د پاکستان له ” ستراتیژیک عمق ” څخه د افغانستان تر ” ستراتیژیکې خپلواکۍ پورې ”
(د طالبانو په دوره کې له اسلاماباد او نوي ډیلي سره د کابل د اړیکو پرتلیز تحلیل )
سریزه
له پاکستان او هند سره د افغانستان اړیکې د طالبانو په نوې دوره کې د جنوبي اسیا د جیوپولیټیک یوه له تر ټولو پېچلو برخو څخه جوړوي . له یوې خوا ، پاکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله او پراخې تاریخي، قومي، مذهبي ، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لري ؛ خو همدغه پراخې اړیکې د دواړو هېوادونو مناسبات د سیمې له تر ټولو ترینګلو اړیکو څخه هم ګرځولي دي. له بلې خوا ، هند له افغانستان سره د مستقیمې اوږدې پولې له نشتون سره سره ، په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې په تدریجي او عملپال ډول پراخې کړې دي .
په لومړي نظر، دغه وضعیت یو جیوپولیټیک پارادوکس رامنځته کوي : ولې هغه هېواد چې له افغانستان سره د جغرافیې ، تاریخ او ټولنیزو اړیکو له پلوه تر ټولو ډېر تړاو لري ، له کابل سره له ډېرو ستونزمنو اړیکو سره مخ دی ؛ خو هند ، چې له افغانستان څخه جغرافیایي واټن لري ، توانېدلی چې له طالبانو سره د پام وړ سیاسي او اقتصادي تعامل رامنځته کړي ؟
د دې پوښتنې ځواب تر ډېره د افغانستان د ځای او ځای گی په اړه د اسلاماباد او نوي ډیلي د دوو متفاوتو لیدلورو په توپیر کې موندل کېدای شي .
پاکستان افغانستان د خپل امنیتي چاپېریال یوه مهمه برخه او په دودیز مفهوم کې د هند پر وړاندې د « ستراتیژیک عمق » یو عنصر ګڼي ؛ په داسې حال کې چې هند تر ډېره افغانستان د جیوپولیټیکې سیالۍ ، سیمهییز اتصال ، اقتصادي همکاریو او د پاکستان د نفوذ پر وړاندې د موازنې په چوکاټ کې ارزوي . له بلې خوا، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته ستنېدو وروسته هڅه کړې چې د یوه سیمهییز قدرت پر وړاندې له یو اړخیزې وابستګۍ څخه ډډه وکړي او خپلې اړیکې له بېلابېلو سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو سره متنوعې کړي .
پر همدې بنسټ ، د دې تحلیل اساسي فرضیه دا ده چې د افغانستان او پاکستان د اوسنیو اختلافاتو یوه برخه د «پاکستان د ستراتیژیک عمق » او « د افغانستان د ستراتیژیکې خپلواکۍ» ترمنځ له ټکر څخه سرچینه اخلي . هغه څه چې اسلاماباد یې د خپل امنیت د زیاتولو لپاره اړین بولي، د کابل له نظره د بهرنۍ پالیسۍ د خپلواکۍ د محدودولو په معنا تعبیرېدای شي . په مقابل کې ، له هند ، ایران ، چین ، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ، چې د کابل له نظره د بهرنیو اړیکو د تنوع او د چنې وهلو د ځواک د زیاتولو وسیله ده ، ښايي د پاکستان له نظره د دغه هېواد په لوېدیځ امنیتي چاپېریال کې د ستراتیژیکو سیالانو د حضور د پراخېدو په توګه تعبیر شي .
۱. د پاکستان ” ستراتیژیک عمق ” او د افغانستان ځای او ځایګی ؛
د پاکستان په امنیتي محاسباتو کې د «ستراتیژیک عمق» مفهوم تر ډېره د دغه هېواد له هند سره د جوړښتي سیالۍ په بستر کې رامنځته شوی دی . په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې د کشمیر شخړې ، د هند او پاکستان جګړو او د هند د پوځي برلاسۍ په اړه اندېښنو د پاکستان د امنیتي محاسباتو په جوړښت کې د دغه هېواد شاوخوا چاپېریال ځانګړی اهمیت موندلی دی . په همدې چوکاټ کې ، افغانستان د پاکستان له نظره یوازې یو لوېدیځ ګاونډی نه ، بلکې د پاکستان د امنیتي چاپېریال یوه مهمه برخه ګڼل کېږي .
