د افغان کلمې تاريخي رېښه او په افغانستان کې يې کارول

سرمحقق دکتور محمد شريف ځدراڼ

55

د افغان کلمې تاريخي رېښه او په

افغانستان کې يې کارول

لنډيز:

په دغه ليکنه او څېړنه کې د افغان کلمې د تاريخي رېښې پر موندلو او په افغانستان کې ددې کلمې او نوم د کارولو پر تاريخ باندې غږيدلي يو. په څېړنه کې د افغان کلمې لومړنۍ منابع او رېښې ښودل شوي او په هره برخه باندې يې جلا بحث او ليکنه شوې ده. دغه راز ښودل شوې چې د افغان کلمې لومړنۍ رېښه تقريباً په ۱۲۰۰ق.م. پېړۍ کې د مهاباراته (Mahabarata) په ويدونوکې د (اسواکا) يا (اوسوه غانا) Awagana په بڼه کښل شوې ده. او د (افغان) پخوانۍ شکل (اوغان) دی. د سانسکريت (اوغانا) او (اسوه غانا) Asva-ghana کلمې مرکبې کلمې دي چې (د سوار کارانو د هېواد) په معنا راځي. واراهاميرا په خپل اثر ((بری هات سمهيتا)) کې چې په شپږمه ميلادي پېړۍ کې يې کښلی دی د افغان تاريخي نوم د ((اوګانا)) او ((اوغانا)) په بڼه راوړی دی.

له مهاباراته وروسته د افغان نوم په دريمه ميلادي پېړۍ کې د لومړي شاپور او دريم شاپور له خوا په ساساني ډبرليکونو (نقش رستم) کې ليکل شوی دی. دغه راز د افغان د نوم رېښې په چيني، عربي او پارسي منابعو کې څېړل شوي دي. د څېړنې پايلې ښيي چې د افغان نوم له لرغونې زمانې راهيسې او بيا تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ پورې د پښتنو او د دوی د ټاټوبي لپاره کارول شوی دی. خو د څوارلسمې ميلادي پېړۍ راهيسې د افغان نوم پر مغولو، ترکو، هزارګانو، کردو او تاجکو باندې هم اطلاق شوی او د ټولو قومونو لپاره يو ملي نوم او هويت ګرځيدلی دی.

پښتنو ته د افغان نوم په لومړي سر کې د بهرنيانو او پارسي ژبو له خوا کارول شوی، خو د دوی اصلي قومي نوم دويدا سرودونو او د تاريخ هرودوت په قول پښتون دی او تراوسه هم په خپله ځان ته د پښتون خطاب کوي او د افغان نوم يې ډېر وروسته د ملي نامه په توګه ځان ته غوره کړ. همدا رنګه دغه تاريخي او سياسي پروسه د افغانستان ټولو قومونو تېره کړې ده. په دنيا کې د غسې ډېرې بېلګې شته چې د نړۍ د هېوادونو او قومونو د نومونو بدلونونه راپه ګوته کوي.

غوره اصطلاحات:

اوګان، اسوه غانا، اوغانا، ابګان، اپاکان، اوپوکين، اوغو، پښتون، ويدا، مهاباراته، نقش رستم، ډبرليک، آريايي، نژاد، قوم، قبيله، ملي هويت، تاريخ، سانسکريت، مؤرخ، پکتيکا، پکتيا، پښتيخا، پکتی سيا، منابع، عالم او متفکر.

سريزه:

له بده مرغه په وروستيو څلورو لسيزو کې زموږ ګران او لرغونی هېواد د بهرنيو د تېري او لاسوهنو، د کورنيو بې اتفاقيو، مخالفتونو او جګړو په وجه له معنوي او فزيکي پلوه دومره وران او ويجاړ شوی چې آن د يو شمېر افغانانو د قومي، ژبنيو او مذهبي تعصبونو او کرکو جذبې يې پيداکړي او په ډېروسپين سترګيو سره د (افغان) له مشترک او ملي نامه او ملي هويت څخه انکار کوي. يا دا چې دغه ملي نوم يوازې پښتنو ته مشخص او مختص کوي، په داسې حال کې چې دغه ادعا له حقيقت څخه لرې او پرتاريخي اسناد ولاړه نه ده. ددې مقالې او څېړنې تاريخي پايله په ډاګه کوی چې د (افغان) تاريخي نوم څو زره کلن تاريخ لري او د پېړيو راهيسې د افغانانو مشترک او ملي نوم او هويت دی. ددې څېړنې اصلي هدف دادی چې د تاريخي اسنادو پر بنسټ ثابته کړو (افغان) د پښتون اصلي او ځانګړی نوم نه دی، بلکې دوهم ملي نوم يې دی چې د نورو له خوا ورباندې اېښودل شوی دی.

نوميالی روسی مؤرخ بار تولد ليکي: پښتانه له ميلاد نه پخوا د هلمند او هند ترمنځ په پراخه سيمه کې مېشت او آريايي نژاده دي. افغانان ځان ته پښتون چې د جمعې حالت يې پښتانه دي، وايي. (۲: ۱۳۰- ۱۳۱) د افغان کلمه او نوم په خپله د پښتنو له خوا ډېر وروسته استعمال شو، هغوی ځان ته پښتون او پښتانه وايي. (۳: ۴۴)

دغه راز پښتنو د خپلې شجرې په لړکې د افغان په نامه کومه قبيله يا اولس نه دی معرفي کړی او زموږ مخې ته هم له پښتنو څخه د افغان په نامه کومه قبيله او څانګه نه ده راغلې. (۱۸: ۴۴۱- ۴۵۵) بې له شکه د افغانستان هر تبعه يو افغان دی او په خپله پښتانه د افغان له نوم سره يوازې د پارسي ژبې د ليکنو له لارې آشنا شول. پښتانه خپل قوم ته پښتون وايي چې جمع يې پښتانه دي. (۹: ۱۵)

لومړۍ لاس تاريخي منابع په ډاګه کوي چې پښتون په خټه پښتون پيدا شوی او تاريخي سابقه يې تر پنځو زروکلونو پورې رسيږي. دويدا تاريخي سرودونه د پښتون ذکر د پکت، پکتي، پکتيان، پکتها په نامه او ددوی هېواد د بخدی، پکتيکا، پکتيا او پښتيخا په نامه راپېژني. (۴: ۱۱۰) همدا دليل دی چې پښتانه د افغان پرځای د پښتون نوم ته ترجيح ورکوي، خو فارسي ژبي هغوی ته افغان، هنديان ورته پټان او عرب ورته سليماني وايي. (۱۰: ۳۶)

د افغانستان دوهم تاريخي سند يعنې اوستا هم د پښتنو هېواد د ((اوروه)) په نامه راپېژني او دا د اوستايي جغرافيې له (۱۶) ټوټو څخه اتمه ټوټه ده چې خلک يې ډېر ننګيالي او غيرتي ياد شوي او دغه سيمه له ((روه)) څخه عبارت ده. (۶: ۳۲- ۳۳) هانري بيليو پښتونخوا د حدودو په لحاظ له پکتيا او روه سره يو شان ګڼي او د سليمان غر او سپين غر شاوخوا ټولې هغه سيمې چې د سند سيند کابل، لوګر او هلمند ترمنځ پرتې دي په کې شاملې دي. (۱۸: ) په دې ډول ويلای شو چې دويدا پکتيکا، پکتيا، د هرودوت پکتي سيا او پکتيويک، د اوستا اروه او روه له نننۍ پښتونخوا څخه عبارت دي او وګړي يې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو، روهلي، روهليانو، سليماني، افغان او اوغان په نامه ياد شوي دي، خو تر ټولو پخوانی او اصلی نوم يې پښتون دی.

يونانی مؤرخ او د تاريخ پلار هرودوت په پنځمه قبل الميلاد پېړۍ کې پښتون د پکتي، پکتيس او پکتويس په نامه د پکتيکا او پکتيا په لويه او پراخه جغرافيه کې راپېژني. (۵: ۲۶۸، ۳۷۶) جغرافيه پوه بطليموس ليکي چې د پاروپاميزاد په جنوب کې پکتين واقع دی. (۶: ۷۸)

د افغان نوم که څه هم پخوانی دی، خو د پښتون د نامه په شان لرغونی او پخوانی نه دی. پښتنو هرچېرې ځانونه پښتانه ګڼل او ډېر وروسته و چې د افغان نوم يې د ځان لپاره قبول کړ. افغان هغه څوک دی چې د افغانستان تبعه دی. د کوزې پښتونخوا پښتانه لاتراوسه هم ځانونه افغان ګڼي او بې له شکه د افغان نوم په يوه ځانګړي قوم پورې اړه نه لري او د يوه ځانګړي ولس له مفهوم څخه يې ملي مفهوم ته تحول کړی دی (۷: ۱۲۳).

مبرميت او اړتيا:

تر هر څه مخکې بايد ووايم چې د ((افغان)) کلمه او نوم د افغانستان د ټولو قومونو يو مشترک نوم او ملي هويت دی، خو په دې اړه تر اوسه يوه علمي او تحقيقي څېړنه د علومو اکاډمي د غړو او د نورو ليکوالو له خوا نه وه شوې، نو ځکه يو شمېر هېواد وال د (( افغان)) پر تاريخ نه پوهېږي او په دې اړه بېلابېلې پوښتنې مطرح کوي. دا څېړنه د دوی د پوښتنو ځواب دی. د څېړنې مبرميت په دې کې دی چې د هېوادوالو د پوښتنو ځواب او د ((افغان)) د نامه تاريخي رېښه په کې څېړل شوې ده.

هدف:

د مقالې د موضوع د ليکنې او څېړنې هدف بې له شکه د ((افغان)) د ملي نامه د تاريخي رېښې څېړل او روښانول او د افغانستان د قومونو لپاره د هغه د کارولو د تاريخ بيانول دي. په مقاله کې پردې ټکي ټينګار شوی چې د افغانستان ټول وروڼه قومونه هم قومي او هم د ((افغان)) په نامه يو مشترک ملي هويت لري.

د څېړنې ميتود:

د مقالې په ليکنه کې د تاريخي علمي او تحليلي ميتود څخه ګټه اخيستل شوې او د اکاډميکو اصولو په رڼا کې پر معتبرو تاريخي آثارو تکيه شوې ده.

د افغان کلمې د رېښې موندل

الف- په هندي منابعو کې:

ابوريحان البيروني د اسلامي نړۍ لوی عالم او متفکر چې له سلطان محمود غزنوي سره د هند په سفر تللی و او هلته يې د سانسکريت ژبه زده کړه او د کتاب الهند په نامه اثر يې وليکه. دغه راز هغه د پښتنو او د دوی د ټاټوبي په اړه ليکنې وکړې، دوی يې د افغانانو او هېواد يې د جبال الافغانيه په نامه ونوماوه. د هغه په وينا د افغان نوم په هغې کلمې پورې اړه لري چې په مهاباراته (Mahabarata) کې د اسواکا (Asvaka) په نامه ياده شوې ده. اسواکا د ګندهارا په سيمه کې مېشت وو. د ويدی دورې نوم دی او دوی په هغو غرونو او رغوکې اوسېدل چې په اسلامي دوره کې د سليمان غرونو په نامه ونومول شول.

د اسلامي دورې سليمان غرونه په واقعيت کې د کسي غرونه دي چې له هندوکش نه د بلوچستان تر پولې پورې پراته دي او اباسين يې ختيځه پوله جوړوي. اسواکا په دې سيمه کې د مهابهاراته د رامنځ ته کېدلو په وخت کې اوسېدل. مهاباراته چې د هندوانو ستر حماسي اثر دی د نهوسووکلونو په موده کې (د ۵۰۰ق.م. څخه تر ۴۰۰ ميلادي پورې) کښل شوی، سل شاعرانو کښلی او زر سندرغاړو په قالب کې اچولی ترڅو چې د ګوپتا د واکمنۍ په دوره کې برهمنانو خپل مذهبي او اخلاقي فکرونه په کې ځای کړل او اوسنی شکل يې غوره کړ. (۷: ۱۲۴)

په هندي منابعو کې دوهم اثر (بري هت سمهيتا (Brihat Samhita) دی چې د هند ستور پوه واراهاميرا (Varahamira) په شپږمه عيسوي پېړۍ (۵۰۵- ۵۸۷م.) کې ليکلی او دوه ځلې د افغان نوم د اوګانه (Avagana) په بڼه د نورو نومونو ترڅنګ راوړي. (۷: ۱۲۷)

د افغانستان نوميالی مؤرخ کهزاد ليکي، ګمان کوم چې د (افغان) د نامه ډېر پخوانی شکل (اوغان) وي. په سانسکرت کې ددې کلمې معادل (اوګانا) يا (اوغانا) (Awgana) کلمه ده چې هندي ستور پوه واراهاميرا په خپل اثر (بري هت سمهيتا) کې راوړې ده. د افغانستان سيمه ييز او بې سواد خلک د افغان کلمې پرځای د (اوغان) کلمه استعمالوي او دغه راز هزاره ګان له (اوغان) څخه د (اوغو) کلمې ته ترجيح ورکوي. دغه راز يوبل نوم په سانسکرت کې د (اسوه- غانا) Asva- Ghana په بڼه ياد شوی دی او دغه نوم هم مرکب دی او لومړۍ جزيې اسوه (Asva) دی او (Ava) ته نژدې دی، خو په معنا کې حتی کوچنی تفاوت هم يو له بله نه لري، ځکه اسوه (Asva) دآس په معنا و او (Ava) هم همدغه معنا ورکوي. (غان) چې په دواړو کلمو کې په يو شکل راغلی د ځای په معنا دی او په دې صورت کې دواړه کلمې (د آس سورو هېواد) معنا ورکوي. (۸: ۲۸۸) موږ حتی په بلخ کې د اسپه په نامه يوه واکمنه کورنۍ درلوده چې لومړی واکمن يې لهر اسپ و. اسپه کورنۍ د بلخ له ډېرو نجيبو او با شرفو خلکو له ډلې څخه شمېرل کېده چې د ډېرو رمو، آسونو او اوښانو د ګلو په لرلو يې په باختر کې شهرت درلود. (۴۴: ۸) په دې ډول وينو چې آريايي قومونو (افغانانو) له بلخ څخه تر هندوستانه مالداري او آس روزنه له ځان سره لېږدولې ده. دغه خلک له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې آس سواره وو او د دوی وطن په آس سوارو مشهور و.

