کله چې موږ د منځنۍ او سويلي اسیا تاریخي، کلتوري او جیوپولیټیکو معادلاتو ته ګورو، د تاجکستان هېواد او د هغه د خپلواکۍ بهیر د ټولې سیمې د بېبرخلیکه پاتې شویو ولسونو لپاره د یوې روښانې او الهامبخښونکې بېلګې په توګه راڅرګندېږي. تاجکستان نږدې درې لسیزې وړاندې وښودله چې څنګه یو ځانګړی کلتوري او ژبنی هویت لرونکی ولس کولای شي له تاریخي جبره ووځي، خپله خودمختاري ثبت کړي او خپل خپلواک ملی او دولتي تشخص رامنځته کړي. نن ورځ د سپتمبر نهمه د تاجکستان د خپلواکۍ خورا ارزښتمنه او تاریخي ورځ ده. موږ افغانان او بلخصوص پښتانه په دې ورځ نه یوازې خپلو ګاونډیانو او ورورڼو تاجیکستانیانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو، بلکې په دې برخلیک ټاکونکې شیبه کې له هغوی سره په نږدې ژورې فکري همغږۍ، خواخوږۍ او پیوستون کې ولاړ یو. د تاجکستان دا تاریخي لاسته راوړنه د پښتونستان ( خېبر پښتونخوا او بلوچستان) د ملت لپاره یو غښتلی تحلیلي بېلګه او دروند فکري پرمختګ دی. دا ښیې چې د یو ولس لپاره ازادي، خپلواکي، ملکی واکمنۍ او د خپل سرنوشت ټاکل تر ټولو اساسي او حیاتي اړتیا ده.
له نظري، عددي او جغرافیايي پلوه که له تاجکستان له پښتونستان سره مقایسه شي نو د پښتنو جغرافیه او بشري برخه نسبت تاجکستان ته ډیره پراخه او غښتلې ده. تاجکستان نږدې ۱۴۲,۵۵۰ مربع کیلومتره مساحت او څه باندې ۱۰.۵ ملیونه نفوس لري. په داسې حال کې چې د دغه هېواد ۹۳ سلنه ځمکه د پامیر او الای لړیو لوړو او سختو غرونو پوښلې ده او د کرنې ساحه پکې له ۷ سلنې زیاته نه ده. په مقابل کې یوازې د خېبر پښتونخوا (د پخوانیو قبایلي سیمو په ګډون) مساحت ۱۰۱,۷۴۱ مربع کیلومتره دی او د بلوچستان د پښتون کمربند (کویټه، پښین، چمن، ژوب، قلعه سیف الله، لورالای او زیارت) مساحت څه باندې ۶۰,۰۰۰ تر ۶۵,۰۰۰ مربع کیلومترو ته رسېږي. دا دواړه پیوسته سیمې چې پښتونستان تشکیلوي له ۱۶۲,۰۰۰ تر ۱۶۷,۰۰۰ مربع کیلومتره پراخه جغرافیا پوښي او تر ۴۶ تر ۵۰ ملیونه ډېر ابادي لري. یانې د پښتونستان ملت تقریباً د تاجکستان د ملت پینځه برابره او خاوره یې هم له هغوۍ زیاته ده. دا روښانه ارقام ثابتوي چې پښتانه له عددي، بشري، کرنیزو درو، د اوبو د زیرمو او بډایو معدني سرچینو (لکه کرومایټ، مرمر، ګرانیټ، قیمتي ډبرې او طبيعي ګاز) له پلوه بې ساري ظرفیتونه او بالقوه امکانات په واک کې لري.
د تاجکستان د دولت جوړونې او ټولنیز بهیر تر ټولو لویه تحلیلي درس دا دی چې رسمي او دولتي حاکمیت د کلتور، تاریخ او ژبې د بقا یوازینۍ معتبره او دوامداره لاره ده. تاجکستان له خپلواکۍ وروسته وکولای شول خپله مادي او معنوي پانګه فعاله کړي، خپله ژبه (تاجکي/فارسي) د حکومتولۍ، تعلیمي نظام، محاکمو او پالیسیو رسمي ژبه کړي او خپل ملي تاریخ له پردیو تحریفونو وژغوري. په مقابل کې، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې که څه هم پښتو ژبه او د پښتون فرهنګ عمیق کلتوري او تاریخي شالید لري، خو د حاکم مرکرزي او جبري جوړښت له امله پښتو ژبه له اداري او روزنیز ډګره لرې ساتل شوې ده. سربېره پر دې، د دغو بډایو پښتني سیمو طبعي شتمنۍ او له براعظمي لارو ترلاسه کېدونکي عایدات د ځايي خلکو د رفاه، تعلیم او اقتصاد پر ځای د بهرنیو او سیمه ییزو تحمیلي مرجعو له خوا کارول کېږي.
په عین حال کې، د تاجکستان تاریخي بهیر موږ ته دا جیوپولیټیک واقعیت هم روښانه کوي چې یوازې د هویت او حقوقو شعارونه بسنه نه کوي؛ بلکې د یوه خپلواک او باثباته برخلیک لپاره لوړ ملي شعور، سیاسي انسجام، سیمه ییز لیدلوری او پیاوړو کارآمدو ادارو ته جدي اړتیا ده. تاجکستان که څه هم له خپلواکۍ وروسته د ۱۹۹۰مې لسیزې له ویجاړونکي کورني جنګ سره مخ شو، مګر د ملي وحدت او ګډ تاریخي بصیرت له لارې یې وکولای شول بېرته د خپل هېواد ملکی او سیاسي بنسټونه استوار کړي.
کله چې موږ د پښتنو تېرې پېړۍ ته ګورو، نو روښانه کېږي چې د سیمې جیوپولیټیک وضعیت تل زموږ د پرمختګ او ثبات په زیان تمام شوی دی. د تعلیم او اقتصاد په برخه کې د تېرو برخو پرتله کول ښیي چې څنګه طبیعي سرچینې او بشري ځواک د پښتنو د هوساینې پر ځای د نورو د استعماري او استخباراتي موخو لپاره کارول شوي دي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تعلیمي کچې ټیټوالی، د بنسټیزو زېربناوو نشتوالی او د هویت او کلتور پر وړاندې راولاړ شوي ننګونې ټول د هغې بې غورۍ ثبوت دی چې په دې ۷۹ کلونو کې درسره شوې ده. له بلې خوا، که تاجکستان ته وکتل شي، سره له دې چې خپله یې هم د کورني جنګ او اقتصادي ستونزو تجربه درلوده، خو وکولای شول په کم وخت کې خپل ملي هویت، امنیت او سیمه ییز اړيکې بيا ورغوي او پر خپلو خاورو بشپړ واک ولري. دا پرتله دا حقیقت په ډاګه کوي چې له ستونزو سره سره، سیاسي اراده او د ملي لیدلوري شتون څومره اهمیت لري.
په افغانستان کې افغانان که څه هم د بهرنیو ابرقدرتونو د سیالیو او اشغال ستر قربانیان وو او کابل د تېرو لسیزو په اوږدو کې د نړیوالو پوځونو ډګر و، خو د ډیورنډ کرښې هاخوا په پښتونستان کې رامنځته شوي تحولات لږ تر لږه باید وپوښتل شي. ولې باید د دې سیمې برخلیک او د پښتنو غوښتنې تل د نورو د لويو لوبو شاته پاتې شي؟ موږ نباید له تاریخ څخه بې برخې پاتې شو او د ناڅرګند راتلونکي او جیوپولیټیکو بدلونونو لارې ته ورته کښېنو. د تاریخي مسؤلیت او خپلواک تفکر تقاضا دا ده چې موږ همدا نن د خپلو سرچینو، هویت او راتلونکي په اړه واضح او جرئتمنې پوښتنې مطرح کړو.
یو ازاد پښتونستان به وکولی شي چې د ډیورنډ فرضي کرښې معضل هم د تل لپاره له منځه یوسي.د ډيورنډ فرضي کرښه لکه د افغانستان نور سرحدونه په هغه وخت کې د رسمي پېژندلو امکان لري چې دا لکه د تاجکانو، ازبکانو او ترکمانانو عزیزانو تر منځ د سرحد په حیث چې له تاجیک، ازبیک او ترکمن ملي دولتونو سره منلی شوی هم له یو مستقل پښتونستان سره ومنل شي. پرته له هغې دا د دراني امپراتورۍ د تجزیې یوه ټراومه او معضل دی چې هم د لومړي افغان انګلیس او هم له هغې مخکې د افغان-سیک جنګونو یو اصلي علت و. په دې حساب ډیورنډ معضله له کرښې ډيره پخوانۍ ده. درې افغان امیرانو د سیاسي مجبوریتونو پر اساس دا کرښه په تړونونو کې په رسمیت منلې وه مګر غیرمستقیم یې دا مسله هیڅکله نه ده قبوله کړې. واضح مثال د امان الله خان د وخت د مکتب نصاب کې د ډيورنډ کرښې فرضي حیثیت دی. البته لویې جرګې دا تړونونه منسوخ کړل.
