د خاموشو انسانانو سیاست/ یوویشتمه برخه 

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

53

یوویشتمه برخه

……. په تیر پسي

تر هغي چې په یوه ټولنه کې کلتورې پرمختګ رامنځته نشي د ژوندانه په نورو برخو کې لکه سیاست ، اقتصادې سیستم ، او د وګړو د امنیت  په برخه کې پرمختګ نشې رامنځته کیدلی او د هغې ټولنې خلک تر یوه  اوږده مودې پورې په بدوی حالت کې نا متمدن ژوند تیروي. په یوه ټولنه کی کلتوری عنعنات مستقیمآ متناسب دی په هماغه ټولنه کي د کار د ابزار او وسایطو سره، لکه څنګه چي انسان تل په دې هڅه کي وي چي د پرمختللو ابزارو د تولید او انکشاف له لاری په خپل کاری چاپیریال کی اسانتیاوی رامنځته کړي ځکه نو کلتوری مسایل هم متغیر وی او ثابت نشي پاتي کیدلی.

هغه متمدن ټولنو یا هیوادونو کې چې د خلکو د رایې په اساس  آزاد او ملې دولتونه جوړ او رامنځته شوې وي هلته حکومتونه  ځان مکلف ګڼې چې کلتورې پرمختګ ته کار وکړي، مډرن، ولسي حکومت  کلتورې پرمختګ دپاره کلنې بودجه  ځانګړې کوي او د مختلفو فرهنګې برنامو د لارې خلک  فرهنګې پراختیا ته رادعوتوې، او د کار د ابزارو د  نوي کولو سره هم مهاله خلک کلتوري بدلون ته هڅوي، ددغی پانګوني ګټه دا وي چي  عامو خلکو ته  منفی دودونو زیانونه بیان شي او خلکو ترمنځ عامه پوهاوي ډیر شي.  په دي ډول د یوي ټولنې افراد راتلونکی هر ډول سیاسې،  افتصادې او ټولنیز بدلون منلو ته آماده کیږي او د ټولنې وګړې د  د دولت د اصلاحې او پراختیايي برنامو سره ښکاره مخالفت نکوي، او له دي لاري د ژوندانه نورو ټولو برخو کي هر ډول پراختیا او ودي ته زمینه مساعدیږي. برعکس په وروسته پاتې ټولنو کې چې واکمنان ېې د زور او ځواک د لارې واک ترلاسه کوې او د قهریه قوې په اعمال سره  خپل حاکمیت ساتې   د  کلتور په ساتنې باندې ټینګار کیږې، د کلتورې پراختیا د مخنیوی او یا د کلتور د ساتنې په پلمه د  شاتګ پاله برنامو عملې کول  لاره خلاصوې چې  د ټولنې افراد د پرمختیایې برنامو سره پیژند ګلوې حاصل نکړې او  د هماغه  ټولنې افراد  د نورو متمدنو  انسانانو د لاسته راوړنو پر وړاندې عقدیې چلند کوې ، او د بشر د هر ډول  پرمختیایې افکار او  برنامو سره کلک مخالفت څرګندوې.

