ماسک: ښايي په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د انسان‌نما روباټونو شمېر ۱۰۰ میلیاردو ته ورسېږي

8

د ټېسلا اجراییوي رییس ایلان ماسک د چین له رسنیزې ډلې (CMG) سره په ځانګړې مرکه کې د چین د بازار، مصنوعي ځیرکتیا او انسان‌نما روباټونو په اړه خپلې تازه لیدلوري شریک کړل.

ماسک د انسان‌نما روباټونو د راتلونکي په اړه وویل، داسې نړۍ تصوروي چې هر انسان به خپل شخصي روباټ ولري؛ دغه روباټونه به د زړو والدینو په پالنه، د ماشومانو په ساتنه، خصوصي زده‌کړو او ګڼو نورو چارو کې مرسته کوي. د هغه په وینا، په راتلونکي کې به هر کس وکولای شي سلګونه یا ان تر زرګونو فزیکي روباټونه او ډیجیټلي اجنټان کنټرول کړي.

هغه وړاندوینه وکړه چې په راتلونکو ۱۰ کلونو یا تر هغه لږه موده کې به د انسان‌نما روباټونو شمېر لږ تر لږه یو میلیارد، په ۱۵ کلونو کې ۱۰ میلیاردو او په ۲۰ کلونو کې ۱۰۰ میلیاردو ته ورسېږي.

په وروستیو کلونو کې چین د انسان‌نما روباټونو د ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي چې د نړۍ د پام وړ ګرځېدلي دي. ماسک هم څو ځله په ټولنیزو شبکو کې د چینایي انسان‌نما روباټونو اړوند انځورونه او ویډیوګانې بیا خپرې کړې دي.

ماسک په دې مرکه کې چین د سیاحت لپاره هم ډېر وستایه. هغه د چین ته د سفر په اړه د خپلو پخوانیو سپارښتنو په تړاو وویل چې یوازې کلمې نه شي کولای د دغه هېواد ښکلا او جذابیت په بشپړه توګه بیان کړي.

ماسک وویل: «چین حیرانوونکی دی» او زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې د لیدلو ځایونه دومره ډېر دي چې په یوه ساده توصیف کې نه ځایېږي.

هغه یو ځل بیا خلکو ته سپارښتنه وکړه چې که فرصت ولري، چین ته سفر وکړي او ویې ویل: «که وخت اجازه درکوي، حتماً چین ته لاړ شئ او ویې ګورئ.» نوموړي زیاته کړه: «که وخت مو محدود وي، لږ تر لږه له شانګهای او بیجینګ څخه لیدنه وکړئ.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320