د ۱۹۴۷ کال د هند وېش او د پاکستان رامنځته کېدل د پښتنو په تاریخ کې یوه لویه بده پېښه ده. د افغانانو لپاره، دیورند خط یوازې یوه پوله نه ده، بلکې یو استعماري مصنوعي خط دی چې یو کلتوري او قومي تسلسل په دوو برخو وېشي. له همدې امله، د افغان حکومتونو او په خیبر پښتونخوا کې د معاصرو پښتنو قامپالونکو ګوندونو له خوا د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ کرښې له منلو انکار د پښتنو د برخلیک یوه اصلي موضوع پاتې شوې ده. پاکستان د برتانوی استعمار د یو داسې جانشین دولت دی چې د یو خپلواک او مترقي پښتون راتلونکي د جوړېدو مخه یې نیولې ده.
البته د پښتونستان په اړه د خبرې کولو په وخت کې دا ناممکنه ده چې موږ د پاکستان په اړه و نه غږېږو. د پاکستان پېژندنه کې عموماً سیاسي ايډیالوژي لویه فرضیه تشکیلوي. په دې اړه تر ټولو حاکم تصور د د دوه ملتونو نظریه ده. یانې دا چې اسلام د پاکستان د بنسټ په توګه مطرح کېږي او دا ادعا کېږي چې پاکستان د مسلمانانو د سیاسي هویت د ساتنې لپاره رامنځته شوی. خو پښتانه مفکرین یوه بل فهم لري له پاکستانه. له پاکستانه یو پښتون تعریف د عقیدې نه، بلکې له قدرت څخه پیلېږي. له دې لیدلوري، پاکستان په لومړي سر کې د مذهبي پروژې تحقق نه دی، بلکې د هغه ځانګړي قدرت محصول دی چې د سویل ختیځې اسیا په پس-استعماري نظام کې رامنځته شو. دا ایډیالوژیک روایت چې د ټول هند مسلم لیگ لخوا جوړ شوی و او د دوه ملتونو په نظریه کې ځای په ځای شوی و چې هند د هندوانو او پاکستان د مسلمانانو د هیواد په حیث یواځې پاکستان ته د مشروعیت ورکولو یوه هڅه وه. له ۱۹۴۷ راهیسې، پاکستان ځان د اسلام د کلا په توګه معرفي کړی او خپل شتون یې د مسلمانو او هندو ملتونو ترمنځ په مذهبي توپیر ولاړ ګڼلی. په ډېری لوېدیځو علمي او پالیسي جوړوونکو حلقو کې او همدارنګه په هند کې دا بحث حاکم دی چې پاکستان د سیاسي اسلام مرکز او حامي دی. مشهور مورخ فیصل دیوجی په خپل کتاب مسلمان صهیون، کتاب کې، پاکستان د مسلمانانو صهیون وباله او له اسراییل سره یې پرتله کړ. یانې یو داسې دولت چې د ګډې خاورې یا تاریخي تسلسل پر ځای له یوه فکر څخه زیږېدلی. خو د فیصل دیوجی برخلاف پښتانه مفکرین پاکستان د مسلمان صهیون پرځای یو استعماري-پوځي رژیم ګڼي.
د پښتنو ملتپالو په نزد، اصلي موضوع دا نه ده چې ایا پاکستان د اسلامي فکر استازیتوب کوي که نه، بلکې اصلي ټکی دا دی چې پاکستان د چا په خاوره، د چا په خوښه او په کومه پروسه کې رامنځ ته شوی او همدارنګه د چا لخوا او د چا د ګټو لپاره اداره کېږي. په دې انځور کې، پاکستان پر هغو ځمکو ودان شوی چې له تاریخي پلوه د افغان سیاسي او کلتوري حوزې برخه ګڼل کېدې، په ځانګړې توګه هغه سیمه چې اوس د خیبر پښتونخوا په نوم یادېږي. د پښتونستان پیوستون په پاکستان کې یوه عادي پروسه نه، بلکې د برتانوي واکمنۍ له خوا د پاتې شویو استعماري سرحدونو او سیاستونو یوه برخه او میراث دی. همدارنګه پښتانه ملتپال مفکرین پاکستان ته د یوې تاریخي متحدې مسلماني ټولنې د په توګه نه، بلکې د یوه داسې دولت په توګه ګوري چې د میراثي استعماري سرحدونو او مرکزي پوځي ځواک له لارې راټول شوی دی.
