خپګان، زړه خوراک، ژوره مرورتیا او له هغوی نفرت چې له تاسره یې بد کړي دي تا له دننه څخه تباه کوي. د دې تباهۍ نښې ستا په بدن کې د ناروغیو په ډول راڅرګندېږي. جسمي یا بدني روانپوهنه Psychosomatic وایي، چې هره ناروغي یو علت لري او معمولاً دا علتونه د افرادو دننه وي. د خلکو په سینو، سرونو او احساساتو کې. که یو څوک تا خپه کوي او ته حق په جانب هم وې؛ زړه کې خپګان، ګیلې ګورمې او نفرت ساتې، که څه هم ملامت ته نه یې، نه هم له نورو سره بد کوې، خو له نورو سره خپه کېدل، مرورتیا او ګیلې کولی شي تا تباه او برباد کړي. له تاسره د نورو لخوا بد چلند تا دننه درګیر ساتي. کله چې د انسان دننه دویمه نړیواله جګړه روانه وي نښې یې په فزیکي وجود کې راڅرګندېږي. یوه ورځ سر خوږېږي، بله ورځ معده سم کار نکوي، تیزابي کېږي، بله ورځ د ملا درد پیدا کېږي؛ په تدریجي ډول ایمني سیستم ضعیفه کېږي او پر فرد مختلفې ناروغۍ حُجوم وروړي.
کله چې یو شخص د نورو له رویې یا رفتار او چلند څخه ځورېږي دا یوازې یو عاطفي حالت نه دی؛ دا پر ذهن، اروا او وجود یو ډېر دروند بار دی. کله چې ته خپه کېږې خپل غضب، قهر، ګیلې، نفرت او کرکه په زړه کې ساتې روان یا روح او وجود له یو بل سره همغږي کېږي او ستا دننه دا منفي انرژي په جسماني ناروغیو بدلېږي. همدا د روان او وجود Psychosomatics بنسټ دی. ستا په بدن کې د ناروغیو نښې هغه څه دي، چې په ژبه یې نشې ویلی او تا دننه په وجود کې ساتلي دي.
که څه هم یو شمېر ډاکټران پر سایکو سماټیک باندې نقدونه لري؛ د دې مانا دا نده، چې ته جدي ناروغ شوې له ډاکټره راوګرځه. سایکوسماټیک مخکې لدې چې روغتون ته وروستل شې تا راګرځوي. دا عین د وقایوي تغذیه پوهنې غوندې. وقایوي تغذیه پوهنه تاته هغه لارې چارې ښیي، چې ته روغتون ته په ورتګ مجبور نشې.
د حل دپاره څو تخنیکونه عملي کړه. زه چې کله بحث کې «تا» مخاطب کوم دا اصلاً ځان مخاطب کوم؛ دا لیکنه داسې فرض کړه، چې ما د ځان دپاره لیکلې او د همدردۍ له وجې یې له تاسره هم شریکوم.
د مظلومیت او قرباني کېدو له نقشې راووځه: تر ټولو لومړی ګام دا دی چې «زه په حقه یم، غلطي او اشتباه د دوی ده» له دې ذهني محدودې راو وځه. دا تاته د قرباني شوي او مظلوم احساس درکوي او تا تباه کوي. ته قرباني نه یې. کله چې ته ځان د تل دپاره قرباني وبولې، په ارادي ډول نورو ته واک ورکوې چې ستاسو د رواني وضعیت او روغتیا کنټرول ولري. څوک چې تا خپه کوي او ته خپه کېږې په واقعیت کې هغه شخص خپل هدف ته رسېږي او ته هم مرسته ورسره کوې؛ نو ته چې خپه کېږې په واقعیت کې له ځان سره دوښمني کوې. نو ستا له بدن سره ته هم هغومره بد چلند کوې څومره چې مقابل شخص له تاسره بد چلند کړی؛ یا ممکن ستا رول زیات وي؛ که ته په نهخبره ډېر ځورېږې نو ستا رول تر هغه شخص ډېر دی. خلک بد ندي؛ ته خپله د ځان دپاره بد یې. د اندېښنې خبره نده، ته کولی شې دا هرڅه تغیر کړې.
حق په جانب پاتې کېدل ستاسو روح او روان ته سکون نه شي درکولی بلکې که ډېر وځورېږې آن د ناروغۍ تر بیستره دې رسولی شي.
قهر، غوسه، نفرت او خپګان په جسم یا بدن کې مه ساته: کله چې تاته خپګان راشي، ستا د د بدن په غړو لکه سینه، معده، او اوږو کې ځای پر ځای کېږي. ته داسې احساس کوې لکه چې وتړل شې.
