د راپورونو له مخې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دوام، په دې وروستیو کې له زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
راپورونه ښيي چې پرون، د وږي/سنبله په ۲۲مه، ۲۵۰ کورنۍ چې ټولټال یو زر او ۸۳ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، ۹۱ کورنۍ، چې ۴۷۶ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار له تورخم دروازې څخه هېواد ته داخلې شوې دي. ۱۷ کورنۍ، چې ۹۷ کسان کېږي، د کندهار له سپین بولدک لارې او ۱۲۹ کورنۍ، چې ۴۸۱ کسان پکې شامل دي، د نیمروز له پل ابریشم لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
راپور زیاتوي چې ۱۳ کورنۍ، چې ۲۹ کسان کېږي، د هرات له اسلامکلا دروازې هم هېواد ته ستنې کړل شوې دي.
له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو او ستنولو بهیر لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې بېرته راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې هم له سختو او ستونزمنو شرایطو سره مخ دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320