ترخه څه دي؟

نظیفه دفتاڼۍ

59

وایو ترخه یوازې زهر دي، یا زقوم!
ښایي له مرچو ډک خواړه.
مګر وایم ترخه هغه دي چې له ژبې سره، زړه او ټول بدن ولړزوي، و یې سوځوي او حتا په درد یې راولي.
دا ترخه به د سترګو او غوږونو له لارې زړه ته ننوزي او احساس به لړزوي.
احساس به یا په چغو بدلیږي، یا هم روانو اوښکو او سلګیو او کله کله به داسې هم کیږي چې پر درنې چوپتیا به بدلېږي.
ورو ورو به د تن واړه سلولونه خوري، د ویښتیانو تور به په واورینو ټڼاونو بدل کړي او پټوکي کې به تورې کرښې پیدا کړي.
دا ترخه چې زه یې په اړه وایم،
ښایي دا ترخه
د بیلتون وروسته د یار پخواني لیکونه وي،
پر سټیج د زړه بې واکه درزا،
د جنازې وروسته د یو چا خالي ځاي،
په نیمه شپه کې د ساعت وژونکې ټکا،
ناببره د یوه ماشوم د خوږېدو چغه،
په سترګو کې له ډاره پټه اوښکه،
په ستوني کې غوټه شوې خبرې،
نیمه د چای خالي پیاله ، له هغه خوږ مسافر چې بیا لیدل یې نامعلوم دی.
په غمګین زړه د جمعې مازدیګر،
یوازیتوب په درنې او له شوره ډکې تالندې کې،
او….
همدا ترخه ندي نو څه دي؟
ځینې ناببره، بې شوره، بې مثاله ستا په لور درومي، تر څو ویڅکې او د خوږو په خوند پوه شې.
همدا دي چې د یوه څه تضاد سبب ګرځي د اصل په قدر پوه شو.

۲۰۲۶ اپریل ۲۴

د افغانستان پرانیستی پوهنتون

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.