وای ونډی مارتين (Viviende St. Marthin) په ۱۸۶۳م. کې د (آنی جغرافي) په نامه اثروکاږه او په دغه اثر کې يې خپله نظريه د افغان د نوم په اړه داسې څرګنده کړه:

د افغان نوم د سانسکرت له Acvaka يا Asaka څخه راوتلی او د آس سور په معنا دی. په دې ډول وينو چې اسوه کا، اسوه غانه يآ اسوه ګانه په لږ لفظي توپير سره دوه مفهمونه څرګندوي: آس سواره او د آس سورو هېواد. (۳: ۴۷ پاورقی) يونانی جغرافيه پوه پليني (په ۲۳م. کې وفات شوی) د افغان نوم د ((اسپه ګان)) او ((اسپه غان)) په بڼه ذکر کړی دی. جرمنی مؤرخ ليسن د پليني اسپه غان د افغان له نامه سره يو شان ګڼي. (۴۵: ۵۵)

۲په ساساني منابعو کې:

انګريز ليکوال ښاغلی کارو ليکي چې د لومړي شاپور په ډبرليکونو يعنې په نقش رستم کې پاسکبورا (پېښور) او د (ګونديفرابګان رسيمود (Gaundifer Abgan Rismaud)) کلمې ليدل کيږي. د ابګان کلمه له ورايه ښکاري چې د افغان کلمې لومړنی شکل دی، دا ځانګړې پېژندګلوي ده چې د ساساني شاهنشاه د ختيځو سيمو د انعکاساتو په واسطه حمايه کيدای شي. د سپرينګ لينګ (Spreng Ling) په حواله مشابه نوم لکه اپاکان (Apakan) چې د ساسانيانو دريم شاه پور ياد کړی دی د يادونې وړ دی. دريم شاه پور په (۳۰۹- ۳۷۹م.) کې ژوند کاوه. د فونيټيک په حساب ابګان، اپاکان او افغان ورته کلمې دي او د وخت په تېريدو سره يې تکامل کړی دی. (۱۱: ۱۳۳)

د شلمې پېړۍ په دريمه لسيزه کې د شيکاګو د ختيځ پېژندنې مؤسسې د لرغونپوهانو له خوا د شيراز په نقش رستم کې په دوو ژبو (پارتيانۍ او يونانۍ) يوه کتيبه وموندل شوه چې د ساساني کورنۍ دوهم پادچاه لومړي شاه پور پرمهال ليکل شوې او د ليکنې نېټه يې د ۲۶۰- ۲۷۳م. کلونو ترمنځ اټکل شوې ده. ددې کتيبې په شپږمه برخه کې د شاپور درجالو په جمله کې (ګونديفرابګان ريسموود) راغلی دی. د امريکايي لرغونپوهانو د ډلې د مشر سپرينګ لينګ په شمول زيات څېړونکي د ابګان (Abgan) کلمې ته (افغان) سره سمون ورکوي. پروفيسور سپرينګ لينګ ليکي چې څېړونکي د ابګان او اوګان لپاره له معاصر افغان څخه پرته کومه بله بهتره کلمه نه شي لټولی. (۱۲: ۴۰- ۴۱)

په تاريخی آثارو کې دا تاييد شوې چې افغانانو د هخامنشيانو او ساسانيانو په پوځي لښکرو کې دندې درلودې او د هغوی له جملې نه ګونديفر ابګان هم د ساسانيانو د پوځ يو جنګي سپه سالار و، نو ځکه د نقش رستم په ډبرليک کې د هغه نوم او ياد خوندي دی.

۳په چيني منابعو کې:

کارو ليکي چې چينايي سيلاني هوين تسنګ (Hiuen Tsang) د سليمان د غره د شمالي برخو اوسيدونکي د آپوکين (A-po Kien) په نامه راښودلي دي، دا يوازې کيدای شي چې افغانان وي او بس. هوين تسنګ د ۶۲۹م. کال د اګست په لومړۍ نېټه له (ليانګ چو) نه را روان شو او د سمرقند، خلم، بلخ، باميان، کاپيسا، لغمان، ننګرهار او پېښور له لارې هند ته ولاړ او (۱۲) کاله په هند کې پاتې شو او د ۶۴۳م. کال د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت. د ۶۴۴م. کال په مارچ کې لغمان ته او د همدغه کال د جون په (۱۵) نېټه فه، له، نه يعنې بنو ته ورسيد او د جون په (۲۰) ((او- پو- کين)) ته ورسيد.

د هوين تسنګ د ((سی، يو، کی)) سفرنامې د انګليسي ژباړې د لومړي ټوک په ۲۶۵ مخ کې د ((او- پو- کين)) O-po kien په نامه سيمه د بنو او غزني ترمنځ راپېژني چې تر ده وړاندې يوه بل چينايي سيلاني (فاهيان) دغه سيمه د ((لو، يی)) يعنې روه (Roh) په نامه ياده کړې وه. څېړونکو او په ځانګړې توګه جنرال کننګهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا ((او- پو- کين) د ((اوه، ګان)) يعنې د افغان له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هوين تسنګ ددې خلکو ژبه هندي نه بولي، خو د ده په وينا يې د هند له ژبو سره لږ ورته والی درلود، نو له دې نه به مطلب پښتو وي او څرنګه چې چيني ((اوپوکين)) هماغه د لرغوني ((اوه، ګان)) هجاوې (څپې) لري او په باور سره ويلای شو چې مراد همدا افغان دی. د غزني او سند تر منځ اوس هم اصيلي او لرغونې افغاني قبيلې اوسيږي.(۱: ۳۲- ۳۴)

هوين تسنګ د (اپوکان) ژبه هندي ژبو ته ورته بللې ده چې يقيناً هغه پښتو ده. دغه چيني (اپوکان) کټ مټ د لرغوني (اوه ګان) هجا لري چې هغه حتماً او بې له کومه ترديده (افغان) دی. هغه سيمه چې نوموړي سيلاني د (اپوکان) لپاره ځانګړې کړې ده د سليمان له غرونو سره سمون لري. (۱۳: ۱۳۱)

۴په عربي منابعو کې:

سايکس ليکي چې مسعودي په خپل اثر (التنبيه ۹۵۶م.) کې د افغان په باب داسې بيان کوي: ((که رباط بدخشان در برابر ترک های متعدد قرار ميگيرد، که مختصراً عبارتند از واخان، تنبت و ابغان. کلمة آخر صرف با تفاوت يک نقطه از نام افغان تفاوت ميکند. هرگاه اين تصحيح مورد پذيرش واقع شود، نخستين ياد آوری از نام افغان در حدود سی سال پيشتر از توضيح حدودالعالم صورت گرفته است)).(۱۴: ۱۲- ۱۳)

مسعودي د ۲۸۹هـ.= ۸۹۳م. په شاوخوا کې په بغداد کې زيږيدلی او د نورو آثارو ترڅنګ يې د (التنبيه والاشرف)) په نامه مشهور اثر په ۳۴۵هـ. = ۹۵۶م. کې وکاږه. ابوالقاسم پاينده په دري ترجمه او د کتاب د ژباړنې او خپرونې موسې له خوا په ۱۳۴۹ش. کال په تهران کې چاپ شو.

مېنورسکی ليکي، چې د (التنبيه والاشرف) په اثر کې د ايغان= ابغان) کلمه افغان لوستل کيدای شي او دا په عربي آثارو کې د افغان تر ټولو لومړۍ يادونه ده. البته د افغان لپاره په معر به توګه د (ابغان) کلمې استعمالولو ځای درلود او دا خبره په ځای ده چې بايد (ابغان) ولوستل شي، ځکه چې په کلاسيکو عربي تأليفاتو کې سابقه لري. د مثال په توګه په (الکامل فی التاريخ ۶۲۸هـ.ق.) کې ابن اثير ليکي: ((الکرمان مدينه بين غزنه و نهاور… وسکانهاکال يقال لهم ابغان)). (۱۲: ۴۷)

بايد ووايم چې له مسعودي دېرش کاله وروسته ابن اثير په خپل اثر (الکامل فی التاريخ) کې د (ابغان) تر څنګ د اوغان او افغان ذکر هم کوي او ليکي، کله چې ارسلانشاه په غزني کې د سلطان سنجر د لښکرکشۍ د جګړې ځواک په ځان کې ونه ليد، نو پرته له جګړې د (اوغانانوغرو) ته وتښتيد. دغه راز يو بل ځای ليکي چې بهرامشاه له علاءالدين څخه د کرمان ښار ته چې د غزني او هند ترمنځ يې موقعيت درلود و تښتيد او د همدغه ښار اوسيدونکي افغانان وو. (۱۵: اتلسم ټوک، ۱۷۹، شلم ټوک، ۲۱۶).

