زما موقف په تیرو څو لسیزو کې او په خاصه توګه په تیرو پنځو کلونو کې ډیر واضحه او په کراتو کراتو مو د رسنیو له لارې په مرکو او هم د ټولنیزو رسنیو په بحثونو او خپاره شوو لیکنو کې مطرح کړیدی. جمهوریت په وخت کې او اوس هم زما پالیسي دا ده چې هغه خبره څوک بیرون نشي کولې، په بنده خونه کې دې هم د چا سره نه کوي.
1. مونږ د جنګ مخکې هم مخالف و او اوس هم مخالف یو ځکه جنګونه د وطن او خلکو په خیر نه بولو. زما کلیپونه او خبرې د جمهوریت په وخت کې او هم وروسته اوریدلې شې. ځیني کسان وایي چې ولې د ملي دفاع وزارت پخوانۍ سر پرست وزیر، جنګ ردوي او د سولې خبرې کوي؟ دا ځکه چې د جمهوریت پالیسي جنګ نه وه بلکې د سولې خبرې وې. جمهوریت د مخالفینو، جنایي ډلو او د پاکستان د مداخلو په وړاندې جنګ، د ملي حاکمیت، عامه نظم او د خلکو د حفاظت لپاره د دفاع په خاطر کاوه. د جمهور رئیس حامد کرزي په وخت کې د سولې عالي شورا، د قطر دفتر او د سولې خبرې پیل شولې. بیا وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني په وخت کې د سولې مذاکراتي ټیم جوړ او د سولې خبرو ته دوام ورکړل شو. د سولې لپاره لویه جرګه راوغوښتل شوله او د جرګې غړو هم د سولې د خبرو په دوام تاکید کوه. که څه هم زه د اتو میاشتو لپاره د ملي دفاع وزارت کې وم، خو د جمهوریت امنیتي او دفاعي قوتونو ادارې، باغي ادارې نه وې چې د رهبرې د پریکړو مخالفت، او د جنګ لاره خپله کړې وې. کله چې د رهبرې د پریکړو او سیاسي تګلارو سره موافق نه وم، په ۲۰۰۵ او هم په ۲۰۲۱ ز کال په مارچ کې د ملي دفاع وزارت د دندې نه استعفا ورکړله. که څه هم زما استعفا قبوله نشوله، خو اخره کې یې قطر ته د سفیر په حیث، د سولې د خبرو د بریالیتوب په خاطر وټاکل شوم خو اګریمان د قطر نه رانغې او بیا شپږ میاشتې وروسته جمهوریت سقوط شو چې د قطر دنده مې پیل نکړله. زه همیشه د سولې طرفدار وم او حتی په ننګرهار کې هغه کس چې زما د وژلو نیت یې درلود او ونیول شو، هم معاف کړ. دا چې د سولې خبرې ناکامې شولې، هغه جدا بحث دی. په کراتو مو ویلې چې د جمهوریت سقوط نظامي نه بلکې سیاسي سقوط و ځکه د افغانستان سیاسیونو او د حکومت رهبرې ونشو کړې چې سیاسي اجماع په خپلو منځو کې رامنځته کړي. د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولې په عوض معامله ګري زیاته وه. نن هم په داخل او بهر کې د افغانانو په منځ کې سیاسي اجماع نشته دی او افغانستان د زوال او نیابتي جنګونو په لور روان دی.
2. د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه پخوا نتیجه ورکړې، نه اوس نتیجه ورکوي او نه به په راتلونکې کې نتیجه ورکوي. نه طالبان ملت نفې کولې شي او نه نور طالبان نفې کولې شي. د حل لار، معنی داره بین الافغاني خبرې دي. زمونږ وروستې دریځ د لوی جرګې دایریدل، د بین الافغاني خبرو لپاره مناسبه، عملي او اسانه افغاني منل شوې تاریخي د حل لار ده چې کولې شي د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره لار پرانیزي تر څو افغانستان د انزوا د حالت نه ووځي. د انزوا اوسنې حالت نیابتي جګړو او رقابتونو ته زمینه مساعدوي. د لوې جرګې د جوړیدو لپاره زمینه مساعدول تر هر چا د مخه د طالبانو مسوولیت دی. که طالبان زمینه مساعده نکړي، د اینده جنګونو او رقابتونو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی ځکه دوی اوس حاکم دي.
