افغان وطن او انګریزان
څلورمه برخه:
بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ):
دا چې انګریزانو د پښتنو دننه قومي، مذهبي، اداري او پوځي جوړښتونه د خپلې استعماري واکمنۍ، په وسیلو څنګه بدل کړل او کومو کسانو د خپل وطن د ګټو په خلاف انګریزانو ته خدمت وکړ په تېره برخه کې مو یو شمېر په ګوته کړل. لاندې به څو تنه نور هم د تېرې لړۍ په ادامه په ګوته کړو:
نواب حاجي محبت خان د تورو:
نوموړی په صوبه سرحد کې د برتانوي محلي همکارانو په ډله کې تر ټولو څرګنده څېره ګڼل کېږي.
په ۱۹۱۲کال، د برتانوي حکومت د Who’s Who in India په رسمي ژوندلیک کې راغلي:
پلار یې د سیکانو د جګړو پر مهال، د برتانوي پوځ د سواره نظام غړی وو. په ۱۸۵۷ کال کې یې د انګریزانو په وړاندې، د مردان د پاڅېدلو سپاهیانو د یوځای کېدو مخه نیولې وه. خو بیا خپله محبت خان د وزیرستان په پوځي عملیاتو کې د انګریزانو سره ملګری وو.
د افغان امیر شیرعلي خان د نفوذ د مخنیوي لپاره سوات ته واستول شو. د چترال د مرستې په عملیاتو کې یې د سوات قبایل ارام وساتل، د دوی اطاعت یې ترلاسه کړ او د برتانوي حکومت لپاره یې خدمت ته چمتو کړل.
نواب حاجي محبت خان په ۱۸۹۷ کې یې بیا د برتانوي ځواکونو سره فعاله پوځي دنده ترسره کړه او په بدل کې یې خان بهادر( Khan Bahadur ) او وروسته د نواب ( Nawab ) لقب ترلاسه کړ.
حاجي محبت خان ځکه یو مهم مثال دی چې نوموړی یوازې د« انګریزانو سره اړیکې» نه پالي، بلکې د انګریانو لپاره عملي خدمت، د پښتنو د تحرک مخنیوی، برتانوي نظامي عملیاتو کې ګډون او رسمي امتیاز یو له بل سره تړلي دي.
د مالاکنډ خانان: عنایت الله خان او بهرام خان:
د مالاکنډ د مذهبي ـ سیاسي ګډوډیو پر مهال ځینو خانانو د برتانوي حکومت ملاتړ وکړ. یوه علمي څېړنه چې د برتانوي دورې اسناد یې کارولي، په ښکاره وايي چې په مالاکنډ کې د مذهبي ګډوډیو پر مهال، خانان د انګریزي حکومت په طرف ودرېدل او برتانوي حکومت ورته بدل کې:
عنایت الله خان ته د Khan Bahadur او بهرام خان ته د Khan Sahib، لقبونه ورکړل.
نواب سر صاحبزاده عبد القیوم خان:
د ده قضیه باید له نورو سره لږه په غور وڅېړل شي، ځکه هغه یوازې «استعماري همکار» نه وو، بلکې وروسته یې د تعلیم، اداري اصلاحاتو او بیا د مسلمانانو د سیاسي استازولۍ په برخه کې هم رول لوبولی دی. د ده په اړه د برتانوي خدمت له نظره اسناد ډېر څرګند دي. دی د برتانوي استعماري ادارې د اطلاعاتو، راپور ورکولو او ارتباطاتو په اداري ماشین کې په دنده ګمارل شوی وو.
په دې برخه کې د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۱م عملیات د برتانوي سرحدي سیاست په تاریخ کې ډېر مهم دي.
صاحبزاده قیوم خان په ۱۸۸۸ کې، د تور غره د عملیاتو ( Black Mountain Expedition ) پر مهال، د برتانوي پوځ لپاره ورځني راپورونه استول. په پای کې د هغه کار دومره وستایل شو چې د (Hazara 88 ) د سپینو زرو مډال ورکړل شو.