په دودیز لید کې ، یو باثباته، غیرمتخاصم او د پاکستان له سیالانو د امنیتي اړیکو څخه پاک افغانستان کولی شي د پاکستان په لوېدیځه جبهه کې د زیانمننې کچه راټیټه کړي . له همدې امله ، پاکستان په بېلابېلو پړاوونو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د پام وړ سیاسي او امنیتي نفوذ ولري .
خو ستراتیژیک عمق لازماً د افغانستان د خاورې د کنټرول په معنا نه دی ؛ بلکې تر ډېره د پاکستان په شاوخوا کې د یوه مطلوب سیاسي او امنیتي چاپېریال رامنځته کولو ته اشاره کوي . ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې دغه امنیتي هدف له افغانستان څخه د دې تمې سره مل شي چې خپل بهرني اړیکې محدودې کړي . په داسې حالت کې ، د پاکستان ستراتیژیک عمق د افغانستان له نظره د خپلې ستراتیژیکې خپلواکۍ د کمېدو په معنا تعبیرېدای شي .
۲. د افغانستان ستراتیژیکه خپلواکي ؛ د جیوپولیټیکې وابستګۍ ( متکی توب ) پر وړاندې بدیل
ستراتیژیکه خپلواکي د یوه هېواد هغې وړتیا ته ویل کېږي چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ ، امنیت او اقتصاد په برخو کې خپلواک تصمیمونه ونیسي او له بېلابېلو قدرتونو سره متوازنې اړیکې رامنځته کړي . دا مفهوم د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت له امله ځانګړی اهمیت لري .
افغانستان د جنوبي اسیا ، منځنۍ اسیا ، منځني ختیځ او ختیځې اسیا د نښلولو په نقطه کې موقعیت لري . له ختیځ او جنوب څخه له پاکستان ، له لوېدیځ څخه له ایران ، له شمال څخه له منځنۍ اسیا او په لرې ختیځ کې له چین سره اړیکه لري او په عین حال کې د هند ، روسیې ، چین او نورو سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د سیالیو تر اغېز لاندې دی .
په داسې چاپېریال کې ، د بهرنیو اړیکو محدودول یوه ځانګړي سیمهییز قدرت ته د ستراتیژیکې وابستګۍ زمینه برابرولی شي . له همدې لیدلوري ، له هند ، ایران ، چین ، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ټینګول لازماً د پاکستان ضد سیاست په معنا نه دي ؛ بلکې دا اړیکې د بهرنیو اړیکو د تنوع او د کابل د تصمیمنیونې د خپلواکۍ د ساتلو د یوې ستراتیژۍ برخه کېدای شي .
۳. د ستراتیژیک عمق او ستراتیژیکې خپلواکۍ ترمنځ ټکر
دغه ټکر هغه مهال څرګندېږي چې دوه هېوادونه خپل امنیت د دوو متفاوتو لارو تعریف کړي . پاکستان د خپل امنیت د زیاتولو لپاره د یوه باثباته ، غیرمتخاصم او له پاکستان ضد ګواښونو څخه پاک افغانستان غوښتونکی دی ؛ افغانستان بیا د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره غواړي وکولای شي خپلې بهرنۍ اړیکې د یوه سیمهییز قدرت له فشار پرته تنظیم کړي .
په دې وضعیت کې یو «امنیتي معما» رامنځته کېږي . افغانستان د خپل امنیت او د چنې وهلو د ځواک د زیاتولو لپاره له بېلابېلو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخوي ؛ پاکستان دغه بهیر د خپلو سیالانو د حضور د زیاتېدو په توګه تعبیرولی شي او په غبرګون کې ښايي پر کابل سیاسي یا امنیتي فشار زیات کړي . کابل بیا دغه فشار د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پر وړاندې ګواښ ګڼي او د پاکستان د وابستګۍ د کمولو لپاره له نورو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخوي .په پایله کې ، د یوه لوري له خوا د خپل امنیت د زیاتولو لپاره ترسره شوی اقدام د بل لوري له خوا د ګواښ په توګه تعبیرېدای شي . دغه کړۍ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د بېباورۍ د رامنځته کېدو له مهمو میکانیزمونو څخه ده .
