ایا نجار به دې جامي وګڼډي؟

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

0 53

له یو ساده مثاله به يي پیل کړم، که کله یو شخص، نجار ته چي د لاس مهارت  يي لرګو څخه  د دروازه، کړکی او المارۍ جوړولو د برخي دی، مراجعه  او تري غوښتنه وکړي چي له رخت او ټوکرڅخه ورته په خپل لاس جامي یعني پرتوګ کمیس وګنډي، یا یو آهنګر ته ورشي چي په خيل لاس ورته کړکی یا دروازي جوړي کړي د مشتري دا رنګه غوښتنه به خلکو ته ډير ساده لوحانه معلوم شي او خلک به مراجعه کوونکي ته د لیوني، احمق یا رواني مریض ګمان وکړي یا هم مختلف منفی القاب به ورکړي، خو په عین حال د سیاست په نړی کي که څوک د یو سوسیالیستي جریان څخه چي کلونه يي د سوشل دیموکراسي پر مبنا د حاکمیت د ایجاد دپآره يي مبارزه کړی وي فکرا او عقیدتا په سوسیالیزم باور ولري تري دا غوښتنه وکړي چي مونږ ته د دیوبندي یا کومي بلي مذهبي فرقي دتعبیر په اساس د امارت او یا خلافت موډل جوړ او وړاندي کړه.

 یا د یو اسلام پاله مذهبي فرقي څخه چي عملا واکمن وي دا تمه ولري چي لبرالیزم پلي کړي او د ډیموکراسۍ د اصولو پرمبنا دولت رامنځته کړي، دا حالت کي د افغانستان غوندي هیواد کي به خلک يي څه ووايي؟ څنګه القاب به ورکړي؟ موقع شناس؟ که د خلکو د زړونو ترجمان؟ ناخبره؟ یا د خلکو له درد څخه اګاه؟

دي دویم حالت کي معلومه ده خلک ځکه په څو ډلو ویشل کیږي چي تر بل هر علم د سیاست علم ډیر مغلق او پیچلی دی بنا دلته نو  هر کس د خپل لیدلوری او ګټو په اساس قضاوت کوي ځیني به يي حق په جانب او ځینی نور کسان به يی باطل، اخلال ګر، او یا د همغه وخت برحاله واکمنان چي کله ویني د دغه شخص غوښتني ددوي د ایمان، عقیدي او قوانینو سره مخالف وي دا کس به یاغی و باغي وګڼي.

لمړي مثال او حالت د پیل دپاره وو که د سیاست په نړی کي ورکړل شوی مثال ته دقت وکړو او له څو بیلابیلو زاویو څخه يی وڅیړو څو حالته مو مخي ته راځي.

د داسي یو غوښتني راپورته کوونکي څه ډول شخص دی؟ ماته خوړلي رهبر، سیاسي علومو ماهر، مشهور فعال روحاني، کسبګر، حرفوي او عام کس چي د خپل وخت له شته وضیعت څخه متضرره دی یا نا آګاه اوبي خبره چي نه کار سره مینه لري او نه روزګار سره.

د ټولني نا خبره او نا اګاه کسان چي ډیر وخت د ارادي بی کارۍ حالت کي وي او بي روزګاري يی شوق دی، دوي هر وخت پرته له دي چي ځانته زحمت ورکړي، د متحرکو سیاسي جریانونو په اړه معلومات حاصل کړي یا یو سیاسي فکري لیدلوری ځانته وټاکي، یا د ژوندانه د چارو د پرمخ بیولو دپاره ځانته اصول او قواعد ولري، تل په نورو نیوکي کوي، معلومه ده چي دوي له هر چا څخه هر شی غواړي، د خیټي مړولو دپاره هررنګه مطرح او مشهوره خلک او جریانونه تاییدوي یا يي ردوي یا که په ساده اصطلاح يي ووایو: کله چاپلوسي کله تخریب کوي. دا ډول خلک په هر ډول نظام نیوکه کوي مګر ددوي  د انتقاد او غوښتني سطحه ډیره ټیټه وي خبره يي په نورو خلکو اغیز نلري او جدي هم باید و نه نیول شي. ځکه دا ډول خلک اصلا هیڅ ډول سیاسي موقف او هیڅ ډول ارزښت ته ژمنتیا نلري.

