د مادرید کنفرانس او د چوڼچوڼو د چغارو په اړه تبصره

شاه محمود میاخیل

0 4
اول به شخصي مسایل شاته پریږدو، د مادرید په کنفرانس به  بحث وکړو:
1. د مادرید کنفرانس د اسلام اباد کنفرانس په دوام دی. هغه کسان چې د افغانستان د سیاست په الف ب پوهیږي، ټول پوهیږي چې اسلام اباد په افغانستان کې څه غواړي؟ که د مادرید د کنفرانس ګډونوال په دې نه پوهیږي چې اسلام اباد په افغانستان کې څه غواړي، بیا خو د دوی نه امید نه دی پکار.
2. د مادرید کنفرانس کوربه ته فنډ اخستل مهم دي. مخکې یې د قطر، سولې عالي شورا او نورو منبعو نه فنډونه اخستل اوس یې د اسلام اباد نه اخلي او فنډ هم په دې خاطر اخلي چې قومي، سمتي، ژبني او نورو مسایلو ته لمن ووهي.
3. د دې کنفرانس یو شمیر زیات ګډونوال د افغانستان ملي مشترکات لکه د افغانستان ارضي تمامیت، د افغانستان نوم، سیاسي تاریخ او افغانیت نه مني، نو دوی څنګه کولې شي چې د افغانانو په منځ کې اعتماد جوړونه وکړې شي؟
4. د کنفرانس پریکړه چې د اساسي قانون د مسودې لپاره کمیسون انتخاب کړي، پخپله په حقوقي او سیاسي لحاظ، یوه بې معنی خبره ده. د یو هیواد لپاره د قانون مسوده جوړول د کنفرانس د څو غړو کار نه دی. د جمهوریت اساسي قانون شتون لري. تعدیل او لغوه یې هم د لوی جرګې کار دی. د دوی هدف د اساسي قانون د جوړولو په نوم په اختلافي مسایلو لکه فدرالي، ریاستي، متمرکز او غیر متمرکز، هویت او نورو اختلافي مسایلو باندې بحث کول دي چې داسې مسایلو مطرح کول په دې وخت کې پخپله د اعتماد جوړونې پروسه نه ده بلکې د نفاق جوړونې سوژې دي چې د اسلام اباد نه د افغانانو په منځ کې مطرح کیږي.
5. لکه څنګه چې د طالبانو د کړنو او پالیسیو سره مخالف یو، همداسې د هیواد نه بهر د هغه حرکتونو او کړنو سره هم مخالف یو چې د افغانانو په منځ کې د نفاق او شقاق لپاره د نورو سوژې مطرح کوي او نورو نیابتي جګړو ته زمینه مساعدوي.
6. که پورته دلایلو ته نظر واچوو، د مادرید کنفرانس ګډونوالو ته د چکر او سیل یوه موقع وه، خو د اعتماد جوړونې لپاره هیڅ په درد نه خوري بلکې نفاق او قومي تضادونو د زیاتوالې لپاره هلې ځلې دي. داسې کنفرانونه په ملي او نړیواله کچه اهمیت او ارزښت نه لري او د افغانستان د ثبات او د افغانانو په منځ کې د اعتماد جوړونې لپاره په درد نه خوري.
د دې خبرې یادونه اړینه ده چې په تیرو څو لسیزو او حتی سدیو کې ډیرو کسانو او ډلو په هیواد کې دننه او بهر کوښښ وکړ چې افغانستان تجزیه او د افغانانو ملي هویت او ارزښتونه له منځه یوسي، خو هیڅوک تر اوسه کامیاب شوي نه دي او نه به اوس یا راتلونکې کې کامیاب شي.
د افغانستان په ټولو قومونو کې ښه او خراب کسان شته خو د افغانستان د ټولو قومونو اکثریت ولسونه متحد افغانستان غواړي. ټول افغانان  د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق باید ولري. هیڅ قوم په یو بل قوم تفوق او برتري نه لري. د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. ټول افغانان چې ملي ارزښتونه مني، د افغانستان اصلي مالکین دي.
