ملي احساس

محمد اسحاق امانزی

0 70

زما د نا چاپ سوي کتاب «ملي احساس» څخه که چیري د زده کړې فرصتونه په مساوي توګه دپام وړ ونه ګرځي، د ښاري بې وسه یا وس داره خلکو بچیانو ته او یاکلیوالي ماشومانوته د زده کړي حق په عادلانه او مساویانه توګه د قانون تر پوښښ لاندي ور نکړه سي په دنیا او اخرت به د خلګو لاس او د مسئول کسانو به ګریوان وي ځکه چي استعدادونه فرق کوي کیدای سي په کلیو اوښارونو کښي د ځینو ماشومانو په مینځ کي داسي مستعد مغزونه وي چي نابغه وي او هیڅوک یې دحق غوښتلوجواب ونلري ځکه نو زما له شخصي تجربې له مخي زه عقیده لرم چي تدریسي قوانین باید دټول ملت لپاره یوشان وي ګټوره خبره به وي چي په دې وسیله کیدای شي د شتمنو او بې وزلو ماشومانو ترمنځ تدریسي تشه اوسیالي ډکه سي.

ښه اصول او ښه طرحه د مکتب او زده کړي په اړوند باید داسي وي چي دولت ټولو اتباعو ته کیدای سي چي تر اتم ټولګۍ پوري زده کړه اجباري کړاي سي او دهلکانو او نجونو لپاره د قانون په رڼا کي اقتصادي مسئولیت د سپسایدې یا دولتي مرستي تر سیسټم لاندي د دولت پر غاړه واچول سي دولت یې درسي مصارف پر خپله غاړه ومني او قبول یې کړي چي د ټاکلي معاش او اقتصادي تشویق په مقابل کښي هري ټولګۍ ته تشویقي اقتصادي مرسته، د مکتب تدریسي لوازم د کمپیوتري زده کړي ترڅنګ تعلیمي ایفاډونه چي یوازي او یوازي د مکتب لوست کورنی زیار یا کار خانګي پکښي زده کړه کیږي شاګردانو ته مجاني ورکړه سي زما په عقیده دغه خو یوه حقیقي او څرګنده خبره ده چي خلک ولي د خپلو اولادونو زده کړي ، ښوونځئ اومکتب ته زړه نه ښه کوي یوعمده دلیل یې اقتصادي کمزور تیا ،ناوړه تبلیغ او بې وسي ده که چیري دولت دغه بار پرخپله اوږه واخلي او شاګردانو ته تشویقي معاش او امتیاز ور کړه سي هرو مرو به یې پایلي ګټوري او ډیر کسان به حاضر سي چي خپل اولادونه مکتب ته واستوي ما په خپل کلي کي داسي نجوني ولیدلې چي د ډیر ي قوي حافظې څښتناني وې بیله مکتب څخه یې په پښتو، دري او انګلیسي لیک لوست کولای سوای که چيري داسي استعدادونه وروزل سي حتمي به داکتراني یا پروفیسوراني وي مګر اوس دغسي ټول استعدادونه تر خاورو لاندي کیږي.

ما دیوې انجلئ څخه وپوښتل چي څه فکر کوي یا څه هیله او امید لري؟ هغې په جواب کي خوله خلاصه کړه پورته اسمان ته یې کتل په داسي حال کي چي سترګي یې سرې داوښکو ډکي سوې خپل مور پلار او حکومت ته یې ښراوي کولې چي ولي دا حق نه ورکوي چي زده کړه وکړي بله بیلګه یو کال مخکي د یوې میاشتي لپاره امریکا ته تللی وم چي دوستان ووینم په یوې افغاني کورنۍ کښي میلمه وم ټول شپږ اوه اولاده یې با استعداده وه د لوست او زده کړي سره یې ښه علاقه ښودل د یوې انجلۍ څخه مي وپوښتل چي په درسو کښي څرنګه ده هغې راته په عاجزي سره تبسم وکړ او په ویاړ یې راته وویل چي د کالیفورنیا ایالت په سان دیاګو ښار کښي چي تقریبا لس ملیونه نفوس لري نهه ویشت کالجه دي او ما په دې ټولو کالجو کښي لومړی مقام خپل کړ ما په یوه شاباس د دې زړه ور خوشحاله کړ خو ترڅنګ یې په سوو پوښتني په زړه او فکر کي را پیدا سولې کله به مي په افغاني استعدادونو ویاړ کاوه او کله به مي د غم او افسوس هیلي د اسمان کنګرو ته ختلې او دپاک خدای دربار ته به عذر سولم چي پر افغا نانو رحم وکړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply