ناګهانه یې په ژړا پيل کړو ، له سترګو یې اوښکې روانې وې
حیرانه سووم ولې ؟ولې به ژاړي؟
لږ مخکې خو نارمل وه!
ایا ترې وپوښتم که یې يوازې پريږدم؟
ښځې ته مې وويل لږ دمه به وکړو، ځان ارام کړئ بیا به دا پاتې کار هم پسې وکړو، د هغې له سترګو اوښکو دغسې روانې وې، په ډک زړه له اطاق څخه ووتم خو فکر کې مې دغه خبرې ګرځيدې چې ولې ژاړل، څه شی به وي چې دا ښځه یې داسې بې اختیاره په ژړا کړه؟
تومړې اوبه مې را واخیستی ارام ځای ته لاړم
ځان مې په تيلفون کې مصروف کړ ساعت وروسته مې پام سو، چې پوره پنځلس دقې وتلې دي، د ناروغ خوا ته ورغلم ارامه سوې وه، ښه احساس مې وکړ
ترې ومې پوښتل ښه يې؟
يوازې د سر په اشاره يې پوښتنه را ځواب کړه
د مریض په پاتې کار مې پيل وکړ، نيم سااعت وخت يې ونيو
چې کار یې تمام سو لاندې د رسپشن په لور راشکته کېدو نیمه لاره کې یې غلې غوندې راته وويل
هیله ده خاوند ته مې زما د ژړا په هکله څه مه وايه!
په موسکا سره مې ډاډ ورکړ زړه دې ټول ساته، هیڅ هم نه وایم ورته
هغې مننه وکړه ولاړه خو ما تر پايه څارله
لا مې دا پوښتنې لا ځوابه پاته وې په زړه به يې څه وو ؟
ولې خفه وه؟
څه شي دومره وار خطا کړې وه؟
ځواني یې په تلو وه؟ اولادونه یې نه ؤ؟
خاوند یې بله ښځه کوله؟
همداسې په سوچونو کې له کلینیکه را ووتم، لکه یو څوک چې تېر اور هېروي
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.