علی بن حامد په خپل اثر (فتحنامه سندالمعروف به چچنامه ۶۱۳هـ.=۱۲۲۴م.) کې نه يوازې د (افغان) د نوم يادونه کوي، بلکې افغانان په افغانستان او کندهار کې مېشت ګڼي. (۲۰: ۲۵۸)

ابونصر محمد العتبی (۹۱۶- ۱۰۳۶م.) په خټه عرب او د سامانيانو او غزنويانو په دربار کې يې خدمت او ليکوالي کړې ده. دی په خپل اثر (تاريخ يميني) کې د افغان نوم په (الافغانيه) بڼه ليکي. (۱۶: ۳۲- ۳۳) دغه راز د تونس مشهور سيلاني ابن بطوطه هم په خپله سفرنامه کې له افغان د نامه يادونه کوي. دی په ۱۳۳۳م. کې د بلخ، هندوکش، کابل، غزني، پکتيا، خوست او کرمې له لارې د يوه تجارتي کاروان سره چې يو شمېر افغانان يې هم ملګري وو هندوستان ته ولاړ. (۱۷: ۴۴۶) بيليو ليکي، کله چې عربان غورته ورسيدل، پښتانه يې د ((اوغان)) يا ((افغان)) يعنې د غرنيو خلکو په نامه ياد کړل. (۱۸: ۲۰۴- ۲۰۷)

۵په پارسي منابعو کې:

حدودالعالم من المشرق الی المغرب، چې لومړنی پارسي اثر دی او په ۳۷۲هـ.= ۹۸۲م. کال د يوه نا معلوم مؤلف له خوا کښل شوی، د افغان او افغانانو ذکر په ګرديز او ننګرهار کې کوي. (۱۹: ۱۷، ۳۶۵، ۳۷۲، ۳۷۹)

ازرقي هروي د پنځمې هجري پېړۍ داولې نيمايي شاعر د آلب ارسلان سلجوقي د زوی طغانشاه سلجوقي په ستاينه کې وايي:

زهری ګر سوی افغان شوی ای باد شمال باز ګويی زهری پيش ملک صورت حال (۲۵: ۵۱)

په (تاريخ ګرديزي ۴۴۲- ۴۴۳هـ.) (۲۱: ۸۷)، په (تاريخ بيهقی) (۲۲: ۳۳۵، ۳۴۰) او د فردوسی په (شاهنامه) کې د ((اوګان))، ((افغان)) او ((اوغان)) درپواړه کلمې راوړل شوې دي او لکه چې فردوسي وايي:

همه گرد ايوان دو رويه سپاه بزرين عمود و بـــزرين کلاه

سپهدار چــون قارن کاوګان به پيش سپاه اندرون اوګان

يا:

نشسته در آن دشت بسيار کوچ ز افغان ولاچين و کرد وبلوچ

يا:

نژادش ز اوغان سپاهش بلوچ ابردشت خرګاه بګزيده کوچ (۲۳: ۲۸۹، ۲۹۲، ۲۹۴)

دغه راز د تاريخ بيهقي د لومړی ټوک په ۳۴۱ مخ کې د ((امراء افغانان خلج)) جمله پر دې دلالت کوي چې د غزنويانو پرمهال افغان غلجي اميران موجود وو او د پښتنو د نورو قومونو په څېر غلجي هم افغانان ګڼل کيدل. په شاهنامه کې هم کلک کهزاد افغان د يوه محلي امير په توګه را پېژندل کيږي. دغه نوميالی هم غلجی و، خو د يوه افغان په توګه معرفي کيږي.

د غزنويانو د دربار شاعر مسعود سعد سلمان نه يوازې د افغان د نامه ذکر کوي؛ بلکې د دوی هېواد د کشور افغان په نامه را پېژني. (۲۴: ۴۱۸) او داسې وايي:

شکست گشت به تيغ تو لشکر کفار خراب شد بسپاه تو کشور افغان

عنصری بلخی په خپل شعر کې د افغان کلمه په کار وړي، داسې وايي:

شه گيتی ز غزنی تاختن بود بر افغان و برگبران کهبر

په (تاريخ نامه هرات ۷۱۸- ۷۲۱هـ.ق.) کې (۱۳) ځلې د اوغان، اوغاني، افغان، افغاني او افغانيان ذکر راغلی دی. دغه راز تاريخ نامه هرات لومړنی تاريخي اثر دی چې د افغان او اوغان ترڅنګ (۴۶) ځلې د افغانستان او اوغانستان يادونه کوي. د افغانستان کلمه د لومړي ځل لپاره د چنګيزخان لمسي منکو خان په هغه رسمي او دولتي فرمان کې چې د هرات واکمن، ملک شمس الدين کرت ته يې په ۶۵۰هـ.ق. کې ورکړ، کارولې ده. (۲۵: ۲۷، ۷۴- ۷۷، ۲۱۲- ۲۲۴، ۲۷۰- ۲۷۶، ۶۹۴- ۶۹۶)

بايد ووايم چې د مغولو او تيموريانو د عصر په تاريخونو، لکه په طبقات ناصری، تاريخ جوينی، تاريخ ګزيده، تاريخ حبيب السير، ظفرنامه، تاريخ روضةالصفا، د علی يزدی اثر، ظفرنامه، اکبرنامه، جغرافيای حافظ ابرو، روضات الجنات فی اوصاف مدينةالهرات، تاريخ فرشته او بابرنامه کې د افغان او اوغان ذکر په پرله پسې توګه راغلی دی. بايد ووايم، چې پورته ياد شوي آثار ټول په پارسي ژبه کښل شوي دي.

۶په اروپايي منابعو کې:

تر ټولو مخکې اچ. کرن چې د بری هت سمهيتا (Brahats Samhita) اثر يې په ۱۸۶۹م. کال په انګريزي ژباړلی دی، د ((اوگان)) لفظ يې د ((افغان)) په شکل ليکلی دی او دا ددې معنا لري چې کرن بېخي باوري و چې د وراهاميرا (Varahamira) د اوګانه لفظ او د افغان نوم بېخي سره يو شی دي.

جورج ګريرسن ورته نظر لري او وايي چې د وراهاميرا د اوګان لفظ په زيات باور د افغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دی. الګزاندر کننګهم ليکي چې زه کابو باوري يم چې د چيني سيلاني، هون څانګ د اوپوکين مطلب هرومرو ((افغان)) دی او د اوپوکين کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه د چيني ژبې په سېلابونو کې د افغان نوم تر دې نه په زيات صراحت نه شي اداکېدلی… او که خبره داسې وي نو دا تر کومه حده چې ماته معلومه ده، د افغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی. (۲۶: ۵۴- ۵۵)

انګريزي ليکوال ښاغلی کارو ليکي چې د فونيټيک په حساب ابګان، اپاکان او افغان ورته کلمې دي او د وخت په تېريدو يې تکامل کړی دی. (۱۱: ۱۳۳) دغه راز ريچارد ستيل چې په ۱۶۱۶م. کال يې د هندوستان او افغانستان له لارې ايران ته سفر کاوه، د کندهار اوسيدونکي يې د ((اوغان)) او ((پټان)) په نامه راپېژندلي دي. (۲۶: ۲۳- ۲۴) د ريچارد په نظر د ا دواړه کلمې د پښتون لپاره هغه مهال کارول کېدې، نو ځکه يې د کندهار پښتانه د اوغان او پټان په نامه نومولي دي.

په پورتنيو منابعو کې مو د افغان کلمې رېښه او څرک مطالعه کړ او په نتيجه کې ويلای شو چې د افغان کلمه په ساساني کتيبو کې د ابګان، اپاکان په بڼه او د هند د سانسکريت په ليکنو کې داسواکا، اسواغانه، اوګانا، اوغانا په بڼه، په چينايي منابعو کې د آپوکين يا او پوکين او په عربي منابعو کې د افاغنه، ابغان، اوغان، افغان او الافغانيه په بڼه ثبت شوې ده چې د زمانې په اوږدو کې يې تحول او تکامل کړی او د افغان اوسنۍ کلمه ترې راوتلې ده. د ابګان، اوغان او افغان کلمه له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې بيا تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ پورې د بهرنيانو له خوا پښتنو ته په کارول کېده او په دغه اوږده دورکې يې پښتون د افغان په نامه راپېژندلی دی. په داسې حال کې چې پنځه زره کاله وړاندې د ويدا په سرودونو او کابو درې زره کاله وړاندې د تاريخ پلار هرودوت د پښتون نوم د پښتون په بڼه ثبت کړی او د دوی اصلي او لرغونی نوم دی او حتی دوی اوس هم ځانته د پښتون خطاب کوي او ورباندې وياړي.

