د یوه غاښ له لاسه ورکول، که څه هم د خولې په وروستۍ برخه کې وي او د موسکا پر مهال نه ښکاري، د وخت په تېرېدو د غاښونو روغتیا او د خوړو د ژوولو وړتیا له بېلابېلو ستونزو سره مخ کولای شي.
ډېری کسان فکر کوي چې د غاښ له ایستلو وروسته یې تش ځای خالي پرېښودل کومه ځانګړې ستونزه نه لري؛ خو حقیقت دا دی چې د یوه غاښ نشتوالی د نورو غاښونو پر نظم او روغتیا هم اغېز کولای شي.
د غاښونو د تشو ځایونو ډکولو مهم لاملونه:
۱. د ګاونډیو غاښونو د خوځېدو مخنیوی
کله چې د یوه غاښ ځای تش پاتې شي، د هغه دواړو خواوو ته پراته غاښونه په تدریجي ډول د تشې پر لور خوځېدای یا کږېدای شي او د غاښونو طبیعي نظم ګډوډولای شي.
۲. د مقابل غاښ د راوتلو مخنیوی
هغه غاښ چې په مقابل ژامه کې د تش ځای مخې ته قرار لري، ښايي په تدریجي ډول د تشې پر لور راووځي او د پورته او ښکته غاښونو ترمنځ د تماس توازن ګډوډ کړي.
۳. د خوړو د ژوولو وړتیا ساتل
د یوه یا څو غاښونو نشتوالی د ژوولو فشار پر پاتې غاښونو په نامتوازن ډول وېشي او په ځینو کسانو کې د خوړو ژوول ستونزمنوي.
۴. د ژامې د هډوکي د تحلیل مخنیوی
د غاښ ریښه د ژوولو پر مهال شاوخوا هډوکی تحریکوي او د هغه په ساتنه کې ونډه لري. د غاښ له ایستلو وروسته، د تش ځای اړوند د ژامې هډوکی په تدریجي ډول تحلیلېږي. د غاښونو امپلانټ کولای شي تر یوه بریده د دې بهیر مخه ونیسي.
۵. د غاښونو د طبیعي نظم ساتل
د غاښ تش ځای ښايي د نورو غاښونو د موقعیت د بدلون، د غاښونو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو او د بایټ (د پاسنیو او لاندنیو غاښونو د یو پر بل د برابرېناستې څرنګوالي) د ستونزو لامل شي.
۶. د موسکا ښکلا او پر ځان باور ساتل
د غاښونو له لاسه ورکول، په ځانګړي ډول د مخکینیو غاښونو، د موسکا پر ښکلا او د انسان پر ځانباورۍ منفي اغېز کولای شي.
### د غاښ تش ځای په کومو لارو ډکېدای شي؟
اوسمهال د له لاسه تللو غاښونو د ځایناستي لپاره بېلابېلې درملیزې لارې شته:
* د غاښونو امپلانټ: د غاښ د ریښې پر ځای د مصنوعي پایې لګول چې د ژامې په هډوکي کې ځای پر ځای کېږي.
* د غاښونو بریج: د ګاونډیو غاښونو په مرسته د له لاسه تللي غاښ ځای ډکول.
* متحرک مصنوعي غاښونه: هغه مصنوعي غاښونه چې د یوه یا څو له لاسه تللو غاښونو د ځایناستي لپاره کارول کېږي او د ایستلو او بېرته اېښودلو وړتیا لري.
د درملنې د غوره لارې ټاکل د ژامې د هډوکي له وضعیت، د ګاونډیو غاښونو له روغتیا، د له لاسه تللو غاښونو له شمېر او د ناروغ له عمومي روغتیايي وضعیت سره تړاو لري.
که څه هم د یوه غاښ تش ځای درد او ناراحتي نه رامنځته کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې هېڅ ستونزه نشته. غوره ده چې د تشخیص او د مناسبې درملنې د ټاکلو لپاره د غاښونو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
خپل له لاسه تللی غاښ مه هېروئ؛ د هر غاښ تش ځای د نورو غاښونو پر روغتیا هم اغېز کولای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320