3. د پاکستان هوایي بریدونه، تجاوز او حملې مو د یو افغان په توګه غندلي او بیا بیا یې غندو. دا موقف مو د چا د خوشالولو او یا د چا سره د همغږې په اساس نه و او نه دی. د پاکستان حملې او مداخلې د نړېوالو قوانینو په اساس، د افغانستان د حاکمیت او تمامیت ارضي باندې ښکاره تجاوز دی. د پاکستان لخوا د تعلیمي ادارو، روغتیایي مرکزونو او ملکي کسانو په نښه کول، د بشر د حقونو د کنوانسون په اساس، جنګي جنایت بللې دی. البته دا مو هم ویلي چې د طالبانو ځواب د پاکستان په وړاندې پڅ او کافي نه و.
4. دا چې مونږ وایو چې د جنګ مخالف یو، دا نه یوازې د طالبانو سره د مخالفینو د جنګ مخالف یو بلکې د ولس سره د طالبانو د جنګ هم مخالف یو چې د تعلیم دروازې یې د نجونو په وړاندې تړلي، د بیان ازادي یې سلب کړې او د هلکانو تعلیم کچه هم د کیفیت او کمیت له امله ډیره راټیټه شویده چې په لنډ او اوږدمهال کې د افغانستان لپاره نه جبرانیدونکې فاجعه ده.
5. د طالبانو او هم د طالبانو ځینو مخالفینو د منفي څرګندونو په وړاندې زما نظر دا دی چې اوس د ملامت او سلامت فیصله هیڅوک نشي کولې ځکه د علل او د معلول فلسفې په اساس، په تیرو پنځو لسیزو کې د یوې دورې ناکامو پالیسو بلې ناکامې دورې رامنځته کیدو ته زمینه مساعده کړیده. هیڅ دوره د انتقاد نه مبرا نه ده. البته شخصي جرم او خیانت جدا مسله ده او هغه به هم هغه وخت تثبیتیږي چې افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت او با اعتباره عدلي او قضايي سیستم رامنځته تر څو عدالت تامین شي. د قانون په خلا کې عدالت نشي تامین کیدلې.
6. د افغانستان ملکیت، شتمني او حکومت د هیڅ فرد او ډلې شخصي ملکیت نه دی او دا د ټولو افغانانو شریک ملکیت او شتمنې ده. پدیتوګه د قانون په چوکات کې ټول افغانان مساوي حقوق لري او حاکمیت د یو ملک د خلکو پورې تعلق لري. دا چې افغانان مطلق مسلمانان دي، طبیعي خبره ده چې د افغانستان اساسي قانون هم باید د اسلام سره په ټکر کې نه وي. مخکني اساسي قوانینو کې هم دا ماده یاده شوې وه چې د دې قانون هیڅ ماده باید د اسلام سره په ټکر کې نه وي او هره ماده چې په ټکر کې وي، د منلو وړه نهده.
7. د جمهوریت په دوره کې چې څلور کاله ما په حکومت کې کار کړیدی، نه پرې پېښمانه یم او نه منکر. که څه هم د دندو په وخت کې هره لحظه ژوند مې په خطر کې و، خو تر خپله وسه خدمت کړیدی. پدیتوګه نه یوازې په خپل کار پښېمانه نه یم بلکې افتخار پرې هم کوم. د هیچا سره په پټه او ښکاره په پروژو، تجارت او نورو استخباراني معاملو کې نه دخيل وم او نه د شخصي ګټو لپاره د چا سر ه کوم پټ تعهد یا معامله پخوا درلوده او نه اوس لرم.
دا پورته موقف نه تنها یوازې زما دی بلکې زمونږ د همفکره ملګرو هم دی. تر کومه حده چې زه د افغانان سره په داخل او بهر کې په اړیکه کې او غږیدلې یم، د اکثره افغانانو هم همدا موقف دی.
پدیتوګه زما موقف په هر سیزن کې د نورو د منفي او مثبتو تبصرو، تاویلو ماویلو، دروغو او تهمتونو په اساس نه تغیریږي. د خپل دغه موقف د پیاده کولو لپاره مثبتې هلې ځلې کوو. د چا نه پاداش او شاباسې نه غواړو. زمونږ عزت او سکون د افغانستان د سوکالۍ او ثبات سره تړلې او دا خپل مسوولیت ګڼو تر کومه حده مو چې وسه کیږي، باید هلې ځلې وکړو. که خیر مو وطن او خلکو ته ونه رسید، شر هم باید چاته نه رسوو.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان ددسولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
![]()
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320