۴. ولې د هند او طالبانو اړیکې د پاکستان او طالبانو له اړیکو سره توپیر لري ؟
د طالبانو پر وړاندې د هند او پاکستان د چلند توپیر باید د دواړو هېوادونو د ګټو او مستقیمو ګواښونو په نوعیت کې ولټول شي .
هند افغانستان تر ډېره د سیمهییزې سیالۍ ، د ځواک د موازنې ، اقتصادي اتصال ، منځنۍ اسیا ته د لاسرسي او په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د انحصار د مخنیوي په چوکاټ کې ارزوي . له همدې امله، نوي ډیلي لازماً له کابل څخه دا تمه نه لري چې خپله ټوله سیمهییزه پالیسۍ د هند له ګټو سره همغږې کړي .
په مقابل کې، پاکستان افغانستان د خپلې ملي امنیتي محاسبې له دریڅې ارزوي . د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسئله، د پولې امنیت ، د ډیورنډ کرښه ، کډوالي ، سرحدي سوداګري ، د پښتونستان مسئله او په افغانستان کې د هند د حضور په اړه اندېښنې ټولې په مستقیم ډول د اسلاماباد په امنیتي محاسباتو کې ځای لري .
له همدې امله ، د پاکستان او افغانستان اړیکې د هند او افغانستان د اړیکو په پرتله ، یوازې جیوپولیټیک اړخ نه لري ، بلکې په ډېره کچه امنیتي او سرحدي ماهیت هم لري . په کابل کې هر سیاسي تحول کولی شي د پاکستان پر امنیتي محاسباتو مستقیم اغېز وکړي .
۵. جغرافیایي پارادوکس
د دغو اړیکو یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه « جغرافیایي پارادوکس » دی . په عادي شرایطو کې جغرافیایي نږدېوالی باید د اقتصادي او سیاسي همپالنې زمینه برابره کړي ؛ خو د افغانستان او پاکستان په مورد کې همدغه نږدېوالی د سرحدي اختلافاتو ، د ډیورنډ د مسئلې ، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو ، کډوالۍ او اقتصادي وابستګیو له امله د تاوتریخوالي پر یوه مهمه سرچینه بدل شوی دی .
هند په مقابل کې د جغرافیایي واټن له یوه ځانګړي امتیاز څخه برخمن دی . نوي ډیلي له افغانستان سره اوږده ګډه پوله نه لري ، د ډیورنډ له مسئلې سره مخ نه دی او له افغانستان سره د یوې اوږدې او ترینګلې پولې د ورځني مدیریت مسؤلیت هم نه لري . له همدې امله ، هند کولی شي له کابل سره خپلې اړیکې تر ډېره د ډیپلوماټیک تعامل ، جیوپولیټیکې سیالۍ او اقتصادي همکاریو په قالب کې تعقیب کړي .
په پایله کې ، جغرافیه د پاکستان لپاره په عین وخت کې هم امتیاز او هم زیانمننه ده ؛ په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د هند جغرافیایي واټن نوي ډیلي ته تر یوه حده دا امکان برابروي چې له مستقیمو سرحدي او امنیتي شخړو سره له ښکېلتیا پرته تعامل وکړي .
۶. د ډیورنډ کرښې مسئله او د اړیکو تاریخي بار
له پاکستان او هند سره د افغانستان د اړیکو ترمنځ یو له بنسټیزو توپیرونو څخه د ډیورنډ کرښې مسئله ده . دغه موضوع له ۱۸۹۳ کال راهیسې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له حساسو مسایلو څخه ګرځېدلې او سرحدي ، هویتي او امنیتي ابعاد یې پیدا کړي دي .
د افغانستان د ټولنې او سیاسي نخبهګانو د ځینو برخو لپاره د ډیورنډ مسئله یوازې سرحدي اختلاف نه دی ، بلکې د پښتني هویت او د افغانستان او پاکستان
د تاریخي اړیکو له مسئلې سره هم تړاو لري . په مقابل کې ، پاکستان د پښتونستان د بحث هر ډول بیا راژوندي کېدل د خپل ځمکني تمامیت او ملي امنیت پر وړاندې بالقوه ګواښ ګڼي .