تنفسي تمرینونه، ژورې ساه ګانې، پیاده تګ، یا حتی په یوازیتوب کې د چیغو او ژړا له لارې د زړه بار سپکول له تاسره مرسته کوي چې دا مقاومت لرونکې انرژي ستا له بدنه وبهېږي او ته راښه شې. هېڅوک له تاسره مرسته نشي کولی؛ د نړۍ فوق العاده سایکولوجېسټ او سایکټرېسټ له تاسره مرسته نشې کولی که ته آماده نشې چې له ځان سره مرسته وکړې. ته تر هر بل چا له خپل ځان سره ښه مرسته کولی شې.
له نورو سره شکایتونه مه شریکوه، څومره چې شکایت کوې هغومره په کنده کې لوېږې. شکایت تا له منځه وړي. د شکایت قانون څه ډول کار کوي، پدې اړه یوه ورځ لیکنه کوم، حتمن یې ولوله.
د توقعاتو د دیوال ماتول: له نورو څخه د عدالت، پوهېدو او مننې تمه کول ستا د خپګان اصلي سرچینه ده. ته چې کله ښه کار وکړې بیا تمه لرې چې خلک مننه درنه وکړي او هغوی مننه نه درنه کوي همدا تمه دننه تا خپه ساتي. د دې مانا دا نده، چې خلک بد دي؛ نه خلک بد ندي، خلک ستا ښو ته متوجې ندي، که متوجې دي هم له یاده یې وځي، هغوی هم غالباً ستا په څېر له ګڼو رواني ستونزو سره کشوګیر کې دي؛ نو تمه مه لره. کله چې دا ومنې چې نور خلک ممکن ستا په څېر فکر ونه کړي، ستا د قهر او خپګان اندازه په ناڅاپي توګه راکمېږي.
که ته دا فکر کوې چې نور ولې ستا په څېر فکر نکوي دا ډېره غیر اخلاقي تمه ده. د دې مانا دا ده، چې ته په ډایورسېټي او تنوع باور نلرې. بناً د چا د بېغورۍ سزا خپل وجود او روغتیا ته مه ورکوه.
که نور تاته توجو نه کوي پر دوی ملامتیا مه اچوه، کیسه ټوله ستا دننه خرابه ده او دا راجوړه کړه، ته ځانته توجه وکړه نور خلک خپله تاته توجو او پاملرنه کوي او مهم دې بولي؛ خو ته نباید دا تمه ولرې، چې ته دې نورو ته مهم وې؛ ځکه ذاتاً ته بېخي مهم نه یې؛ که ته نه وې هم دا نړۍ به همداسې چلېږي.
معنوي او دروني بښنه: بښنه د بل د خلاصون دپاره نه ده، بلکې له ذهني کشوګیره د خپل ځان آزادولو دپاره ده. که ته نور نه بښې تر تا راتاو شوې رسۍ به همداسې پاتې وي، دننه به زړه خوراک کوې او هېڅوک به له تاسره مرسته هم نشي کولی. تر څو چې ته یو چاته غوصه، نفرت او کرکه په زړه کې ساتې ته د هغه لخوا زنداني یې. هغه خبر هم ندی، چې تا د ده دپاره ځان زنداني کړی. که درباندې پوه شي، چې ته د ده د توهین، تحقیر او نه توجو له وجې په زړه خوراک اخته یې، ممکن درباندې خوشحاله هم شي. ځکه هغه همدا غوښتل. کله چې په ارادي توګه یو څوک وبښې، په حقیقت کې دې خپل روح او روان ته د بېرته رغېدو اجازه ورکړه.
بدن ته پاملرنه وکړه او خبرې دې بدلې کړه: کله چې ستا جسم درد ویني یا ناروغ شې، له خپل بدن سره په مینه خبرې وکړه، خپل بدن ته ووایه: زه پوهېږم چې ته ستړی شوی یې او د زړه دردولو هڅه کوې، یا سرخوږی ایجادوې خو زه اوس د دې بار وړلو توان او طاقت نه لرم. راځه په ګډه دا خپګان پرېږدو.
کله چې ستا روح او روان یا ذهن د نورو د ظلم او خپګان پر وړاندې خاموشه چوپتیا غوره کړي او هرڅه زړه کې وساتې ستا بدن په ناروغیو سره چیغې وهي، چې باید مرسته ورسره وکړې. د دې زنجیر د ماتولو یوازینۍ لاره دا ده چې خپل ارزښت او ارامي د نورو له چلند څخه جلا کړې. ته دننه باید باثباته وې، د نورو د تغیر تمه باید ونلرې. ته چې کله دننه څخه تغیر شې ستا ایکو سیستم کې خلک ټول له تاسره رفتار تغیروي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