پاکستان یو استعماري بنسټ دی چې پوځي او استخباراتي ارګانونه یې د سیاسي واک اصلي خاوندان دي. په داسې حال کې چې ملکي ادارې په خورا محدودو چوکاتونو کې کار کوي. د پاکستان دولت تدریجاً د یوه پوځي محوره نظام تر تسلط لاندې جوړ شوی او پاتې شوی دی. په پاکستان کې پوځي او امنیتي ارګانونه د سیاسي پرېکړو اصلي محور دی. په ځانګړې توګه په پښتونستان کې استعماري اداري تفکر او امنیتي چوکاټونه له خورا لږ بدلون سره نوي دولت ته پاتې شوي دي. د انګریزي استعمار د وخت د فیوډالي طبقو دوام او د یوه پوځي او پنجابي-محوره قدرت په ځانګړو قومي او جغرافیایي کرښو کې د پښتون حق له ده څخه تروړلی دی. د پنجابي پوځي او کلتوري-اقتصادي اشرافو په لاس کې د پوځي، بیوروکراټیک، کلتوري، رسنیز او اقتصادي ځواک تمرکز ورځ تر بلې پښتانه له خپلو حقونو او خپل هویت څخه لرې کوي.
که چیرته موږ دا فرضیه ومنو چې پاکستان به واقعي دیموکراسي شي نو او پښتانه به خپلو حقونو ته ورسېږي نو دا ډيره لرې خبره او ناممکنه بریښي. ولې چې پاکستان زموږ په نزد پر یو پوځي-فیوډال-پنجابي او استعماري غیر ډیموکراتیک بنیاد ولاړ دی. که پاکستان واقعي ولسواک شي، پاکستان له منځه ځي او په دې د پاکستان پوځ ښه پوهېږي. پښتانه نه یواځې په اوسني پوځي-فیوډال-پنجابي او استعماري قدرت کې محکوم دي بلکې که پاکستان کې ټاکنې پر اساس نظام راشي بیا هم دوئ محکوم دي ځکه یواځې د پنجاب صوبه د نورو ټولو صوبو نه لویه ده. پښتانه باید د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي، او د سیمې له نورو اقوامو انګیزه واخلي او زده کړه وکړي.
البته د پښتونستان د مفکورې تحکیم او عملي کول یوازې په شمیرو او جغرافیه پورې محدود نه دي، بلکې دا یوه مډرنه، بېتشدده او مدني مبارزه غواړي. پښتانه د پښتونخوا او بلوچستان په بډایه ځمکه کې باید خپل اقتصادي او ترانزیتي محوریت درک کړي. پښتونستان د منځنۍ اسیا او سويلي اسیا د نښلولو طبیعي پل دی، او یو خپلواک پښتونستان به نه یوازې د ډیورنډ تاریخي او استعماري بحران حل کړي، بلکې د تروریزم او سیمه ییزې ناسمې مداخلی پر ځای به یو مسؤل، متمدن او له قانون سره سم ملي دولت جوړ کړي چې د خپلو سرچینو د مالي ګټو مالک پخپله وي. نن چې موږ د تاجکستان ازادۍ، پرمختګ او ملي وقار ته ګورو، موږ نه یوازې خپلو تاجیکستاني ورورڼو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوو، بلکې د هغوی تاریخي بریا او د استقلال بېلګه د پښتونستان د ملیونونو پښتنو لپاره د خپلواکۍ، آبادۍ او عدالت د غوښتنې د یوې بهترینې بیلګې په توګه هم باید یاد کړو. د تاجکستان شتون ثابتوي چې کله یو ولس د خپل برخلیک واک په خپلو لاسونو کې واخلي، کولای شي په بین المللي او سیمه ییز کچه خپل بې ساري او ازاد هویت رامنځته کړي. د پښتنو بډایه نفوس، ستر جغرافیایی موقعیت او بې سارې مادي او معنوي سرچینې دا ظرفیت لري چې د خپلواک، منطقي او عزتمن مدیریت له لارې په سیمه کې د پرمختګ، ثبات او ترقۍ یو نوي عامل پښتونستان ته لاره پرانیزي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320