د خاموشو انسانانو سیاست/ نولسمه برخه 

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

54

نولسمه برخه

….په تیر پسي

2013 کال وو ، لغمان علینګار ولسوالی کي د دفتر یوه پروژه وه، زه ، د لغمان ولایت د اړوند ریاست نماینده، او د ساختماني قراردادی شرکت ساحوي انجنیر، د کلي دوه کسه ملکانو سره مو سفر درلوده، د علینګار ولسوالی د کتل بسرام په سیمه کي د طالبانو د وسله والو سره چي د خلکو او موترو د پلټلو دپاره عمومي سړک ته راوتلي او لاره يي بنده کړي وه مخامخ شولو، طالب ټوپک مار چي مخ يي په تور دستمال پټ کړی وو د موتر په ناستو کسانو کي ماته يي اشاره وکړه او کوزیدو يي راته وویلي زه وارخطا شوم مګر هڅه مي وکړه چي په ځان او خپل روحیاتو حاکم پاتی شم او ځان نارمل وښایم د کوزیدو دپاره مي د څنګ ملګري ته وویلي چي باید لاره راکړي، همدي وخت کي د کلي ملک چي محمد الله نومیده مداخله وکړه او طالب وسله وال ته یی تر سلام ویلو وروسته وویل دا کس د کانال د پروژي انجنیر صیب دی، زمونږ په ضمانت راغلی،  او مونږ د خپلو کلیو ملکان یاستو. دي وخت کي طالب ورته مخاطب شو:

امر مو اخیستئ؟

ملک محمدالله:

هوو، کاپی يي راسره شته. ملک د شرکت انجنیر ته اشاره وکړه او هغه امر د جیبه راویسته او د ملک لاسته يي ورکړه.

طالب: راوښیه! کومه ده!

ملک محمد الله د امر کاپی وښوده طالب امر په لاس کي څو ځلي لاندي باندي کړه او ورته يي وویل غازي ته زنګ ووهه چي هغه څه وايي.

ملک شمیره دایره کړه او د تیلیفون د شا کس ته يی وویل واخله مجاهد سره خبري وکړه ، تر تیلیفوني مکالمي پس پرته له دي چي زه له موټره کوز شم طالب وسله وال زمونږ موټر ته د تلی شئ وویلي او مونږ هم حرکت وکړ.

د مخالفو وسله والو دا ډول چلند څو لوي نیمګړتیاوي رامنځټه کولي.

 د پروژو د ودانیزو چارو څخه د انجنیري ټيمونو د نظارت او کنترول پروسه ستونځمنه کیده.

 زمونږ د دفتر محرمیت يي د منځه وړه.

 ودانیز شرکت نظر د دولتي انجنیرانو څخه په لوړ موقف کي قرار نیوه او قراردادیان زمونږ خبرو ته اعتنا نه کوله او دي سره به د ساختمان د کیفیت (محکمیت او استواري) معیارونه ټيتيده.

 اداري کارونه ځنډ او خنډ سره مخ کیدل.

 تخنیکي او مسلکي خلک ساحوی سفرونو ته زړه نه ښه کوه.

د دولت مخالفینو دا ډول کړني  مافیايی کړیو ته يی لاره خلاصوله چي په خلاص لاس مالی فساد ته مخه کړي.

 هغه وخت ما دپاره ډیر د تعجب ټکي دا وو چي طالبان به زمونږ د پروژو د قرارداد د ټولو محتویاتو نه په شمول د پروژي د قرارداد مجموعي نرخ  څخه به باخبره وو، د کومي پروژه قرادادي شرکت او د پروژه اسناد مخکي تر دي چي د زون ساحوي دفتر ته ورسیږي او هلته اړوند کارمندان په محتویاتو پوه شي تر مونږ مخکي د دولت وسله وال مخالفینو ته لاسته ورتلل، زمونږه د ریاست یوه فرعي پروژه وه ننګرهار کي پلي کیده، قراردادی شرکت فکر کړی وو چي که د پروژی قیمت لږ وښايی کیداي شي طالبان لږه فیصدي به تري واخلي خو دا چي طالبان تر شرکت مخکي د پروژي د مجموعي قیمت نه خبر وو د ساختماني شرکت نماینده يۍ په دي جرم تر مرګه وهلی وو چی ولي ورته درواغ ویلی او اصلي نرخ يي پټ کړی، له دي حوادثو نه معلومیده چي دننه دولتي کارمندانو منځ کي بیا خاص مرکزي دفتر کي طالبان خپل جاسوسان لرل او هلته هیڅ نوع اسناد محرم او محفوظ نه وو. دا حکومت ته  د ځینو کارمندانو د عدم تعهد او د موقع په صورت د خیانت یوه روښانه بیلګه وه.

