بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
د افغان او انګلیس دوهم جنګ:
انګریزانو ته د افغان ــ انګلیس لومړي جنګ( ۱۸۳۹–۱۸۴۲)، ډېر دروند تمام شو. د کابل تر ماتې وروسته، برتانوي هندي پوځ، د کابل جلال اباد په لار نږدې ټول تبا شو او افغانانو د برتانوي استازو او چارواکو پر وړاندې خپله ژوره کرکه په اوږده خونړۍ مبارزه کې څرګنده کړه، خو د برتانوي هند نوي وایسرای لایټین ۳۵ کللونه وروسته په ۱۸۷۶–۷۸ کې، بیا وغوښتل د تېر درس پر خلاف نوی خطرناک سیاست غوره کړي یعنې د «Masterly Inactivity» پر ځای «Forward Policy» په نوي سیاست کې افغانستان باید یوازې د هند او روسیې ترمنځ یو مستقل حایل نه وي، بلکې برتانیا باید په افغانستان کې سیاسي نفوذ، سرحدي لاسرسی او د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره مستقیم حضور ولري.
برتانیا په ۱۸۷۶–۷۸ کې خپل سیاسي حضور(Resident)، له افغان دولت څخه د ملاتړ د شرط په توګه وړاندې کړ، امیرشیرعلي خان د روسیې له لوري راغلی استازی د توازن وسیلې په توګه ومانه. برتانیې دا پلمه وګڼله، یعنې دا چې امیر شیرعلي خان د روسیې ماموریت مني خو زموږ ماموریت نه مني ( په داسې حال کې چې د روسیې ماموریت، د سیاسي دایمي استازیتوب په معنا نه وو)، خو د برتانوي سیاست په وړاندې د امیرشیرعلي خان دریځ غوڅ وو، تاسو برتانویانو هغه پخوانی حالت بدل کړ چې ما پکې حق درلود ستاسو استازی رد کړم؛ اوس روسیه د مقابل وزن په توګه کاروم، دا د دواړو خواوو د سیاسي منطق اصلي ټکر شو.
اوس که څوک یوازې د روسیې د ۱۸۷۸ کال ماموریت ته وګوري او ووایی، «روسیې افغانستان ته استازی ولېږه، نو برتانیا مجبور شوه جګړه وکړي»، په داسې حال کې چې له روسي مأموریت څخه مخکې، له ۱۸۷۶ کال راهیسې، د برتانیا او شیرعلي خان ترمنځ د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د حدودو پر سر ژوره شخړه موجود وه. خپله د هند حکومت په ۱۸۷۵–۷۶ کې خبرداری ورکړی وو چې د برتانوي Resident تحمیل به امیر له برتانیا څخه لرې کړي؛ بیا هم لندن، لټین ته د Residents د منلو لپاره «distinct and positive instructions» ورکړل، یعنې لارډ لټین ته د برتانوي حکومت لخوا په څرګنده لارښوونه شوي وه چې امیر شیرعلي خان دې په افغانستان کې د برتانوي استازو حضور ومني. دې کار اختلافات لا زیات کړل.
برتانویانو په ۱۸۷۳ کال د روسیې سره یو تفاهم لیک هم درلود. په دې تفاهم لیک کې روسې ژمنه کړې وه چې افغانستان د خپل نفوذ له ساحې بهر ګڼي، دا د تفاهم ډېر مهم سیاسي اړخ وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده ګورچاکوف هم څرګنده کړې وه چې افغانستان د روسیې د نفوذ له ساحې بهر دی.
ارواښاد حسن کاکړ په خپل اثر« A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901» کې هم لیکي، د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ په لومړیو او منځنیو کلونو کې له برتانوي هند سره اړیکې دومره خرابې نه وې. برتانویانو هغه ته وسلې او توپونه ورکړي وو او شیرعلي غوښتل له برتانیا څخه یو روښانه تضمین واخلي چې که روسیه پر افغانستان برید وکړي، بریتانیا به ورسره مرسته کوي. خو ستونزه هلته پیدا شوه، شیرعلي خان مرسته غوښتله، خو د افغانستان په داخلي او بهرني سیاست کې د برتانوي مداخلې منلو ته تیار نه وو.
د کاکړ د تحلیل په عمومي چوکاټ کې د ۱۸۷۰مې لسیزې له منځه د برتانوي سیاست د بدلون مسئله ډېره مهمه ده. برتانیا له هغه سیاست څخه چې افغانستان یې د حایل دولت په توګه ساته، د داسې سیاست پر لور لاړه چې غوښتل یې په افغانستان کې سیاسي نفوذ، استازی او په بهرني سیاست ژور اغېز ولري. کاکړ دلته د دې بدلون او د برتانوي «Forward Policy» د بیا پیاوړي کېدو یادوونه کوي. کاکړ زیاتوي چې شیرعلي د کابل پرېښودو پر مهال خپل خلک داسې خبر کړي وو چې دی غواړي روسانو سره یو ځای شي، مالي او پوځي مرسته ترلاسه کړي او بیا د انګریزانو پر وړاندې راوګرځي. کاکړ د امیر د دې دریځ یوه مهمه جمله هم رااخلي، « برتانویانو د افغانستان د آزادۍ حق نه وو منلی». کاکړ ادامه ورکوي، د روسي ترکستان والي کافمان له شیرعلي سره د مرستې پر ځای هغه ته د برتانیا سره د جوړجاړي مشوره ورکړه او حتی د روسي قلمرو ته یې د داخلېدو اجازه ورنه کړه. وروسته شیرعلي په مزار کې پاتې شو او د اوږدې ناروغۍ له امله د ۱۸۷۹ کال د فبرورۍ په ۲۱مه وفات شو.
