو څخه عبرت، له ظلمونو څخه د عدالت درس او له شخړو څخه د ګډ ژوند حکمت ترلاسه کړي.
په دې معنا، د تاریخ بیاکتنه د تېر وخت د بدلولو هڅه نه ده؛ له تېر وخت سره د خپل فکري او اخلاقي نسبت د سمولو هڅه ده. موږ پرون نه شو بدلولای، خو کولای شو د پرون له تجربو څخه د سبا لپاره داسې بصیرت جوړ کړو چې د تېرو شخړو او تېروتنو تکرار راکم کړي.
نو تاریخ باید نه د چا د سپیناوي محکمه وي او نه د چا د محکومولو وسیله؛ بلکې د حقیقت د موندنې، د حافظې د رغونې، د عدالت د تأمل او د راتلونکي د مسؤولانه جوړونې علمي ډګر وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.