ټولنیز کلتوري ستونځي:

د افغاني ټولني په اجتماعي کلتوري برخه کي د پام وړ مثبت ټکي شته، په ټوله کي افغانان میلمه پال، آزادي خوښونکي او په خپلواکۍ میئن خلک دي. د رسمي دندي په جریان کي  مونږ به چي کله لري پرتو سیمو ته سفرونه وکړه، خلک به د یو میلمه په شکل برخورد راسره کوه، ښه ډوډی، د خوب مناسب ځآی او پاکه البسه يي مونږ ته راکوله، په ورین تندي به يي زمونږ هرکلی وکړ او ډیره هڅه يي کوله چي زمونږ ملګري په خوشحالي رخصت کړي. افغانان د ټولنیز اړیکو په پاللو کي خاص او مثبتي طریقي لري، د یو بل د حال احوال اخیستل اجتماعي راشه درشه (تګ راتګ) د مریض پوښتني ته ورتلل، د مخامخ کیدو وخت کي د یوبل سره په مینه او محبت برخورد کول او د یو بل احوال پرسي د افغاني دود دستور مثبت برخي دي. اکثریت افغانان په خپل هیواد کي د بهرنیو نظامي ځواکونو حضور ته په ښه سترګه نه ګوري، په هر نوع استبدادي دور کي د افغانانو د ازادي غوښتني مبارزه او هلي ځلي ودریدلی او تم شوی نه دي و لو که د ماتي سره هم مخ شوي وي خو بیا ځلي راپورته شوي او د خپلي ازادي دپآره يي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي، یو عام افغان هم که څوک د هغه دخوښي د کار له اجرا نه منع کړي، نشي کولئ چي خپله غوښتنه پري ومني بلکه همدغه افغان د خپلي غوښتني د پوره کیدو دپاره لا زور اچوي او پا فشاري کوي او یو ډول ضد اخلي. ورستیو کلنو کي نړیوال زبرځواکونو  یرغلونه، مهاجرتونو له امله نوي تکفیري ډلي سر راپورته کړي او کورني لانجي او جنګونه افغاني ټولني اجتماعي کلتوري مناسبات برهم او لانجمن کړ. د تکفیري ډلو راټوکیدل چي له بهرنیو هیوادونو د خوا روزل شوي او پالل شوي ډلي دي اصیل افغاني کلتور يي د منفیاتو په یوه ټولګه بدله کړي او اوس وخت کي زمونږ  ملي ارزښتونوکي منفي نقاط دومره زیاد شوي چي مثبت کلتوري ارزښتونه پکي کم رنګه شوی ښکاري.

د افغانستان د سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ په برخه کي تر ټولو ستر خنډ کلتوري او ټولنیز ناچله دودونه دي چي د ټولنی یو زیاد شمیر وګړي په ساتلو  باندي ټینګار کوي، بل هغه مذهبي خرافاتي باورونه دي چي زمونږه ټولنه له داخل نه ورسره لاس او ګریوان دی.

یو دولت له څلورو مهمو عناصرو څخه جوړیږي چي ملت یو له دغو مهمو عناصرو څخه دی، جغرافیوي رسمي حدود، حکومت او ملي واک د دولت دري نور عناصر دی، ملت ددغه دریو عناصرو په سر کي ځکه راځي چي کوم دولت  روزل شوي، ویښ، متحد او ژمن ولس ولري هغه ملت، عادلانه زعامت، ملي حاکمیت رامنځته کولي شي او له خپلو تعین شوو رسمي جغرافیوي حدودو څخه ساتنه او دفاع هم کولي شي چي بالاخره داسي یو قوي دولت تري رامنځته کیږي چي د ټولو وګړو د ښآروندي مساوي حقوق پکي تامنیږي او په هیچ چا ظلم نه کیږي، مګر متاسفانه چي په افغانستان کي د ملت جوړوني پروسه کاملا بشپړه شوي نه دی یا دپختګي مرحلي ته نه دی رسیدلي ځکه خو افغانان د یو ملي او ولسواک حاکمیت په ایجاد کي هر ځلي پاتي راځي. دغه پختګي ته د رسیدو پر مخ ستر خنډ د بهرنيو مداخلو او یرغلونو تر څنګ دلته هغه ناچله دودونه، عنعنات، قبیلوي سنت او رسوم، مزخرف باورونه او کلیشي دي چی د ټولنی یو زیاد شمیر وګړي يی په ساتلو باندي ټینګار کوي.