دویم د ټولني کسبګر او حرفوي خلک چي له هماغه شته وضعیت څخه متضرره وي دوي د یو فرصت په تمه وي، دې خلکو کي هم اکثریت کسان يي خپله سیاسي لرلید نلري بلکه د ټولني نخبه کسانو ته غوږ وي چي د ټولني نخبه او سیاسي جریانونه څه ډول برنامه وړاندي کوي چی د دوي ضرر او تاوان جبران شي، دې ډول وضعیت کي که هر څوک ددوي په نفع غږ پورته کړي او  د ټولني دا شمیر خلک پوه شي چي هم خپل غوښتنو ته رسیږي او هم يی معنوي ارزښتونه حفظ کیږي دا خلک يي ملاتړ کوي. د اکثره هیوادونو کي د ټولني اکثریت همدا ډول کسان جوړوي.

Related Posts
1 of 63,720

دریم هغه سیاسي څهري او فعال روحانیون چي پورته دوه ډوله خلکو سره عین موقف نیسي یعني د یو سوسیالیستي جریان څخه غواړي چي د اخوانیزم د مذهبي فرقي د تعبیراتو په اساس د د دولت داري، سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیز نظام موډل وړاندي کړي، ددی خلکو داسي موقف نیول ټولنه کي د راتلوونکي احتمالي بحران د خطر اخبار او زنګ دی. کله چي وینو د ټولني سیاسي یا روحاني مطرحي څهري په خپلو څرګندونو کي داسي  موقف نیسي یعني ضد و نقیض څرګندوني کوي، څو موضوعاتو ته جدي توجه پکار دی.

–         ماته خوړلي سیاسي لیډران اکثر فکر کوي ټولنه کي د مثبت بدلون او پرمختګ قوه له پښو غورځیدلي او د راتلونکي مثبت تغیر دپاره هیڅ ډول امید واري نور نه دی پاتي ځکه نو سیاسي څهري غواړي چي داسي یو موقف ونیسي چي خپل تیر هیر او یو نوي قدرتمند او حاکم جریان کي مدغم شي. په دي ډول دوي خپل ټول تیر مثبت کارنامي او تاریخ تر پښو لاندي کوي او په شته حالت کي و لو که دده د اصول او قواعدو خلاف  منفي ټکي ډیر هم وي دوي پکی د ادغام هڅی کوي.

–         ځیني کسان اصلا، سیاسي درایت نلري، د سیاسي او مذهبي علومو ماهرین نه وي بلکه یو بهرني عامل ددی سبب شوی وي چي بعضي خلک د سیاست او مذهب په ډګر کي مطرح شي، داسي خلک هیڅ نوع خود ارادیت او ثابت موقف نلري د حالاتو د بدلون او د بهرنی ملاتړ په ختمیدو سره د ځان د بدلولو هڅی کوي، دي وخت کي د دا ډول اکثره کسان په خپله هڅه کي ناکامیږي یا یو کم شمیر يي د ټولني عادي وګړي ګرځي. او بالاخره په تدریج د یو عام وګړي په توګه له منځه ځي.

–         هغه څهري او ډلي چي سیاسي یا مذهبي سوداګر دي، سیاست او مذهب ته یواځي د تجارت یا د شتمني د راټولولو د یو وسیلي له نظره ګوري، په معنوي ارزښتونو، ټولنیز عدالت، د راتلونکي تاریخ په قضاوت باور نلري دا ډول کسان هر وخت د حالاتو سره مطابق خپل موقف او دریځ بدلولي شي او هر چا ته د نقدي مرستي یا دولتي موقف د ترلاسه کولو دپاره لاس غځولی شي.

شعوري، متعهد سیاستوال او متخصصین، با ایمانه د کلک عزم خاوند روحانیون کله هم د خپل موقف څخه نه اوړي، ضد و نقیض دریځ نه نیسي او یا په ساده مثال کي، کله هم د کلګار څخه نه غواړي چي جامي ورته وګنډي، که څه هم دا لاره او دریځ يي ډيره قرباني تري واخلي.

افغان ځوانانو ته پکار دی چي د خپل ښي راتلونکي دپاره خپله سیاسي کړنلاره ډیر دقیق، شعوري، په عیني واقعیتونو ولاړ وټاکي، موسمي موقف نیول، یا د بي ثباته کسانو پسي تلل هم مادي زیان لري او هم معنوي، د داسي حالت دوام انسان په یو څلور لاري کي  ودروي چي نه پوهیږي په کومه ولاړ شي او بالاخره به یو لوي ګړنګ ته غورځي.

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply