سید اصغر: ډېر وبښئ، ستاسو د نوم معنا څه ده؟
یونګ: زما بشپړ نوم «کارل ګوستاو یونګ» دی. (کارل) د (انسان) یا (ازاد انسان) له معنا سره تړاو لري، (ګوستاو) د ملاتړ یا ساتنې له معنا سره اړیکه لري او (یونګ) په جرمني ژبه کې (ځوان) ته وايي.
د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې انسان یوازې د خپل نوم له لغوي معنا څخه نه پېژندل کېږي. انسان هغه مهال خپل حقیقي هویت ته نږدې کېږي چې د خپل روان، لاشعور، تجربو او د دنني تضادونو په پېژندلو پیل وکړي. نوم انسان ته اشاره کوي، خو ځانپېژندنه یې تعریفوي.
سید اصغر: که له ټولنې ځینې بد عادتونه ما ته په میراث کې پاتې وي، نو زه څه ګرم یم؟
یونګ: انسان په تشه فضا او یا په دشته کې نه زېږي. کورنۍ، ټولنه، کلتور، دیني او ټولنیز ارزښتونه، دودونه او د تېرو نسلونو تجربې د هغه پر روان اغېز کوي. له همدې امله هر څه چې یو انسان یې کوي، ټول یې شخصي انتخابونه نه دي، خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې انسان له مسؤلیت څخه خلاص دی. یو بد عادت چې له ټولنې څخه درته انتقال شوی وي، هغه باید وپېژندل شي. تر هغه چې انسان نه پوهېږي چې د ده په دننه کې کومه رواني بېلګه شته او پر ده واکمني کوي. کله چې یې وپېژني، د بدلون امکان پیدا کېږي، نو انسان د دې لپاره مجرم نه دی چې یو رواني یا ټولنیز میراث یې تر لاسه کړی، خو که هغه میراث وپېژني او بیا ورته په شعوري توګه دوام ورکړي، د هغه مسؤلیت ورسره زیاتېږي.
سید اصغر: که زه د اختیار خاوند یم، خو ځینې کارونه د ټولنیز جبر له مخې رانه تر سره کېږي، د حل لاره یې څه ده؟
یونګ: لومړی باید په دې پوه شو چې ټولنیز جبر تل په ښکاره ډول نه څرګندېږي. کله ناکله ټولنه د انسان په روان کې ځای نیسـي چې د ټولنې غږ زموږ خپل غږ ښکاري.
انسان وایي: «خلک به څه وایي؟»، خو د ځانپېژندنې په سفر کې باید وپوښتل شي:
(زه څه غواړم؟ ولې یې غواړم؟ او دا غوښتنه زما ده، که د ټولنې راپاتې غږ دی؟)
د حل لاره له ټولنې څخه تېښته نه ده، بلکې د شعور پیاوړتیا ده. انسان باید خپل ټولنیز نقش، شخصـي غوښتنې، وېرې، عقدې او د ټولنیز لاشعور تمایلات وپېژني.
د فردیت یا Individuation بهیر همدا دی، انسان له تقلیدي شخصیت څخه د خپل واقعي شخصیت پر لور حرکت وکړي.
سید اصغر: قدرمن یونګه! ستاسو استاد فروید خو پر لاشعور ډېر ټینګار کاوه، تاسو بیا د «ټولیز لاشعور» یادونه کوئ. ستاسو او د هغه په نظریاتو کې اساسي توپیر څه دی؟
یونګ: فروید د لاشعور په مفهوم کې زموږ لپاره ډېر مهم بنسټ کېښود. هغه په ځانګړي ډول د شخصـي لاشعور، ځپل شویو غوښتو، خاطرو او هغو رواني محتویاتو ته توجه وکړه چې شعور یې نه مني یا له شعوره بهر پاتې کېږي.
زما له انده لاشعور یوازې د یوه فرد شخصي تاریخ نه دی. ما د لاشعور دوه مهمې ساحې سره جلا کړې:
لومړی: فردي یا شخصـي لاشعور: دا د فرد له شخصـي ژوند، هېرو شویو تجربو، ځپلو احساساتو، خاطرو او له هغو رواني محتویاتو سره تړاو لري چې د فرد له تجربې څخه سرچینه اخلي.
دویم: ټولیز لاشعور: دا د فرد له شخصي تجربې څخه پراخ مفهوم دی. زما په نظریه کې د انسان روان داسې ژورې او ګډې رواني بڼې لري چې د انسانانو په ګډ رواني میراث کې را څرګندېږي. همدا ځای دی چې ارکیټایپونه مطرح کېږي.