 یوه فردي کړنه هغه وخت په یو ټولنیز باور بدلیږي چي هماغه عمل په ټولنه کي یو شمیر پلویان ولري، د خلکو د بیلابیل غبرګونونو یعني تایېد او رد سره مخ شي او د ټولني د یو شمیر خلکو د خوا په عین طریقه عملي شي. دا آخري جمله مي ځکه ولیکله چي غواړم راتلونکي دلته د خپلي ټولني په داخلي کشمکشونو چي له فردي کړنو پیلیږي په یوه اجتماعي مفهوم او باور بدلیږي او له امله يي ولس مو هر ځلي ماته یا شکست تجربه کوي، او دا ډول ستونځي نسل په نسل انتقالیږي خو حل کیږي نه، یا که ووایو د یوي کوچني ټولنیزي ستونځي حل پیړی او نسلونه په بر کي نیسي تر څو ورته حل پیدا کوو، حال دا چي ځینی نور هیوادونه همدا ډول ستونځي په میاشتو او یا کلونو کي حل کوي.

کله چي د ښوونځي دوره کي ووم کاکا به مي ویلي:

لوړي زده کړي وکړئ چي شخصیت مو جوړ شي. هغه وخت ما دا خبره نشوه درک کولي کله چي د تخنیکي کار ساحي  ته ولاړم  او هلته د خپلو همکاره انجنیرانو، د کليو ملکان، ولسوال، قومي مشران، میرآبان، سپین ږیري، ځیني وخت د ولایتونو والیانو، یا تخنیکي ټيمونو سره کیناستم او دې خلکو به زما خبرو ته غوږ ایښوده یا به کله ما د یو موضوع په رابطه دوي ته توضیح ورکوه او دوي به ماته متوجه وو، ساحوی انجیران زما د لاس ډیزاین شوی انجنیري نقشي تطبیق کولي او فني او غیر فني کاریګر زما د رهنمود او فرمایش په اساس ساختمانونه اعمارول نو دا وخت وو چي دا خبره به مي ذهن ته وګرځیده چي کاکا مي شاید همدا ځآي او وخت ښوده چي لوړو زده کړو سره د انسان شخصیت جوړیږي. که زه بي سواده واي اوس به ددي خلکو منځ کي زما ځاي چرته وو؟ دي خلکو به کله هم زما خبرو ته غوږ نه نیوه او حتما ددوي منځ کي زه نه ځایدم.

 مونږ ته د کورني مشران لکه کاکا مي کله هم دا نه دي ویلي چي رسمي زده کړه وکړه تر څو شتمن شي او دولتي موقف ته ورسیږي، بلکه تل داسي راته ویل کیده چي رسمي زده کړي وکړه چي شخصیت دې جوړ شي او خپلو دوستان او هیوادوالو ته خدمت وکړي، دادا (نیکه) به مي راته ویل یو کمال ولره او کمال زده کړه! با کماله انسان د خلکو د احترام او توجه په محراق کي وي، که کوم وخت ما په دي موضوع خبري کولي چي باید اقتصاد جوړ کړو چي غربت نه خلاص شو کاکا به مي راته ویل: ډیر کار وکړئ! ځانونه د علم او کمال څښتنان کړی! په مثبت او مشروع طریقه نفقه پیدا کړئ! غربت ختمولي شی، ریښتیا خبره داده چي زمونږ په کورني کي مونږ ته چا دا مفکوره نه وه راکړئ چي ټوپک واخلئ او د عزت وسیله يي همدا ټوپک او جنګ ګڼلی وي، بلکه ډیر کار او زیار يي د اقتصادي ودي وسیله او نورو ته خیر ښیګنه رسول چي یواځي یو پوه انسان  نورو ته خیر رسولي شي، د عزت سبب راپیژندلی وو په کورنۍ ماحول کي زه په همدي روحیه روزل شوی یم.

