افغان وطن او انګریزان / شپږمه برخه

سرلوڅ مرادزی 

58

افغان وطن او انګریزان 

شپږمه برخه: 

بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): 

په ۱۸۴۹ کال کې د پنجاب تر ماتې وروسته، برتانوي هند د پنجاب سره یو ځای د پښتونخوا( پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره سیمې) هم اشغال کړې او د برتانوي هند برخه یې وبللي. خو تر دې مهاله خیبر، مومند، باجوړ، سوات، دیر، وزیرستان، کرمه، اورکزي او د پښتونخوا ډېرې نورې سیمې د برتانوي پنجاب عادي ولسوالۍ نه وې، ځکه دا د برتانوي هند لخوا د نېول شوی پنجاب په وراثت کې نه وې شاملې. د دغو سیمو په اړه د انګریزانو ځانګړې تګلار Frontier/Political Agency  په تدریجي توګه جوړه شوه. 

بلخوا په ۱۸۴۹کال او تر هغه وروسته هم، د قبایلي سیمو«Political Agencies»  په یوه ورځ جوړې نه شوې. دا سیستم په څو پړاوونو کې د ۱۸۴۹ کال د پنجاب له الحاق وروسته تر ۱۸۹۰یمو او بیا تر ۱۹۰۱ کلونو پورې، ورو ورو جوړ شو. 

د ۱۹۰۱ کال رسمي یادښت هم څرګندوي چې هغه مهال یوازې پنځه پورته یادې شوي سیمې( settled districts  ) په صوبه سرحد کې شاملې شوې. 

یعنې کله چې انګریانو په ۱۸۴۹ کې پنجاب د برتانوي هند سره ضمیمه کړ؛ نو د پېښور، کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان په څېر settled districts  یې په مستقیمه اداره کې راوستل؛ خو د دې سیمو لوېدیځ او شمال لوېدیځ ته پرتې قبایلي سیمې د پنجاب د عادي ولسوالیو په شان نه اداره کېدې. دې توپیر د برتانوي هند د دولت لپاره یو اساسي مشکل جوړ کړ: 

په دښته/هواره کې: مالیه، محکمه،  پولیس، ډپټي کمشنراوعادي قانون. 

خو په قبایلي غرونو کې: قبیله، ملک/مشر، جرګه، سیاسي استازی، امتیاز/معاش او محدود پوځي حضور. 

په حقیقت کې د انګریانو خپله تجربه دا وه چې د اشغال په مټ دې سیمو ته (د عادي اداري نظام) غځول، اسانه نه ول. د ۱۸۴۹ په هماغه لومړیو کلونو کې د وزیرستان د بریدونو په اړه برتانوي چارواکو اعتراف کاوه چې د برتانوي هند د مخالفینو پېژندل او د هغوی مجازات، پرته له دې چې د وزیر قبایلو سره یو ډول سم سمکی رامنځته شي، ستونزمن کار دی. نو انګریزانو د سرحد په مهمو لارو، دروازو او د دښتو په څنډو کې پوځي پوستې، پوځي کلاګانې، سرکونه او وروسته ریل او مخابرات فعال کړل. د دوی موخه دا وه چې د قبایلي سیمو هر ځای ته که مستقیم استعماري حکومت نه شي غځولای، خو د برتانوي هند د سیمو دفاع وکړي شي او د اړتیا پر مهال ژر پوځي ځواک ورورسوي. 

د ۱۸۸۰یمو او ۱۸۹۰ یمو کلونو په اوږدو کې دا سیستم لا پراخ شو. د ۱۹۰۸ برتانوي پارلماني بحث کې د سرحدي سیاست د یوې مرحلې په تشریح کې په څرګنده ویل شوي چې منظم پوځ تر ډېره شاته ساتل کېده او پر ځای یې قبایلي ملیشې، levies  (خاصه دار) او پولیس کارول کېدل چې له قبایلو به استخدامېدل او د انګریزي افسرانو تر قوماندې لاندې ول. 

همدارنګه په قبایلو کې د ملکانو په مټ غیر مستقیمه اداره، د برتانوي سیستم تر ټولو مهمه برخه وه. انګریزانو ژر درک کړه چې د قبیلې د مشرانو سره اړیکه جوړه کړي او د داسې اړیکو لپاره یې دوی ته معاشونه او امتیازات وټاکل او د وسلو او امنیت تړونونه یې ورسره لاسلیک کړل. د لارو ساتنه، د مخالفینو سپارل او د برتانوي حکومت لپاره د معلوماتو د راټولولو، دندې یې ورکړې. د څېړنې له مخې، Political Agent  د ایجینسیو اصلي سیاسي چارواکی وو او د قبایلي ملکانو سره یې منظمې غونډې کولې. یعنې دا یوازې «اداره» نه وه؛ د نفوذ د جوړولو یوه شبکه وه! 

بلخوا دFrontier Crimes Regulation (FCR)  سیستم ډېر مهم دی. لومړی FCR په ۱۸۷۲ کې رامنځته شو، بیا په ۱۸۸۷ کې یو څه بدل شو او په ۱۹۰۱ کې د نوي    Frontier Crimes Regulation  په بڼه بیا تدوین شو. 

د دې نظام ځانګړنه دا وه چې قبایلي سیمې د برتانوي هند له عادي محاکماتي نظام څخه جلا وساتي. قبایلي ټولنه باید د قانون له لارې نه، بلکې د برتانوي سیاسي کنټرول لاندې د محلي جوړښتونو په وسیله، اداره شي. 

د افغان ــ انګلیس له دوهمې جګړې وروسته، د روسیې د منځنۍ اسیا د پراختیا او د افغانستان د سرحد د ستراتېژیک اهمیت له کبله، برتانوي سیاست ډېر مخ ته ولاړ او د (Forward Policy ) بڼه یې ونیوله. دلته یو مهم بدلون راغی، قبیله باید د انګریز د سیاسي نفوذ سره وتړل شي؛ ځکه د افغانستان، روسیې او سرحدي امنیت مسایل مهم شول. په همدې فضا کې خیبر، کرمه، مومند، وزیرستان، بلوچستان او چترال د برتانوي ستراتیژیک محاسبې په مرکز کې راغلل. 

د خیبر په اړه په برتانوي آرشیفي فهرستونو کې د ۱۸۸۰۱۸۸۲ د Afridi arrangements، د ۱۸۹۰ د Punjab trans-frontier policy، او د ۱۸۹۵ د افغان چارواکو او Political Agent ترمنځ د مداخلې اسناد موجود دي. دا په څرګنده ښۍ چې Agency یوازې نوم نه وو؛ د قبایلو سره د تړونونو، امتیازونو او د هغوی د چارو د څار عملي نظام وو. 

کرمه د مستقیمې ولسوالۍ پر ځای د Political Agency  په توګه تنظیم شوه او وزیرستان په ۱۸۹۰ کلونو کې د شمالي او جنوبي Agency  په سیستم کې تنظیم شو؛ وروسته د  توچي او ګومل په څېر پوځي ـ سیاسي مرکزونه هم جوړ شول. 

په ۱۸۹۵ کال کې د شمالي سیمې( مالاکنډ ـ دیر ـ سوات ـ چترال) لپاره د ملکنډ ایجینسي په نوم جوړښت رامنځته شو. همدا جوړښت وروسته بیا د همدې سیمو د سیاسي اړیکو مهم مرکز شو. د ۱۹۰۱ کال په رسمي یادښت کې سوات، دیر او چترال د یوې Political Agency په توګه د نورو ایجینسیو ترڅنګ یاد شوي دي. 

بلخوا د ۱۸۹۳ کال د ډیورند کرښې تفاهم لیک لا مهم شو؛ ځکه انګریزانو تر دې وړاندې هم په ځینو سرحدي سیمو کې پوځي او سیاسي نفوذ جوړ کړی وو. 

خو د ډیورند تفاهم لیک د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د نفوذ/ کرښې د ټاکلو لپاره یو نوی چوکاټ ورکړ. 

له دې وروسته برتانویانو د هغو سیمو په اړه چې د کرښې په برتانوي اړخ کې راتللې، د سرحدي ادارې د رسمي کولو هڅې زیاتې کړې. 

د دې لپاره د ۱۸۹۵ شاوخوا Agency جوړښتونه ډېر مهم ول. د برتانوي سرحدي ادارې په اړه یوه رسمي پاکستاني تاریخي څېړنه هم د ۱۸۹۵کال د ملکنډ، خیبر، کرمې، د شمالي او جنوبي وزیرستان د ایجینسیو جوړېدو ته اشاره کوي. 

په ۱۸۹۷ کې د قبایلو د عمومي پاڅون وروسته (د دې پاڅون په اړه به بله لیکنه کې بحث وشي) یوازې د څو پوستو او څو ملکانو په مرسته د ټول سرحد د کنټرول ساتل تل ممکن نه ول. نو په دې بنسټ د سرحدي ادارې د بیا تنظیم اړتیا زیاته شوه. Curzon د  برتانوي هند نایب‌السلطنه په ۱۸۹۹–۱۹۰۱ کې د ادارې د بیا تنظیم مهم سیاستونه پلي کړل. 

د نوموړي فکر دا وو چې سرحدي اداره باید یو لاس کې وي او د پنجاب اوږې باید له دې بار څخه سپکې شي. د قبایلو لپاره باید ځانګړې اداره جوړه شي. اړینه نه ده چې منظم پوځ دې هر ځای دایمي خپور شي. قبایلې خاصه دار او ملیشې باید زیاتې وکارول شي. Political Agent  باید د حکومت اصلي ارتباطي وسیله وي او په ۱۹۰۱ کال د اکتوبر په ۲۱ مه، د همدې فکر پایله د صوبه سرحد د ایالت( NWFP) جوړېدل شول! 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۲۰ مه 

سرلوڅ مرادزی 

افغان وطن او انګریزان – پنځمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320