بسم الله الرحمن الرحیم
په داسې نړی کې چې کله ناکله باطل د حق په نوم وړاندې کېږي، ظلم د عدالت په جامه کې راڅرګندېږي، او حقیقت د مصلحتونو تر پردو لاندې پټېږي، د قرآن کریم لارښوونې انسان ته د حق او باطل د پېژندلو روښانه معیار ورکوي.
تر ټولو د اندېښنې وړ حالت هغه دی چې انسان حق وپېژني، خو د دنیا، وېرې، مصلحت یا شخصي ګټې له امله یې پټ کړي؛ او یا باطل په داسې ډول وړاندې کړي چې د خلکو په سترګو کې د حق بڼه غوره کړي.
قرآن کریم موږ یوازې له ښکاره دروغو او باطل څخه نه خبروي، بلکې له هغه خطرناک حالت څخه مو هم منع کوي چې حق له باطل سره ګډ شي او حقیقت د پوهېدو سره سره پټ کړل شي.
همدا ژوره معنا د سورة البقرة په ۴۲م آیت کې په داسې الفاظو بیان شوې چې د هر انسان وجدان ته ټکان ورکوي:
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ
دا آیت یوازې د تلاوت لپاره الفاظ نه دي؛ بلکې د ژوند لپاره یو ستر درس دی:
حق باید وپېژنو، له باطل سره یې ګډ نه کړو، او کله چې پرې پوه شو، پټ یې نه کړو.
د همدې مهمې موضوع په اړه لاندې لیکنه د فکر او عبرت وړ ده.
کله چې باطل د حق جامه واغوندي ؟
ځینې آیتونه موږ لولو، خو ځینې آیتونه بیا داسې وي چې موږ لولي؛ یعنې زموږ حال او ژوند راته راښيي.
الله تعالی په قرانکریم کی فرمایی :
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ
هر ځل چې دا آیت لولو، داسې احساس کوو چې یوازې څو کلمې نه لولو، بلکې د الله تعالی یو داسې قانون لولو چې راښيي: کله چې د انسان وجدان فاسد شي، عدالت څنګه له منځه ځي.
الله تعالی یوازې دا نه دي ویلي چې: باطل مه وایی؛ بلکې فرمایلي یې دي:
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ
یعنې: حق له باطل سره مه ګډوی.
ځکه تر ټولو خطرناک باطل هغه نه دی چې په ښکاره باطل وي؛ بلکې هغه باطل دی چې د حق جامه واغوندي.
خلکو ته داسې ښکاره شي لکه عدالت چې وي، حال دا چې ظلم وي؛ لکه حقیقت چې وي، حال دا چې دروغ او فریب وي؛ او لکه انصاف چې وي، حال دا چې دوکه وي.
بیا الله تعالی دویم خبرداری ورکوي:
وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ
یعنې: حق مه پټوی، په داسې حال کې چې تاسو پرې پوهېږی.
هر ظلم یوازې د دروغو له امله نه وي؛ کله ناکله ظلم د چوپتیا له امله هم رامنځته کېږي.
دا چې انسان په حقیقت پوهېږي، خو پټوي یې؛ دلیل ویني، خو سترګې پرې پټوي؛ حق پېژني، خو د ویلو له وېرې چوپ پاتې کېږي.
دلته جرم لا دروندېږي؛ ځکه انسان له حقه ناخبره نه و، بلکې حق یې پېژانده او بیا یې پټ کړ.
هر څومره چې په دې مبارک آیت کې فکر کوو ، هغومره مو باور پیاوړی کېږي چې الله تعالی د انسانانو کړنې بېځایه نه بیانوي؛ بلکې د همدې کړنو له لارې د ټولنو د فساد او د خلکو د حقونو د ضایع کېدو لاملونه راښيي.
څومره ډېر خلک شته چې حق له باطل سره ګډوي، او څومره ډېر کسان شته چې حقیقت پېژني، خو بیا یې پټوي!
خو هغوی دا هېروي چې له الله تعالی څخه هېڅ حقیقت پټ نه دی، او د هغه په نزد حق او باطل هېڅکله سره نه ګډېږي.
نو ځکه:
حق، حق پاتې کېږي؛ که هر څومره ورسره جګړه وشي.
باطل، باطل پاتې کېږي؛ که هر څومره ښایسته او زړه راښکونکی وښودل شي.
او د الله تعالی حکم وروستی او پرېکنده حکم دی؛ ځکه د الله په نزد حق دې ته اړتیا نه لري چې څوک یې په مصنوعي ډول ښکلی وښيي، او باطل هم تر ابده نه شي کولای چې ځان د حق تر پردې لاندې پټ وساتي.
په پای کې باید له ځانه وپوښتو:
موږ د حق په پېژندلو کې څومره رښتیني یو، او د حق په ویلو کې څومره زړور؟
ځکه د حق پېژندل یو نعمت دی، خو د حق منل او بیانول یو مسؤلیت دی.
انسان ممکن حقیقت وویني، دلیل پرې ولري او په زړه کې پرې پوه وي؛ خو که د خپلې ګټې، اړیکو، مقام، وېرې یا مصلحت له امله یې پټ کړي، نو د حق له مسوولیت څخه تېښته یې کړې ده.
راځی هڅه وکړو چې نه باطل ته د حق جامه ورواغوندو او نه د خپلې چوپتیا په وسیله د حقیقت د پټېدو سبب شو.
که حق زموږ په ګټه وي او که زموږ پر خلاف، باید حق یې وبولو؛ او که باطل زموږ د خوښې مطابق وي هم، باید باطل یې وبولو.
ځکه د خلکو نظرونه بدلېږي، حالات او مصلحتونه بدلېږي، خو حق او باطل د الله تعالی په نزد خپل حقیقت له لاسه نه ورکوي.
نو خپل زړونه له تعصب څخه پاک کړو، خپلې ژبې له دروغو وساتو، سترګې له حقیقت څخه نه پټو، او وجدان د دنیا د مصلحتونو په بدل کې نه پلورو.
الله تعالی دې موږ له هغو کسانو څخه وګرځوي چې حق پېژني، حق مني، حق وایي او د حق په لاره کې ثابت قدم پاتې کېږي. آمین.
والسلام .
وما علینا الابلاغ المبین .
والله اکبر والمستقبل للا اسلام .
قاضی لودین .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