د ټولني د مختلفو پرګنو سره ناسته ولاړي په دوران کي ما د خپلو خلکو ټولنیز، سیاسي، کلتوري، اقتصادي ستونځي ، اوریدلي، لیدلي مي او خلک مي درک کوه. افغان وګړي په بشپړ تیارو  کي ساتل شوي نسلونه دي، عام ولس ټول، حتا نسبي خاص خلک هم لکه د کلي ملکان او قومي مشران د خپلو لمړنی او اساسي حقونو په رابطه ابتدايي معلومات هم نلري، اوبه رسول، اوبه لګول، صحي خدمات ارایه کول، بریښنا تامینول، سرک او ښونځي جوړول په حکومت د ولسونو مشروع او اساسي حقوق دي او دولت مکلف دی چي خپل تر قلمرو لاندي خلکو ته هر نوع خدمات وړاندي کړي، ځکه دا خلک دي چی د خپلو عوایدو نه حکومتونو ته مالیات ورکوي، خپل اولادونه فوځ ته نظامي خدمت ته ورکوي، بنا عامه خدمات ددوي مسلم حق دی، مګر کوم ځاي کي چي مونږ خلکو ته د اوبو لګولو برخه کي عامه خدمات ارایه کوه، د پروژي تر پیل او جوړیدو مخکي عام خلک به زمونږ څخه ډیر شکر ګذاری کوله او داسي فکر يی کوه چي دا حکومت له خوا په دوي ډیر دروند احسان وشو، زمونږ د دفتر اړوند انجینران او تخنیکي ټیمونه هم خلکو ته برنامه داسي تشریح کوله چي خلک فکر وکړي دا په دوي د اوبو او انرژی د ورازت  یا د حکومتي ساحوي ټیم لوی احسان دی کنه يي دا خلک په حکومت هیڅ حق نلري، له بلي خوا اکثریت عام ولس د ټولګټو پروژو د تطبیق په رابطه د مالکیت احساس نه لري، یوه عام المنفعه پروژه کي چی ګټه يي تر لسو تنو زیاتو کسانو ته رسیږي دغه لس کسه یو هم دغه ټولګټه تاسیسات د ځان نه ګڼی او په وړاندي يي بي باک او نا مسولانه چلند کوي، خاص د حفظ و مراقبت (څآر او ساتني) برخه کي.  دې حالت ته په کتو که څه هم بعضي وختونه ما د ځآن له طرفه کوشش کوه چي خلکو ته په دې رابطه آګاهي ورکړم  چي د عامه خدماتو وړاندي کول په خلکو احسان نه بلکه دا دولتونو دنده او وظیفه ده چي باید خپلو خلکو ته خدمات ارایه کړي او خلک هم باید د ټولګټو تاسیساتو په وړاندي د مالکیت احساس ولري د تطبیق وخت کي صادقانه همکاري او تر اعمار وروسته د ګټه اخیستنی وخت کي څآر او ساتنه يي وکړي مګر ځينی وخت د خپلو همکارانو د غبرګون سره مخ کیدم او د ټیم بعضي ملګري راته به يی ویل:

     که مونږ دا ډول خبري خلکو ته وکړو د عام ولس غوښتني او فرمایشات زیاتیږي، چي مونږ ورته بیا رسیدګي نشو کولي او خلک زمونږ سره لازمه همکاري نه کوي.                                                                    