هند له افغانستان سره د دې ډول شخړې سابقه نه لري . له همدې امله
، د هند او افغانستان اړیکې د هغه درانه تاریخي او هویتي بار له ډېرو برخو څخه خالي دي چې د کابل او اسلاماباد په اړیکو کې موجود دی . همدغه تاریخي توپیر له طالبانو سره د هند د تعامل ظرفیت زیاتوي او په مقابل کې د پاکستان او افغانستان اړیکې لا پېچلې کوي .
۷. د هند د تګلارې بدلون ؛
له ایډیالوژیک تقابل څخه تر عملپال تعامل پورې
هند د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په دوره ، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې ، تر ډېره د طالبانو په مخالفه جبهه کې قرار درلود او د طالبانو له نسکورېدو وروسته یې د افغانستان له جمهوري نظام څخه ملاتړ وکړ . خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نوي ډیلي په تدریجي ډول خپله تګلاره بدله کړه .
دغه بدلون له ایډیالوژیک مخالفت څخه عملپال تعامل ته د یوه حرکت په توګه تحلیل کېدای شي . هند دې پایلې ته رسېدلی چې حتا که له طالبانو سره سیاسي اختلاف ولري ، د افغانستان سیاسي واقعیت نه شي له پامه غورځولی . له همدې امله ، ډیپلوماټیک تعامل ، بشري مرستې ، اقتصادي همکاري او په کابل کې د ډیپلوماټیک حضور ساتل د هند د پالیسۍ پر مهمو وسیلو بدل شوي دي .
په دې تګلاره کې تعامل لازماً د طالبانو د بشپړې سیاسي پېژندنې یا ستراتیژیکې همغږۍ په معنا نه دی . هند کولی شي له طالبانو سره خبرې او همکاري وکړي ، پرته له دې چې له دغه حکومت سره خپل ټول سیاسي اختلافات له منځه یوسي .
له همدې امله ، د هند او طالبانو اوسنۍ اړیکې تر ډېره د عملپالې او موازنهمحورې همپالنې په توګه تحلیل کېدای شي ، نه د یوه بشپړ ستراتیژیک اتحاد په توګه .
۸. چابهار او د پاکستاني مسیرونو پر وړاندې د هند د وابستګۍ کمول
له افغانستان سره د هند په تعامل کې یوه مهمه ګټه د ایران او چابهار بندر له لارې بدیلو مسیرونو ته لاسرسی دی . دغه مسیر هند ته دا امکان برابروي چې له پاکستاني خاورې پرته له افغانستان او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره اړیکه ټینګه کړي .
له جیو–اقتصادي نظره ، چابهار یوازې یوه بندري پروژه نه ده ؛ بلکې د سیمهییز اتصال او د جغرافیایي محدودیتونو د کمولو لپاره د هند د ستراتیژۍ یوه برخه ده . په مقابل کې ، پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د افغانستان د ازادو اوبو او جنوبي بازارونو پر لور د اتصال له طبیعي مسیرونو څخه یو ګڼل کېږي .
له همدې امله ، جغرافیه پاکستان ته یو ستر امتیاز ورکوي ؛ خو که دغه امتیاز یوازې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شي ، افغانستان به د بدیلو مسیرونو د موندلو پر لور وهڅوي . په داسې شرایطو کې ، د پاکستان جغرافیایي امتیاز په تدریجي ډول کمزورېدای شي .
۹. طالبان او د څو اړخیزې موازنې ستراتیژي
طالبانو هم په نوې دوره کې هڅه کړې چې افغانستان د یوه سیمهییز قدرت په انحصاري مدار کې له داخلېدو څخه وساتي .
له همدې امله ، له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې د کابل لپاره بېلابېل کارکردونه لرلی شي . پاکستان د سوداګرۍ ، ترانزیټ او جغرافیایي پیوستون له پلوه اهمیت لري ؛ ایران بدیلې سوداګریزې او اقتصادي لارې برابروي ؛ چین د پانګونې او اقتصادي او امنیتي همکاریو ظرفیت لري ؛ روسیه سیاسي او سیمهییز اهمیت لري ؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه سوداګریز او ترانزیټي فرصتونه رامنځته کوي ؛ او هند کولی شي د پاکستان د نفوذ پر وړاندې د موازنې یوه برخه وګرځي .
دغه مثالونه د «څو اړخیزې موازنې» په نوم یادېدای شي . په دې چوکاټ کې ، له هند سره د طالبانو د اړیکو پراختیا لازماً د پاکستان ضد دریځ په معنا نه ده ؛ بلکې د چنې وهلو د ځواک د زیاتولو او له یو اړخیزې وابستګۍ څخه د مخنیوي یوه هڅه کېدای شي .
۱۰. د پاکستان او طالبانو تاریخي پارادوکس
د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو له مهمو بدلونونو څخه د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د جایگاه بدلون دی . پاکستان په ۱۹۹۰مو کلونو کې له طالبانو څخه سیاسي او ستراتیژیک ملاتړ کاوه او طالبان یې د خپلې افغانستانپالیسۍ له مهمو عناصرو څخه ګڼل . د دې سیاست منطق دا و چې په کابل کې یو دوست حکومت کولی شي د پاکستان لوېدیځ امنیتي چاپېریال مساعد کړي او د هند د نفوذ پر وړاندې د مخنیوي رول ولوبوي .
خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو بیا ستنېدل د اسلاماباد له ټولو دودیزو محاسبو سره سمون ونه موند . طالبان اوس د افغانستان د واکمن په توګه هڅه کوي خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ ولري او لازماً نه غواړي خپلې پرېکړې د پاکستان له غوښتنو سره همغږې کړي .
له همدې امله ، پاکستان له یوه تاریخي پارادوکس سره مخ شوی دی : هغه ډله چې په یوه وخت کې د اسلاماباد د سیمهییزې ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېده ، اوس په کابل کې ځان د یوه خپلواک سیاسي قدرت په توګه تعریفوي .
له دې لیدلوري ، دغه تحول داسې لنډېدای شي :
پاکستان په تېر کې طالبان د خپلې جیوپولیټیکې وسیلې یوه برخه ګڼل؛ خو طالبان نن افغانستان د خپلې خپلواکې پالیسۍ موضوع بولي .
د متقابل درک دغه بدلون د اوسنیو ترینګلتیاوو له مهمو عواملو څخه دی .
۱۱. د اړیکو امنیتي کېدل او د تحریک طالبان پاکستان مسئله
بل هغه عامل چې د کابل او اسلاماباد اړیکې یې پېچلې کړې ، د دواړو هېوادونو د اړیکو مخ پر زیاتېدونکي امنیتي کېدل دي . پاکستان له طالبانو غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې د هر ډول فعالیت مخه ونیسي او په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو ته حساس دی .
په داسې شرایطو کې ، له نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې هم له امنیتي زاویې څخه تعبیرېدای شي . د بېلګې په توګه ، د هند او افغانستان د اړیکو پراختیا د کابل له نظره د بهرني سیاست د تنوع لپاره یو اقدام کېدای شي ؛ خو اسلاماباد ښايي دغه اړیکې د هند او پاکستان د سیالۍ په چوکاټ کې وارزوي .
په پایله کې ، د افغانستان او پاکستان دوهاړخیزې اړیکې یوازې په دوهاړخیزه کچه نه پاتې کېږي ، بلکې د افغانستان ـ پاکستان ـ هند په یوه پراخ جیوپولیټیک مثلث کې ځای نیسي .
۱۲. له جیوپولیټیک نفوذ څخه تر جیو–اقتصادي متقابلې وابستګۍ پورې
له دې وضعیت څخه د وتلو یوه لاره د پاکستان د ستراتیژیک عمق د مفهوم بیا تعریفول دي . که په تېر کې ستراتیژیک عمق تر ډېره د امنیتي او پوځي مؤلفو له مخې تعریفېده ، په نویو شرایطو کې دغه مفهوم د « جیو–اقتصادي عمق » پر لور سوق کېدای شي .
