زما د ژوند نوې لسېزه

نظیفه دفتاڼۍ

730

نن یوازې زما د زوکړې ورځ نه ده؛ دا د یوې بشپړې دورې پای او د یوې نوې هیله‌مندۍ پیل دی. دوه لسیزې مې له ځان سره زړورتیا، بریاوې، کړاوونه، او نه هیریدونکي یادونه راوړې. دا شل کاله یوازې د وخت د تېرېدو یوه شمېره نه ده؛ دا د یوه انساني ژوند د سلګونو کیسو یوه ټوټه ده.

شل کاله مخکې زه یوازې یوه ناپېژندل شوې نجلۍ وم، د نړۍ په تلوسو کې راګېره. د خپل ژوند نقشې مې نه درلودې، د سوالونو ځوابونه مې نه درلودل. خو ژوند خپله لار راته وښوده. هره ورځ، هره ستونزه، او هره بریا زما د شخصیت یوه نوې پاڼه وه.

ما دوه لسیزې ژوند تیر کړ، پکې مې ډیری خوږی ترخې ولیدې، د ژوند ګڼ اړخونه مې وپيژندل ياد مې دي هغه شېبې چې زړه مې له خوښیو ډک و؛ داسې چې احساس مې کاوه نړۍ زما په وړاندې تسلیمه ده او یوه له نېکمرغو انجونو څخه یم خو بیا داسې ورځې هم راغلې چې هر ټپ، هر درد، او هره تېروتنه زما لپاره د نړۍ زړورتیا یو نوی راز شو او هغه شانته حالات راتلل چې فکر مې کاوو له ځينو حالاتو د وتلو لپاره یوازې یوی معجزې ته اړتیا ده.

اوس چې شل کاله مې تېر کړل، پوهېږم چې ژوند یوازې د خوشحالیو ننداره نه ده. دا هغه سفر دی چې موږ ته د خپل ځان د پېژندنې لاره راښیي. هر یو ټپ زما د بریا دلیل شو، هر درد مې د قوت ګولۍ شوه او هره اوښکه مې لامل شوه د ژوند لاره راته پریولل شې. زه اوس پوهېږم چې زه یوازې یوه ساده انجلۍ نه یم؛ زه د خپلو هڅو، خپلو خوبونو، او خپلو هڅو جوړښت یم.

اوس چې د ژوند نوی فصل پیلېږي، زه ځان ته یادوم چې ژوند یوازې هغه نه دی چې موږ یې ګورو، بلکې هغه دی چې موږ یې په خپله رنګوو. زه به خپل خوبونه تعقیبوم، د هرې ننګونې پر وړاندې به ټینګه پاتې کېږم، او خپل ځان ته به د زړورتیا یوه بیلګه یم.

ځوانۍ له موږ د لويې نړۍ د بدلون هیله لري، خو زه نن پوهېږم چې د نړۍ بدلون یوازې زموږ له دننه پیل کېږي. زه د دې سفر هره شېبه په شکر تېروم ځکه ژوند یوازې یوه سیالي نه ده؛ دا یوه ډالۍ ده چې باید په ښه ډول وپالو.

زه ژمنه کوم چې خپل خوبونه ژوندی وساتم. زه به د خپلې لارې لپاره جګړه کوم او د هغو خویندو لپاره به د الهام سرچینه شم چې د ژوند له ننګونو سره مخ دي. زه خپل استقلال، زړورتیا، او خپلو لوړو موخو ته په ټینګه کلکه پاتېږم، ځکه پوهېږم چې ژوند یوازې هغه دی چې موږ یې په خپله جوړ کړو.

نن یوازې زما کلیزه نه ده؛ دا د ژوند د مانا یوه نوې پاڼه ده. هغه پاڼه چې ما ته یې د ژوند یوه نوې نړۍ پرانستې ده، داسې نړۍ چېرې چې خوبونه او زړورتیا د یووالي په څېر سره ګډېږي.

د کونړ سيند 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.