نو توپیر داسې لنډولای شو:
فروید: لاشعور تر ډېره د فرد د شخصي رواني تاریخ، ځپل شویو غوښتنو او د تجربو له ساحې سره تړاو لري.
یونګ: د فردي او شخصـي لاشعور تر څنګ یو ټولیز لاشعور هم شته چې له ارکیټایپي بڼو سره تړاو لري. په همدې نقطه کې زموږ د نظریاتو تر منځ مهم توپیر را منځته کېږي.
سید اصغر: تاسو د «انیما» او «انیموس» اصطلاحات هم کاروئ. دا څه معنا لري؟
یونګ: انیما او انیموس زما د تحلیلي ارواپوهنې له مهمو مفاهیمو څخه دی. په دودیز یونګي تعبیر کې انیما (Anima) د نارینه په روان کې د ښځینه رواني اړخ او انیموس (Animus) د ښځې په روان کې د نارینه رواني اړخ استازیتوب کوي، خو باید دا موضوع یوازې د بیولوژیکي جنس په ساده معنا وا نخیستل شي. زما اصلي بحث د انسان د روان د هغو اړخونو په اړه دی چې یو فرد یې ممکن په خپل ظاهري شخصیت کې کم څرګند کړي، خو د لاشعور په روان کې به حضور لري.
انیما کولای شي د نارینه په روان کې له احساس، عاطفې، تخیل، اړیکې، داخلي حساسیت او ژورې رواني تجربې سره تړلې بڼې څرګندې کړي.
انیموس بیا د ښځې په روان کې له نظر، فکر، استدلال، ارادې، قاطعیت او نورو داسې رواني ځانګړنو سره تړاو موندلای شي چې په دودیزو ټولنیزو نقشونو کې ممکن د «نارینه» ځانګړنو په توګه تعریف شوي وي. مهمه خبره دا ده چې انسان باید د خپل روان دا پټ اړخونه وپېژني، نه دا چې له هغوی څخه وتښتي.
سید اصغر: ایا انیما او انیموس یوازې د نارینه او ښځې تر منځ د اړیکو موضوع ده؟
یونګ: نه. د دې مفکورې رواني اهمیت تر رومانتيکو اړیکو ډېر پراخ دی.کله ناکله انسان د خپل روان یو پټ اړخ په بل انسان کې ویني او پرې رواني اغېز کوي یو شخص ممکن په بل انسان کې هغه ځانګړنې وویني چې په خپل لاشعور کې یې لري، خو لا یې نه دي پېژندلي. دلته د Projection فرافکني مفهوم هم مهم دی: انسان کله ناکله خپل دنني رواني محتوا پر بل شخص اچوي او بیا هغه شخص داسې ویني لکه دی چې واقعاً هماغسې وي.
له همدې امله د انیما او انیموس پېژندنه انسان ته دا فرصت ورکوي چې وپوښتي: (زه په بل انسان کې څه وینم، او ولې یې دومره ژور احساسوم؟ ایا دا یوازې د هغه ځانګړنه ده، که زما د خپل لاشعور یوه برخه هم پکې منعکس شوې ده؟)
سید اصغر: تاسو د «ارکیټایپ» یا Archetype اصطلاح ډېره کاروئ. په لنډ ډول یې څه معنا ده؟
یونګ: ارکیټایپ د ټولیز لاشعور یوه اساسي مفکوره ده. ارکیټایپ داسې ژوره رواني بېلګه ده یا لومړنۍ بڼه ده چې په بېلابېلو انسانانو، کلتورونو، افسانو، دیني روایتونو، ادبیاتو او خوبونو کې په بېلابېلو شکلونو راڅرګندېږي.
د بېلګې په توګه:
- مور: پالنه، زېږونه، ساتنه او د ژوند سرچینه؛
- قهرمان: مبارزه، خطر او د ستونزې له منځه وړل؛
- سیوری: د شخصیت هغه پټ او نه منل شوي اړخونه چې انسان یې له خپل «مثبت» تصویر څخه لرې ساتي؛
- هوښیار بوډا/ حکیم: پوهه، لارښوونه او ژور بصیرت؛
- ځان: د شخصیت د بېلابېلو برخو د بشپړتیا او یووالي مرکز.
ارکیټایپ خپله یو بشپړ تیار تصویر نه دی، بلکې یوه ژوره رواني بېلګه ده چې په بېلابېلو فرهنګونو کې بېلابېل سمبولیک شکلونه اخلي.
