د خاموشو انسانانو سیاست- درویشتمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

51

……. په تیر پسي

د رسمي وظیفي په جریان ، او د شخصي ژوند په دوران کي یوه موضوع چي زه يي په هر وخت او په هر نظام کي د عام او خاص خلکو د ژوند اقتصادي شرایط وینم دلته د خلکو ستره ستونځه په هیواد کي دبیکاری او کاري فرصتونو د نشتون دی اکثره خلک دوامداره کار نلري او ورځنی عاید يي ثابت او پایداره نه ده. افغانستان کي بیکاري یو واقعي حالت دی چي انکار تري نشي کیدلي مګر د بیکاري د زیاتیدو او دوامداره کیدو یو مهم عامل هم دلته د ناکاري بشري منابع شتون دی.

په یوه ټولنه کي د کاری فرصتونو نشتون بیکاري دی، مګر د هغه بشري نیرو چي د فني، حرفوي او تخصصي کار د ترسره کولو وړتیا او هنر ونلري ناکاره قوه ورته ویلي شو، دواړه حالته د ټولني دپاره  معضله او ستونځه ده، که څه هم د اقتصاد په علم کي  کومي بشري منبع یا مرجعي ته د ناکاره قوي  اصطلاح ندی کارول شوي خو دلته دي لیکنه کي د ناکاره بشري سرچیني اصطلاح هغه کسان (بشري منابعو) ته کاروو چي د فني، مسلکي، او تخصصي کار د اجرا وړتیا ونلري او ډیری وخت یا خو تولید کي برخه نه اخلي او سهم نه ورکول کیږي یا هم د غیر ماهر کارګر په توګه ګمارل کیږي، افغانستان غوندي هیواد له دي پورته دواړه حالتونو سره مخامخ دی، افغاني ټولنه کي هم کاري فرصتونه محدود او په نشت حساب دي چي له امله يي د کار تخصصي ځواک بيکاره پاتي کیږي او هم دلته د عمر په حساب ډير شمیر ځوان او د متوسط سن کسان 20-65 کلني پوري د حرفوي، مسلکي، تخصصي او حتا عادي فني کارونو د ترسره کولو وړتیا نلري او ورسره بلد نه دي. ودانیز، خدماتي او نورو تولیدي  لوي او کوچنیو پروژو او دستګاو کي یا هم خاص بیا د اوبو لګولو لویو  پروژو په برخه کي چي زه تجربه لرم او  کار مي کړی ډیری وخت زه وینم چي د ودانیزو شرکتونو مالکین او مسولین چي د فرعي پروژو د تطبیق برخه يي تر غاړه وي، ډيره تکیه په بهرنیو حرفوي او فني کارګرو کوي، چي اکثریت يي د نږدي ګاونډي هیوادونو یعني ایران او پاکستان یا هم هندي او ترکي اتباع وي، یو شمیر هغه افغانان چي همدي هیوادونو کي د مهاجرت ژوند يي تیر کړی او ځیني فني کارونو سره بلد وي په کار ګمارل کیده/ کیږي، خو کور دننه پآتي شوي کسان بیا اکثره د فني او حرفوي کارونو برخي سره د نابلدتیا له امله په کار نه ګمارل کیږي، او زیادتره کسان به د غیر فني کارګر په توګه کار کوي، مګر د جمهوري نظام وروستي کلونو کي بیا دا برخه لږه بهتره شوي وه او یو شمیر کسان د کار په جریان کي د کارونو په برخه کي د نوي تخنالوژي سره بلد شوي وو.

د تخصص او مهارت له پلوه په افغانستان غوندي هیواد کۍ د ناکاره بشري سرچینو برخه کي دري ډوله کسانو سره مخامخیږو.

1-   بيباکه کسان. 2.- غیر ماهر کارګر. 3 – نیمه ماهر کاریګر.