ډیر کم شمیر داسي کسانو سره زه مخ شوی یم چي د ټولګټو تاسیساتو برخه کي د مالکیت احساس لري مګر د شمیر د کموالي په وجه نظریات او صلیقه يي نه یواځي په نورو اغیزه نلري بلکه رټي يي او کلانکار يي بولي. د پروژي د تخنیکي برخي د تشریح په وخت کي چي ما ولس ته وړاندي کوله اکثر به مي په دي خبره ټینګار کوه چي ټولګټي تاسیسات لکه څنګه چي د ګټي اخیستلو وخت کي د ټولو دی او ټول تري مستقید کیږو، همدا ډول د اعمار، څآر او ساتني برخه کي هم د ټولو ګډ دی او هر یو باید عامه تاسیساتو باندي داسي پام وکړو لکه د خپل شخصي جایداد ته چي پاملرنه کوو، مګر زه دا خبره احساسوم چي زما خبري په ډيرو خلکو هیڅ تاثیر نه دي لرلی. زه دداسي ډیرو صحنو عیني شاهد پآتي شوی یم چي کله به دفتر کومه پروژه ګټه اخیستني ته وسپاره د څو میاشتو په تیریدو بیرته به د همدغه محلي د ځینو کسانو د خوا  به يي یوه مهمه برخه به يي ونړول شوه، د مثال په ډول لغمان ولایت الیشنګ ولسوالی  کي د ګبیوني دیوالونو یوه پروژّه مو تطبیق کړه، پروژه لا رسما خلکو ته نه وه تسلیمه او د ولس ګټه اخیستني ته نه وه سپارل شوي چي محل کي یو شمیر کسان د ګبیون جالونه پري(قطع) په کباړ کي خرڅ کړی وو، یا هم د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالی کي څو کسه په رڼا ورځ او ښه په ښکاره  کانکریت ماتوه چي سیخ پکي پیدا او کباړ کي خرڅ کړي، په هماغه ورځ زه  د یو هیت تشکیل کي ننګرهار شیرزادو ولسوالی ته  تللی وم، د ساختماني شرکت مسول، زه (لیکوال) ، زمونږ د دفتر اجتماعي کارمند او د پروژي دایمي نظارت کننده یو ځآی روان وو د قراردادی ساختماني شرکت مسول د کلي ملک ته زنګ ووهه چي باید د پروژی د کار ځاي ته راشي مګر مونږ تر ملک مخکي ساحي ته  ورسیدلو او دا چي قومي سپین ګیري په کومه ټولنیزه موضوع کي بل چیرته بوخت شوي وو، څو شیبي وروسته راورسیدل،  ما فکر وکړ چي دا کسان ساختماني چارو کي بوخت دي، مګر کله چي ښه نږدی ورغلم ګورم چي دوي په تخریب لګیا وؤ، را ایستل شوي سیخ يي په پلاستیکي بوجیو کي ځاي په ځاي کوه او نور کانکریت يي ماتوه، د ساختماني شرکت استاځي غوښټل د پروژي د تسلیمي په هکله هیئت ته معلومات ورکړي چي داسي یوه صحنه يي ولیده  د هغه دپاره تر ټولو خواشنونکي په دي وو چي هغه کمپ ټول کړي وو  او د بهره برداري ته د سپارلو مراسم باندي کار کوه د بیا ځلي کمپ ایجاد یو بل اضافي لګښت وو، زه هغه کسانو ته په غصه شوم او په جګ غږ مي ورته وویلي داسي کار څوک نه کوي دا د بیت المال پیسي دي، دوي کي یو کس چي باید غل يي وبولم ددي له پاره چي په دا لحظه ډار شوی وو او غوښټل ځآن مونږ نه خلاص کړي راته وویل:

دا د امریکا او کفارو په پیسو جوړ شوي د ویالي سربند زه نه غواړم. او په ډیره چټکي يي ساحه پریښوده. که څه هم مونږ د هغه شخص په رابطه د کلي سپین ږیري او میرآب ته خبره چي وروسته مونږ سره یو ځای شول ورسوله مګر کوم ځاي يي ونه نیوه، او ودانیز شرکت تخریب شوی کار بیا ځلي ترمیم او جوړه کړه، یا هم  کنړ ولایت څوکي ولسوالي  کي د کانال  یوه پروژه وه چي دسربند کنترولي دروزاه يي مات او بیا يي زړو اوسپنو کي خرڅه کړي وه. دلته دا باید ووایم چي که څه هم د ټولو سیمو پروژو کي دا حالت نه وو مګر یو زیاد شمیر سیمو کي دا ذهنیت حاکم وو،  د جمهوری نظام په اخري کلونو کي د ټولنیزو شبکو د استعمال له امله د خلکو ترمنځ عامه آګاهي سطحه یو څه  لوړه شوي وه خو د جمهوریت په لمړي کلونو کي د داسي پیښو سره ډير مخ کیدلو.

                                                                      نور بیا

د خاموشو انسانانو سیاست /اتلسمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.