زما په اند، د اعتماد جوړونې پروسې لپاره یوازنې لار د لوی جرګې دایریدو لپاره زمینه مساعدول دي چې د افغانانو تر منځ د انتقام اخستنې په عوض د اعتماد جوړونې او ملي پخلاینې لپاره زمینه مساعده کړي. د افغانستان د حقوقي او سیاسي نظام د جوړیدو لپاره تګلاره پیدا کړي چې افغانان په نظام کې ځان وګوري او افغانستان د انزوا حالت نه ووځي.
له بله پلوه،  د ځینو چونچڼو او چوڼچڼانو سره که څه بحثونه بېهوده او د وخت ضایع کول دي، خو بیا هم د دوی لپاره یې تکراري لیکم.
Related Posts
1 of 63,810
یو څوک چې د جمهور رئیس، وزیر او والي د صلاحیتونو محدوده نه پیژني، په حقیقت کې د پارلمان حیثیت یې هم نه پیژنده او خپله دنده ورته معلومه نه وه.
تورخم مسله په کراتو مطرح شوې او مایې ځواب ویلې دی. د تورخم تګ د ترانسپورت وزیر په مشرې تګ و او مسله د تورخم د بندر څلورویشت ساعته بیرته کول و. د ترانسپورت وزیر د مانه مخکې ولاړ دی. والي او وزیر د تورخم یا ډیورند د فرضي کرښې د منلو او نه منلو صلاحیت نه درلود او حتی جمهور رئیس هم نه درلود. عکس کې لیکل شویدي:
Torkham Border Terminal Inauguration
یعنې د تورخم د ترانسپورت د ترمینل پرانیسته. ترمینل د ترانسپورت بندر ته وایي. دلته د دروازې د رسمیت پیژندلو مسله چیرته ده؟ که داسې امر یا مسله د رسمیت پیژندنې وې، ما دومره جرئت درلود چې مخالفت مې کړې وې. د فساد مسایل خو ښه دی نشي ښودلې خو همدا یوه مسله ښکته او پورته کوي.
هو!
پاکستانیان د ډیورند فرضي کرښه د سرحد په نوم پیژني او مونږ ورته فرضي کرښه وایو. ما دومره وکړل چې جمهور رئیس رانشي او په عوض یې وزیر د ترانسپورت راغی او دا هم په دیپلوماتیک لحاظ د هغوي لپاره توهین و چې د هغوي لخوا صدراعظم او د دېخوا نه یو وزیر یا والي و. د تورخم د تګ په هکله مې هغه وخت هم وضاحت ورکړیدی، زما په کتاب کې چې د جمهوریت د سقوط نه لږ مخکې چاپ شوې، تفصیل یې شته او وروسته مې هم وضاحت ورکړیدی.
که د تورخم د رسمیت پیژندلو مسله د والي په صلاحیت کې وې نو بیا دا چونچڼې خو په پارلمان کې وې. والي او وزیر یې باید استیضاح کړې او وضاحت یې غوښتلې وې او د افغانستان د ملي منافعو نه یې باید دفاع کړې وې. ولې هغه وخت چوپ و؟ په دې به بحث نه کوو چې اکثریت دوی په څه اخته و او څنګه یې د پارلمان د موقف نه سؤ استفاده کوله.