په دودیزه مثالونو کې :
ستراتیژیک عمق – امنیتمحوري – سیاسي نفوذ – د شاوخوا چاپېریال کنټرول
خو په جیو–اقتصادي نمونه کې:
جیو– اقتصادي عمق ، سوداګري او ترانزیټ ، متقابله وابستګي ، ګډې ګټې ، د شخړې د لګښت زیاتوالی ، ثبات
په دې نمونو کې پاکستان د دې پر ځای چې افغانستان په خپل امنیتي مدار کې د ساتلو هڅه وکړي ، کولی شي افغانستان پر یوه اقتصادي او ترانزیټي شریک بدل کړي . د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان د بندرونو نښلول ، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختیا ، ګډه پانګونه ، د ترانزیټ اسانتیا او د سیمهییزو اقتصادي شبکو رامنځته کول کولی شي ګډې ګټې رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو لپاره د دوامدارې شخړې لګښت لوړ کړي .
۱۳. له « وابسته افغانستان » څخه تر « شریک افغانستان » پورې
په دې بحث کې د نفوذ او وابستګۍ ترمنځ توپیر اساسي اهمیت لري . پاکستان د خپلو ګټو د تأمین لپاره مشروع او دوامدار نفوذ ته اړتیا لري ؛ خو نفوذ لازماً د افغانستان د وابستګۍ غوښتنه نه کوي .
که کابل احساس کړي چې له هند ، ایران ، چین یا روسیې سره د اړیکو پراختیا به د پاکستان د فشار سبب شي ، طبیعي ده چې د خپلې ستراتیژیکې خپلواکۍ د ساتلو لپاره به بهرنی موازنه رامنځته کړي .
په پایله کې ، د افغانستان د بهرنیو اړیکو د محدودولو هڅه ښايي معکوسه پایله ولري او د پاکستان د نفوذ د زیاتولو پر ځای ، له اسلاماباد سره د سیالو قدرتونو په لور د افغانستان د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي .
له دې لیدلوري ، د پاکستان لپاره دوامداره ستراتیژي دا ده چې د « دوست افغانستان » مفهوم له « وابسته افغانستان » څخه جلا کړي . یو خپلواک ، باثباته او له پاکستان سره د ګډو اقتصادي ګټو لرونکی افغانستان د پاکستان د اوږدمهاله امنیت لپاره تر هغه افغانستان ډېر ګټور کېدای شي چې د یوه ځانګړي بهرني سیاست د منلو لپاره تر فشار لاندې وي .
۱۴. د افغانستان په اړه د پاکستان د پالیسۍ د بیا تعریف اړتیا
د دې تحلیل پر بنسټ ، پاکستان د افغانستان سره د یوې دوامدارې اړیکې لپاره د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په پارادایم کې بدلون ته اړتیا لري ؛ ( یعنې (Paradigm) هغه فکري چوکاټ ، لیدلوری یا د فکر کولو عمومي نمونه ده چې د یوې موضوع د درک ، تحلیل او تفسیر لپاره کارول کېږي .
په ساده ژبه ، پارادایم یعنې: «موږ یوې مسئلې ته له کوم فکري لید څخه ګورو؟» ) :
« افغانستان د ستراتیژیک عمق په توګه »
پر دې مفهوم :
« افغانستان د ستراتیژیک او جیو–اقتصادي شریک په توګه »
دغه بدلون د څو اساسي اصولو منلو ته اړتیا لري : د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ درناوی ، له هند سره د کابل اړیکو له دوهاړخیزو امنیتي اړیکو څخه جلا کول ، د سرحدي او امنیتي اختلافاتو د سیاسي خبرو له لارې حل ، د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا او د اختلافاتو د مدیریت لپاره د بنسټیزو او دوامدارو میکانیزمونو رامنځته کول .
په دې صورت کې پاکستان کولی شي د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ له کنټرولولو پرته ، خپل مشروع او دوامدار اقتصادي او سیاسي نفوذ وساتي .
پایله ؛
د طالبانو په دوره کې له پاکستان او هند سره د افغانستان اړیکې یوازې د جغرافیایي نږدېوالي یا تاریخي اړیکو پر بنسټ نه شي تشریح کېدای . اساسي توپیر د ګټو او ګواښونو د درک په نوعیت کې نغښتی دی . هند تر ډېره افغانستان د جیوپولیټیکې سیالۍ ، سیمهییزې موازنې ، اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال په چوکاټ کې ویني ؛ په داسې حال کې چې پاکستان د دغو عواملو ترڅنګ افغانستان په مستقیم ډول د خپل ملي امنیت د چاپېریال یوه برخه ګڼي .