خلکو سره د کار په جریان کي ما دا حالت لیده  چي افغانستان کي اوس هم کلتوري پراختیا ته کار نه کیږي، ځکه خو یو زیاد شمیر خلک د کلتور په ساتلو باندي ټینګار کوي، خاص د ښځو او میرمنو د حقونو، ټولنیز، سیاسي او ملي اقتصادي برنامو برخه کي د ښځمنو  د مشارکت په حصه کي عامه اذهان د ارګانیک بدلون منلو ته آماده شوي نه دي، ما هلته لیدل چي د اوبو لګولو د پروژو په برخه کي خلک د ښځو ستونځي او د انکشافي برنامو په برخه کي د دوي د مشکلاتو د حل دپاره د دوي ضروریات له پآمه غورځوه، د مثال په ډول، کلیو بانډو کي ښځمني د کانال د اوبو څخه د شستشو یا مینځلو دپاره یا هم ځينی سیمو کي د څښاک دپآره همدغه د کانال اوبه کارولي او د کانال د اوبو د کارولو دپاره دوي هلته په محلي شکل ځآیونه درلوده چي باید د یو لوښي په واسطه له کانال نه اوبه واخلي چي په محلي اصطلاح ورته ګودر ویل کیده، یا هم د کور څخه د وتلو وخت کي د ویالي په سر باید یو کوچني پلچک ولري چي اکثره به په محلي شکل د لرګیو څخه جوړ وو ښځمنو تري استفاده کوله مګر د پروژي د مداخلي له امله به دا ډول ساختمانونه له منځه تلل او یا به يی موقیعت تغیر شو چي دا خپله مستقیم ددوي په ژوند اثر ګزاره وو، که څه هم دجمهوریت په ورستیو کلنو کي خاص د داکتر اشرف غني د ریاست جمهوري په دور کي د ښځو د مشارکت او د پروژو په برخه کي د هغوي د نظریاتو د اوریدو دپاره د جندر برخه فعال او ځیني میرمني دي برخه کي وګمارل شوي تر څو د محل د ښځو سره خاص ښځینه مجالس چي یواځي میرمني ګډونوال وي جوړ او نظریات يی واوري په همدي اساس یو شمیر خاص ساختمانونه په نظر کي نیول کیده، لکه د ګودرونو د بیا احیا، یا د فرعي لارو او کوچنیو پلچکونو جوړیدل تر څو له دي ناحيی ښځو ته کومه ستونځه جوړه نشي مګر د محل خلک د کلتوري ارزښتونو له امله حتا په غونډو کي د خپلو میرمنو د ګډون سره مخالف وو او اجازه يي نه ورکوله چي د کور ښځي يي په دا ډول مجالسو کي ګډون وکړي ډیر کم شمیر داسي خلک پیدا کیده چي په دا ډول موضوعاتو باندي سر خلاص وو. د مشرقي ولایتونو لري پرتي په ځینو محلات او ولسوالیو کي ما اوریده چي ویل به يی دي محله کي حتا یوه ښځه له بلي ښځی مخ پټوي. یعني د اجمتاعي موقف او سن و سال له لحاظه د کور کشره ښځه به هماغه کور کي د مشري ښځي لکه اینګور د خواښي نه مخ په پلو یا څادر پټوي. مګر داسي محلات مي هم ولیده چي د زراعت او مالداري غوندي درانه او شاقه کارونه يي هم ښځمنو ترسره کوه او دا يی بیا د خپلي قبیلي کلتوري رسم یادوه. دومره لوي او پراخ کلتوري تفاوتونه او دې برخه کي افراط او تفریط په دومره کمه جغرافیه کي ریښتیا هم ډیره څیړنه غواړي چي ددي برخي ارګانیک (ریښه) تري معلوم شي.

په طبعي ډول انسانان د هغو موضوعاتو په هکله ډیر خبري، مباحثه او پام کوي چي د هماغه اړوند موضوع له ادرسه ډیر زیاد متاثر او آسیب پذیره وي، او د بیلابیلو لارو او مختلفو مباحثو دلاري انسان غواړي خپل مشکلاتو ته د لاري حل پیدا کړي، افغانان په ټولنیز، رسمي او غیر رسمي، محلي یا هم کلتوري مجالس او د یو بل سره د ملاقات په وخت کي په دوه برخو موضوعاتو کي ډير بحثونه کوي، یو سیاسي موضوعاتو باندي بل مذهبي او دیني مسایلو په باره کي ډيري مباحثي او خبري کوي، که څه هم په افغانستان غوندي یوه ټولنه کي چي اکثریت وګړي يي بی سواد او یا کم سواده دي، د لیک او لوست سره کمه اشنايي لري او په باسواده قشر کي هم د آزادي مطالعي فرهنګ ډیر کمزوری دی، مګر نږدي د ټولو مجالسو سرخط او منځ پاڼه هماغه سیاسي او مذهبي موضوعات وي چي خلک يي د خپل منځي خبرو اترو وخت کي استعمالوي، که دوه افغانان خپل منځ کي فرضآ 30 دقیقي یا نیم ساعت خبري او مجلس وکړي 20 دقیقي به يی مذهبي یا سیاسي مباحثه وي یواځي 10 دقیقي به يی په اصلي موضوع وڅرخي. ډیر شمیر خلک مخکي له دي چي په خپل اصل موضوع او مشکل خبري وکړي و لو که مطلق بي سواده هم وي لمړي دیني روایتونه ذکر کوي هغه هم په ناسم او توجیيه ډول چي اکثریت کلیشه يي جملي دي، او بیا اصل موضوع ته راځي ګویا په دی ډول دوي خپل ځان حق په جانبه او خپله معضله په واقیعت توجیه کوي. ددي کار علت دادی چي افغانان اکثره د همدي دوو ناحیو نه هم د مذهبي فرقي د ادرسه او هم د سیاسي ډلو له لوري آسیب پذیره دي. …. نور بیا

د خاموشو انسانانو سیاست /شلمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.