افغانستان: د ټولو افغانانو وطن او د ټولو راتلونکی

محمد طارق بزګر

84

زه له افغانستان سره مینه لرم؛ د دې امله نه  چې دا بې زخمه، ښکلې خاوره او سیمه ده، بلکې له دې امله چې له ټولو ټپونو، بدرنګیو او ښکلاوو سره سره، زما هېواد دی.

وطن یوازې هغه کرښه نه ده چې پر نقشه کښل شوي وي؛

وطن هغه ځمکه نه ده چې یوازې پر هغې قدم ږدو؛
وطن هغه معنا ده چې تاریخ یې د انسان په حافظه او وجدان کې پرېږدي.

نقشه د وطن حدود ټاکي؛
خو انسان وطن ته معنا ورکوي.

غرونه، سیندونه، دښتې او ښارونه د وطن جسم دی؛
تاریخ یې حافظه ده؛ او خلک یې روح دي.

له همدې امله، زما له افغانستان سره مینه تر خاورې وړاندې د انسان مینه ده؛ د هغو خلکو مینه چې په دې خاوره کې زېږېدلي، ژوند یې کړی، رنځېدلي، جګړې یې لیدلې، بیا یې جوړ کړي او د سبا هیله یې ژوندۍ،  او له هرې تیارې وروسته یې د سبا لپاره یوه کوچنۍ رڼا ساتلې ده.

وطن هغه وخت ریښتینی وطن دی چې انسان پکې یوازې اوسېدونکی نه، بلکې باکرامته انسان وي.

له همدې امله زه داسې افغانستان نه غواړم چې یوازې زما د زېږېدو ځای وي.

زه داسې وطن غواړم چې انسان پکې له خپل زېږون سره مجرم نه، بلکې له خپل انسانیت سره محترم وي.

رښتینې مینه د وطن نیمګړتیاوې نه پټوي؛
رښتینې مینه هغه جرئت دی چې د وطن زخم په نښه کوي، نه دا چې پر زخم پرده واچوي.

افغانستان د ټولو وطن دی

افغانستان د یوه قوم، یوې ژبې، یوې سیمې یا یوې ډلې ملکیت نه دی.

افغانستان د ټولو هغو انسانانو ګډ کور دی چې له دې خاورې سره یې ژوند، تاریخ، تېر، اوس او راتلونکي تړلي دي.

هیڅ قوم په یوازې ځان افغانستان نه دی؛
او د هېڅ قوم په حذفولو افغانستان بشپړېدای نه شي.

پښتانه، تاجکان، هزاره‌ګان، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستانیان، پشه‌یان او د دې وطن نور قومونه او اوسېدونکي د یوه ګډ تاریخ بېلابېل فصلونه دي.

ژبې مو بېلابېلې دي، کلتورونه مو رنګارنګ دي او تاریخي خاطرې مو یو شان نه دي؛ خو دا توپیرونه باید د ګډ ژوند خنډ نه شي.

د ملت قوت په یو رنګوالي کې نه، بلکې په دې کې دی چې بېلابېل انسانان د ګډ وطن تر چتر لاندې یو بل ومني.

زه خپل قوم او خپله ژبه خوښوم؛ خو دا مینه ما د بل قوم او بلې ژبې له درناوي نه راګرځوي.

هویت باید انسان ته ریښه ورکړي، نه زندان.

انسان او کرامت

د سیاست تر ټولو خطرناکه تېروتنه هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان د یوې ډلې په نوم په کې ورک شي.

زما لپاره تر هر نوم لوړ ارزښت انساني کرامت دی.

نه قوم.
نه مقام.
نه شتمني.
نه نسب.
نه قدرت.

بلکې کرامت.

زه د افغان وطن د کارګر د لاسونوپه تڼاکو، د بزګر په خولو، د ښوونکي په قلم، د ډاکټر په پوهه، د مور په زغم او د ځوان په هڅه کې د افغانستان ریښتینی قوت وینم.

ملتونه یوازې په جګړو نه جوړېږي؛ په هغو انسانانو جوړېږي چې ژوند، پوهه او عزت رامنځته کوي.

پوهه، تعلیم، کار، روغتیا، عدالت او انساني کرامت د یوه سالم ملت بنسټونه دي.

عدالت؛ د وطن‌پالنې معیار

د خپل وطن سره مینه د حقیقت له پامه غورځولو جواز نه دی.

که خاین زما له قومه وي، خاین دی.

که ظالم زما نږدې کس وي، ظلم بیا هم ظلم دی.

که فاسد زما د ډلې غړی وي، خپل قوم به د هغه سپر نه ګرځوم.

او که مظلوم له بل قومه وي، د هغه درد به زما له وجدان څخه بهر نه وي.

زه د خپل لپاره ځانګړی عدالت نه غواړم؛ بلکه د ټولو له پاره برابر او یوشان عدالت غواړم.

د یوه فرد جرم د یوه قوم جرم نه دی؛ لکه څنګه چې د یوه فرد اتلولي د ټول قوم د مالکیت سند نه شي کېدای.

انسان باید د خپل عمل له مخې وپېژندل شي، نه د خپلې پېژند پاڼې له مخې.

کله چې عدالت د قوم، ژبې او تړاو تابع شي، عدالت خپله معنا له لاسه ورکوي او تعصب د قانون ځای نیسي.

د مرګ پر ځای د ژوند افغانستان

افغانستان د لسیزو جګړو له امله ډېر څه له لاسه ورکړي دي.

نسلونه د جګړې په سیوري کې لوی شول؛ ماشومانو د سولې پر ځای د مرمیو غږ وپېژاند؛ میندو خپل اولادونه له لاسه ورکړل؛ ډیرې پېغلې کونډې شوې، او ډېرو ځوانانو خپله راتلونکی او ژوند د کډوالۍ په لارو کې له لاسه ورکړ.

خو جګړه د افغانستان تقدیر نه دی.

هیڅ ملت د خپل تاریخ د تر ټولو بد فصل په تکرار محکوم نه دی.

زه داسې افغانستان غواړم چې د اتلولۍ معیار پکې د مرګ شمېر نه، بلکې د ژوند جوړول وي.

اتل ښوونکی وي چې د یوه ماشوم راتلونکی بدلوي؛
اتل هغه ډاکټر وي چې ژوند ژغوري؛
اتله هغه مور وي چې د سبا هیله روزي؛
اتل ځوان وي چې د ناامیدۍ پر ځای کار انتخابوي؛

اتله هغه پیغله وي چې د ټولو ناخوالو سره د روښاه راتلونکې له پاره د اُمید ډېوه بله ساتي
او اتل هغه انسان وي چې د کرکې پر ځای د جوړولو لاره غوره کوي.

د وطن تر ټولو ستره دفاع د هغه د انسانانو ژوند، عزت او راتلونکی ژغورل دي.

تاریخ؛ د راتلونکي لپاره درس

موږ له خپل تېر څخه نه شو تښتېدلی؛ خو د هغه بندیان هم نه یو.

تاریخ باید زموږ حافظه وي، څو تېروتنې تکرار نه کړو؛ او هم باید د راتلونکو نسلونو پر غاړه د غچ (انتقام) بار هم نه شي.

تېر وخت باید د راتلونکي لپاره درس وي، نه دښمني.

که هر نسل د تېر نسل کرکه راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي، جګړه به د وسلو له چوپېدو وروسته هم په ذهنونو کې روانه وي.

نو باید دا کړۍ زموږ له نسله ماته شي.

راځئ له خپلې ژبې، له خپل قضاوت او له خپل چلند څخه یې پیل وکړو.

د بل انسان توپیر باید د دښمنۍ دلیل نه وي.

هغه افغانستان چې موږ یې باید جوړ کړو

زه د افغانستان ټولې ستونزې وینم: فقر، ورانۍ، بې کوري، مهاجرت، بې‌باوري، ناپوهي، جهالت او تعصب. خو د دې تر څنګ یو بل حقیقت هم وینم:

افغانستان لا پای ته نه دی رسېدلی.

