تاریخي پېښې، روایتونه او ارزونه

شاه محمود میاخیل

55

د هرې تاریخي پېښې په هکله متفاوت روایتونه او برداشتونه موجود وي. هیڅکله د یوې پېښې یا تاریخ په یو دور او زمان کې یو ډول تعبیر او تفصیر نه وي. نه ټول تاریخي روایتونه سم دی او نه ټول غلط.

تاریخ پوهان په تاریخ لیکلو کې د دقت او احتیاط نه کار اخلي. د یو زمان یا سیاسي دورې د ماموریت بیلابیل روایتونه، تحلیلونه او د خلکو برداشت د تاریخي حافظې سره څنګ په څنګ ږدي او بیا د دغه تحلیلونو او ارزونې په پایله کې خپل قضاوت او تحلیل لیکي. دا هم سمه نه ده چې د هر مؤرخ او لیکونکي تحلیل د کاڼي کرښه شي ځکه مؤرخ او تحلیل کوونکې هم خپل تحلیل د خپل فکر او معلوماتو په اساس لیکي.

پدیتوګه، د یو دور او زمان د یو څیرونکي او مؤرخ تحلیل د بل سره توپیر لري. همدا علت دی چې د هر دور او زمان په هکله بیلابیل تاریخي اسناد، کتابونه او شواهد رامنځته کیږي.

که لنډ پنځوس کلن تاریخ د افغانانو او افغانستان ته نظز واچوو چې منابعو ته د پخوانیو پیړیو په پرتله، لاسرسې نهایت زیات دی، یا مونږ د معلوماتي نړۍ په دور کې ژوند کوو، بیا هم د هرې دورې په هکله بیلابیل تحلیلونه او د تاریخي پېښو په هکله روایتونه سره نهایت زیات توپیر لري.

د بیلګې په توګه د همدغه دورو د خلق دیموکراتیک حکومت، مجاهدینو، طالبانو او د جمهوریت د دور روایتونه او تاریخي پېښې د یو بل سره د ځمکې او اسمان تر منځ واټن لري. بیا د نړۍ د لیکوالانو او مؤرخینو لیکنې که د اقغانانو د روایتونو او تحلیلونو سره پرتله کړې، په زرهاو میله واټن لري. حتی که د خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو او جمهوریتانو خپل تحلیلونه او روایتونه د خپل دور په هکله په خپلو منځو کې مقایسه کړې، هم ډیر زیات توپیر د یو بل سره لري.

دلته د افغانانو په منځ کې د تناقض یوه بله بیلګه رامنځته کیږي چې له یوې خوا ځیني د پخوانیو دولتي او سیاسي لوبغاړو نه غواړي چې خپل یاد داشتونه ولیکي خو له بلې خوا چې څوک یې لیکي بیا پرې نیوکې کوو چې ولې خپل تحلیل او روایت لیکلې دی.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړله، د یو چا تاریخي روایت او تحلیل د کاڼي کرښه نه ده چې هر څه په پټو سترګو ومنل شي، خو دا هم د افغانانو د خپل فکر، تحلیل او برداشت پورې اړه لري چې د یو کتاب د محتوا نه څه زده کوي او څه برداشت اخلي.

زما په اند، دا ښه خبره ده چې هر څوک خپل تحلیل او روایت د خپلو معلوماتو، شواهدو او فکر په اساس ولیکي تر څو زیات معلومات د ولس سره شریک شي. د زیاتو معلوماتو په درلودلو سره پخپله واقعیتونه څرګندیږي چې څه پېښ شوي، ولې پېښ شول، ګټه او تاوان یې افغانانو او افغانستان ته څه و؟ څنګه کولې شو چې د تیر تاریخ نه عبرت واخلو او د تاریخ تکرار، بیا تکرار نشي.

که څه هم تر اوسه افغانانو د تیر تاریخ د مثبت او منفي پېښو نه عبرت نه دی اخستلې او تکرار پسې تکرار، تاریخ تکراریږي خو بیا هم زه د هر لیکونکي د تاریخي پېښو د لیکلو، روایتونو او تحلیل ستاینه کوم او دا مهمه ده.

د کرهنې او سیاسي علومو د یو شاکرد په توګه، زما ارزونه دا ده چې د یو دور په هکله قضاوت په یو یا دوه منفي یا مثبتو پېښو په اساس نه کیږي بلکې قضاوت د هر دور په حاصل کیږي. ډیر څه به وکرې خو که ټول پتۍ شین نشي، د نباتاتو د کرلو نه حاصل تر لاسه نه کړې او هغه په ښه توګه په مارکیټ کې ونه پلورې او په سمه توګه د حاصل دګټې نه استفاده ونشي، بیا هم د نباتانو کرل او حاصل څه ګټه نه لري. په سیاسي تحلیل کې هم ګټه او تاوان سنجول کیږي چې د هر دور په اخر کې مونږ څومره ګټه او څومره تاوان کړیدی.

البته د افغانانو په منځ کې د واقعیتونو په پوهیدلو او زده کړو په عوض، عقده مند چلند زیات عام دی. مخکې له دې جې څوک یو کتاب یا لیکنه ولولې، د قضاوت مزایل خوشې کوي. کله چې مزایلو ښه تخریب وکړ، بیا هر څوک د خپلو مزایلو د ویشتلو صفتونه کوي چې څنګه مزایل مو وویشتل خو دا نه ګوري چې دغه مزایل یې ولې وویشتل،  د تخریب ساحه یې څومره وه او څومره تاوان یې ټولنې او خلکو ته رسولې دی.

شاه محمود میاخیل

د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د سیاست په هکله غیر علمي منطق

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320