له همدې امله ، پاکستان له هغې مسئلې سره مخ دی چې هند تر ډېره ترې خوندي دی : افغانستان د اسلاماباد لپاره په عین وخت کې د سرحدي امنیت ، ترهګرۍ ، ډیورنډ ، قومیت ، کډوالۍ ، سوداګرۍ او له هند سره د سیالۍ موضوع ده . په مقابل کې ، نوي ډیلي له جغرافیایي واټن او له افغانستان سره د مستقیمو سرحدي شخړو له نشتون څخه ګټه اخلي او کولی شي خپله د تعامل تګلاره په نسبتاً ټیټ امنیتي لګښت تعقیب کړي .
په دې چوکاټ کې ، له هند سره د طالبانو د اړیکو پراختیا لازماً د یوه پاکستان ضد اتحاد په معنا نه ده . دغه اړیکې د طالبانو د څو اړخیزې موازنې د ستراتیژۍ یوه برخه کېدای شي چې موخه یې د ستراتیژیکې خپلواکۍ ساتل او له یوه اړخیزې وابستګۍ څخه مخنیوی دی . طالبان هڅه کوي له پاکستان ، هند ، ایران ، چین ، روسیې او منځنۍ اسیا سره په هممهاله توګه خپلې اړیکې پراخې کړي ، څو د افغانستان د مانور او چنې وهلو ځواک زیات شي .
له بلې خوا ، پاکستان هم له یوه ستراتیژیک انتخاب سره مخ دی . د افغانستان د «ستراتیژیک عمق» په دودیز چوکاټ کې تعریفولو ته دوام ورکول ښايي د کابل هڅه د ستراتیژیکې خپلواکۍ او بهرني موازنهسازۍ لپاره لا پیاوړې کړي . خو د دغه مفهوم بیا تعریفول د « جیو–اقتصادي عمق » په توګه کولی شي یو بل مسیر رامنځته کړي؛ داسې مسیر چې د پاکستان امنیت په کې د افغانستان د سیاسي چاپېریال د کنټرول له لارې نه ، بلکې د ثبات ، اقتصادي اتصال او له افغانستان سره د ګډو ګټو له لارې تأمینېږي .
له همدې امله ، د کابل او اسلاماباد د اړیکو اساسي ستونزه یوازې د امنیت ، پولې یا نفوذ پر سر اختلاف نه دی ؛ بلکې د سیمهییز نظم په اړه د دوو متفاوتو تصوراتو ترمنځ ټکر دی . پاکستان په خپل لوېدیځ کې د یوه مطلوب امنیتي چاپېریال غوښتونکی دی ، په داسې حال کې چې افغانستان غواړي د خپلو بهرنیو اړیکو د تنظیم لپاره د عمل او تصمیم آزادي او ستراتیژیکه خپلواکي ولري .
په پای کې ، استدلال کېدای شي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی تر ډېره د اسلاماباد پر دې وړتیا پورې تړلی دی چې د « جیوپولیټیک کنټرول » له منطق څخه تېر او د « جیو–اقتصادي متقابلې وابستګۍ » پر لور حرکت وکړي. په داسې یوه الګو کې ، د افغانستان ستراتیژیکه خپلواکي د پاکستان لپاره ګواښ نه ، بلکې د ګډو اقتصادي او امنیتي ګټو د رامنځته کېدو په صورت کې د سیمهییز ثبات له مهمو بنسټونو څخه کېدای شي .
د دغه تحول وروستۍ فورمول داسې بیانېدای شي ؛
دودیز ستراتیژیک عمق → نفوذ او کنټرول → د افغانستان غبرګون او موازنهسازي
په مقابل کې:
جیو–اقتصادي عمق → ګډې ګټې → متقابله وابستګي → د شخړې د لګښت کمول → سیمهییز ثبات
له دې لیدلوري ، د پاکستان لپاره ښايي اغېزمنه ستراتیژي دا نه وي چې د « وابسته افغانستان » د رامنځته کولو هڅه وکړي ، بلکې داسې شرایط برابر کړي چې « خپلواک ، باثباته او شریک افغانستان » رامنځته شي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.