خوني لارې

نعمت الله صديقي

35

د ۲۰۲۱ م کال د تېزو او چټکو بدلونونو له څپو ایله یوه میاشت خواوشا وړاندې مو له کابله تر کندهار او کوټې او بیا پښتونخوا «خپل زوړ کور» ته د تګ یو څو ورځنۍ سفر لاره.

ژېړ مازدیګر دی، کابل له خپل نري نري سپینچک ګرد سره د لمر د غرغرو شاهد و، مخ یې هغسې سرخي نلرله، لکه رنځور چې له تبې کړېدلی وي او رنګ یې زېړ زبېښلی وي؛ دای لکه هغه ګیله من چې په وړو وړو خبرو یې زړه ته لویې لویې ولاړې وي؛ ولې به لویې نه وې، چې هر چا یې په مینه او سینه د ځان خبره کوله؛ خو دته چا دومره قدري هم نه ویل، چې «دا رنګ دې ولې زېړ دی جانانه».

له کمپنۍ سیمې چې څنګه ووتو، بیا نو یوازې کابل او عصریت وو، چې پاتې وو، باقي زموږ خلک، خړې لارې او خالي دشتې وې، چې زموږ د لارې مسیر یې په خپل طبعیت رنګیناوه، ځای ځای د هغه وخت د نظام او مخالفینو دواړو امنیتي تالاشۍ مې په لومړي ځل په بېخي ډېر تفاوت او تیارسۍ حالت کې لیدې، هیڅوک نه پوهېدل، چې حتی همدا شېبه لا څه کېدلی شي او د سترګو په رپ کې به مو انجام څه وي؟

شپه خپله درانه خوب ته جوړه وه او ټولې سورلۍ تقریباً ویدې وې، د خرابو لارو او کنډو کپرو سړکونو ستونزه هغه وخت د هیچا هغسې جدي ستونزه نشوای کېدای، بس همدا چې له دې لارې که څوک روغ وواته، دا یې د ژوند غنیمت و او ګټه یې وکړه.

غالباً د زابل دروازو کې وو، چې کومې سورلۍ په ورخطایي
غږ وکړ، استاده!! مخکې مه ځه جنګ دی. ما تر همدې وخته د دغسې عملي او د درنو وسلو او غږونو د جنګ اولین غږونه اورېدل، یوازې جنګ نه؛ بلکې څو شیبې وروسته د سړک پر منځ ولاړه وو او د دوه طرفه جنګ شاهدان وو. سرې او شنې ګولۍ زموږ د موټرونو مخې ته ورېدې، په سورالیو کې چې ښځې، کوچنیان او سپین ږېري هم وو، په زوره زوره د الله اکبر او کلیمو ورد او چیغې مې اوس هم مازغه او چورت راخراب کړي.

له هغه وخته وروسته چې د جنګ و جګړو نوم واورم، یو ډول روحي ټکان محسوس کړم او له جګړو مې کرکه لا زیاته شي، هغوی چې د بیا جنګ یا په جګړو د ګټنې باور لري، زموږ د څلویښت کلنې جګړې د داسې صحنو د عیني شاهدانو او قربانیانو د بایللو حواصو او تلف تاوان د چا دی؟ که یوازې جګړه د حل لاره کېدای شوای، موږ به د نړۍ په کچه د همدې خپلې نابودۍ هومره کټندوی او فاتح وای؛ خو کاش چې د جګړې دغه بایلنه مو بایلنه بلله.

هغه وخت مې ولېدل، چې هیڅ ډز او مرمۍ د کوم سپین ږېري لحاظ نه کاوه، هیڅ ګولۍ د سیاسرې طرف نه پېژانده او د هیڅ کوچني د وېرې نارې او سورې ډزونو نه اورېدې؛ ښایي جنګ هم خپل بېرحمانه ماهیت څرګنداوه، چې هیڅ تمیز او سترګې یې نلرلې.

د جګړو لارې هغه خوني لارې دي، چې زموږ د وطن د هیڅ سیاسي او فکري لوري او وطنوالو د ژوند مسیر نشي کېدای، «هغوی چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر» مګر موږ یې هغه باخبره او عیني قربانیان یو، چې په هیڅ صورت یې راسره ګټه نشته او بیا یې نه غواړو.

زموږ هیڅ هغه څوک خپل، خواخوږۍ، ملګرۍ او غمخوار نشي کېدای، چې د خبرو په نیت کې یې زموږ لپاره د جګړې تلقینونه وي یا یې انګیزه جګړیزه وي، تر هغې خرابۍ لا هغه خرابي درسته ده، چې که حتی ډوډۍ هم په کې نه وه؛ خو چې بدیل یې جګړه نه وي.

د نړۍ د هغو کالنیو راپورونو او زموږ د جګړو وروستي نتایج راته وایي، چې د جګړو د بازارونو خریدوفرخت زیاته برخه یې د نړۍ همغه لویو استعماري قدرتونو جیبونو ته ځي، چې په ښکاره د جنګ مخالف او د تمدنو او تهذیبونو د رغونو او لرنو ادعاوي یې لري؛ حال دا چې د ټول بشریت ضد همدا جګړې د همدغو ادعا لرونکیو له فابریکو تمویلېږي.

موږ د پردیو له جګړو او هایجکه ځکه هم امان غواړو چې دا لارې خوني دي او زموږ خپلې لارې نه دي.

د لښکرونو ملک ته وایه
په مړو موړ شوې که لا نور کوې جنګونه

کالم/ رنسانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320