افغان وطن او انګریزان : اوومه برخه 

سرلوڅ مرادزی

55

بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): 

د افغان ــ انګریز لومړي جنګ: 

برتانوي هند؛ لا سند، پنجاب او پېښور نه وو اشغال کړې او په برتانوي هند پورې یې نه ول تړلي، نو بیا ولې او په کومو دلایلو یې د افغان ــ انګریز لومړي جنګ (۱۸۳۸–۱۸۴۲) ته ملا وتړله او د بر افغان وطن(افغانستان) په لور راوخوځيد؟ 

د لومړي افغان ــ انګریز جنګ اصلي موخه، د برتانوي هند سره د افغانستان سملاسي او رسمي الحاق نه وو؛ خو موخه یوازې یو بې‌ طرفه «حایل زون» هم نه وو. د برتانوي سیاست مطلوب حالت تر دې ډېر ژور وو. یو تابع، په ظاهر کې دوست او د بهرني سیاست له پلوه تر ډېره د برتانوي هند تر کنټرول لاندې افغانستان چې د لوېدیځ له لوري د هند امنیت تضمین کړي، د دې جنګ له فوري موخو څخه ګڼلای شو. 

انګریزانو تر ۱۸۳۸ کال پورې د بنګال او هند ډېره برخه تر خپل واک لاندې راوستې وه. تر دې وخته پنجاب د رنجیت سنګ په واک کې وو، خو انګریازنو ورسره نږدې اړیکې جوړې کړې وې. 

په ۱۸۳۴ کال کې پېښور د رنجیت سنګ تر کنرول لاندې راغی، خو نوره پښتونخوا په دې کنترول کې نه وه شامله. پښتونخوا او پېښور تر ۱۸۱۸ کال پورې د سدوزي شامحمود تر واک لاندې وو، خو حکومتوال یې محمدزی سرداران تر ۱۸۳۴ کال پورې د امیر دوست محمد خان وروڼه لکه یارمحمدخان او سلطان محمد خان طلایې په واک کې پاتې ول. 

د امیر دوست محمدخان ادعا د پېښور د بیا تر لاسه کولو لپاره دا وه چې شاشجاع په ۱۸۰۹ کال، له دولتي واکه خلع شوی او پر پېښور له دې تاریخه وروسته تر ۱۸۳۴ کال پورې د امیر دوست محمدخان وروڼو په یوه یا بله بڼه واک چلولی. نو د شاشجاع پر ځای، د پېښور په برخلیک او واک دی(امیر دوست محمد خان) حق لري. انګریزان او رنجیت سنګ باید ده سره خبرې او معامله وکړي. 

خو د ۱۸۲۹ کال وروسته افغانستان د برتانوي هند، ستراتېژیکه سیمه وګرځېده. په ۱۸۳۷ ــ ۱۸۳۸ کلونو کې کله چې د فارس پوځ د هرات محاصرې ته رانږدې کېده، انګریزانو دا د روسیې په ملاتړ او د هغې په سلا وګڼل، نو خطر یې داسې انځورکړ: 

روسیه → فارس → هرات → افغانستان → د هند شمال لویدیځ سرحد → د برتانوي هند امنیت. 

دا یې د هند د لویې امپراتورۍ لپاره بالقوه خطر وشمېره او هغه یې د خپل عاجل ملي امنیت پتوګه تلقي کړ. روسیې د افغانستان د نیولو کوم عملي پلان نه درلود، خو د برتانوي هند د چارواکو په ذهن کې د خطر تصور، تر واقعي پوځي ظرفیت ډېر لوی شوی وو. 