د تورخم مسله د پاکستان پلویان ځکه په کراتو کراتو مطرح کوي چې وښایي د ډیورند د فرضي کرښې مسله حل ده. حال دا چې د ډیورند د فرضي کرښې مسله د یو والي یا وزیر په تګ نه حل کیږي. ډیر والیان او وزیران پخوا هم تللي، اوس هم ځي راځي او سباته به هم وي خو د پاکستان د ایجاد نه وروسته، هیڅ یو حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې او د عکس ښکته پورته کول هیڅ معنی نه لري. هغه لاسته راوړنې چې مونږ په کم وخت کې په ننګرهار کې درلودلي په څو لسیزو کې نه وي تر لاسه شوې. د بیلګې په توګه کلدارو بندول، د غازي امان خان د مقبرې ترمیمول، د جلال اباد د قصر ترمیم، د پاچا خان مقبرې او مرکز جوړول، په شپږو ولسوالیو کې د داعش نفوذ او کنترول ختمول، د پښتونستان چوک جوړول، سرکونه، پلونه، امنیت پراخوالې او نور. د ننګرهار بې ثباته ولایت په یو با ثباته ولایت بدل شو. د پارلمان د چوڼچڼو او چوڼچڼانو د کمیشنکارې مخه نیول او داسې نور. دا کارونه ټول د پاکستان د لاسوهنو او ګټو په خلاف کارونه و.
دویمه مسله چې یو شمیر چوڼچڼې او چوڼچڼان د طالبانو سره د جنګ مطرح کوي، د دنیا په ډیرو هیوادونو او سیمو کې د جنګ تر څنګ د سولې خبرې هم روانې وي. د افغانستان د تیر جمهوریت پالیسي جنګي نه وه ځکه د سولې عالي کمیسیون، د قطر دفتر، د مذاکراتو ټیم او د سولې لپاره لویه جرګه جوړه شوله. ځیني همدا چوڼچڼې او یا چوڼچڼان یې برخه و او د سولې په نوم یې د وزیرانو معادل او حتی زیات امتیازات اخستل. ولې هغه وخت چوپ و. په قطر او مسکو کې یې د طالبانو سره بڼدارونه کول او د طالبانو لپاره یې لابي کوله چې طالبان بدل شویدي.
که څه هم زه یوازې اته میاشتې په دفاع وزارت کې وم، خو د افغانستان حکومت جنګ د ارضي تمامیت نه د دفاع او د ولس او نظام د امنیت ساتنې په خاطر و. امنیتي او دفاعي قواو، د حکومت د پالیسې په اساس جنګ کوه او دا د وزیر دفاع یا امنیتي ادارو صلاحیت نه و چې جنګ وکړي یا ونکړي بلکې دا د حکومت د مشرتابه د فیصلو پورې اړه درلودله. زه که په حکومت کې وم یا نه، همیشه مې د امنیتي او دفاعي قواو د سرښندنې نه دفاع کړې او اوس یې هم کوم. هیڅکله نه غواړم چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو مسوولین په نیابني او غیر مسووله جنګونو کې ښکیل یا جنګونو ته تشویق کړم. د طالبانو د موجوده پالیسو مخالف یم او د دوی موجوده تګلاره او پالیسي پخپله نیابتي جنګونو ته زمینه مساعدوي. که د طالبانو په تګلاره  او پالیسیو کې تغیر رانشي، د راتلونکو ټولو بدو عواقبو مسؤولیت به د طالبانو په غاړه وي. زما دا نظر د جمهوریت د سقوط نه مخکې او وروسته ثابت دی چې د جنګ مخالف یو او دا د یو څو چوڼچڼو او چونچڼانو په تاویلو ماویلو نه بدلیږي.  د افغانستان ثبات او د ولس سوکالي غواړو. د سهمونو او پروژو اخستلو په اساس د طالبانو مخالف نه یو بلکې د طالبانو د پالیسیو او تګلارې سره مخالف یو. مونږ دې په راتلونکې کې هیڅ سهم او رول ونه لرو خو افغانستان کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي چې افغانان په نظام کې خپل ځان وګوري او افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. مونږ نه شخصي عقده لرو او نه شخصي مخالفت د چا سره لرو فقط د هغه تګلارو به مخالف اوسو چې د افغانستان په ضرر وي، ملي یو والې او حاکمیت ته ضرر رسوي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply