د سیاست په هکله غیر علمي منطق

شاه محمود میاخیل

55

د افغانانو اصلي مشکل سیاسي دی او سیاسي مشکل په شعر و شاعرې نه حل کیږي. ځیني لا وایي چې فرهنګي مبارزه ځکه کوو چې جانبي عوارض نه لري.

ولس او تعلیمیافته قشر باید تشویق شي چې سیاسي مبارزه وکړي تر څو د خپل سرنوشت په هکله پخپله پریکړې وکړي. که تعلیمیافته قشر په سیاسي برخه کې منسجم او سیاسي مبارزه ونکړي، بیا نور به د دوی په سرنوشت لوبې کوي او په دوی به تر تله واکمن وي.

سیاست او سیاسي مبارزه ټولنیز مسوولیت دی. هغوي چې ولس او تعلیمیافته قشر د سیاسي مبارزې نه منع کوي او یا ورته ویره اچوي چې سیاست بد شې دی او جانبي عوارض لري، دا همدومره د ځوان او تعلیمیافته قشر سره جفا ده لکه طالبانو چې د تعلیم دروازې د نجونو په مخ تړلې دي. سیاست مه کوی ځکه سیاست بد دی، همدې وېرې له امله په تیرو څو لسیزو کې په افغانانو باندې په نامه مدني او غیر مدني ټوپکسالاران او د طالبانو غوندې ملایان حاکمان شول.

د جمهوریت او هم د پخوانیو ټولو مشرانو لویه نیمګړتیا همدا وه چې په سیاسي چوکۍ ناست و خو سیاستي احزاب یې بدې شول او ویلې احزابو یا تنظیمونو وطن خراب کړیدی. دې کې شک نه شته چې تنظیمونو او سیاسي احزابو وطن خراب کړې خو د وطن ویرانونکو د تنظیمونو او احزابو په زور وطن وران کړ ځکه په  مقابل کې ملي احزاب نه و چې د هغوی  مخه یې نیولې وې. افراد هیڅکله د ظالمانو مخه نشي نیولې. د ظالمان مخه به ملي احزاب او هغه حکومتونه نیسي چې تر شا یې د ملي حزبونو حمایت وي.

زما هیله د ځوانانو او تعلیمیافته قشر نه همدا ده چې سیاسي مبارزه وکړې او په یو سیاسي انسجام کې سره منظم شې. پوهیږم چې یو دم ملي قوي حرکت او حزب په اوسنیو حالاتو کې نه جوړیږي خو څوک چې په یو بل اعتماد لري، باید په یو سیاسي تشکل کې سره منظم شي. د وخت او حالاتو ته په کتو سره بیا ټول ادرسونه چې ملي مؤخې لري، کولې شي چې په یو لوی قوي خږځښت او په اوږدمهال کې په قوي ملي حزب بدل شي.

ګرانو خویندو او ورونو!

پدیتوګه په سیاست مه شرمیږي او په سیاسي مبارزه کې احساس د کمترې مه کوې. سیاسي مبارزه د بې زړو او مذبذبه اشخاصو کار نه دی چې د یو څو کسو د منفي څرګندونو نه په کندو کې ځانونه پټوي.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهصت دوراني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

‏اکثره افغانان د تناقضاتو مجموعه ده

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320