بل مهم لامل دا وو چې انګریزانو غوښتل د هند په لوېدیځه پوله د باور وړ دولت ولري. دا ټکی د ۱۸۳۸ کال د شملې په اعلامیه ( Simla Manifesto )، کې ډېر ښکاره دی. لارډ جورج ایکلنډ چې د  ۱۸۳۶ ــ ۱۸۴۳ پورې د برتانوي هند ګورنر جنرال وو، په رسمي اعلامیه کې وویل چې د برتانوي هند د شتمنیو امنیت ایجابوي چې د هند په لوېدیځه پوله باید یو داسې متحد موجود وي چې د بهرني تېري پر وړاندې د مقاومت او ثبات په ساتلو کې د انګریزانو همکار وي. بیا یې د افغانستان د موجودو واکمنانو پر ځای، د شاه شجاع د بېرته راوستلو پرېکړه توجیه کړه. دا جمله ډېره مهمه ده، ځکه د انګریزانو موخه یوازې دا نه وه چې«افغانستان دې خپلواک وي، بیا دې زموږ او روسیې ترمنځ  پروت وي.»، بلکېافغانستان دې داسې واکمن ولري چې زموږ امنیتي ګټې ومني او د هند په لوېدیځه پوله زموږ دوست او همکار وي»، دا د buffer state  له مفهوم څخه هم څو ګامه وړاندې دی. 

انګریزانو ولې د امیر دوست محمدخان سره ستونزه پیدا کړه او شاشجاع ته یې مراجعه وکړه؟ دا د جګړې د اصلي علت د پوهېدو لپاره تر ټولو مهمه برخه ده. دوست محمد خان په لومړیو کې انګریزانو ته د نږدې کېدو هڅه وکړه، د هغه اساسي غوښتنه دا وه: 

پېښور بېرته افغانستان ته ورکړۍ! 

پېښورد رنجیت سنګ سره وو. امیر دوست محمد خان غوښتل چې انګریزان د ده او رنجیت سنګ ترمنځ منځګړیتوب وکړي، یا لږ تر لږه د پېښور په مسئله کې د ده غوښتنه ومني. 

خو انګریزانو نه غوښتل رنجیت سنګ له لاسه ورکړي، ځکه پنجاب د هند او افغانستان ترمنځ د راتلونکو پلانونو او ستراتیژیکو محاسبو مهم عنصر وو. 

د National Army Museum لنډه پایله هم څرګندوي چې دوست محمد خان له انګریزانو د پېښور د بېرته ترلاسه کولو مرسته وغوښته، خو کله چې مرسته ورسره ونه شوه، له انګریزانو زړه بدی شو او دلته یو ډېر مهم تضاد رامنځته شو. 

بلخوا په ۱۸۳۷ ــ ۱۸۳۸ کې د روسیې استازی یان ویتکیویچ کابل ته راغی. امیر دوست محمد خان غوښتل د روسانو سره اړیکه تر ډېره د انګریزانو پر وړاندې د توازن لپاره وکاروي او انګریزان په غوږ ووهي چې که پېښور، بیرته کابل ته ونه سپاري، نو د روسيې سره به نږدې شي. دا چې دا اړیکه دې د انګریزانو پر ضد د روسانو سره یو ګډ ایتلاف وي، دا د انګریزانو د هغه مهال پراخ تبلیغ وو. انګریزانو له دې تماس څخه د حضرت عثمان کمییس جوړ کړ او پر افغانستان یې د مستقیم برید لپاره یو مناسب لاسوند وګاڼه. 

که څه هم کابل ته د انګریزانو استازي الکساندر برنس، د امیر دوست محمد خان سره د اړیکې د دوام پلوي وو، خو د اکلنډ حکومت په پای کې د شاشجاع د ملاتړ لار اختیار کړه او دا ځکه چې شا شجاع له انګریزانو سره ډېر نږدې شوی وو او غوښتل یې د دوی په ملاتړ او مرسته د کابل واکمن شي. 

