افغان وطن او انګریزان – پنځمه برخه

سرلوڅ مرادزی 

56

افغان وطن او انګریزان 

پنځمه برخه:  

بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): 

په دې برخه کې به د دې پوښتنې ځواب ولټوو چې انګریزانو لومړی په کومه طریقه (پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره سیمه) اشغال کړه چې په ۱۹۰۱ کال یې د صوبه سرحد (NWFP)، نوم ورکړ. همدارنګه وروسته یې د ختیځ افغانستان (پښتونخوا) نورې سیمې لکه سوات، ملکنډ، چترال، باجوړ، مومند، کرمه، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، ورکزي، کویټه، چمن، ژوب، پښين، دیره غازي خان، میانوالي، عیسی خیل او نورې پښتنې سیمې یو بل پسې څنګه  اشغال کړې او ځان یې د لوېدیځ افغانستان د ختیځو سیمو (اوسنۍ ډیورنډ کرښه) پورې راورساوه؟ 

د ۱۸۴۹کال د مارچ په ۲۹ مه، د پنجاب سره تر جګړو وروسته، د هند برتانوي ګورنر جنرال لارډ ډلهوزي (Dalhousie) په لاهور کې یوه اعلامیه خپره کړه چې د سیکانو د پنجاب سلطنت یې پای ته ورساوه. د اعلامیې اصلي جمله داسې وه: 

“the kingdom of the Punjab is at an end; and that all the territories of Maharajah Dhuleep Singh are now and henceforth a portion of the British Empire in India.” 

یعنې برتانوي حکومت په خپله اعلامه کې ویل چې د مهاراجه دلیپ سنګ ټول قلمرو یې د برتانوي هند برخه اعلان کړه. 

خو د ۱۸۴۹ کال دا اعلامیه دې پوښتنې ته ځواب نه ورکوي چې«دلیپ سنګ ته د دغه ټولو سیمو د حاکمیت حقوق له کومه راغلي ول؟ د سیک دولت د پېښور، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او هزاره سیمې په اړه (چې د حاکمیت دعوه یې پرې درلوده)اصلاً څه ډول حاکمیت ترلاسه کړی وو؟ او دا ځکه خورا مهم دي چې که د سیکانو واک په یوه سیمه کې یوازې پوځي اشغال، باج اخیستنه یا موقتي تابعیت وو، نو د هغې سیمې د برتانوي «وارثت» حقوقي ادعا باید د هغې سیمې د بشپړ او مشروع حاکمیت له ادعا سره یو شان ونه ګڼل شي. 

په ۱۸۳۴ کال کې د افغانستان مخلوع پاچا، شا شجاع د سلطنتي واک څځه د ګوښه کېدو ۳۵ کلونه وروسته، د سیکانو مشر رنجیت سنګ سره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ او په ۱۸۳۸ کال یې د رنجیت سنګ او برتانوي هند سره درې اړخیز تړون هم لاسلیک کړ. په دغه دواړه تړونونو کې شا شجاع په مشروط ډول منلې وه، په تېره بیا د ۱۸۳۸ کال د درې اړخیز تړون په ۱۷ ماده کې، چې که برتانوي هند او رنجیت سنګ ده (شاشجاع) سره پوځي مرسته وکړي او د کابل سلطنت ورته ونیسي نو پنجاب ته به د داسې مرستې او ملاتړ په بدل کې هغه پښتنې سیمې چې پنجاب پرې دعوه لري، په اختیار کې پرېږدي او د برتانوي نفوذ لپاره به افغانستان پرانیستی وساتي، دی به انګریز سره نږدې پاتې شي او د روسیې د نفوذ مخه به نیسي. خو د انګریز او پنجاب داسې غوښتنې، د شا شجاع لخوا د کابل پر سلطنت د واک سره تړلې او مشروط وي چې هغه مهال د دریواړو دا هیله عملي نه شوه. په دې اړه به په بله برخه کې غږېږو. 

برتانوي هند او پنجاب ته شا شجاع ځکه مناسب شخصیت وو چې خپل پوځ او امکانات یې نه درلودل او د دو ی ملاتړ او پوځي مرستې ته اړ وو. 

بلخوا دغه دواړه تړونونه، د امیر دوست محمد خان په واکمنۍ د کابل سلطنت ونه منل او امیر هیڅکله د پېښور او نورو پښتنې سیمو د ملکیت څخه تېر نه شو. په ۱۸۳۷ کال د جمرود جګړه د کابل د دریځ لپاره ډېر مهم سند دی.) 

د وزیر محمد اکبر خان په مشرۍ د کابل ځواکونو د جمرود د سیکانو پر پوسته برید وکړ او په همدې جګړه کې د هري سنګ نلوه مرګ وښوده چې د کابل حکومت د رنجیت سنګ د ختیځ لوري له واک سره هیڅ سازش نه دی کړی او هیڅکله یې له پېښور څخه لاس نه دی اخیستی. 

جګړه د ۱۸۳۷ د اپرېل په ۳۰ وشوه. افغان ځواکونه د دوست محمد خان د زوی غازي محمد اکبر خان تر مشرۍ لاندې جمرود ته ورغلل؛ هري سنګ نلوه په جګړه کې مرګونی ټپي او مړ شو. 

دا جګړه ځکه مهمه ده چې جمرود یوازې یو عادي کلی نه وو. رنجیت سنګ هلته د خیبر خولې ته نږدې پوځي کلا جوړه کړې وه او د هغه حضور د کابل او د سیکانو دولت ترمنځ د سرحدي ځواک د مستقیمې مقابلې نښه وه. د افغانانو د برید موخه د سیکانو د همدې پوستې له منځه وړل او وروسته د پېښور په لور مارش وو. 

همدارنګه د ایرانیکا په وینا، په ۱۸۳۸ کال، برتانویانو د شملې اعلامیه کې په عملي توګه د کابل او کندهار د بارکزي واکمنانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی وو او د شاه شجاع د بېرته راوستلو پرېکړه يې کړې وه. 

شا شجاع د ۱۸۰۳ څخه تر ۱۸۰۹ پورې د افغانستان پاچا وو. په ۱۸۰۹ کال، د خپل ورور شامحمود لخوا، له واکه لیري شو. تر ۱۸۱۸ کال پورې د واک د بیرته تر لاسه کولو په هڅو، بېلا بېلو ځایونو کې لالهاند او سرګردانه وو. بلاخره په ۱۸۱۸ کې لودیانه کې د برتانوي هند تر ساتنې لاندې د جلا وطن پتوګه میشت شو او انګریزانو په افغانستان کې د خپل راتلونکي پلان د پلیتوب لپاره ځان سره وساته. 

شا شجاع، پنجاب او برتانوي هند په حقیقت کې په یوه ایئتلاف کې د ۱۸۳۸ کال تړون لاس لیک کړ. 

شا شجاع د بیا سلطنت وږي وو او د واک لپاره یې د برتانوي هند او پنجاب پوځ او مرستو ته سترګې نېولې وي. انګریز د برتانوي هند د ساتلو لپاره د افغانستان په خاوره واک او اختیارغوښت او د روسیې د خیالي خطر په ړاندې یې مبالغه کوله او تر دې پردې لاندې یې پر کابل د امیر دوست محمدخان حکومت نه غوښت. پنجاب لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه غوښتل پښتنې نیمه نېول شوې پنځه سیمې (پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره) هضم کړي. 

خو بلخوا د ۱۸۴۹ کال له پلوه خیبر، مومند، باجوړ، سوات، دیر، وزیرستان، کرم او اورکزي او د پښتونخوا نورې سیمې، د برتانوي پنجاب عادي ولسوالۍ نه وې، ځکه دا د برتانوي هند لخوا د نېول شوی پنجاب په وراثت کې نه وې شاملې. د دغو سیمو پر وړاندې د برتانویانو ځانګړې Frontier/Political Agency  تګلاره وروسته په تدریجي ډول جوړه شوه. په دې اړه به په بل بحث کې وغږېږو. 

(۱ ) د پښتنو تاریخ، د قاضي عطا الله خان لیکنه 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۱۸ مه 

سرلوڅ مرادزی 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320