د افغان ــ انګلیس دوهم جنګ د ۱۸۷۸ کال د نومبر په ۲۱ مه پیل شو. انګریزانو په دریو جبهو، یعنې په ختیځه جبهه، د خیبر له لارې د علي مسجد په لور او بیا جلال اباد ته. په مرکزي جبهه، د کورمې له لارې د پېوار غاښي په لور او په جنوبي جبهه، د بولان له لارې د کندهار په لور. په جګړه کې افغان ځواکونو ټینګ مقاومت وکړ، خو د برتانوي پوځ د درې اړخیز یرغل پر وړاندې د افغانستان دفاع په یوه واحد، متمرکز او بریالي پوځي عملیاتو بدله نه شوه. افغان ځواکونو په سرحدي دفاعي سیمو کې جګړه وکړه؛ خو د علي مسجد او پېوار کوتل له نیول کېدو سره د کابل پر لور د برتانوي پرمختګ مخه په اغېزمن ډول ونه نیول شوه. امیر شیرعلي خان د برتانوي پوځ د پرمختګ د درولو لپاره داسې پوځي ځواک برابر نه کړای شو چې په ټولو جبهو کې د یرغل مخه ونیسي. امیر شیرعلي خان د ۱۸۷۹ کال د فبرورۍ په ۲۱مه، مزارشریف ته نږدې وفات شو. خو د امیر شیرعلي خان مړینه د جګړې پای نه وو. برتانیا لا هم غوښتل چې د افغانستان د بهرني سیاست او ستراتیژیکو لارو په اړه خپل نفوذ تثبیت کړي. دا موضوع د محمد یعقوب خان د ګندومک تړون او بیا د ۱۸۷۹ کال د سیپټمبر د ۳ نیټې د لوی پاڅون تر پېښو پورې وغځېده.
بلخوا برتانیا له جګړې مخکې له افغان دربار، افغان سیاسي استازو، سرحدي خانانو، قومي مشرانو، مخالفو شاهزادګانو او د افغانستان د سیاسي وضعیت له معلوماتي سرچینو سره داسې اړیکې لرلې چې د امیر شیرعلي د حکومت د کمزوري کولو او د بدیل تن د واکمنولو لپاره یې پرې تکیه کولی شوه. دا شبکه د جګړې په جریان کې په عملي سیاسي وسیلې بدله شوه.
د امیر شیرعلي له واکمنۍ مخکې هم برتانوي هند په افغانستان کې خپلNative Agents وکیلان درلودل.
د بېلګې په توګه عطا محمد خان په کابل کې د برتانوي هند Native Agent استازی وو. د ۱۸۷۶–۷۷ د امیرشیرعلي خان او لایټین د مذاکراتو پر مهال هغه له کابل څخه برتانوي حکومت ته معلومات ورکول، د امیر د دربار د بحثونو، اندېښنو او دریځونو راپورونه یې لېږل.
که څه هم هغه د برتانوي حکومت رسمي سیاسي معلوماتي استازی وو، خو په کابل کې یې د اړیکو له لارې د دربار د دننیو حالاتو معلومات راټولول. نو برتانیا د ۱۸۷۸ تر جګړې مخکې معلوماتي او دیپلوماتیکه شبکه لرله او له دې څخه یې د امیر شیرعلي خان د نسکورولو لپاره لکه پنځم ستون ګټه اخیسته.
برتانوي هند له خیبر او قبایلي سیمو سره د سبسایډۍ، ملکانو، قومي مشرانو، جرګو، سیاسي مامورینو او محلي وسله والو له لارې له ډېر پخوا اړیکې جوړې کړې وې.
د ۱۸۷۸–۷۹ جګړې پر مهال کیوناری په ځانګړې توګه د خیبر له قبایلو سره د پیسو او امتیازاتو په وسیله د لارې د خوندي کولو لپاره معامله وکړه.
د ۱۸۷۹کال د برتانوي راپورونو له مخې د خیبر اړوندو قبایلو ته میاشتنی شاوخوا ۷۶۱۶ روپۍ سبسایډي ورکول کېده او په بدل کې یې انګریزانو ته د لارې د ساتنې لپاره وسله وال ورکول. د قبایلو په نوملړ کې نیکه خېل، ملک دین خېل، کاکا خېل، سپاه، شینواري، قمبړخېل او کمرای شامل ول. حتی د ځینو مشرانو لپاره شخصي امتیازات هم ټاکل شوي وو. دا واقعاً عملي همکاري وه. د ۱۸۷۹کال د برتانوي پارلماني بحثونو په ترڅ کې یو مخالف سیاستوال لا په صراحت وویل چې کیوناری د خیبر د تېرېدو لپاره «د قبایلو د سبسایډۍ» په مټ لاره هواره کړه. دا د برتانوي سیاست دننه هم په ښکاره مطرح شوې موضوع وه.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۱ مه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