په افغانستان کې د افغان کلمې کارول

په افغانستان کې د افغان کلمه له لسمې ميلادي پېړۍ څخه تر څوارلسمې مېلادی پېړۍ پورې يوازې د پښتنو لپاره کارول کېده. ددغو پنځو پېړيو په بهير کې پښتون د افغان او د هغوی وطن او ټاټوبی د ((کشور افغان))، ((جبال الافغانيه))، ((حد افغانيان))، ((مرز افغان)) ، افغانستان، اوغانستان په نامه راپېژندل شوی دی. خو بايد ووايم چې د پښتون لپاره د افغان نوم کارول د بهرنيانو او د افغانستان د نورو قومونو له خوا رواج او استعمال وموند. د پارسي ژبې اثر ((حدودالعالم من المشرق الی المغرب)) چې په ۳۷۲ هجری کې د يوه نا معلوم مؤلف له خوا کښل شوی، د اسلامي دورې لومړنی معلوم اثر دی چې د پکتيا ولايت د ګرديز ښار په شاوخوا کې د سول (شمل) درې پښتانه د افغانانو په نامه راپېژني او هم په ننهار (ننګرهار) کې پښتنو ته د افغان په نامه خطاب کوي. (۱۶: ۱۷، ۳۶۵، ۳۷۲، ۳۷۹)

د غزنويانو (۹۶۲- ۱۱۸۶م.) د دورې ټولو ليکوالو او شاعرانو هم پښتانه د اوغان، اوګان او افغان په نامه راپېژندلي دي او هم يې د هغوی وطن د ((جبال الافغانيه))، ((کشور افغان))، ((مرز افغان)) او ((حدافغانيان)) په نامه معرفی کړی دی. زه يې دلته په لنډيز يادونه کوم:

د ابوالفضل په اثر ((تاريخ بيهقی))، د ابوسعيد عبدالحی ګرديزی په اثر ((زين الاخبار ګرديزی))، د ابوريحان البرونی په آثارو ((تحقيق ماللهند)) او ((الصيدنه)) د محمد بن محمود طوسی په اثر ((عجايب المخلوقات))، د فردوسی په اثر ((شاهنامه))، د ازرقی هروی په شعري ديوان، د مسعود سعد سلمان په شعري ديوان او د عنصري په شعري ديوان کې د پښتنو او د هغوی د وطن لپاره دغه پورته نومونه کارول شوي دي.

د غوريانو د دورې مؤرخينو: منهاج سراج جوزجانی په خپل اثر ((طبقات ناصری)) او فخر مدبر په خپل اثر ((اداب الحرب و الشجاعة)) کې هم پښتانه د افغانانو په نامه معرفي شوي دي. خو ددې ترڅنګ پښتون شاعر ښکارندوی (۵۸۰ حدود) د شهاب الدين غوري په ستاينه کې د يوې قصيدې په ترڅ کې د پښتنو وطن د ((پښتونخا)) په توګه را پېژني. (۲۷: ۲۴) له ښکارندوی څخه ۳۲ کاله وروسته سليمان ماکو په خپل اثر ((تذکرةالاوليا)) کې د پښتنو او پښتنخا د دواړو نومونو ذکر کوي. (۲۸: ۱۹)

دغه راز بابا هوتک (۶۶۱- ۷۴۰هـ.) لومړنی پښتون مشر او شاعر دی، چې د مغولو پر ضد جنګيدلی او د مغولو پر ضد يې يو حماسی شعر ويلی چې د هغه په ترڅ کې د پښتنو او پښتنخا يادونه کوي او داسې وايي:

پـــــښـتونخوا کــــې يې نـاتـار دی پــر کلــی کور باندې مغـــل راغی

آ، د مـــرغـې غــــــــــښتليو راسئ پـــر نــنګ ولاړ د پښـتونخوا ســئ

پښتنــــو هلئ پر غره جنــګ دی سور غر په وينــــو د دوی رنګ دی…. (۲۷: ۶)

د مغولو او تيموريانو د تېري او اشغال پرمهال (۱۲۲۱- ۱۵۰۷م.) زياترو لومړي لاس منابعو د پخوا په څېر پښتانه، افغانان بللي دي، د بېلګې په توګه د سيفي هروي په اثر ((تاريخ نامه هرات ۱۲۱۸- ۱۲۲۱م.)) کې پښتانه د اوغان، اوغاني، افغان، افغاني او افغانيانو په نومونو معرفي شوي دي او د دوی وطن (۴۶) ځلې د افغانستان او دوه ځلې د اوغانستان په نامه راپېژندل شوی دی. (۲۹: ۱۲، ۷۷، ۲۷۰- ۲۷۶، ۲۹۴- ۲۹۶).

دغه راز د مغولو د تېری او اشغال د دورې په نورو پارسی تاريخونو لکه په ((تاريخ جهانګشای جوينی))، د حمد الله قزوينی په اثر ((تاريخ ګزيده ۱۳۲۹م.)) او د فخر مدبر په اثر ((اداب الحرب و الشجاعة)) کې د پښتنو يادونه په افغان او اوغان سره شوې ده. (۳۰: ۲۶۲)

عرب سيلاني ابن بطوطه (۷۲۵- ۷۳۴هـ.) چې د مغولو پرمهال د بلخ او هندوکش، کابل، غزني او کرمې له لارې هندوستان ته سفر کړی دی او په خپله سفرنامه کې پښتانه د افغان په نامه په کابل او د سليمان په غرونو کې نه يوازې مېشت ګڼي، بلکې ليکي چې افغانان د سليمان په غرونو کې هم پاچا لري او د دوی ټاټوبی د ((افغانستان)) په نامه يادوي (۱۷: ۴۴۶- ۴۴۷)

د افغانستان نور قومونه کله د افغان په نامه ونومول شول؟

په (۱۴) ميلادي پېړۍ کې د پښتنو ترڅنګ نور قومونه هم د افغان په نامه ونومول شول. لومړی اثر چې د پښتنو ترڅنګ يې کردان افغانان وګڼل، هغه د سيفی هروی اثر ((تاريخ نامه هرات)) دی. په ((تاريخ نامه هرات)) کې راغلي چې د هرات محلي واکمن ملکش شمس الدين په ۶۵۰ هجري کې د منکوخان د مشاور- جاهو او جمال الدين حسن په ګډون يو هيأت د منکو خان او امير ارغون له فرمانونو سره افغانستان ته واستاوه او د افغان له سيمه ييزو واکمنو څخه يې وغوښتل چې دده اطاعت وکړي، خو د مستونګ واکمن ملک شهشاه افغان د هغوی په ځواب کې وويل: موږ تر اوسه چنګيزخانيانو ته مال او ماليه نه ده ورکړې او په شرعي لحاظ لازمه نه ده چې موږ د هغوی خدمت او اطاعت وکړو، خو مسلمان ملک شمس الدين کرت ته به د احترام له مخې يو څه مال ورکړو. زموږ وطن ته دې لښکرې نه را استوي د دوی په زيان به تمام شي. افغان اولس سخت بې باک، تالاکونکی، خوني، جګړه مار او وطن دوست دی، په ځانګړې توګه دا کردان چې زما په خدمت کې دي، هر يويې له رستم او سام نريمان سره ډغرې وهي او راپرځوی يې…..(۲۹: ۱۹۹- ۲۰۰)

محمود کتبي د هرات د تيموريانو د وخت ليکوال په خپل اثر ((تاريخ آل مظفر ۸۲۳هـ.)) کې ليکي چې د يزد او کرمان د محلي واکمن امير مبارزالدين مظفر او د جرما او اوغان طايفو ترمنځ جګړه وشوه. دغه جرما او اوغان قبايل د مغولو د قومونو له طايفو څخه وو چې د ارغون خان د سلطنت پرمهال (۶۸۳- ۶۹۰هـ.) د کرمان د قراختايي پادشاه سلطان جلال الدين سيورغتمش په غوښتنه د دې ولايت د ساتنې لپاره راغلي وو او دلته مېشت شوي وو. (۳۱: ۸۷)

شيراز ته د آل مظفر واکمنانو- سلطان احمد زين العابدين په لښکرکشۍ (۷۹۳هـ.) کې ((هزاره اوغان)) يعنې افغان هزاره شامل وو. په يو بل ځای کې هم زياتوی چې د امير مبارزالدين محمد زوی شاه شجاع چې د آل مظفر کورنۍ واکمن و سلطان احمد ته د يوه وصيت په ترڅ کې داسې وويل: د هزاره اوغانی او جرمايي په ژمنه او سوګند باور مه کوه، د سياست پر بنسټ له دوی سره رفتار وکړه. (۳۱: ۱۹۸، ۲۳۵)

همدغه ليکوال د خپل اثر په دوهم ټوک کې ليکي چې امير مبارزالدين محمد په کرمان کې د خپلې واکمنۍ په پيل کې د مغولو د طايفو يعنی د جرمايانو او اوغانيانو له مخالفت سره مخامخ شو او دده د سلطنت په ټوله دوره کې دې مخالفت دوام وموند. (۳۲: ۲۰۷)

غياث الدين خواند مير د هرات د تيموريانو د وخت نوميالی مؤرخ په خپل مشهور اثر ((حبيب السير فی الاخبار اولادالبشر د ۱۵۲۰- ۱۵۲۳م. کلونو تأليف) کې د کرمان په جګړو کې د دوه زره ((اوغاني مغولو)) د برخې اخيستنې بيان کوي او هم څو ځلې د هزاره اوغاني او جرمايي د طايفو يادونه کوي. (۳۳: ۲۸۳- ۲۸۶، ۳۲۰)

دغه راز د هرات د تيموريانو د وخت يو بل مشهور مؤرخ ميرخواند په خپل اثر ((تاريخ روضةالصفا)) کې افغانان او جرمايان له مغولو سره ګډوي او ليکي چې امير محمد کرمان ته راغی او څو ورځې وروسته خبر راغی چې اوغان او جرما مغولانو د ولايت په شاوخوا کې بغاوت او چور پيل کړی. دغه راز د همدغه اثر په فهرست کې هم مغول او افغان سره ګډ شوي دي. دغه راز د هزاره اوغان ذکر هم کوي.(۳۴: ۴۷۳- ۴۷۴)

عبدالرزاق سمرقندی هم څو ځايه افغانان او جرمايان له ترکانو سره ګډ کړي دي. ليکي چې امير مبارزالدين مظفر په دې فکر و چې ښايي اوغان او جرمايي اتراک به دهغه تر مظفرانه بيرغ لاندې را ټول شی، د بم په لاره ولاړ او د جيرف په دښته کې يې واړول. دغه راز د آل مظفر د لړۍ د يوه بل واکمن – شاه شجاع په اړه ليکي، چې نوموړي هڅه وکړه د افغان او جرما پوځ تباه کړي. ((دوی ترک نژادو)). امير سيورغتمش دا قوي احتمال ګاڼه چې سرګردانه قبايل او ترک افغانان به ورسره يوځای شي. (۳۵: ۲۱) په دې ډول يو شمېر مؤرخينو د يوې ځانګړې دورې د پېښو د بيان په ترڅ کې افغانان په ښکاره له مغولو او ترکانو سره ګډ کړي دي.

پښتون نوميالی مؤرخ ظفر کاکا خېل ليکي چې په ديارلسمه هجري پېرۍ کې د افغانستان د ټولو قبايلو (پښتنو او غير پښتنو) لپاره د افغان نوم ويل پيل شول. پښتانه تر اوسه پورې ځانته پښتانه وايي او نه افغان. پښتانه د افغان نوم يو ملي نوم ګڼي نه قومي، خو پښتون ډېر زوړ او پخوانی دی، تاريخ يې تر ويدي دورې پورې رسي. (۳۶: ۸۷) په داسې حال کې چې د اتمې هجري پېړۍ (۱۴ ميلادي) راهيسې د افغانستان مغول، ترکان، هزاره او کرد قومونه د افغان او اوغان په نامه نومول شوي دي چې موږ مخکې بحث او څېړنه ورباندې وکړه، خو يو شمېر نا خبره افغانان د ((افغان)) کلمه يوازې په پښتنو پورې تړي، چې بې له شکه دا خبره پر تاريخي حقيقت ولاړه نه ده.

امريکايي ليکوال ارنولدفلېچر په دې عقيده لري چې په ډېر احتمال سره د افغان نوم په لومړي سر کې د يو شمېر پښتني قبيلو لپاره کارول کېده، خو وروسته ټولو افغان قومونو ته غوره شو. په خپله پښتانه د افغان له نامه سره د پارسي ژبې د ليکنو له لارې آشنا شول. دوی خپل قوم ته پښتون وايي چې جمع يې پښتانه کيږي. (۹: ۱۵)

صديق فرهنګ ليکي چې په خپله پښتانه ترجيحاً ځانونو پښتون وايي، په داسې حال کې چې پارسي ژبو هغوی د افغان او هنديانو د پټان په نامه نومولي دي. (۳۷: ۳۶)

دغه راز غبار تاييدوي چې پښتانه په اصل کې آريايان دي او ژبه يې پښتو ده، خو نورو د تاريخ په اوږدو کې د افغان او پټان په نامه نومولي دي. (۳۸: ۲۱۶- ۲۶۲)

غبار په يوه بل مهم اثر کې ليکي چې پښتانه په سلګونو قبيلوي نومونه لري، خو عمومي نوم يې پښتون او د جمع حالت يې پښتانه دي. دا چې ولې پښتانه ځانته پښتون يا پښتانه وايي، دليل يې دادی چې دغه نوم د ((افغان)) په پرتله لرغونی قدامت او مخينه لري… خو د ((افغان)) نوم د افغانستان د ليکوالانو له خوا په ليکنو کې له لسمې ميلادي پېړۍ راهيسې باب شوی او د ((حدودالعالم من المشرق الی المغرب)) اثر نامعلوم ليکوال، ابوريحان، فردوسي، بيهقي، ګرديزی، منهاج السراج او نورو د پښتنو لپاره کارولی دی او يو قديمي نوم دی چې د هندي ريګويدا ((اپاکان)) له نامه سره سرخوري. پښتنو د ((افغان) نوم په لومړي سر کې د ځان لپاره د يوه تحميلی نامه په توګه تصور کاوه، چې د نورو له خوا پر دوی اېښودل شوی دی. حتی پښتنو ليکوالانو ډېر وروسته په خپلو آثارو کې استعمال کړ چې د هغوی له جملې څخه يو هم خان جهان لودي (مړينه ۱۶۳۰م. کال) و. په اتلسمه پېړۍ کې د ((افغان)) نوم دومره پراختيا وموندله چې احمد شاه ابدالي په حجاز کې د افغاني حاجيانو د ودانۍ په ډبر ليک کې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره وکاراوه. په نولسمه پېړۍ کې د ((افغان)) د نامه د کارولو ساحه دومره پراخه شوه چې دغه نوم سربېره پر پښتنو پردری ژبو، ترکي ژبو او د افغانستان پر ټولو خلکو کېښودل شو او په دې نامه وپېژندل شول. (۳۹: ۳۲۱)

د ((افغان)) نوم د نورو له خوا پر پښتنو اېښودل شوی، نو ځکه د پښتنو تر منځ دافغان د نامه مروجولو ډېر وخت واخيست او حتی پښتنو په لومړي سر کې فکر کاوه چې دا نوم يو خارجی نوم دی. همدا دليل و چې پښتنو ليکوالانو ډېر وروسته په خپلو ليکنو کې قبول کړ. فرانسوی ليکوال، فريه چې د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې افغانستان راغلی او ګرځيدلی ليکي چې په خپله پښتانه، نه غواړي د افغان په نامه ياد شي. پښتنو د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ځانونه خپلو قومونو او قبيلو ته منسوبول، په کومو پورې چې تړلي وو. خو د نورو قومونو په وړاندې يې ځانونه پښتون او پښتانه معرفي کول. د افغان نوم له ډېرې مودې راهيسې په دومره اندازه عام شو چې نه يوازې پښتانه ځان ته افغان وايي، بلکې نور قومونه هم پرته له ژبني، ديني او مذهبي ملاحظې ځانونه افغان ګڼي.