  1. بيباکه (بی پروا) انسانانو کي هغه کسان شاملیږي چي د زراعتي محصول، د کار د ابزارو تولید کي او حتا د ملي او محلي اقتصاد په مدیریتي او د طراحۍ برنامو کي برخه نه اخلي، ځآن سخت کار ته نه ورکوي او فزیکي کارونه نه ترسره کوي، دې شمیر کسانو کي اکثره د دیني مراکزو شاګردان، فارغین او د مذهبي فرقو مبلغین پکي شامل دي. په فردي لحاظ د ټولني ځيني نور اقشارو کسان به هم دغه شمیر کي شامل وي مګر ددیني مراکزو  ډیر شمیر کسان جمعي ډول په دي بهانه چي ګویا دوي دیني خدمات وړاندي کوي (د ماشوم غوږ کي آذان کوي، نکاح تړي، او لمونځ وخت کي امامت او د صف سر کي ودریږي) د کار د ابزار او نور تولیدي مراحلو کي برخه نه اخلي. یو زیاد شمیر کورني هڅه کوي چي ماشومان همدغه دیني مرکزونو تربیوي برنامو ته سوق کړي او ورسره بلد شي تر څو کورني خپل مذهبي ځايګاه ټولنه کي تثبت کړي ، ځوانان هم ددي له پآره چی راتلونکي کي د سخت فزیکي او دوامداره کار کولو څخه ځآن خلاص کړي،  دي برخه کي دا ډول مراکزو ته ډیره مراجعه کوي.
  2. غیرماهر کارګر: هغه کسان چي تخصصي حرفوي برخو کی لازم فني مهارتونه نلري او یواځي په بدني ځواک تکیه وي غیر ماهر کاریګرو کي شمیرل کیږي.افغانستان کي د حرفوي مرکزونو نشتون، د کارد بشري نیرو د ظرفیت لوړوني برخي ته د حکومتونو  نه پاملرنه، کلتوري اجتماعي محدودیتونه ( اکثره خلک شغل ته د ارثي یعني پلرني کسب له نظره ګوري او خپل اصل و نصب سره ربط ورکوي او دا کار خوانانو ته د حرفوي زده کړو ساحه محدود کوي) هغه څه دي چي هیواد کي د لازمو حرفوي زده کړو شرایط نامناسب کوي او ورسره د غیر ماهر کارګرو تعداد یا شمیر زیاتیږي.
  3.  نیمه ماهر کارګر: هغه کسان چي د کار ساده او ابتدايي ابزارو په استعمال پوهیږي او د روزني برخه کي د لږ معلوماتو په ترلاسه کولو سره د کار وړتیا يي زیادیږي نیمه ماهر کاریګرو کي شمیرل کیږي. افغانستان کي د حرفوي زده کړو مرکزونه تر دي حده کم دي چي په نشت يي حسابولي شو، دا د حکومتونو د نده جوړیږي چي د بشري قوي په روزنه کي مهمي لنډ مهال، او اوږد مهالي برنامي په لاره واچوي، مګر متاسفانه تیر او حال کي افغان حکومتونه دغه برخي ته ډیره پاملرنه نه دی کړی او نه يي کوي ځکه خو افغان نیمه ماهر کاریګر لا هم بشپړکارآمد ظرفیتونه نلري، په نړیوال بازار کي څوک اهمیت نه ورکوي او آزاد بازار کي رقابت نشي کولي.

په یو هیواد کي د شمیر له پلوه د ناکاره بشري سرچینو ډیروالی هغه هیواد کي د کاري فرصتونو او اشتغال زايي د شرایطو د نشتون او یا د کار محدود شرایطو له امله وي، دي ډول هیوادونوکي لوي تولیدي او خدماتي شرکتونه یا کمپنۍ پانګوني ته زړه نه ښه کوي، ټولنه کي نا آمني زیاتیږي او ورسره بشري خوندیبتوب د منځه ځي، خلک د ژوند په چارو کي د سهولتونو د ایجاد په عوض، د فقر له منځه وړلو باندي فکر کوي. او د هر یوه په خوله همدا  جمله وي چي:

(د ژوند تر هر بل سهولته تیر یم، صرف چي یو مړی ډوډۍ پیدا کړلی شم).

یوه ټولنه یا یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتون ته بیکاري ویل کیږي، افغانستان کي د بیکارۍ د زیاتوالي له امله  د هیواد متخصص، حرفوي، کسبګر او ټوله کي مهارت درلودونکي بشري قوه (ماهرکارګر) د کارموندني پسي لالهانده دي. بیکاري مختلف ډولونه لري چي دلته به يي څو هغو ډولونو ته اشاره وکړو چي ما د خلکو منځ کي لیدلی او له امله يي افغاني ټولنه دوامداره شکل ورسره لاس وګریوان دی.

  1. غير ارادي او تحمیل شوی بي کاري ا (Involuntary unemployment): کله چي د مولدینو د خوا تولید شوي توکو ته بازار کي  تقاضا نه وي موجود او د مصرف دپاره يي خلک نه اخلي او مارکیټ ونلري دي ډول بيکاري ته غیر ارادي بيکاري ویل کیږي. دې حالت کي سره له دي چي پانګوال او کارګر د تولید لمړي پروسه بشپړه کړي وي خو ددوي اجناسو ته د تقاضا د نشتون له وجي نور توکي نشي تولیدولي او په دي ډول بشري منابع بي کاره پاتي کیږي. دا حالت دري عمده ستونځي راپیدا کوي، کاری فرصتونه له  منځه ځي چي له امله يي د کار نیرو بیکاره پاتي کیږي،  او  ورسره د ملي عوایدو مقدار کمیږي. افغانستان د تولید ټولو مهمو برخو کي لکه زراعتي محصولات، معدني زیرمي او د صنعتي توکو برخه کي غیر ارادي بیکاري شتون لري. د زراعتي محصولاتو برخه کي څو مهمي ستونځي شته، لمړی دا چي کله فصل رسیږي محصولات بازار ته په غیر عصري او غیر صحي شکل وړاندي کیږي، د میوه او سبزیجاتو سورت (درجه) بندي او پروسس نه ترسره کیږي او بسته بندي يي مناسب شکل نه لري، ځکه خو د مارکیت پیدا کولو وخت کي مشکل سره مخامخ یاستو، او هم د حاصلاتو راټولولو څخه وروسته د محصولاتو د ساتني دپاره د سړو خونو نشتون ددی سبب ګرځيدلی  چي بزګران حاصل تر یو څه وخت ونشي ساتلی ځکه نو دوي مجبور دي چي فصل د خثی کیدو د ویري په ارزانه بیه وپلوري، مګر د لږ وخت په تیریدو بیا ګاونډیو هیوادونو څځه هماغه ورته محصول په ډیره لوړه بیه پیرو. د زراعتي محصولاتو برخه کي  لوي نړیوالو بازارونو ته، نه لاسرسی هم یو لوي مشکل ایجاد کړی.  د ځمکنیو زیرمو له پلوه اصلا معدنی زیرمي صنعتي مواد دي، نه تجارتي اموال، افغانستان کي متاسفانه د لازمو تخصصي بشري سر چینو او متعهد سیاسي رهبرۍ د نشتون له امله خلک معدني زیرمو ته د تجارتي اموالو په نظر ګوري او یو زیاد شمیر کسان د معدنیاتو بي رویه او غیر تخنیکي استخراج ته مخه کړي، که چیرته د معدني موادو دپاره دري مهمي انجنیري تخنیکي مرحلي یعني اکتشاف، تخنیکي شکل استخراج او استحصال مرحله په پام کي ونیول شي ددي امکان شته چي ډير شمیر کسانو ته د کار زمینه مساعده شي اما د معدني زیرمو بي رویه او غیر تخنیکي استخراج، د اکتشاف، استحصال دوه مهمي مرحلي له پامه غورځول او د قیمتي ډبرو او منرالونو قاچاق، دا برخه کي د کاري فرصتونو د ایجاد زمینه ځکه له منځه وړي چي دغه صنعتي خام مواد په نورو خارجي بازارونو کي په ډیره ارزانه پلورل کیږي. د مثال په ډول د ډپرو سکارو لويي زیرمي چي د حرارتي انرژی د تولید مهمه منبع ده مونږ هغه په بوجیو کي اچوو په ګاونډ هیوادونو يي د تجارتي مال په رقم په ډيره ارزانه بیه يي خرڅوو چي بیا هلته هغوي تري د برق انرژي تولیدوي او صنعت کي تري کار اخلي. د صنعت په برخه کي افغانستان ستر صنعتي هیواد نه دی، کوچني لاسي صنایع، واړه فابریکي او کوچني متشبثین، د څو مهم دلایلو له امله لکه د برق د انرژۍ د نشتون، د تولید ټیټ کیفیت او ظرفیت، د فني او ماهر ګاریګرو نه موجودیت، دي برخه کي شته ناقص دولتي قوانین او مقرري، حکومتي دستګاو کي پراخ مالي او اداري فساد، ګاوندي او د سیمي نږدي هیوادونو سره د دي برخي رقابتي ظرفیت ټیټ کړي او د کوچیني تولیدي دستګاو ایجاد یا تاسیس لږ وخت وروسته دروازي بیرته تړل کیږي، دا ټول پورته ذکر شوي موارد افغانستان کي د غیر ارادي بیکارۍ کچه لوړه ساتلي.
  2. ارادي بي کاري(Voluntary unemployment) :  کله چي مولده طبقه یعني د کاري ځواک هغه شمیر کسان چې د کار کولو اراده او وړتيا لري خو په خپله خوښه نه غواړي، چې د توکو په توليد او خدماتو په ارایه کولو کې برخه واخلي. یا که په ساده ژبه ووایو: په کار کې لټي کوي د کار د وسایط نه لټوي بلکه د کار نه کولو دپاره دلایلو په لټه کي وي، او یا هم  د نن کار سبا ته پرېږدي او پدې توګه وزګار پاتې کېږي.
  3. موسمي بي کاري(Seasonal unemployment) : د کال په بیلابیلو فصلونو کي د موسم او اقلیم (آب و هوا) د تغیر له امله خاص ډیره ګرمی یا هم ډيره یخه هوا کي د کاري قوي یو شمیر کسان بیکاره کیږي چي دي حالت ته موسمي بیکاري ویل کیږي.د کانګریتي، او آهن کانکریتي ودانیو د ریخت برخه کي د موسمي بدلون له امله دا ډول بیکاري ځکه ډيره وي چي کله د هوا درجه له منفي 5- درجه د حرارت نه ټیټه شي نور د کار بندیز امر ورکول کیږي تر څو هوا بیرته مناسبه شي.  د اوبولګولو ودانیزو پروژو کي چي ما کار کړی اکثره کاریګره قوه، دې حالت سره مخ کیده او د ژمي موسم کی به اکثره ددی برخي کاریګران بیکار ه پاتي کیدل.
  4. تکنالوژيکي بي کاري(Technological unemployment) : د بیکارۍ هغه بڼه چې د توليد په پروسه کې د کارګر پر ځاي له ماشين آلاتو څخه د ګټې اخېستنې په پايله کې رامنځته کېږي تکنالوژیکي بي کاري ګڼل کیږي. د غیر ماهر او نیمه ماهر کاریګرو دپاره دا برخه ډیره زیانمونکي دی، د اوبو لګولو پروژو کي دکندن کاري او پرکاري برخه کي کله چي د لويو ماشینونو څخه کار اخیستل پیل شو، کلیو بانډو کي یو زیاد شمیر غیر ماهر او نیمه ماهر کسان بيکاره  پاتي کیدل.
  5. اصطکاکي بی کاری (Frictional unemployment): د کارګر تبدیلول یعني کله چی د کاریګر د وظیفي یا د دندي موقیعت له یو ځاي څخه بل ځای ته بدلون پیدا کړي په دي منځ کي کاریګر بیکاره کیږي چي دي حالت اصطکاکي بیکاري ویل کیږي. مدیریتی او خدماتي برخه کي دا حالت ډير رامنځته کیږي چي له امله يی د ټول تولیدي سازمان په کاریګر او تولید ټولي پروسي باندی منفي اثر اچوي.
  6. پټه بیکاري (Hidden unemployment) پټې وزګارتيا ته (Latent Unemployment)  اصطلاح هم کارول کېږي د توليد په پروسه کې د توليد د عواملو (معمولاً د کارګرې قوې) ترمنځ هغه حالت چې که چېرې يو يا څو کارګر د توليد د پروسې څخه ووېستل شي د توليد په مقدار کې کوم تغير (کموالي) رامنځته نشي نو د توليد په پروسه کې د کارګرې قوې په منځ کې دغه حالت ته پټه بېکاري ويل کېږي يعنې دا چې يو عمل چې دوه کارګر يې په عينې منابعو څخه په ګټه اخېستنې سره ترسره کولاي شي له دوه کارګرو څخه ډېر ورته استخدام شي. د افغانستان په ملکي دولتي ادراتو کي دا ډول بیکاري ډیر تر سترګو کیږي.
  7. سایکلیک یا دوراني بیکاري (Cyclical Unemployment) : دا د اقتصادي بحران یا د بازار د خرابوالي له امله رامنځته کېږي؛ لکه د تقاضا کمېدل چې ډېر خلک په کې خپلې دندې له لاسه ورکوي. د سیاسي بي ثباتي او جنګ جګړو له امله په ټولنه کي دا ډول بیکاري ډيره رامنځته کیږي.

د ماهر کارګرانو د نفوس کموالي او ددغه نیرو بیکاري د هیواد په ناکاره بشري سرچیني د غربت او د خوړو د کمښت لا نور فشار زیات کړی او دغه دواړه لاملونه د یو بل سره لاس په لاس شوي او د ټولني د اقتصادي بحران په تسریع کولو کي چټک رول بازي کوي چي باالاخره هر ځلي بحران په فاجعه تبدیله شوي. د بیلابیلو عواملو له امله افغانستان کي بیکاري په بیلابیلو طریقو راڅرګند شوی او د کار قوه يي له ډيرو سترو مشکلاتو سره مخ کړی دی.

زمونږ په هیواد کي هر ځلي اقتصادي بحرانونه د بهرنی کړیو نیابتي جګړو ته لاره هواره کړي، د  ټولني اجتماعي نظم  يي ګډوډ کړی او اقتصادي مناسبات پاشل شوي دي .

هر ځلي د سیاسي بي ثباتي او اقتصادي بحران په وخت کي د هیواد بي باکه بشري منبع چي تولیدي مناسباتو کي برخه نه اخلي، د خپلو خلکو په وړاندي په توطیۍ او دسیسي جوړولو لاس پوري کړی، غلط تبلغیات يي کړي د  دین متنونو څخه غلط تفسیرونه وړاندي کړي او هرځلي د خپلو خلکو په وړاندي د دښمن لوډسپیکر رول يی لوبولي. غیر ماهر کارګر چي یواځي په خپل بدني ځواک تکیه لري په نیابتي ډلو کي منسجم شوي د ملیشي ځواک رول يي لوبولي او د هیواد د دښمنانو په  لیکو کي د خپلو خلکو په وړاندي په یو غیر شعوري نظامي ځواک تبدیل شوي دی. نیمه ماهر کاري ځواک په سختو او له خطره ډکو لیارو غیر قانوني مهاجرتونو ته مخه کړي او د پردیو د فابریکو او تولیدي ستګاه شاقه کارونو ته يی اوږه ورکړي. او کله چي ناکاره قوه په داسي یو حالت کي واقع شوی زمونږ د هیواد د کاري ځواک (تخصصي او ماهر کاریګرو) څخه پردیو ګټه پورته کړي په لږ مزد اعظمي ګټه يي تري اخیستي او د خپلو ملکونو په ښیرازي کي تری آسانه او ارزانه کار اخیستل شوي. دا ډول حالات ما ژوند کي  عملا لیدلي او تجربه کړی مي دي….

نور بیا

د خاموشو انسانانو سیاست/ دوه ویشتمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.