د ښکلا او چوپتیا امپراتوري

آصف بهاند

30

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري

د څوکرښو یون‌لیک

دا لنډ یادداښتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول.

د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر دیارلسمه د شپې شاوخوا دوې‌بجې په یوه ناڅاپی سفر سویس ته ورسېدم. اوږد مزل مو وهلی و، مخامخ کوټې ته او بسترې ته شوم.

د وختي پاڅېدو د عادت له مخې د سهار شاوخوا اوه‌بجې ویښ شوم، د خپلې خونې پرده مې چې لرې کړه، د رڼواوبو ځلا مې ولیده، خو تر اوبو لږوړاندې داسې جگ‌غر ولاړ و لکه د افغانستان د عاموخلکو اوږده لوږه او نه تمامېدونکې خواشیني.

زړه نازړه له ودانۍ راووتم، دلته هم داسې بل دنگ‌غر ولاړ و لکه د هغه بل سکنی‌ورور چې وي، ما ویل چې گنې د تیـږو په کلا کې راایسار شوی یم، ځان مې د طبیعت د بې‌پایه ښکلا او چوپتیا په دایره کې ولید. دا د سویس یووړوکی ښار و چې انترلاکن نومېـږي.

د ورنو غرونو د نندارې په وخت کې مې ځان د چوپتیا او ښکلا د امپراتورۍ په سیمه کې احساس کړ او د پښتو ژبې د یو پخواني شاعر (شیخ بیټني) د یوشعر څو داسې بیتونه را په زړه شول چې د کسي غره په لمنو کې یې ویلی وو. د شیخ بیټني یاد شعر په دې بیتونو پیل شوی و:

لـویـه خـدایـه، لـویـه خـدایه

ستا پـه مـیـنـه پـه هـرځـایه

غرو ولاړ دی درناوي کې

ټـوله ژوي په زاري کې…

د شیخ بیټني مناجات او د دنگو غرونو د نندارې په وجه زما د ککرې په گومبزه کې هم څو توري رامیلمانه شول، هغه مې د شیخ بیټني د مناجات په سبک د کاغذ پرمخ باندې رسامي‌کړل، کاغذ مې جیب کې کېښود.

د هغې سیمې د چوپتیا او ښکلا په داېره کې زموږ له‌پاره هرڅه نوي وو. بوخت‌تیا دومره ډېره شوه چې داکرښې مې بیا هېرې شوې.

ما په هغې‌ورځې ولیدل او واورېدل چې د طبیعت ښکلا او چوپتیا خبرې کوي، هغه څه چې ما د طبیعت ښکلا او د دنگو غرونو چوپتیا ته لیکلي وو، هغه دا دي:

دلـتـه دي د غـــرونـــو څـوکـې

غــلـې دي، خــو وهـي کــوکـې

مـړه ژونـدي ټـوله خامـوش دي

شور او شـر دی شونـډې بـوکې

۱۳/۱۱/۲۰۲۵

انترلاکن

سویس

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320