د تورغر سیمه د اباسین لوېدیځ لوري ته، د اوسني خیبر پښتونخوا د تورغر ولسوالۍ او شاوخوا سیمې په خپله لمن کې رانغاړي.
نوموړي وروسته د هزاره، خیبر، چترال او نورو سرحدي سیمو په سیاسي ادارو کې د سیاسي ایجنټ، او مرستیال ( Political Agent/Assistant Political Agent ) په توګه کار وکړ.
په ۱۸۹۳ کال، په Durand Commission کې د Sir Henry Mortimer Durand تر مشرتوب لاندې د بر تانوي پلاوي په ترکیب کې یې ګډون درلود.
همدارنګه د دې لړۍ د بلوچستان په پښتنو سیمو کې هم انګریزانو ځیني خانان او نوابان درلودل. د ختیځ افغانستان( پښتونخوا) په دې برخه کې د Sandeman System ډېر مهم ګڼل کېږي.
دا سیستم د Sir Robert Groves Sandeman انګریز له نوم څخه اخیستل شوی. هغه د برتانوي هند پوځي افسر، سیاسي مامور او استعماري اداره چي وو او په بلوچستان کې د برتانوي نفوذ د پراخولو له تر ټولو مهمو معمارانو څخه ګڼل کېږي.
انګریزانو د دې سیستم له مخې، د خانانو او سردارانو سره مالي اړیکې جوړې کړې؛ د کلات خان ته یېsubsidy ورکوله او وروسته یې له قومي سردارانو سره هم مستقیمې مالي اړیکې پراخې کړې. بلخوا د سردارانو subsidies د هغوی له وفادارۍ او د داخلي امنیت له ساتلو سره تړل شوې وې او د جرګو پرېکړې هم د برتانوي Political Agent د بیاکتنې لاندې راتلې.
د برتانوي هند د پارلمان په ۱۸۹۸ بحث کې په څرګنده ویل شوي چې Sandeman سیستم په ۱۸۸۹ کې د ژوب پښتنو ته هم وغځیده. لومړی یې له ځینو مشرانو سره د لارو د ساتنې ترتیبات وکړل، وروسته په ۱۸۹۰ کې پوځ ورغی او هغه ډلې یې چې نه یې غوښتل موافقې ته ورسېږي، په زور تابع کړې.
د ۱۹۱۱ د برتانوي حکومت د Who’s Who in India په رسمي فهرست کې لاندې کسان په صراحت سره د بلوچستان د حکومت د «public services» له امله د خان بهادر( Khan Bahadur ) لقب اخیستونکي ښودل شوي:
ــ محمد خان
ــ زرغون خان
ــ حاجي بهاالدین خان کاکړ
ــ میټا خان
انګریزانو په ژوب، لورالایي، پشین، دوکي، سنجاوي او شېراني پښتنې سیمو کې یوازې د موجوده قومي اختلافاتو څخه ګټه نه اخیسته، بلکې خپله یې د سردارانو ترمنځ د اختلافاتو په پراختیا کې مهم رول لوباوه!
دا بحث چې اوږد دی دلته یې پایته رسوم، خو باید دا خبره په څرګنده وشي، هر پښتون چې د برتانوي هند دولت سره دنده ترسره کړی د «پښتنو ملا ماتوونکی» ونه بولو.
عبدالمجید خان ترین، عبد الرحمن خان انجنیر، نورو ملکي چارواکو، ډاکټرانو، ښوونکو هم د برتانوي دولت په ادارو کې کار کړی. دنده لرل او د پښتنو د مقاومت ماتول یو شی نه دي.
همدارنګه خان عبدالجبار خان (خان صاحب) یو مهم مثال دی. هغه د برتانوي هند په Indian Medical Service کې ډاکټر وو، خو په ۱۹۲۱ کې یې استعفا ورکړه، ځکه په وزیرستان کې یې د خپلو پښتنو پر ضد د انګریز د پوځي عملیاتو د خدمت کولو امر ونه مانه.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