تر هغه چې یو ماشوم د سبا خوب ویني، یو ښوونکی د پوهې څراغ بلوي، یوه مور د خپل اولاد لپاره دعا کوي او یو ځوان پر راتلونکي باور لري، د دې وطن د بیا رغېدو امکان شته.

زه پر هغه افغانستان باور لرم چې لا نه دی راغلی؛ خو راتللی شي.

داسې افغانستان چې پکې قوم هویت وي، نه زندان؛ ژبه پُل وي، نه دېوال؛ تاریخ درس وي، نه وسله؛ دین د اخلاقو سرچینه وي، نه د نفرت وسیله؛ او بیا هم دین د خدای لارښود وی، نه د خلکو د زورونې، ټکونې او محکومیت وسیله، قدرت خدمت وي، نه شخصي ملکیت؛ او قانون د زورور تابع نه، بلکې زورور د قانون تابع وي.

موږ داسې وطن غواړو چې تعلیم، کار، روغتیا، عدالت او امنیت پکې د امتیاز، احسان او ځانګړي لطف په توګه نه، بلکې د هر انسان د باعزته، آزاد او سالم ژوند د بنسټیزو حقونو په توګه وپېژندل شي؛ داسې ټولنه چې انسان ته د هغه د جنس، عمر، کورنۍ، شتمنۍ او ټولنیز موقف پر بنسټ نه، بلکې د هغه د انسانیت له مخې ارزښت ورکړل شي.

په داسې ټولنه کې نر او ښځه، هلک او جلۍ، ورور او خور، ښځه او مېړه، مور او پلار د یوې سکې دوه مخونه وي،

دوئ باید د انساني ټولنې د یوه بشپړ نظام دوه متقابل او همغږي کوونکي اړخونه وي؛ یو د بل سیالان نه، بلکې د یو بل بشپړوونکي؛ نه یو له بل کم او نه یو له بل لوړ. د دوی توپیرونه دې د انساني کرامت د کچې د توپیر په معنا نه وي، بلکې د ژوند د بېلابېلو ظرفیتونو، مسؤلیتونو او تجربو طبیعي تنوع دې وي.

رښتینی عدالت هغه وخت رامنځته کېږي چې برابري یوازې په شعار کې نه، بلکې په فرصت، قانون، تعلیم، کار، روغتیا، امنیت او تصمیم‌نیونه کې هم محسوسه شي.

ځکه انسان هغه وخت واقعاً آزاد وي چې نه د بل تابع وي او نه د بل غلام؛ نه د جنسیت له امله واکمن او نه محکوم، بلکې د خپل ذات، ارادې، عقل او کرامت خاوند وي.

او د لوی خدای له نظره د «اشرف المخلوقات» مقام د تسلط، استبداد او غلامۍ جواز نه دی؛ بلکې د عقل، اخلاقو، مسؤلیت، رحم او عدالت د بار معنا لري.

نو زموږ موخه باید داسې انساني تمدن وي چې په هغه کې د ښځې او سړي اړیکه د واک او تابعیت پر محور نه، بلکې د متقابل درناوي، مسؤلیت، همکارۍ او بشپړتیا پر بنسټ ولاړه وي؛ ځکه د انسان عظمت په دې کې نه دی چې پر بل انسان برلاسی شي، بلکې په دې کې دی چې له بل انسان سره په کرامت، عدالت او انسانیت ژوند وکړي.

که موږ رښتیا غواړو افغانستان له سره جوړ کړو، یوازې ښارونه او ودانۍ نه دي چې باید ورغول شي؛ د انسان او انسان تر منځ باور، د قانون او عدالت اړیکه، او د ملت د ګډ ژوند تصور هم باید ورغول شي.

هیڅ ماشوم باید یوازې د خپل زېږون له امله مجرم نه وي.

هیڅ انسان باید یوازې د خپل قوم، ژبې یا سیمې له امله پردی نه وي.

هیڅ خاین باید د قوم تر نوم لاندې پناه ونه مومي.

هیڅ مظلوم باید د خپل هویت له امله هېر نه شي.

