د پښتنو په اثارو کې د پښتون/ افغان کلمې ته یوه کتنه/ ۶ 

57

شپږمه برخه: 

لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه، پښتنو په خپل داخلي قومي دود کې ځان ته «پښتون» ویلې او د افغان کلمه د نورو لخوا لومړی پښتون ته د پښتون په مفهوم او وروسته د افغانستان د ټولو اوسېدونکو یعنې افغان په معنا کارېدلې دهپښتنو هم په خپل وار د افغان کلمې سره اړوپېچ نه دی کړی او کله چې د افغان کلمه د ملي او افغاني هویت په مفهوم کارېدلې او په هېواد کې د ټولو اوسېدونکو د پيوستون او یووستون څرګندوی شوې، په ورین تندې یې منلې. نن په پښتنو سربېره د هېواد هر اوسېدونکی د افغاني هویت ویاړ لري. 

ګډ یا ملي هویت ته ارتقا په یوه ورځ نه رامنځته کېږي او دا اوږد تاریخي بهیر وي. نورو ملتونو او هېوادونو هم دا لار په اوږده مزل ترلاسه کړې ده. 

د تاریخ په اوږدو کې پښتنو هم د افغان کلمې سره لکه بهرنیانو غوندې، دوه ډوله چلند کړی. دوی هم افغان کلمه، کله د پښتون په مفهوم اخیستي او یا یې په پښتون سربېره د افغانستان د ټولو اوسېدونکو د ګډ هویت په معنا ګڼلې ده. 

د روښانیانو په ادبیاتو کې «افغان» ډیری وخت د پښتنو لپاره کارېدلی. میرزا خان انصاري چې د نورالدین خان زوی او د پير روښان لمسي دی، په یو شعر کې وایې: 

د افغان په ننګ که نن څوک نه درېږي 

بې همته به تر عمر سرګردان وي. 

یوه بله مشهوره ټوټه چې د ده له سبک او چاپیریال سره تړل کېږي: 

افغانان که په یوه زړه سره یوو شي 

پادشاهي به د مغلو کړي نسکوره 

بل لوی شاعر دولت لواڼی هم چې د پیر روښان د لارویانو څخه ګڼل کېږي، دا بیت هغه ته منسوب شوی: 

په افغان باندې مې زړه دی خوږېدلی 

خو افسوس چې منځ کې وران دي افغانان 

روښاني مکتب په ټوله کې د مغولي واک پر ضد د افغان/ پښتون د یووالي ادبیات راوپنځول چې وروسته بیا د ګورګین او ایراني صفویانو په وړاندې د میرویس نیکه په مشرۍ د هوتکیانو د غورځنګ بنسټ وګرځيد. همدغه مکتب د لوی احمدشا بابا د واکمنۍ او د نوي افغانستان د رامنځته کېدا عمده لامل شو. 

ستر خوشحال پخپلو اثارو کې پښتون هم د پښتون په نوم او هم یې د افغان په کلمه چې د هغه مهال د افغان د واکمنۍ د ټولې سیمې په مفهوم ګڼل کېده، کارولی دی. 

خوشخال بابا وایې: 

درست پښتون له کندهاره تر اټکه 

سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار 

خو پخپل لاندې بیت کې بیا د افغان لوی او ګډ مفهوم ته ننوځي او وایې: 

د افغان په ننګ مې وتړله توره 

ننګیالی د زماني خوشحال خټک یم 

صوفي ستر شاعر رحمان بابا نیغ په نیغه د افغانانو هېواد راپېژني او وایې: 

چې کشور د افغانان معطر کړي 

هر یو بیت مې خدایه زلفې د خوبان کړې 

بي بي زینب چې د میرویس نیکه لور او د شامحمود هوتک خور ده، د شامحمود هوتک په مړینه یوه اوږده مرثیه لري چې پټې خزانې رااخیستي او په هغې کې له هر څو بیتونو وروسته یو بیت بیا بیا تکرارېږي. هلته هم پښتون د پښتون په معنا کارول کېږي. څو بیتونه یې دا دي: 

غږ شو چې ورور تېر له دنیا سونا 

کندهار واړه په ژړا سونا 

پښتون دې ټول په واویلا سونا 

کندهار واړه په ژړا سونا 

پير محمد کاکړ چې په راوروسته مهال د لوی کندهار په سیمه میشت وو، د تېروخت شاعرانو د ستاینې په لړ کې، د خوشحال خټک په اړه یادوي: 

لکه شعر دی د ده په پښتونخوا کې 

بل به نه وي په دارنګ د افغان شعر 

د کندهار یو بل مشهور شاعر شمس الدین کاکړ چې د ټولواک تیمورشا په مهال یې ژوند کاوه، د رحمان بابا په ستاینه کې وایې: 

 وبه نه رسي په شعر تر رحمانه
که هر څو کوي هوس افغان د شعر 

بهرنیو پوهانو هم دا دود تعقیب کړی او د اوږدې مودې لپاره یې«افغان» او «پښتون» په مترادفه توګه کارولي. 

وروسته د افغانستان دولت له پراخېدو سره «افغان» ملي او تابعیتي معنا هم پیدا کړه. 

افغان لومړی قومي وو، وروسته ملي ــ سیاسي شو، 

د افغانستان دولت پراخ شو، 

د افغان نوم د دولت له نوم سره وتړل شو، 

او ورو ورو د ټولو اتباعو ملي نوم شو. 

نور بیا 

د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۸ مه 

سرلوڅ مرادزی 

هغه بهرني پوهان چې افغان نوم یې د افغانستان د ټولو اوسېدونکو لپاره کارولې- پنځمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.