يا په بل عبارت هر وګړی چې د افغانستان په سياسي حدودو کې ژوند کوي او ددې هېواد تبعه وی، افغان ګڼل کيږي. د پښتون له ځانګړي مفهوم څخه د افغان کلمې دغه تحول يوه داسې مفهوم ته چې د هېواد ټول وګړي افغان وګڼل شول، په واقعيت کې د افغان ملت د مفهوم جامعوالی او کلی والی منعکسوي او د قبيلوي او نورو اختصاصي مفاهيمو بې اهميتي څرګندوي. (۴۰: ۲۱- ۲۲)

د ((افغان)) تاريخي نوم د افغان او انګليس په در يوو جګړو کې چې بې له شکه افغانانو وګټلې د يوه واحد، جنګيالي او مېړاني ملت په توګه را څرګند شو. مېرمن ليدی سيل چې د افغان او انګليس د لومړۍ جګړې برخه واله وه، افغان مېړانه او نژاد داسې ستايي: ((…افغانان يو ښه او قوي نژاد دی، افغان بې له ويرې د توپ په مقابل کې ودريږي، خپله چړه کاروي، کله چې يو سنګر ونيسي، بيانو وروسته ورڅخه د هغه نيول مشکل دي.)) (۴۱: ۲۶۲) دغه راز جرمنی فيلسوف فريدرک انګلس د ۱۸۵۷م. کال په اګست کې د ((افغانستان)) په نامه په ليکلې مقاله کې د افغانانو د مېړانې او ځانګړنې په باب داسې ليکي: ((افغانان مېړني، ځواکمن او آزادي خو ښوونکي خلک دي)). (۳۹: ۴۹۴)

تاريخي واقعيت دا دی چې په دغو دريوو نا برابرو جګړوکې د افغانستان ټول قومونه تر يو واحد افغان بيرغ لاندې متحد شول او د برتانيې لويه امپراتوري يې په سيمه کې له ماتې سره مخامخ کړه او د سيمې آزادي بخښوونکی غورځنګونه يې راولاړ کړل. دغو برياوو نه يوازې زموږ ملت نړۍ ته د افغان په نامه ور وپېژاند، بلکې د افغان تر نامه لاندې زموږ ملت واحد شو او په تاريخ کې د ګډ ملي هويت څښتن وګرځېد.

دکتور تږی ليکی د نولسمې پېړۍ له او ايلو نه را دې خوا ته زياترو ختيځ پېژندونکو د ((افغان)) کلمه په خاصه او قومي معنا د ((پښتون)) مترادفه بللې ده؛ خو په عامه او سياسي معنا يې په مکرر او متواتر ډول د افغانستان د اتباعو په مفهوم استعمال کړې ده او په دې ډول يې د افغانستان ټول اوسېدونکي لکه څنګه چې ښايي، افغانان بللي دي. (۳۵: ۵۸)

د افغان کلمه او نوم د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال لاپسې ملي او د ټولو قومونو يو واحد او ملي هويت وګرځېد. امان الله خان لومړی واکمن او شخص و چې د افغان تعريف يې په ۱۳۰۴ش. کال کندهار ته د سفر پر مهال داسې وکړ:

((هرکس چې په افغانستان کې اوسيږي او له هر مذهب او فرقې څخه چې وي، هر کار، هر صنعت او خدمت چې کوي، ټولو ته افغان ويل کيږي)) (۴۱: ۱۴۰)

دغه راز د امانی دورې د لومړي اساسی قانون په اتمه ماده کې د افغان تعريف داسې شوی دی: ((د افغانستان د هېواد ټول وګړي پرته له ديني او مذهبي توپيره د افغانستان اتباع ګڼل کيږي او افغانيه تابعيت د ځانګړې نظامنامې له ترلاسه کوي.)) د همدغه قانون د لمسې مادې له مخې ټول افغان وګړي د حقونو له مخې برابر وګڼل شول. (۴۲: ۲) همدارنګه د افغانستان د اوسني اساسي قانون په څلورمه ماده کې د افغان کلمه داسې تعريف شوې ده: ((د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کيږي)). (۴۳: ۴)

نتيجه:

۱د پورتنۍ څېړنې په پايله کې ښکار شوه چې د افغان کلمې رېښه په هندي او سانسکريت منابعو کې له مېلاد څخه څو پېړۍ پخوا راپيلږي چې د مهاباراته په تاريخي او مذهبي کتاب او د بری هت سمهيتا په اثر کې د ((اسواکا))، ((اسوه- غانا))، ((اوګانا)) يا ((اوغانا)) په بڼه ثبت شوې ده.

۲په دريمه مېلادي پېړۍ کې د ساسانيانو د واکمنانو لومړي شاپور او دريم شاپور د نقش رستم په ډبر ليکونو کې د ((ابګان)) او ((اپاکان)) په بڼه ثبت شوې ده. وروسته په چيني منابعو کې د ((اوپوکين)) او په عربي او پارسي منابعو کې د ابغان، الافغانيه، افغان او اوغان په بڼه راغلې ده. د افغان دغه لرغونې بڼه او نوم تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ پورې يوازې د پښتون لپاره استعمال شوی دی. خو د څوارلسمې پېړۍ له پيل څخه د افغان يا اوغان کلمه او نوم د افغانستان د نورو قومونو لپاره هم کارول شوی دی.

۳د اتو پېړيو راهيسې د افغان نوم د افغانستان د ټولو قومونو يو مشترک ملي نوم او هويت دی. هېڅکله هم په يو قوم پورې اړه نه لري، په افغانستان کې هر قوم قومي هويت لري، خو ملي هويت يې د افغانستان او نړۍ په کچه ((افغان)) دی.

وړانديزونه:

۱بې له شکه افغان او افغانستان، زموږ د ټولو قومونو مشترک او تاريخي ميراث، ملي هويت او عزت دی، بايد هېچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ دغه څو زره کلن ميراث او تاريخي ملي هويت تخريب او بې ارزښته وښيي، ځکه افغان او افغانستان زموږ د تاريخ يوه ځلانده او تکامل يافته پاڼه ده؛ زموږ د يووالی او ځواک بې ساري او تاريخي منبع او سرچينه ده.

۲هيڅ قوم بايد ځان ته دغه حق ورنه کړي چې افغان او افغانستان يوازې د ځان لپاره ځانګړی کړي، دا د ټولو قومونو تاريخي، ملي او مشترک نوم او وطن دی.

Historical Root of Afghan and its use in Afghanistan

Abstract

This article discussed about Afghan word historical discovery and we have spoken its history of use. In this research has shown the primary resource and root of Afghan word, also separately has wrote and discuses about its each part. Thus show that Afghan word primary root form nearly 1200 BC century in (Mahabarata Wedas) (Asvaka) or (Asva – Ghana) and Afghan ancient form was (Aughan).