او هېڅ ماشوم باید د بل ماشوم له کرکې سره لوی نه شي.

وطن شخصي ملکیت نه دی؛ امانت دی.

موږ یې مالکان نه یو؛ د یوه نسل لپاره یې ساتونکي یو او راتلونکو نسلونو ته یې سپارو.

له همدې امله، زموږ د نسل تاریخي مسؤولیت دا نه دی چې یوازې هغه افغانستان وساتو چې له تېر څخه موږ ته راپاتې دی؛

بلکې داسې افغانستان جوړ کړو چې راتلونکی نسل پکې د ژوند، زده کړې، کار، عزت او سولې امکان وویني.

یوه ورځ به له موږ څخه دا نه پوښتل کېږي چې وطن مو څنګه په میراث اخیستی و؛

پوښتنه به دا وي:

«له هغه امانت سره مو څه وکړل چې ستاسو لاسونو ته سپارل شوی و؟»

زموږ ځواب باید روښانه وي:

موږ دېوالونه راکم کړل،
زړونه مو یو بل ته نږدې کړل،
انسان مو تر عنوانونو لوړ وباله،
عدالت مو له خپلولۍ پورته وباله،
او افغانستان مو د ټولو اولادونو لپاره یو څه نور هم د ښه ژوند کور کړ.

که له ما وپوښتي:

«ولې له افغانستان سره مینه لرم؟»

زه به ووایم:

ځکه په دې خاوره کې داسې انسانان ژوند کوي چې د وجود یوه برخه مې دي.

که وپوښتي:

«افغانستان ستا لپاره څه دی؟»

زه به ووایم:

افغانستان یوازې هغه خاوره نه ده چې زما تر پښو لاندې ده؛ هغه انسانان دي چې زما په وجدان کې ژوند کوي.

او که وپوښتي:

«د افغانستان تر ټولو ستره هیله څه ده؟»

زه به ووایم:

افغان انسان؛ هغه انسان چې له تاریخ څخه زده کړه کوي، له تعصبه تېرېږي، عدالت د خپلولۍ پر ځای معیار ګرځوي او د ورانولو پر ځای د جوړولو انتخاب کوي.

زه له افغانستان سره مینه لرم؛
له غرونو او درو سره یې،
له بېلابېلو ژبو او بېلابېلو کلتورونو سره یې،
له خپل ستر او ټپي تاریخ سره یې،
او تر هر څه وړاندې، له خلکو سره یې.

زه له هغه افغانستان سره مینه لرم چې لا نه دی راغلی؛ خو د راتلو امکان یې زموږ په لاسونو کې دی.

افغانستان زموږ ګډ وطن دی.

درد یې زموږ ګډ درد دی.

تاریخ یې زموږ ګډه حافظه ده.

او راتلونکی یې زموږ ګډ مسؤولیت دی.

وطن هغه څه نه دي چې یوازې له خپلو پلرونو څخه یې اخلو؛ وطن هغه امانت دی چې راتلونکو نسلونو ته یې سپارو.

او که موږ غواړو چې تاریخ یوه ورځ زموږ نسل په درناوي یاد کړي، نو باید داسې افغانستان پرېږدو چې ماشوم پکې د خپل قوم له نومه مخکې د افغان انسان نوم وپېژني، ځوان پکې د جګړې پر ځای د ژوند خوب وویني، او هر انسان پکې پوه شي چې د وطن په دې لوی کور کې د هغه ځای هم شته.

دوی له یوه ټپي وطن سره مخ شول؛
خو زخمونه یې میراث نه کړل.
دوی وېشل شوی وطن ولید؛
خو د یووالي هڅه یې وکړه.
دوی له کرکې ډک تاریخ ولید؛
خو راتلونکي ته یې د انسانیت ژبه پرېښوده.

دا زما د وطن تعریف دی.

دا زما د مینې تعریف دی.

دا زما د ملت تصور دی.

او دا د افغانستان لپاره زما مینه او لاره ده.

05.09.2026

افغانستان؛ د قومي علایقو هاخوا د یوه ملت د بیا موندلو فلسفه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.