د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري عادي روانه ده، خو د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د وړمې شپې تر برید وروسته د دواړو ګاونډیو هیوادو اړیکو ته اندیښنې په زیاتیدو دي.
طالبانو پاکستان ته خبرداری ورکړی او پاکستان تر اوسه د دې حملې په اړه رسما څه نه دې ویلي.
یو شمیر پاکستاني سرچینې وایي چې په برمل ولسوالي کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي او د روزنې مرکزونه له منځه وړې دي. تحریک طالبان پاکستان بیا ویلي دي چې په دې بریدونو کې وزیرستاني کډوال وژل شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمد اله فطرت د چین سینهوا اژانس ته وویل چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د الوتکو په برید کې یو پنځوس تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. تر دې مخکې د وژل شویو شمیر شپږ څلویښت تنه یادیده.
د ښاغلي فطرت په وینا د دې بمبارۍ له امله یو شمیر کورونه هم ویجاړ شوې دي.
فرانس پریس اژانس ته د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کوله وویل چې پاکستان د افغانستان د خاورې دننه د ترهګرو پر پټنځایونو د جټ او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.
د لویدیځ بل اژانس اسوشیتد پریس ته بیا د پاکستان امنیتي چارواکو په دې شرط چې نومونه به یې نه افشا کوي ویلي دي چې د سې شنبې د شپې عملیات د ترهګرو د وژلو او د هغوی د روزنې د مرکزونو ویجاړول و.
خو د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني خبرې اسوشیتد پریس اژانس رااخیستې دي چې ادعا یې کړې ده چې په دې بریدونو کې د اووه ویشت ښځو او ماشومانو په ګډن پنځوس کسان وژل شوې دي. د خراساني په وینا دا بې وسلې کډوال وو چې له وزیرستانه هلته تللي وو.
ټي ټي پي چې له افغان طالبانو سره نژدې اړیکي لري، یو شمیر عکسونه هم په خواله رسنیو کې خپاره کړې دي چې پکې وژل شوي ماشومان ښکاري.
دا بریدونه څو ساعته وروسته تر دې وشول چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته ورسید.
د سیاسي چارو کتونکي او ژورنالست سیمع یوسفزي د پاکستاني ځواکونو دا برید له ډیپلوماتیکو اصولو سره په ټکر کې وباله، ده ازادي راډيو ته وویل:
«دا یو ډول د دیپلوماسۍ د نورمونو، اصولو او سنتونو خلاف عمل دی. په داسې حال کې چې د پاکستان خاص استازی وروسته له ډيره وخته کابل ته تللی و او هغه د بهرنیو چارو د وزارت تر حکم لاندې یو شخص دی او تر دې پورې یې خبرې کړې وې چې په راتلونکو څو ورځو یا اونیو کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د صدراعظم مرستیال هم دی، اسحق ډار کابل ته سفر وکړي».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت و؛ د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د ځانګړیو پاکستاني کړیو له لورې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د بې باورۍ د رامنځته کولو هڅه ده. په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې د افغانستان د حریم نقض په هیڅ صورت دوی ته د منلو نه دی.
تر دې مخکې د سې شنبې په شپه د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د برید په تړاو ویلي و چې دا د نړیوالو اصولو خلاف وحشیانه برید به بې ځوابه پاته نه شي.
د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر هم پرون د دې برید په تړاو احضار کړ او هغه ته یې احتجاج لیک وسپاره.
اسلام اباد د دې بریدونو په تړاو رسما څه نه دې ویلي خو پرون د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې د پاکستان د ځواکونو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د ترهګرو ناوړه طرحې یې شنډې کړې، اما ښاغلي نقوي په افغانستان کې د شویو بریدونه یادونه ونه کړه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله وضعیت عادي دی، تجارت روان دی خو اسوشیتد پریس اژانس د کتونکو په وینا دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې ښایي (ټي ټي پي) په پاکستان کې انتقامي بریدونه وکړي.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.