د ۱۸۳۸ کال د شملې اعلامیه، په عملي توګه د کابل او کندهار د بارکزي واکمنانو پر وړاندې د جګړې اعلان او د شاه شجاع د بېرته راوستلو پرېکړه وه. په ۱۸۳۸–۱۸۳۹ کې لږ تر لږه د برتانوي هند رسمي سیاست دا نه وو چې افغانستان د بنګال، بمبۍ یا مدراس په څېر مستقیمه صوبه کړي، ځکه افغانستان غرنی هېواد وو، قبایلي او سیمه ایز غښتلی مقاومت یې درلود، د ادارې لپاره یې ډېر لګښت پکاروو، د هند د اداري جوښت په نسبت یې ډېر توپیر درلود او انګریزان په دې پوهېدل چې د افغانستان مستقیم اشغال ډېر خطرناک دی، خو دوی دا هم کافي نه ګڼله چې افغانستان دې د هند او روسیې ترمنځ یوازې حایل وي! 

د ۱۸۳۹ ــ ۱۸۴۲ د افغان او انګریز لومړی جنګ، د روسیې خطر د پلمې په توګه مطرح شو. امیر دوست محمدخان باید له واکه لیری شي، شاشجاع راوستل شو او انګریزي پوځ کابل ته داخل او د انګریز سیاسي حضور تامین او افغانسستان په اصطلاح د برتانوي هند د امنیت له نظره خوندي شو. 

که څه هم دا ټول په لومړي سر کې، افغانستان د «حایل دولت» پتوګه تبلیغېده، خو د دې تبلیغ شا ته موخه« Forward Policy» وه. هند → پنجاب → افغانستان → منځنۍ اسیا. 

یعنې انګریزانو غوښتل خپل نفوذ تر هندوکش اخوا پراخ کړي چې د برتانوي هند دفاع یوازې د ابا سیند پر غاړه نه، بلکې د امو سیند پر غاړه ترسره شي. د شملې اعلامیه په خپله هم افغانستان د هند د «لوېدیځې پولې» د امنیت لپاره د یوه متحد په توګه یادوي او د «دښمنانه نفوذ او تېري» پر وړاندې د دایمي خنډ خبره کوي. نو افغانستان د دوی لپاره: 

یوازې دیوال نه وو؛ بلکې د دیوال تر شا د خپل نفوذ ساحه هم وه! 

په ۱۸۴۱ کال د افغانانو عمومي پاڅون، د وزیر محمد اکبرخان په لاس د انګریزانو د استازي میکناټن وژل او د کابل ــ جلال اباد پر لار د انګریزانو د ۱۶۰۰۰ زره پوځ تارومار کېدل یوخوا او د انګریزانو د ګوډاګي شاشجاع وژل بلخوا، د برتانوي هند د افغانستان د مستقیم اشغال د خوب تعبیر د امو په سیند لاهو کړ! 

انګریزان چې په ۱۸۳۹ ــ ۱۸۴۲ کلونو کې خپلو موخو ته ونه رسېدل، نږدې ۴۰ کلونه وروسته بیا یې افغانستان کې د خپل استعماري سیاست دوام ته راودنګل چې زموږ د نورو لیکنو بحث به وي. 

یادوونه: 

زما د لیکنو دا لړۍ د تاریخ د ځینو کتابونو لکه د قاضي عطا لله خان د «پښتنو تاریخ»، د غلام محمد غبار«افغانستان در مسیر تاریخ»، د پاچان خان «زما ژوند او جدوجهد»، د عبدالولیخان «پاچاخان او خدایې خدمتګاري» او «ریښتیا ریښتیا دی» کتابونو او د انټرنيت له زیرمو پر اخیستنو ولاړه ده. زه له دې کتابونو څخه متن هو بهو نه رانقلوم، بلکې محتوي یې رااخلم او پخپل لیک طرز یې لیکم. زما موخه د دې لیکنو څخه د تاریخ لیکل نه دی، ځکه زه تاریخپوه او مسلکي نه یم، بلکې غواړم هغه څه چې د افغانانو او انګریزانو تر منځ  تېرشوی او په یوه یا بله بڼه نن هم دا لوبه روانه ده، پرې یوه ځغلنده کتنه وشي. 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۲۳ مه 

سرلوڅ مرادزی 

افغان وطن او انګریزان – پنځمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320