د غزنې په صحرا کې يوه دفتاڼۍ ډاکټره

ناديه دفتاڼۍ

40

ﺯنګ راغى ،له رسپشن څخه وو ،د نوي مريض اړوند يې وويل چې بايد چک اپ ورته وکړم
څو دقيقې وروسته پاس ورغلم، کوټې ته په ننوتو سره مې د  پوخ عمر په سړي سترګې ولګيدې
سلام مې ورکړ
حاجي صاحب د سر په خوځولو سره ځواب راکړ
و مې پوښته چې څهٔ مشکل دي؟
تر څنګ چوکۍ ته يې اشاره وکړه دلته کېنه ﺯه به درته ووايم
ورغلم یوه چوکۍ چې په د متر فاصله په اندازه ورته ایښې وه، کېناستم
د خپل مشکل په ولو يې پيل وکړ
و مې ويل حاجي دصاحب د څو کلونو به یې؟
ويل يې 85 کلن يم ،خو بيا هم تکړه يم، هغه د چا خبره زړه مې ځوان دی
دا چې په ما ﺯاړه او د تېر عمر خلګ ګران دى، نو خبري مې ورسره اوږدې کړې

ــ حاجى صاحب د کوم ځاى يې
ــ د قندهار يم
ماته يې راغبرګه کړه  ته د کوم ځاى يې
ــ د غزني
_ واى ځه بيا دومره لرې نه يو سره ،بيا وپوښتل واى تره کې يې؟
ــ نه، نه حاجي صېب دفتاڼۍ يم
په خندا سو ،کړس کړس يې وخندل واى دفتانې ګوره او ډاکټره پکې ګوره
دفتاڼې خو صحرايان خلګ دي ته څنګه ډاکټره سوې؟
په موسکا مې ورته وویل بس نو  اوس خو يوه دفتاڼې ډاکټره دې مخته ناسته ده
پلار مې په ټولو ټولو لوڼو درس ویلی او شکر دی اوس یې لورانې ډاکټرانې دي، د افغان وطن د وګړو خدمت کوي
حاجي صېب غلی ؤ
وروسته يې خوله خلاصه کړه
پلار ته مې یې په دعاګانو پيل وکړ ،شکرونه يې ويستل ،خوشاله ؤ، ویل ټول پلارونه باید دغسې وي، جلکۍ او د هلک فرق ان زموږ په اسلام کې نشته، هغوی چې دا فرق را منځته کوي، خدای دې هدایت ورته وکړي، جنګونه، ورانۍ دا ټولې د ځینو سړیو لخوا کېږي، خو بیا هم حلقه پهٔ ښځو را تنګوي
ماته هغه د شاعر بیت را یاد سو چې

ښځو را ووړ امنیت دغې نړۍ ته
سړو څه وکړل، سړو جنګونه را وړل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.