Sansecret ‘s (Aughana) and (Asva – Ghana) words are compound words which means (Cavaliers ‘s country). Warahamera bring the Afghan historical name in his Book (Brehat Samheta) which was written in sixth AD century in form of (Avgana) and (Avghana).

After Mahabarata and Awbrehat Sameta), Afghan name in third AD century was studied by first Shapoor and third Shapoor in Sasanee stone patterns (Rustum Afghan name‘s root has also studied in chines, Arabic and Persian references. The result of research show, that Afghan name used since ancient time up till now and also up till fourteenth AD century for Pashtons and there nightmare, but since fourteenth century, Afghan name has used for Magul, Turk, Hazara, Tajiks and its became a national name and Identity for all nations.

The Afghan name firstly use for Pashtons by externs and Persians, but there original ethnic name in (Weda) and by narration of Herodot’s history Pashtons also yet called themselves Pashtons and very late specialized the Afghan name to themselves. Thus, this history and political process get across all nations of Afghanistan. There is in world are more examples which point out to changing of the nations.

مأخذونه او منابع:

۱حبيبي، علامه عبدالحی. افغان او افغانستان، پښتوکونکی حبيب الله رفيع، د استاد شريف ځدران سريزه، خوست: د خوست خپلواکه فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۴.

۲واسيلی ولاديميرويچ بارتولد. تذکره جغرافيای تاريخی ايران، ترجمه حمزه سردادور طالب زاده، تهران: چاپخانه اتحاديه، ۱۳۰۸.

۳وارتان ګريګوريان، ظهور افغانستان نوين، ترجمه علی عالمی کرمانی، چاپ اول، تهران: محمد ابراهيم شريعتی افغانستانی، ۱۳۸۸.

۴کهزاد، احمد علی. د افغانستان پخوانی تاريخ، لومړی ټوک، د تاريخ ټولنه، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۳۴.

۵هرودوت، تواريخ هرودوت. ترجمه ع. وحيد مازندرانی، چاپ دوم، تهران: انتشارات افراسياب پيک ايران، ۱۳۸۰.

۶کهزاد، احمد علی. آريانا، چاپ دوم، کابل: انتشارات اميری، ۱۳۸۶.

۷کاکړ، محمد حسن. پښتون، افغان، افغانستان. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۰.

۸کهزاد، احمد علی. افغانستان در شاهنامه، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۵۵.

۹آرنولد فلېچر، افغانستان د سوبې لويه لار، د علومو اکاډمي، کابل: د پوهنې مطبعه، ۱۳۶۹.

۱۰صديق، مير محمد. فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخير، جلد اول قسمت اول، قم: موسسه مطبوعاتی اسماعيليان، ۱۳۷۱.

۱۱سراولف کارو، پښتانه، د الحاج شېر محمد کريمی ژباړه، پېښور: دانش کتابتون، ۱۳۷۸.

۱۲شينواری، دوست. پښتانه څوک دي؟، پېښور: دانش کتابپلورنځی، ۱۳۷۷.

۱۳ګانکوفسکی، د پاکستان اولسونه، مسکو، ۱۹۶۴.

۱۴سرپرسی سايکس، تاريخ افغانستان، جلد اول، ترجمه عبدالوهاب فنايی، کابل: مطبعه آزادی، ۱۳۸۲.

۱۵ابن اثير، الکامل فی التاريخ، اتلسم ټوک، تهران موسسه مطبوعاتی علمي، ۱۳۵۲؛ هماغه اثر، شلم ټوک، ۱۳۵۳.

۱۶حدودالعالم من المشرق الی المغرب، د بارتولد په سريزه او د مينورسکی حواشی او تعليقات، دوهم چاپ، کابل: د کابل ښاروالی، ۱۳۹۰.

۱۷ابن بطوطه، سفرنامه ابن بطوطه، لومړی ټوک، د محمد علی موحد ژباړه، تهران: ۱۳۴۸.

۱۸هانری والټربيليو، د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب يوه پلټه، د محمد انور نوميالی ژباړه، کندهار، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۰.

۱۹حدودالعالم من المشرق الی المغرب، کابل، ۱۳۴۲.

۲۰علی بن حاد بن ابی بکر الکوفی، فتحنامه سندالمعروف به چچنامه، ډهلی، لطيف مطبعه، ۱۹۳۹.

۲۱ګرديزی، ابوسعيد عبدالحی. تاريخ ګرديزی يا زين الاخبار، تهران؛ ۱۳۲۷.

۲۲خواجه ابوالفضل محمد بيهقی، تاريخ بيهقی، مشهد: ۱۳۵۰.

۲۳کهزاد، احمد علی. افغانستان در شاهنامه، کابل، دولتی مطبعه، ۱۳۵۵.

۲۴ديوان مسعود سعد سلمان (۴۳۸- ۵۱۵هـ.ق.)، به تصحيح مرحوم رشيد ياسمی، تهران، چاپخانه پيروز، سال نامعلوم.

۲۵ازرقی هروی، ديوان، د سعيد نفيسی سمونه، مقابله او سريزه، تهران: ۱۳۳۶.

۲۶ماسون، واديم ميخايلويچ ورومادين، واديم الکساندرويچ، تاريخ افغانستان، ترجمه دکتور اورمړ، نسخه قلمی.

۲۷محمد هوتک بن داود، پټه خزانه، دريم چاپ، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۵۴.

۲۸سليمان ماکو، تذکرة الاوليا، کابل: دولتی مطبعه، ۱۳۶۱.

۲۹سيف بن محمد هروی، تاريخ نامه هرات، کلکته، ګلشن افسټ چاپخونه، ۱۹۴۳.

۳۰عبدالحی حبيبی، جغرافيای تاريخی افغانستان، دوهم چاپ، پشاور: نشرات مرکز ميوند،۱۳۷۸.

۳۱محمود کتبی، تاريخ آل مظفر، جلد اول، تهران: دانشګاه تهران، ۱۳۴۶.

۳۲هماغه اثر، دوهم ټوک، تهران: دانشګاه تهران، ۱۳۴۷.

۳۳خواندمير، غياث الدين. حبيب السيرفی الاخبار اولادالبشر، جلد سوم، نشرات کتابخانة خيام، تهران: ۱۳۳۳.

۳۴ميرخواند، محمد بن خوند شاه. تاريخ روضةالصفا، څلورم ټوک، تهران: انتشارات کتابفروشی های خيام، ۱۳۳۹.

۳۵تږی، حبيب الله. پښتانه، پېښور: دانش کتابتون، ۱۳۷۷.

۳۶ظفرکاکاخېل، سيد بهادرشاه. پښتانه د تاريخ په رڼا کې، پېښور، دانش کتابتون، ۱۳۷۷.

۳۷غبار، ميرغلام محمد. جغرافيای تاريخی افغانستان، چاپ چهارم، کابل: بنګاه انتشارات ميوند، ۱۳۸۳.

۳۸غبار، ميرغلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ، جلد اول و دوم، پشاور: دارالسلام کتابخانه، ۱۳۸۸.

۳۹کاکړ، محمد حسن. افغان افغانستان، کابل، پوهنتون کابل، ديپارتمنت تاريخ،۱۳۵۷.

۴۰نطقهای اعليحضرت امان الله خان غازی، قسمت دوم، تهيه و تدوين نصرالله سوبمن و فرهاد ظريفی. کابل: اکادمی علوم، ۱۳۷۰.

۴۱اصول اساسی دولت علية افغانستان، کابل: مطبعه عمومی، ۱۳۱۱.

۴۲د افغانستان قانون، کابل: د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون، ۱۳۸۹.

۴۳ارشاد، اورنګزيب. افغانستان پېژندنه، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴.

۴۴مندوخېل، عبدالرحيم خان. (اولس يار)، افغان او افغانستان، لومړی چاپ، کوېټه: پښتونخوا ادبي څانګه، ۲۰۱۵م.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.