سید اصغر: نو ایا د یوه انسان شخصیت یوازې له هغه څه جوړ دی چې دی یې په شعوري ډول پېژني؟
یونګ: نه. د انسان شخصیت له شعور څخه ډېر پراخ دی. انسان ډېر هغه لري چې پرې پوهېږي او ډېر داسې شیان هم په خپل داخلي دنیا کې لري چې پرې نه پوهېږي. ځینې وېرې، غوښتنې، عقدې، تمایلات، تصورات او رواني بڼې د شعور تر سطحې لاندې فعالیت کوي. له همدې امله څوک چې یوازې خپل شعوري شخصیت وپېژني، د خپل وجود یوه برخه یې لا هم نه ده پېژندلې.
ځانپېژندنه د «زه څوک یم؟» له پوښتنې پیل کېږي، خو د «زما په دننه کې څه شته چې زه یې لا نه پېژنم؟» تر پوښتنې رسېږي.
سید اصغر: تاسو د «سیوري» یا Shadow یادونه وکړه. سیوری څه شی دی؟
یونګ: سیوری د شخصیت هغه اړخونه رانغاړي چې انسان یې په خپل شعوري «زه» کې نه مني، نه یې خوښوي یا یې له خپل شخصیت څخه لرې کوي.
انسان غواړي ځان ښه، عاقل، صادق او قوي وویني، خو ممکن په خپل روان کې وېره، حسد، غوسه، خودخواهي، کمزوري یا نور ناغوښتل شوي تمایلات هم ولري. که انسان له دغو اړخونو په بشپړه توګه انکار وکړي، بلکې له منځه نه ځي، لاشعور کې پاتې کېږي.
د سیوري پېژندل د دې معنا نه لري چې انسان باید خپل بد تمایلات عملي کړي. معنا یې دا ده چې:
(زه باید پوه شم چې دا امکان زما په روان کې هم شته.)
کله چې انسان خپل سیوری وپېژني، پر هغه د کنترول او بدلون امکان یې زیاتېږي.
سید اصغر: که انسان خپل ټولنیز میراث، سیوری، انیما یا انیموس او لاشعوري تمایلات وپېژني، د دې ټولو وروستۍ موخه څه ده؟
یونګ: وروستۍ موخه دا نه ده چې انسان له خپل روان څخه یوه برخه حذف کړي، بلکې دا دی چې د خپل شخصیت بېلابېلې برخې وپېژني او په یوه ژور رواني توازن کې یې سره یو ځای کړي. ما دې بهیر ته فردیت یا Individuation ویلی دی.
فردیت په دې معنا نه دی چې انسان ځان له ټولنې څخه جلا کړي، بلکې انسان باید د تقلید، لاشعوري جبر او تحمیلي نقشونو له منځه د خپل اصلي شخصیت پر لور حرکت وکړي. دا سفر انسان ته دا جرئت ورکوي چې ووایي: (زه د خپلې کورنۍ، ټولنې، تاریخ او کلتور محصول یم، خو یوازې د هغوی مجموعه نه یم. زه باید خپل ځان هم وپېژنم.)
سید اصغر: ستاسو په اند، د انسان د آزادۍ تر ټولو مهم شرط څه دی؟
یونګ: د انسان لومړنۍ آزادي له بهرني جبر څخه نه اخیستل کېږي، بلکې له ناپېژندل شوي دنني جبر څخه پیلېږي.
هغه څوک چې خپل لاشعور نه پېژني، ممکن فکر وکړي چې دی آزادي لري، حال دا چې د ده انتخابونه د هغو رواني عواملو تر اغېز لاندې وي چې دی یې نه ویني، نو زما لپاره شعور یوازې د معلوماتو لرل نه دي، شعور د خپل ځان، خپلو تمایلاتو، خپلو وېرو، خپل سیوري، خپل ټولنیز میراث او د خپل لاشعرو د پېژندلو وړتیا ده. څومره چې انسان خپل لاشعور وپېژني، هغومره یې شعوري اختیار پراخېږي.
سید اصغر: که ستاسو ټول نظریات په یوه جمله کې راټول کړو، انسان ته مو تر ټولو مهم پیغام څه دی؟
یونګ: شاید داسې یې ووایم:
انسان هغه وخت ځان ته نژدې کېږي چې له خپل ظاهر څخه هاخوا خپل باطن وپېژني، په خپل شعور کې لاشعور وویني، خپل سیوری ومني، خپل پټ رواني اړخونه وپېژني او په پای کې د بل چا په څېر کېدو پر ځای د خپل اصلي شخصیت د جوړېدو هڅه وکړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
